لیکنه: عبدالودود بشریار بودايت يا بوډيزم د نړۍ په لويو دينونوکې شمېرل کېږي. بودايت يوازې دين نه دی بلکې يوه فلسفه او د ژوند تېرولو لار هم ده. بودايت د ((سيدارتا)) پرافکارو بنا شوی او وروسته يې د پيروانو په افکارو او زياتونو پرمختيا موندلې ده. سيدارتا، ته به خپلو پيروانو ((بودا)) ويل. ((سیدارتا)) د بودا لومړی نوم دی، او په سنسکریت كې له دوو، ګړونو(siddha)،(بشپړ یا بشپړ شوي) او (artha)،(موخه، هدف) څخه جوړ شوی دی. په همدې بنسټ د((سیدارتا)) مانا په بېلا بېلو ځایونو کې ((بشپړه موخه یا بشپړ شوی هدف) او((هغه څوک چې یو هدف یې بشپړ کړی وي)) ښوول شوېده. ((بودا)) په سنسکريت او پالي ژبو کې د (ويښ شوي)) او (( روښان شوي)) په مانا دی. په پښتو او هندي ژبوکې ( بوډا، بوړا) د زوړ او مشر سړي مانا ورکوي. ښايي چې د پښتو او هندي ژبوکلمې هم د((بودا)) هغه بڼې وي، چې د دغو ژبو ويونکو ته له خپلو بودايي نيکونو څخه په ميراث پاتې شوې وي. د پښتو او هندي (بوډا- بوړا) کې هم د مشرولۍ، پيرۍ، هوښيارۍ، روښانۍ … مانيز څرکونه شته چې دغه کلمې هان تر ((بودا)) پورې رسولای شي. همداشان په پښتوکې د ((بوډا)) تر څنګ د (بوت) او په پارسۍ کې د (بت) کلمې هم له ((بودا)) او وروسته د هغه له مجسمو سره په تړاو پښتو او پارسۍ ته ورغلي دي. که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګواتاما) ته ويل شوي خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې دخپل دين لوړ مقام يې ترلاسه کړی (بودا) ويل شويدي. سيدارتا د ((بودا)) ترڅنګ د (( ګواتاما))، ((ګواتامابودا))، (( ګواتاماسيدارتا)) (( شاکيه موني = د ساکانوهوښيار Shakyamuni))، ((شاکيه مونی بودا Shakyamuni Buddha)) په نومونو هم ياد شوی دی. دبريتانيا يوه مشهوره ليکواله کاران ارمسترانګ Karen Armstrong چې د دينونو پرتليزه څېړنه يې کړې د بودا په ژوند ليک کې ليکي: (( دا ډيره ګرانه ده چې د بودا يو داسې ژوند ليک دې وليکل شي چې د اوسمهال له معيارونو سره برابروي،ځکه چې مونږ ډېر کم داسې مواد لروچې په تاريخي لحاظ دې کره وګڼل شي..[خو] بايد مونږ معقولا ډاډه واوسو چې ګواتاما بودا موجود و او بله دا چې پيروانو يې دهغه د ژوند تېرسرۍ او لارښوونې څومره ښې چې کيدای شوې، ساتلې دي.)) د بودا زوکړه، ځواني او مړينه دګواتامابودا د زېږنېټې په اړه ټول پوهان يوه خوله ندي. د ۱۹۶۵ز كلونو شاوخوا كې ليكل شوي پوهنغونډ ((ورلډبوک اف انسايکلو پيډيا)) كې يې زېږنېټه (۵۶۳ ق. م) او مرګ نېټه (۴۸۳ ق م) اټکل شوې او عمر يې اتيا کاله ښوول شوی دی. خوپه تاريخ هندوستان کې يې د (كيمبريج هيسټري اف انډيا) په حواله زېږ نېټه ( ۵۵۷ ق م) او مرګ نېټه ( ۴۸۰ ق م) ښوول شوېده. خو د ګواتامابودا عصر ته نژدې، بودايي اثر- ترای پيټاکا Tripitaka (پالي ژبه کې درې ټوکرۍ مانا ورکوي) څخه ښكاري چې بودا په لومړۍ ياده شوې نېټه (۵۶۳ ق.م) کې د اوسني نيپال په (لمبينيLumbini) سيمه کې زيږيدلی و او(کپل واستو) کې لوی شوی و. کپل واستو، د نيپال د ((ترای)) لرغوني دولت پلازمېنه وه. دغلته د ساکانو (شاکيه) ټبر د کشتريانو دولت و. ددغه دولت پاچا (شودودانه Śuddhodana) نومېد. بودا د دغه پاچا زوی و. دی د خپل مور و پلار يوازينی زوی و او له همدې امله هغوی په ناز لوی کړ. ګواتاما بودا له وړکتوب نه دمفکر خويونه درلودل. ده به چې د دنيا غمونه او تکليفونه ليدل ډېر به خپه کيد. ډيری وخت به هغه په دې سوچونوکې و چې (( په کومو لارو انسان د دنيا له غمونوخلاصيدای شي؟))
د حقيقت په لټه د بودا، له کوره وتل ګواتاما بودا نهه ويشت کلنۍ کې خپل کور پرېښود. ځنګله ته ولاړ او هلته يې رياضت ((تپ)) پيل کړ او له غمونو د خلاصیدو په لټون کې شو. په دغه وخت کې يې د خپل وخت ټول معلوم ديني اثار ولوستل خو زړه يې په يخ نشو. نو همداو چې شپږ کاله يې نور رياضت هم وکړ. پر له پسې روژه يې ونيوله. سا يې نه اخېسته. درد يې په ځان راوست او هان تر مرګه يې ځان ورساو خو په دې يې هم مطلب ترلاسه نشو. اخر په دغه اساسي مهال کې يې ديوې نجلۍ وريژې او شيدې قبولې کړې او د حقيقت موندنې لار يې بدله کړه. ګواتاما بودا ته د وړکتوب يوه تجربه ورپه ياد شوه چې تر يوې ونې لاندې يخ سيوري ته په ناسته يې ارام موندلی و. په هم دې لټه نوموړی دسيند يوې ښکلې غاړې ته د يو اینځر، مقدسې ونې سيوري ته د حقيقت په لټه کيناست او پرېکړه يې وکړه چې تر څو په حقيقت پوه شوی نه وي تر هغې به له دغه ځاىه نه پاسي. دغه ځای (بوداګايه) نوميږي. له دې وروسته ګواتاما بودا د حقيقت موندنې لپاره (اناپه نه ستي anapanasati) عبادت پيل کړ. په دې يې هغه څه ترلاسه کړل چې بودايان ورته منځنۍ لار(سنسکريت کې: (madhyamā-pratipad وايي او دځان کړونې self-indulgence او رياضت self-mortification ترمنځ ده. له څو ورځو وروسته د ګواتاما سر خلاص شو او ځان يې له غم او بيا-بيا زيږون څخه خلاص کړ او د بشپړ روښان شوي وجود(سنسکريت کې: samyaksaṃbuddha) په شان راپاسيد. له همدې سره يې لټون پای ته ورسيد. دده په وينا هغه څه چې غوښتل يې، ويې موندل. تر دې وروسته ((سيدارتا)) ته (ويښ شوی)،(روښان شوی) يا ((بودا)) وويل شول. ګواتاما بودا په دغه وخت کې ۳۵ کلن و. ډير ژر يې يوه ډله پيروان پيدا کړل او تبليغ يې پيل کړ. او س يې نو د (ويښېدو لار) چې د هندوستان په ټوله شمال ختيزه خوا کې له ګرځېدو وروسته موندلې وه، خلکو ته ښووله.
څلور لوی حقيقتونه Four Noble Truths د ګواتاما بودا په لارښوونو کې څلور لوی حقيقتونه مرکزي حيثيت لري: لومړی، ژوند غم (( دوکا)) دی. شتون Existence کې غم لوی لاس لري. دويم، د غم لامل هوس دی. مونږ غمجن يو ځکه چې د څيزونو وږي يو او په پايله کې د څيزونو غلامان ګرځو. د شتمنېدوهوس مونږ له پوهې او بصيرت insightنه راګرځوي. يوازې د ښه توب، رښتينولۍ او له ګناه څخه د پاکېدوsalvation هوسونه د ستاينې وړدي. درېيم، که هوسونه ولکه شي نو غمونه کمېږي. څلورم، د هوسونو د له منځه وړلو لپاره پر( مقدسه اته نرخيزه لار Noble Eight Fold Path) تلل پکار دي. ددې لارې په پيروۍ تکليف پای ته رسي. دغه اته نرخيزه لار له ( ۱ ـ ښه نظر Right view ، ۲ – ښه اراده Right intention ، ۳ – ښه وينا Right speech ، ۴ – ښه عمل Right action ، ۵ – حلاله ګټه Right livelihood ، ۶ – نیک کوښښ Right effort ، ۷ – ښه يادښت Right mindfulness ۸ – ښه ترکيزRight concentration څخه عبارت دي. بودا ويل چې نيروانا( د صوفيانو په ژبه: مطلقه ښکلا يا مطلق خير يا مطلقه خوشبختي) پر (مقدسه اته نرخيزه لار) له عمل کولو وروسته ترلاسه کيدای شي. له دې سره پرځانغوښتنه او افسوس برياموندل کېږي او بشپړه ازادي او ارامي ترلاسه کېږي. د بودا په لارښوونوکې، ځان پېژندنه په لويو نيکيوکې ګڼل شوې ده. له ځان نه ناخبري او په ځان کې ډوبیدل self-centering، هوس او افسوس پيداکوي. ددغسې پوهې د تر لاسه کولو تر ټولو غوره لار ښه چلند دی. هر څوک بايد ځانساتنه Self Control، تواضع Humility، سخاوت او شفقت Mercy خپل کړندود وګرځوي. بله لويه نيکي د بودا په نزد مينه ده. ده ويل چې يوښه لارښود هرومرو بايد(( له مينې ډک زړه چې غصه او ناوړه هوس ونه پېژني، ولري.)) بودا ويل:(( کرکه په کرکه هيڅکله نه پاکېږي، کرکه په مينه پاکيږی.)) ،
ځينې بودايي باورونه بودايان په خپل عبادت کوښښ کوي چې دوجود(مادې)له بند څخه خلاص شي او له عدم وجود (نيروانا) سره ياد صوفيانوپه وينا له مطلق حسن سره يو ځای شي. دوی وايي چې بشر له داسې څيزونو څخه جوړدی چې له انسان نه مخکې يې شتون درلود او له مړينې وروسته به بېرته هغه حال ته ورګرځي اوبيا به په نړۍ کې خوریږي.
کرم يا کرما ددې کلمو لغوي مانا کار يا عمل دی. يوازې پر انسان نه بلکې پر ټولو ژوندي سرو د هغو د خپلو کړنو اغېز موجود وي. په ځانګړي ډول غم (دوکا) د انسان د خپلو غلطو يا ناوړو چارو پايله وي. کرما د علت او معلول قانون دی. کرما پر دې ټينګار کوي چې ټول وګړي د خپلو تېرو او اوسمهالو عملونو مسوول په خپله دي او د خپلو کړو د پايلې مزه به څكي. د دې واقعيت ځواب په دې کې خلاصه کېږي:۱- د عمل اراده ۲- پر خپل ځان د عمل اغېز ۳- او پر نورو خلکو د عمل اغېز دبودايي لارښوونو اساسات په ډير څرګند او عملي ډول دادي، چې هيڅ شی مطلق ندی، عملونه عواقب لري، بدلون امکان لري. لکه څنګه چې بودايت پر يوخالق خدای باور نلري او د خدای عبادت ته يې په خپل دين کې ځای نه دی ورکړی نو له همدې امله يې ځيني وګړي په دينونو کې نه شمېري.
دګواتاما بودا تبليغ بودا چې کله په حقيقت ورسيدنو د خپلو نظرياتو تبليغ يې پيل کړ او ډير پيروان يې وموندل. دوی به خپل ځانونه ( ارهت Arahat)) چې د (ارزښتمن کس)) مانا ورکوي ګڼل. هرمذهبي لارښودMonk به ژيړه چپن robe اغوسته، سر به يې خرېيه، د ملنګانو کچکول به يې ګرځاو او هر ورځ به يې عبادت کاو. هرمذهبي مشر به خپله کورنۍ، ملګري او شتمني پرېښووله . ګواتاما بودا او د هغه مذهبي ملګرو ورو-ورو د هندي ټولنې طبقاتي پولې ماتې کړې او بالاخره ډير وګړي يې په بودايت کې سره متحدکړل. د بودا پيروانو د هغه لارښوونې ټول هندوستان، تيبت، سريلنکا، برما، تايلنډ او هان افغانستان ته ورسولې او وروسته په لږ څه بدلون چين، جاپان، کوريا او نورو سيمو ته هم ورسيدې. په لوى افغانستان كې د بودايت ډېرې نښې نښانې پاتې دي. د ننګرهار په هډه، د بغلان په سره كوتل، د ميدان وردګو په خوات… ، د لغمان په درونټه او نورو سيمو كې د بودايي دورې اثار موندل شويدي. همداشان باميان، كاپيسا، لغمان،…. سوابۍ كې د بودايت لوى مركزونه شته ول. ديادونې وړده چې بودايت د لوى افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې پر ځينو سيمو يوازې خپلې نښې ندي پرې ايښي، بلكې كه ټولنې یې وڅېړل شي نو داسې عادتونه، رواجونه، متلونه… یې په خلكو كې شته چې له همدغې دورې څخه پاتې دي. په هر ډول، د وخت په تېريدوسره د نورو دينونو په شان د بودا له لارښوونو بېلا بېلې فرقې او فکري ښوونځي رامنځته شول. د بودا له مړينې وروسته يې پيروان په دوو ډلو هنايانه Hinayana (کوچنی ګاډی) او ماهيانه Mahayana (لوی ګاډی) ووېشل شول. هنايانه، د بودا اصلي لارښوونې تعقيبولې خو ماهيانه د بودا لارښوونو ته پراختيا ورکړې وه. د يادونې وړده، چې په دينونو كې دغه ډول وېش د لومړي شخص له مړينې وروسته عادي خبره وي. د حضرت محمد(ص) له مړينې وروسته د اهل حديث او اهل راى ډلې رامنځته كيدل همدغسې يو وېش رامنځته كوي. بودايت که هر ډول و خو په هغه وخت کې هندومت خپل اغېز له لاسه ورکړی و او هندي ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخ وه. په دغه وخت کې ګواتاما بودا بغاوت وکړاود هندي ټولنې وګړي يې تر ډېره بريده پر يو ټغر ټول کړل. بودايت که څه هم ډيره نرمه فلسفه او ژوند لاره ده خو په دې لار کې انسان له هيلو او ارزګانو څخه منع کيږي چې په نتيجه کې انسان د پرمختياکوښښ پريږدي او ګوښه نشين کيږي او د يو څيز د بدلون او پرمختيا وړتيا له لاسه ورکوي. خو دبودايت د عبادت لارې د انسان له فکري ودې سره مرسته کوي او د يو ښه انسان په جوړښت کې عملامرسته کولای شي. بودايت دصوفيانو پر افکارو ژور اثر کړی او د دغو افکارو په نتيجه کې صوفيان هم د نږه ښکلا (مطلق حسن) په تمه د کوټو په کونجونو کې ناست وي او دژوند نورې معاملې پريږدي او د ژوند عقلي او قانوني لوبه کې ماتې ته غاړه ږدي او يوازې په خيالونوکې ژوند کوي او له خيال پلونوخونداخلي. که څه هم يو شمېرهغه بودايان چې دخپل دين منفي ټکيو او نيمګړتياو پټولو او ساينسي ښوولوکوښښ کوي، وايي چې ټول بودايان ګوښه نشين نه دي او خپل هوسونه، نه وژني خوداخبره ځکه سمه نه بريښي چې د بودايت اصلي موخه د ((نيروانا)) ترلاسه کول دي او ((نيروانا)) ترلاسه کولو لپاره چې کوم عبادتونه کيږي هغه تقريبا ټول دژوند له هيلو سره غېږې نيول او دخواهشاتو مړه کول دي. دبودايت ((کرما)) واقعا، ډيرعلمي او ساينسي قانون دی، د هر انسان سرنوشت د هغه پر کړو وړو ولاړ دی او هر انسان چې څه کري هغه به ريبي چې پر دې اساس ژوند کول انسان ته د تقدير په لاس کې نيولو چانس ورکوي. (پاى)
وروستى سمون: ۱۵ زمری ۱۳۹۴ ل اخځونه
ډاکترايشوري پرشاد، تاريخ هندوستان، اله اباديونيورسټي، ۱۹۲۶ ز علي عباس جلالپوري، روايات فلسفه، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان علي عباس جلالپوري، خردنامه جلالپوري، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان پوهنمل محمدنسيم فقيري، ګزيده تاريخ افکار سياسي، مؤسسه تحصيلات عالي دعوت-پوهنځی حقوق وعلوم سياسي، ۱۳۸۸ل ل The World Book Encyclopedia,Volume B, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD Hassan, Brig Javed, India: A Study in Profile, the Army Press, 1990, Rawalpindi, Pakistan. www.wikipedia.org (Pashto -March 2013) www.wikipedia.org (Urdu -March 2013) www.wikipedia.org (Persian -March 2013) www.etymonline.com (March 2013) http://www.buddhanet.net/e-learning/5minbud.htm (March 2013) http://en.wikipedia.org/wiki/Gautama_Buddha (March 2013) http://en.wikipedia.org/wiki/Buddhism (March 2013) www.wikipedia.org (English -March 2013) http://www.behindthename.com/name/siddhartha(August 2013) http://www.first-names-meanings.com/names/name-SIDDHARTHA.html(August 2013) http://www.babynology.com/meaning-siddhartha-m30.html (August 2013)
پاى ليكونه
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.