لیکنه: نصرالله ټولواک د یرغل د مفهوم لرغونتیا د انسان د زیږدنېټ له لرغونتیا سره سر خوري. د کړکیښ (تاریخ) په اوږدو کي ځیني ټبرونو، ولسونو او واکمنیو دخپل واک اوځواک د ساتلو، د نورو هېوادونو په تیره بیا د وټییزو سر چینو د لاسته راوړلو او خپلو هیلو ته د رسېدو په موخه، دنړۍ په نورو ولسونو یر غلونه کړي او هڅه یې کړې چي پر هغوی د خپل ښکېلاک او نيواک جال وغوړوي. په دغو یر غلونو او ښکېلاکونو کي ځیني بریالي خو ځیني يې بیا د میشت ولس له ټینګ غبرګون سره مخ او په شا تمبول سوي دي. ښکېلاک، نیواک، تیری او یرغل په بیلا بیلو پېرونو کي د راځ راځ توکو په مټ سرته رسول سوي. یادو موخو ته د رسیدو لپاره ډیر کله د قهرجنو لارو (جګړو، وژنو او ربړونو) څخه کار اخیستل سوی دی. د یادونی وړ ده چي د ښکېلاک بیلابیلو ډولونو په بیلابیلو پېرونو کي راځ راځ اغیزي لرلي چي ځیني یې تلپاتي، ځیني اوږد مهاله او ځیني ېې بیا د لنډي مودي اغیزي دي. تر ټولو ډېر ننګول سوی ښکېلاک هغه دی چي د جګړې په مټ تر سره سوی وي(پوځي ښکېلاک). ددې ډول ښکیلاکونو د بیلګو راوړلو لپاره یواځي افغانستان بسنه کوي. د مغول له یر غل نه رانیولې بیا اېران، اورس(روسیه)، انګریز او په پای کي پنجابی ښکېلاک( دطالبانو په مټ) په دې هېواد کي له سختي ماتي سره مخ سوي. نوموړی ښکیلاک(پوځي ښکیلاک) ځکه ډیر کله له ستونزو سره مخ سوی چی؛ جګړه د تیري لاندي ولس تر منځ د یووالي او ورورولۍ ولولې را ژوندۍ کوي او ګډ غلیم ته یې پام ور اړوي. تر ټولو ډیر اغیزمن یرغل، هڅوبیز(کلتوري) هغې دی. ځکه چي دا ډول یر غل ژر نه احساسېږي، ورو ورو پر مخ درومي او سوکه سوکه یو ولس یا هېواد له پښو غور ځوي. ځکه نو چي کله احساس هم سي نو چاړه هډ ته رسېدلې وي بیا ېې نو پر وړاندي پرځنګ(مبارزه) بې ګتي یا ناشونی وي. په دې لړ کي ځیني هېوادونه په نړۍ کي تل د خپل هڅوبيز نفوذ د خپرولو لپاره هڅي کوي. دهغو هیوادونو له ډلي یو هم اېران یا په رښتیني مانا پاړس دی. د وروستیو څېړنو پر بنسټ اېران د نړیوالو بندیزونو او پراخ وټییز تشیال (خلا) سره سره په کال کي کابو پنځه سوه میلیونه ډالر په نړۍ کي په تېره بیا په هغه هېوادونو کي چي د وګړو ځیني هستوګن یې پاړسو ژبي او شیعه ګان وي، د خپل هڅوبيز نفوذ د خپرولو په موخه لګوي. چي په دې لړ کي افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله خورا زیان منوونکی دی، او دهغه لامل هم د اېران سره زمونږ ګاونډیتوب دی. اېران په افغانستان کي له ځانګړو کړیو سره اړیکي پالي او ملاتړ يې کوي. د شیعه مذهب د پراختیا په هڅه کي دی. د افغانانو تر منځ ناباندیو(اختلافاتو) ته لمن وهي. زمونږ هېواد يې د ملي یووالي د نشتون له ناورین سره مخ کړی. په هرات ولایت کي يې ښوونیز بنسټونه رغولي تر څو پکښي خلک نه د پوهي د تر لاسه کولو لپاره بلکي د جاسوسۍ او ګوډاګیتوب د زده کولو لپاره وروزی. یوازي د پاړسو ژبو ولایتونو زدکړیالان په تېره بیا شیعه ګان هلته د روزني لپاره ور غواړي. د رسنیو پازوالان (مسولان)، خبریالان او کار کوونکي د روزني په پلمه اېران ته ورغواړي او له رسنیو سره د بریښنایي او تخنیکي توکو مرسته کوی. ماخو په اوسني پېر کي دومره لورانده خلک نه وو لیدلي! خو دافغانستان په واټونو او عامه ځایونو کي بیا د خومیني او روحاني انځورونه لګول کېږي او د جاسوسانو په نوم یې واټونه نومول کېږي. دوی(اېرانیان) په افغانستان کي د بنسټیزو پروژو د پلي کولو څخه مخنیوی کوي او وسله والو ډلو ته ددغو پروژو د ړنګولو په موخه وسلې ورکوي. د پورتنیو ټولو کړنو د ترسره کولو لپاره دا هېواد زمونږ په خاوره کي له وزیرانو، والیانو او ولسوالانو رانیولې بیا د پوهنتون تر استاده پوره شمېر ګوډاګیان لري. خو راځي چی د خپلو حکومتونو کړنو ته هم یوه ځغلنده کتنه ولرو؛ د افغانستان هیڅ حکومت هم دتاریخ په اوږدو کی نه یواځي دا چي د خپل نفوذ(هڅوبيز نفوذ) د خپرولو هڅه او هاند یې نه دی کړی بلکي په پوره سپین سترګۍ په هند او پښتونخوا کی د میشتو پښتنو د برخلیک ټاکلو په وړاندي بې غوره پاته سوي. همداشان د همدې حکومتونو د بې غورۍ په پایله کي د لوی افغانستان په ځینو برخو (پښتونخوا) کي ترهګر واکمن سول، د پېړیو راهېسي پر دې سیمه واکمن قبيلوي نظام یې له منځه یووړ، پښتانه مشران یې په ډیره نا لوراندۍ ووژل او په دی کار سره افغانستان پر دغو سیمو خپله واکمني له لاسه ورکړه، خو پر ځای یی بیا پاکستان ورته ډیر پام وکړ. پاکستان د پښتونخوا په ښارونو کې مېشتو پښتنو ته ځیني آسانتیاوي برابري کړې، هغوی یې څه ناڅه د ښاري ژوند سره روږدې کړل او دې پایلي ته یې ورسول چی پاکستان پر افغانستان غوره کړي. خو په هغو سیمو کی چې بیا پنجابی ښکېلاک و ننګول سو په لوی لاس د پاکستان له لوري ترهګرۍ ته وده ورکړل سوه، ترڅو یې په افغانستان او هند کي د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه وخت ناوخت وجنګوي. افغان حکومت په تېره بیا پښتانه مشران بویه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي خواره سوي پښتانه د افغانستان پر محور راټول کړي. دا کار که په حکومتي سطحه ترسره سي نو ښایي ځیني غبرګونونه را وپاروي خو که پښتانه مشران دا هڅه په انفرادي ډول وکړي شونتیا یې سته. افغانستان به یوازي او یوازي هغه وخت پخواني برم ، سترتوب او پخوانیو پولو ته ورسېږي چي له دې هېواد څخه جلا سوې هغه ستره انساني او معنوي پانګه ورته راوګرځول سي چي نن د پاکستان او هند په نوم پېژندل کېږي. د یوه هېواد پرمختګ او پراختیا هله مانا لرلای سي چي تاریخي، کلتوري او مدني لاسته راوړني یې خوندي پاته سي. سیاسي او اقتصادي وده د کلتوري او ټولنیزي بډایني ترڅنګ مانا مومي او بس.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.