پوهاندمحمد بشير دوديال په کال ١٣٤٠ل کې په کابل کې زږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار د سردارمحمدجانخان او د حبيبې په عالي لېسه کې بشپړې کړي. لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې په کرنيز اقتصاد او توسعې په برخه کې کړي دي. همدا شان یې د Micro economics ابتدايي اقتصاد په برخه کې یې د جرمني په بوخم پوهنتون کې زدکړې کړي.
په لاندې پوستونو یې رسمي دندې او یا علمي غړی پاتې شوی.
د خپل خدمت په دوره کې يې په ١٣٦٩ل کال کې د اسد د ٢٨ مې په مناسبت د استقلال ستاينليک، په ١٣٧٤ش. کال کې يې د غوره خدمت ستاينليک او په ١٣٨٨ل کال کې يې درېيمه درجه ستاينليک ترلاسه کړى دى. دوه ځله يې د کال ادبي جايزې، پينځه ځله د ادبي کانکورونو د جايزو ګټونکى شوی. په ١٣٨٩ل کال کې يې د ادبي کانکور لومړۍ جايزه ترلاسه کړېده. جرمني ، هندوستان ، پاکستان ، ترکيی، اتريش، ايران، هنګری او ګرجستان ته یې رسمي او علمي سفرونه کړي دي.
چاپ شوي اثار یې په لاندې ډول دي
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.