لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
=۵=
له ورځو نه يوه ورځ چې ببری پر کور نه وو، يو تېلېفون را غی، مکۍ چې غوږۍ پورته کړه، يوې المانۍ ورته په يوه رېږدېدلی شانې اواز وويل:
= ماښام ښه! وبښئ، تاسې ته له سينگارځي تکليف درکوم. ما غوښتل، د هغه بل افغان((زيرک)) په اړه درځنې وپوښتم! مکۍ همدومره په ماته گوډه المانۍ پوهه کړای شوه چې مېړه يې ماښام اته بجې کورته راستنېږي او هماغه مهال به بيا يو زنگ ورووهي!
تر اتو به دقيقه نيمه تېره وه چې کور ته د ببري له ننوتو سره تېلېفون وترنگېد. په دې کې مکۍ له پخلنځي نه ورغږ کړ:
= کومه المانۍ ده، د زيرک په تړاو څه اښتنه پوښتنه کوي!
ببري چې تر څو بل زنگ راغبرگېده او غوږۍ يې تر غوږه رسوله، د څانگې پر خبره څه ناڅه پوه شوی وو، نو له يوې ((هلو)) سره يې ورته وويل:
مهرباني وکړئ، زه ببری ستاسې په خدمت کې يم!
د ببري له نرم و گرم غبرگون سره له آخوا هم سم له سمونې راغبرگه شوه:
= ماښام مو ښه، ښاغليه! زما نوم کارولينا ميولر دی، ما ستا سې شمېره په ډېره خوارۍ چېرې پيداکړه. که تاسې راته د مهربانۍ له مخې د ښاغلي زيرک د دوتر شمېره راکړئ، ډېره به مو منندويه يم!
د زيرک په تړاو دکارولينا پوښتنې او غوښتنې د ببري په زړه کې نوې نوې تلوسې راوپارولې او د دې لپاره چې خوله يې ښه ترا ورلټولې وي او پر موخه يې ځان پوره خبرکړی اوسي، د خواخوږۍ په پسته غاړه يې ځنې وپوښتل:
= وبښئ، کومه ډېره اړينه خبره يا بېړندويه پېښه ده؟
= هو، زما د مرگ و ژوند خبره!
د کارولينا روستۍ غونډلې ببری اريان دريان کړ، خو لاس يې تر پښو ختا نه کړ او بې لارغې يې ورڅرگنده کړه:
= هغه خو پر يو څو ورځني هوساينيز چکر له خپلې کورنۍ سره ويمارته تللی او ښايي، د همدې اوونۍ پای ته بيرته برلين ته راستون شي.که ماته څه امر وي، چوپړ ته مو چمتو يم!
د کارولينا زړه نور پر ببري اوبه څښلې وې ، نو آره خبره يې ورسره شريکه کړه:
= له تاسې به يې څه پټوم، هغه له ماسره مينه لري او داچې يې راسره د واده ژمنه کړې، نو ترې درې ميا شتنۍ امېدواره يم او اوس غواړم، زيان يې کړم، خو ډاکټر بايد د زيرک هو کې واخلي، که نه دقانون له مخې دغه کار تر سره کولای نه شي. زه باور لرم چې زيرک به مې د يوه پوهنتوني استاد په توگه هسې پر وچ ډاگ نه پرېږدي!
ببري ته د کارولينا دغه بې پردې خبرې خورا په زړه پورې و اېسېدې او نوره يې هم ور اوږده کړه:
= تاسې خبر نه واست چې هغه مېرمن او درې کوشنيان لري، ستاسې په قانون کې خو دا شونې نه ده چې يو څوک دې هممهاله دوې ښځې ولري؟
= هو، دا ژمنه يې هم کړې وه چې پرېژې(طلاق) ته يې په کلکه پتېيلې اوهسې د کوشنيانو له کبله ورسره تر يوه وخته په يو کورکې اوسېږي، ترڅو ورته ځانته، يا له وړو سره يوځای هېواد ته د بيرته تگ لاره ور هواره کاندې!
ببری پوه شو چې ساده باده اروپايي نجلۍ ورسره هرڅه باور کړي او له دې ناخبره چې ختيځوال څومره دروغ و درب وايي. نو يې غوره وگڼله، يو څه يې نورهم سر ور خلا ص کړي:
= اغلې کارولينا، داخو يې بېخي يوه ښنده(مبالغه) کړې، دا څنگه کېدای شي، په يوه کورکې دې واوسي او هېڅ اړ يکي دې سره ونه لري؟
هغې وليدل چې کيسه اوږده ده او تېلېفون يې نوره ججوره نه لري، نو يې له ببري څخه هيله وکړه چې که اجازه ورکړي، يو ځل همدوی کره راشي او نژدې پر نژدې سره پر هغه بېړندويه سکالو وغږېږي.
ببري هم دا له خدايه غوښته چې له نژدې يې وپېژني او مخا مخ ورسره وغږېږي، نو له واره يې ورته د سبا ماښامنۍ لپاره بلنه ورکړه.
هغه د دې لپاره چې پر ځان يې دخپلې ښځې باور لا ښه ترا پوخ کړی اوسي، د زيرک ټوله کيسه ورډا گيزه کړه او نور يې هم ورته د سپي تر لکۍ واېست.
کارولينا چې سبا ماښام ورکره راغله، د مېړه او مېرمنې له تاوده هرکلي سره مخ شوه. مکۍهم يوه خوندوره نيمه افغا ني= نيمه الماني ډوډۍ ور تياره کړې وه.
نوره نو دواړو ته خدای ورکړې وه او په څه له پاسه يوه گړۍ خبرو اترو کې يې له مېلمنې نه د سکالو ټول و ټوک(جزئيات) تر لاسه کړل او دوی هم ترې پرخپل وار چې څه د زيرک د هو سونو او بېلاريو په اړه په خپله چانټه کې لرل، و نه سپمول.
په دې ډول، څو چې زيرک له چوټۍ راستنېده، دوی يې پخو انۍ دوتنه(دوسيه) ښه ترا پسې بشپړه کړې او تر مرستياله رسولې وه.
ببري د مېرمنې په مخ کې له کارولينا سره په کړو خبرو اترو بسنه و نه کړه او لکه د يوه پټ پوليس او څارگر په څېر يې ورسره، په دې او هغې پلمه يو پر يو ليدوکتو ته پاينه(ادامه) ورکړه. هغې هم چې ورته د يوه زړه سواند خوالگر په سترگه کتل، کله ناکله يې ورسره د زاړه مرڅان خواته يوه پټ چکر نيم ته هم زړه ښه کاوه.
کارولينا نوره دېته پوره چمتو شوې وه چې هېڅ خبره اتره ترې پټه نه کړي او هره اښتنه پوښتنه يې بې ځوابه پرې نږدي.. په دې توگه يې له خپل اند و ژونده را نيولې تر کورني اکر بکره يې هرڅه ورته ټکي پر ټکي ورځوابول.
هرگوره ببري يې بيا تر هرڅه له مخه له هماغو ټکوسره لېوالتيا لرله چې د زيرک پر دوتنه(دوسيه) يې يو څه ورزياتولای شول.
. په لومړي چکرکې يې له کارولينا څخه د ځانگړي او کورني اکروکر په اړه پوښتلي ول:
= تاسې او ستاسې کور کهول له آره د المان له کومې سيمې سره تړاو لرئ؟
= زه يوويشت کاله له مخه په پوتسدام کې زېږېدلې يم. لومړنۍ زده کړې مې په هماغه ښارکې ترسره کړې او څا نگيزې هغه مې څه په روستوک او څه دلته په برلين کې.
ببري داسې وانگېرله چې هغې گوندې په کومه علمي=تخنيکي څانگه کې لوړې زده کړې ترسره کړې دي، نو يې بيا وپوښتله:
وبښئ، ستا سې زده کړيزه څانگه څه شی ده؟
= ما يوه ورهڼيزه(حرفوي) څانگه ويلې او هغه هم د سينگار او ډمگرۍ په برخه کې. په همدې تړاو مې.څو کاله د پوتسدام ښار په يوه سينگارځي کې کار کاوه.
ببري کارولينا بيا وپوښتله:
= له کله راهيسې برلين ته راغلي ياست؟
=اووه اته مياشتې شوې چې د برلين دې ښار مېنې ((مرڅان)) ته را غلې يم. دولت راته همداستاسې د بلاک په يوولسم پوړ کې دوه خونيز کور راکړی او په څېرمه سينگارځي کې د نا يڼې په توگه خپله دنده پر مخ وړم.
ببري ورته وويل:
= دغلته مو سره څنگه نه دي ليدلي؟
= خو، زما ورو ورو اوس رايادېږي چې يوه ورځ تاسې له خپل زوی گوټي سره راغلي واست، د هغه سر ما جوړ کړ او ستا سې هغه زما يوې بلې همکارې!
ببري په خندا خندا کې وويل:
= نو ښاغلی زيرک هم د ماشومانو په لړکې ستاسې پر پچه رسېدلی…؟
هغې هم په خندا خندا کې ور زياته کړه:
= ښايي، برخليک به مې ورسره غوټه وو!
له ويماره د زيرک تر راستنېدو ورځ له مخه ببری په دې هم بريالی شو چې په وروستي چکرکې له کارولينا څخه يوه نيمه بله په زړه پورې کيسه واوري. همدا چې يې د مور و پلار د کار وکسب په اړه ځنې پوښتلي ول، هغې هم ورته بې انې بانې داسې ورغبرگه کړې وه:
= پلارمې مهندس او مور مې په شينکوريزه(سرپټې) کرونده کې د باټينگڼو د روزنې پازواله (مسئووله) ده.
څنگه يې چې ببري ته خبرو خوند ورکړی وو، نو د نورو کورنيو غړيو په اړه يې هم پرلپسې پوښتله او هغې هم ورغځوله:
= پلارومور مې لا ځوانان دي، خو نور يې د بچې راوړلو مخه نيولې. د پلار پلار مې ترجنگ راروسته د يوې لويې کارخو نې مشر وو، څوکاله وړاندې يو ناڅاپه نياوتون ته راکښل شو او د جنگي جنايت له کبله يې پر قانوني جزا ور ساوه.
کارولينا يوه ښه شېبه په چورت کې ولاړه او خبرې يې پسې اوږدې کړې:
= نيامې بيا ورځ نيمه پس د نيونې او ورته جزا له وېرې د ((نويو فاشېستانو)) په مټ ړومبی لويديز برلين او ورپسې سم له سمونې امريکاته تښتېدلې وه، بې له دې چې له موږ سره ليک ليکاني ولري. خو په ناسيده ډول ترې همدومره خبر يو چې تر اوسه لا ژوندۍ ده. او په دې وروستيوکې پردې بر يالۍ شوې چې له فدرالي المانه دکورناستې(تقاعد) زرگونه مارکه په يوواريزه توگه ترگوتوکاندې.
هرگوره، دغو جنايي کيسو تش له همدې پلوه د ببري له خورمنځ(مزاج) سره اړخ لگاوه چې د خپل گوًر (حريف) د راپر ځونې لپاره ځنې کار واخلي. له همدې کبله يې پرلپسې گړوله او هغې هم ورسره خپل وخت گوډاوه.
ببر ي تر هسې يو گپ شپ روسته کارولينا ته مخ کړ:
= ښه نو، داسې برېښي چې د المان دواړو خواووته داسې ډېرې کيسې لا پټې پاتې دي او دومره پسې څوک سر نه گرځوي!
= هو، همداسې يې وبوله. خو څنگه چې ما له خپل موروپلاره اورېدلي او کله ناکله مې په تېلويزيون کې ليدلي، تر اخوا يې دلته پسې ډېره را خېستې ده.
کارولينا بله کيسه بې پوښتنې داسې ورپيل کړې وه:
((مورنی نيکه مې ان تر پلرني هغه څو کاله راروسته و پېژندل شواو د مرگ پر سزا ورسېد. هغه د نامتووژنځي((بوخنوالد)) د ورمېږ پرېکون برخې او انسانسوزې بټۍ بولندوی (قوماند ان) وو او د بېشمېرو فاشېستي ضد سياسي مشرانو او کار ندويانو په لړکې پرې د(اېس= اېس) د سروال (هېملر) په سيده امر د پخواني کارگري گوند د مشر((تېلمان)) وژنه د وژنځي د لاسته راغلي لاسوند له مخې هم زباد شوې وه.))
ببری يوه شېبه چورت پسې واخېست او بيايې په هېښنده گړدود له کارولينا وپوښتل:
= هېتلري جنايتکاران اوس هم ژوندي دي؟
= هو، په زرگونو زرگونو لا په لويديز المان کې تر اوسه سرې سترگې گرځي او د عادي کورناستو (تقاعدي) پوځيانو په څېر د ژوند له اسانتياوو څخه پوره برخمن دي، خو دې خواته يې نورې جرړې اېستل شوې دي!
ببري چې په کوشنيواله کې ورته خپل پلار د هېتلر او ډلې ټپلې د اتلولۍ کيسې کړې وې، نو د کارولينا له خبرو سره به يې غونی رازيږيږېده او ورته به هېښ پېښ او هک پک پاتې کېده. په دې لړکې يې د ډاکتر مينگلي په اړه ځنې وپوښتل:
= ده کوم ستر جنايت کړی وو چې نن سبا پسې رسنيو دومره سخته را خېستې ده اوويل کېږي چې مړی يې((سيايې)) ان په ارجنتا ين کې له گوره را اېستلی اونومېرلی دی ؟
کارولينا چې د ببري اښتنو پوښتنو نوره ستومانه کړې وه ، تر يوې اوږدې لارغې روسته يې داسې ورغبرگه کړه:
= ماته هم، خپلې مور چې اوونۍ دوه مخکې پوتسدام ته ورغلې وم، پوره کيسه وکړه. مينگلي له هغو ډاکترانو او بيولوجېستانو څخه وو چې د ((آريايي)) توکم د ډېرولو په موخه پخپله د هېتلر له خوا گومارل شوي ول. ..
ببري چې ترې نور سپړاوی وغوښت¸ هغې هم کيسه پسې ور اوږده کړه:
= هغه د( ساکسن هوزن) په پنډغاليکې له خپلواسيستانتانو سره په دې بريالی شوی وو چې څنگه له نارينه الماني بنديانو توخم، يهودو او بهرنيو ښځينه بنديانو ته ور پېچکاري کړې او په دې ډول سو چه الماني يا په فاشېستي درغلي نامه ((ارين)) بچي وزېږوي!
ببري بيا ځنې وپوښتل:
= دا کار د گازخونې،ورمېږ پرېکون او… هم سخت جنايت گڼل شوی؟
= هو، ځکه تر دغو ازمېښتو روسته به هغه نارينه له ډېر زور و شکنجې مړه کېدل، که نه، همدغه ډاکتر له منځه وړل. د سوېلي امريکا په امريکايي پلو ښيلاسو هېوا دوکې نورگڼ هېتلري جنايتکاران لا تراوسه پټ ژوند کوي او ((نوي فا شېستان)) ورته له المانه پټې او ښکاره مرستې ورلېږي.
کارولينا هم چې د نيکه او د بوخنوالد د پنډغالي په اړه نور هرڅه اورېدلي ول، ببري ته ورپر ډاگه کړل:
= بوخنوالد پنډغالی چې د پولېنډ تر((اوشويتڅ )) هغه رارو سته دويم ستر بوږنوړی شکنجه ځی او وژنځی وو او د شپږ دېرشو هېوادو پېنځه شپېته زره بېگناه انسانان پکې سټ شوي او ايره شوي ول، نور گڼشمېر شکنجه مار، وژونکي او جلادان هم لرل او تر ده يې بترې دندې ترسره کولې، لکه: ځا نگړې زندۍ، غرغرې، اوپه ژوندونې پوستونې او سوزونې!
کارولينا چې نوره په گرځېدا راگرځېدا ستړې شوې وه او له نري نازک خت او لنډې لمنې سره مازيگرنۍ سړوزمې ربڼې تکه سره اړولې وه، ببري ته د يوې لڼډې سااخېستنې وړانديز وکړ، هغه هم ورسره ومنله او هملته لنډ پر لنډه د زاړه مرڅان پر يوه چايخونه ورننوتل.
له تودو چايو او واينو سره د دواړو دمه جوړه شوه او ببري ته بيا د نورو اښتنو پوښتنو کابو پر لاس ورغله.
په هغه لړکې چې ورته د کارولينا د پلرني نيکه کيسه تر ټولو ډېره په زړه پورې اېسېدلې وه او هغې ترې ځان تېراوه، نو
هڅه يې وکړه، ورو ورو يې بياپرې راوڅرخوي.
ښه اغلې کارولينا، ستاسې هغه نيکه څنگه کلونه کلونه د فابرېکې د مشر په توگه، هغه هم په دېموکراتيک المان کې پټ پاتې وو؟
= گردې نړۍ ته څرگنده وه چې څه له پاسه پېنځوسو ميليونو بلهاريانو، ورانيو ويجاړيو سره هغه بېساري تاريخي فا شېستي ناتار يوازې هېتلر په يوه سر تر سره کولای نه شو.
ببري چې ترې پوره څرگنداوی وغوښت، هغې وويل:
= هيتلر د څو ميليوني پوځ، پرمختللو جنگ اوزارو او څارگري سازمانونو تر څنگ په خپل مشرتابه کې د اېنڅ، هېملر، ميولر، هېس، بورمن، گيورينگ، گويبلز… غوندې ورهڼيز جنايتکار انډيوالان لرل…
هغې چې په خپلو خبروکې يوڅه لارغه راوسته، ده ورته کړل:
= او نور؟
= او نور داچې د هغوی تر لاس لاندې خو بيا زما د نيکه په څېر لوی او واړه بولندويان له شمېره وتي ول. په دې ډول دومره اسانه خبره نه وه چې هغه گرد توده پر توده د پېنځه هېواديزو ټلوالو (متحدينو) پرلاس ورشي او د((نيونبرگ)) نيا وتون (محکمې) ته يې ودروي؛ ښځينه شکنجه مارو ته خو هډو وار ونه رسېد او زما تر نيا پورې ټولې سرې سترگې پر خپله مخه ولاړې.
شېبه پس کارولينا بيا پر خبرو راغله:
= زما پلرني نيکه ځان او مېرمنې ته داسې درغلي پېژندپاڼې جوړې کړې وې چې دچا پرې رک شک نه راته. دا هسې يوه نا ببره پېښه وه چې دی د بوخنوالد د بلهاريانو د دېرشم تلين لپا ره هلته تللی وو اوڅنگه چې له دود سره سم دگردو اړوندو هېوادو ژوندي پاتې بنديان رابلل شوي ول، له واره يې پېژ ندلی او ځای پر ځای نيولی وو.
ببري بيا راټڼينگه کړه:
ښه بيا؟
بيايې له ډېرې خندۍ او ملنډو نه د گلو هماغه کړۍ په غاړه کې وراچولې وه چې غوښتل يې، د يادڅلي پښو ته يې کښېږ دي. نو هماغسې يې په تمبو ټېلو تر څېرمه پوليسي څوکۍ ډگاډگ رسولی وو .
د کارولينا کيسو د يوه بېساري جنايي= پوليسي ناول په څېر ببری دومره تر اغېز لاندې راوستی وو چې نوره يې په اسانه پرېښوونکې نه وه او پرلپسې يې لا غځونې ته ورهڅوله او هغې هم ترې خپل ليدلي اورېدلي نه سپمول، بې له دې چې د کومې پايلې ويره تراه يې زړه ته ولوېږي.
د کارولينا له هرې خبرې سره ببري تلوسه زياتېده او پرېښو ونکی يې نه وو:
= ښه نو نيا دې په رژيم کې څه دنده او پوړۍ درلوده؟
= هغه هم په فاشېستي واکپېرکې د دويم دوزخي سازمان ((گشتاپو)) يوه جگپوړې کارمنده پاتې شوې وه او د نورو نو ښتونو په لړ کې، په ځانگړې توگه له دې پلوه، ان تر فيورر ((هېتلر)) پورې د گرد مشرتابه پاموړ گرځېدلې وه چې د بنديا نو له پوستکو يې ډېر په زړه پورې يادگاري څيزونه جوړول، لکه: نارينه اوښځينه لاسکڅوړې،شيټونه ،البمونه، بټوې، اوتر ټولو زيات له رازراز ډيزاينونو سره ستاينليکونه.
ببری يې سانيولی په خبروکې ورغوټه شو او ويې پوښتل:
دا کار يې په يوازېني ځان تر سره کاوه او بيا څنگه ؟
کارولينا ورزياته کړه:
= د دې لپاره به پر آس سپره پر پنډغالو گرځېده، له بولۍ سره به يې تاند تنکي ځوان بنديان لوڅ لغړ مخې ته ليکه درول کېدل، دې به، لکه د هرکلي ټولي غوندې کښته پورته تر کتنې تېرول او د يو شمېر اجل نيولو پوستکي به يې چې خوښ شول، نو جلادانو ته به يې وسپارل.
کارولينا يو سوړ اسوېلۍ و کېښ او داسې برېښېده چې نور يې د خبرو زغم پايته رسېدلی، خو بياهم، خدای پرې راو ستې وه او دببري پرلپسې غوښتنو او پوښتنو پر وړاندې يې((نه)) ويلای نه شول، داسې هم نه چې گنې نورې کيسې ورسره نه وې او يايې پرياد نه وې پاتې.
له کارولينا څخه د ببري تر ټولو روستنۍ پوښتنه داوه:
= ستاسې مور و پلار سره د کومې پخوانۍ پېژندنې له مخې واده کړی وو؟
= هو، څنگه چې نيا او نيکه مې سره د هماغو همکاريو په ترڅ کې پېژندل، نو کله چې نيکه مې تر جنگ راروسته خپلې پېژندپاڼې بدلې کړې او د نوي باور و ويسا خاوند شو، نيا مې هماغه مهال کونډه وه، ځکه مېړه يې له ((فيورر)) سره يو ځای خپل ځان وژلی وو…
کارولينا يو څه چورتي غوندې شوه او خبره يې بيرته راواخېسته:
هغې د ځان په څېر يوازېنۍ ښکلې لور زما نيکه ته سپارلې او هغه هم خپل زوی((زما پلار)) ته پټ پر پټه نکاح کړې وه. پخپله نيا مې په هماغه اړ و دوړ کې يوه امريکايي افسر له ځان سره امريکاته تښتولې وه او بيا يې ورسره واده کړی وو.
ببري د کارولينا له مينې او کرکې ډکو کيسو ته هک پک پاتې وو او داچې يې د کورنۍ په اړه يې ځنې پوره کاروړ توکي تر لاسه کړي ول، نور يې وړنده ونه بلله، هغه خواره کۍ يې زياتې غځونې ته اړباسي. له چايخونې نه له راوتو سره د ماښام تياره رالگېدلې وه ، نو تر نوي مرڅانه يې ټکسي ونيو.
ببری له دې ناخبره چې مېرمنې يې له کړکۍ نه هرڅه ليدلي ول او له ورختوسره يې پرې راباندې کړل:
= ښه، اوس ورسره تا هم تار نښلولی او غواړې له زيرکه يې را بېلارې کړې؟
ببري چې هرڅومره انې بانې وکړې او قرآنونه قسمونه يې وکړل، ځای يې و نه نيو، لکه:
= زه ورسره هسې د برابرۍ له مخې د بس له تمځي څخه تر بلاکه ملگری شوم او…
خو مېرمن يې هره خبره په ستوني کې ور وچوله.
مکۍ تر هغې پس چې د تازه ويده شوي زوی وريې ورپورې کړ، مېړه ته خپل سترگو ليدلي داسې راوغځول:
= ما د تمځي تر څراغ لاندې دواړه ښه سهي کړئ چې له ټکسي راکښته شوئ، تاخپله گنډۍ(کورتۍ) وکښله او د هغې پر لوڅو اوږو دې واچوله چې ساړه يې ونه شي، د بلاک تر وره دې لږ وړاندې ورسره ښکلول او مخه ښه وکړل، ستا سترگې خو بې له هغې هم د هغې د مخ وړانگو برېښولې او زه دې ليدای نه شوم!
د ببري بخت همدومره ويښ وو چې زوی يې وار له مخه ويده شوی وو، هسې يې خو المان ته له راتگ راهيسې له غوړچو نو او گواښونو سره روږدی وو. ان که له کومې شاگردې سره به يې پرخبرو اترو هم وليد، ستر گې به يې پرې راېستلې او کورته له راستنېدو سره به يې، نه يوازې سپکه وړۍ کاوه، بلکې په اوونيو اوونيو به يې د جلا ملاستي جزا هم ورکوله.
همداچې د مکۍ د ځاځ و پرغز لمبه لږه کښېناسته، مېړه يې د ځان د سپيناوي په لړکې له هماغې زړې پلمې راپيل کړه:
= د خوازک پر سر درته لوړم چې زه له نجلۍ سره د کومې مينې يارانې خيال نه لرم…
ته خو ښه پوهېږې چې د خبرې سر چېرې دی،؟
مکۍ يې بياهم پرېښوونکې نه وه او ورته يې وويل:
= که ستاپه زړه کې څه خيری نه وای، ولې دې زه وار له مخه نه خبرولم ؟
هغه شېبه چې هغې له سينگارځيه زنگ را وواهه او راسره يې د ليدو هيله وکړه، ته له هلک سره په سودا پسې تللې وې، زه له کوره ورکښېوتم او هغه هم را ورسېده او بيا سره د زاړه مرڅان خواته ورو ورو چکر شو. هغې راته په نننۍ کتنه کې د خپلې کورنۍ په اړه هماغه څه راواورول چې د زيرک دلمېسې(دوسيې) د بشپړونې لپاره ترې پوره گټه اخېستای شو!
مکۍ د ماښامنۍ تر مېز اوڼنې روسته بيا هم پسې اوږده کړه:
= په هره توگه، هغه که ډمه هم ده، تاسې وږ سترگي نارينه يې ښکاره رنگ و جولې ته گورئ، له همدې کبله پر سينگارځي وار نشته. موږ بېوزلو ښځوته هلته په اسانه وار نه رارسي، زه چې هرځل ورشم، د يوه اوږده نوملړ په پای کې مې نوم وليکل شي.
ببري خبره پر ټوکو واړوله او خپلې مېرمنې ته يې وويل:
= په هرډول،.دا يوه څرگنده خبره ده ، هماغسې چې د ښځو ځو ان دنگ او ښکلي نارينه خوښېږي، دغه راز د نارينه وو هم ځوانې دنگې او ښکلې ښځمنې خوښېږي. په دې کې کارولينا له دومره ښکلا او دنگې ونې سره، لکه ته چې گومان کوې، کومه هرځايي نجلۍ هم نه ده، او ترکوم ځايه يې چې له خبرو څرگندېږي، تر زيرک له مخه يې دومره ټينگ و ترينگ اړ يکي له بل چا سره، نه لرلي او نه پاللي دي!.
مکۍ مېړه ته مخ کړ او داځل يې په يو څه پوخلاگړدود ور څرگنده کړه:
= داچې دلته مينه يارانه کوم نادوده او نادويه کار نه دی، ستا دادومره منډې ترنډې به څه پايله ولري؟ گومان نه کوم چې زيرک به په دې کار سره د پوهنتوني چارواکو له خوا له کاره گوښه کړ شي او بيرته تگ ته يې اړباسي!
ببري د دې لپاره چې مېرمنې ته يې ځان د پوهې څښتن ښوولی وي، ورته پر غټو غټو خبرو راسرشو:
= د زيرک ربړه يوازې مينه او يارانه نه، بلکې د امېدوارۍ حقوقي لانجه ده، دی تر هغې مخکې چې له پوهنتوني جزا سره مخامخ شي، محکمې ته ورکښل کېږي او ښايي په رسمي ډول له چوچ و پوچ سره همداسې جزايي واستول شي.
مکۍ وويل:
= موږ ته د زيرک جزاڅه گټه يا تاوان لري؟
ببري ځنې تر ځواب ويلو له مخه هيله وکړه:
= د دې لپاره چې نور د خوب وخت دی او کيسې اوږدې شوې، نوهيله کوم، پاتې پياړمه يې تر کټه ورسوو!
هغې هم ورسره ومنله، له واره خوبخونې ته ولاړه او څو چې ببری له تشنابه را وزگارېده، دا بيا وخته له نري نازک خوب خت سره تر بړستنې لاندې ننوتې وه.
هغه هم له خپلو فېشني ختو سره کټ ته وروخوت، څو وارې يې سر پر سر ښکل کړه او هله يې ورسره د زيرک= کارولينا کيسه بيا راواخېسته:
= محکمه به زيرک ته دوې لارې پر گوته کوي: يابه له زرمينې طلاق اخلي او له کارولينا سره به واده کوي او يابه د راتلو نکي بچي لگښت تر اتلس کلنۍ پرغاړه اخلي. په دې ډول زيرک ته دواړې خبرې گرانې پرېوځي او ښايي، همدا يې هېواد ته د بيرته شړلو لامل شي!
د مېړه او ښځې لومړنۍ گټه د مرستيال سملاسي تېلېفوني ژمنه وه چې له پوهنتوني هوساينځايه به زيرک دوه درې ور ځې له مخه راغواړي او پرځای به يې دوی وراستول کېږي.
ببري مرستيال ته پر سبا دا راپور هم ور کړ چې زيرک يوازې د زرمينې پر پرېژه(طلاق) او د کارولينا پر واده بسنه نه کوي، بلکې غواړي، په هغې افغاني مېړوښې مًينې پسې همبورگ ته وتښتي چې په دې وروستيو کې له بل چاسره هلته مټيزه تللې ده.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.