د افغانستان اکثریت کورنۍ له بازاره غوړي اخلي. په زیاترو یې لیکلي وي چې په ویټامین ای او ډي غني شوي دي، خو متاسفانه زیاتره یې غني ندي.
غني شوي غوړي، کورنۍ د ویټامین ای او ډي له کمښت او د هغوی له عواقبو ژغوري.
اوس د عامې روغتیا وزارت او همکارې موسسې يې غواړي چې په افغانستان کې تولیدونکي او واردېدونکي ټول غوړي غني کړي، او پدې ډول د دغو دوو مهمو ویټامینونو د کمښت ستونزه حل کړي. په غني شوو غوړو به د عامې روغتیا وزارت تصدیق شوی لیبل موجود وي. هیله ده دغه پروګرام ژر پیل شي او زموږ هیواد وال وس پیدا کړي چې په سم ډول غني شوي غوړي واخیستلی شي.
د غوړو په برخه کې یوې بلې مهمې نکتې ته هم پام ضرور دی او هغه د کلکو او جامدو غوړو مسئله ده. زیاتره کلک او جامد غوړي مضر مواد لري او لطفا د هغو پر ځای له مایع غوړو څخه استفاده وکړئ.
پکار ده، چې د خوړو په یو ګروپ ډېر تمرکز ونکړو، بلکې له ټولو خوراکي ګروپونو څخه پخپله ورځنۍ غذا کې رنګارنګ خواړه وخورو. باید په ورځني رژیم کې مو د غوښو، چرګ، کبانو، هګیو، سبو، مېوو، د شیدو د محصولاتو، لوبیا او دالو او غلو دانو څخه هر څه موجود وي. پاکې اوبه هم د غذایي رژیم یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.