ژباړه: مقتصد ستړی ماشومانو ته مناسب خوراک ورکړۍ ښوونځې ته یې ولیږۍ او ډیرې روپۍ مه ورکوۍ تر څو ماشومان دهر ډول خوراکې موادو په اخیستولو او خوړولو د نس له ناروغۍ وساتل شې ۔ ماشومانو ته هر وخت بېل بېل خوراک ورکړۍ تر څو له هر ډول ویټامینونو څخه برخمن شې۔ هر هغه شی چې مونږ یې خورو له هغه څخه زموږ بدن قوي کیږې یعنی د ښه او بهتر خوراک سره جسم قوي کیږې دي دماغ د تقوې لپاره میوه، سابه او شیدو ته ډیر ضرورت وینو ۔ د بازار له پاخه شوي خوراکه یې وساتۍ، د ماشومانو.خوراک په خپل کور کې تیار کړۍ، په دې ډول به ستاسو ماشومانو ته پاک او ګټور خوراک رسیدلی وي او د ماشومانو جسم او زهین له همدې لارې قوي کولای شۍ ۔ همیشه کوښښ وکړۍ چې ماشومان په کوچنوالې کې په خوراک اموخته کړۍ او ډول ډول خوراکونه ورکړۍ تر څو په هر ډول خوراک روږدی شې او داسې ونه وایې چې کوم څه یې نه دي خوښ، ماشومانو ته په ډول ډول لوښو کې بېل، بېل خوراک ورکړۍ تر څو یې په لیدو لوږه زیاته شې دخوراک پر وخت ماشومان له ټلویزون څخه لري کړۍ تر څو په ارام سره خوراک وکړي، ډال، مۍ، غټه غوښه، کبان، هګۍ، او.دچرګ غوښه ورکړۍ، له دې ډول خوراک سره ماشومانو ته وټامینونه، پروتین او پوټاشیم ممکن دي، بدن او زهن یې قوي کیږې۔ هر قسم بازارې شربتونه د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوې۔ ۔۔ په یاد ولرۍ ماشومان ډیر تاوده خوراکونه نه خوښوي ۔ چې څومره کولای شۍ د عمر په لومړي دوران کې پرهیز ورکړۍ له دریو تر اتو میاشتو پورې ماشوم تر هر ډول سخت خوراک زیان رسوې، ماشومان لوبو ته وهڅوۍ، هڅه وکړۍ ماشومان له ځانه سره لوی کړۍ .
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.