لیکنه: احمد جاوید صدیقي
کله چې د کره کتنې او کره کتونکي خبره کوو، نو موخه يوازې د يوه عادي فعل او فاعل د تړاو په په اړه څرګندونې نه دي، غواړو د هغو مسووليتونو په اړه خبرې وکړو چې کره کتونکى او کره کتنه يې د ادب پر وړاندې لري.
که کره کتونکى د ادب او کره کتنې پر وړاندې بې مسووليته چلند وکړي، نو د اثر په سمون کې نه يوازې چې موثر کار نه شي کولى بلکى لايې خرابوي، په همدې ډول د کره کتنې د اوصول له رعايت پرته کره کتنه غوره او معياري ادب نه شي رامنځته کولى.
د کره کتنې اوسنی تعریف تر ډېره له پخواني تعریف او پيژندنې سره توپير لري، پخوانیو کره کتونکو تر ډيره هڅه کوله چې د لیکنې یا اثارو ستونزې اونیمګړتیاوې په ډاګه کړي.
د بیلګې په ډول دا به یې ویل چې د دې لیکنې الفاظ داسې دي یا یې مانا دا ډول ده او په ټوله کې به یې د لیکنو او اثارو نیمګړتیاوې په ګوته کولې، دغه معنا د نقد له کلمې هم ښکاري ځکه نقد د کره او نا کره بیلول دي.
اوسمهال تر ډیره په ادبي کره کتنه کې د لیکنې او اثارو د ستونزو او نیمګړتیاوو بیانول تر ډیره هدف نه دي، که څه هم کیدای شي د لیکنې، دې برخې ته اشارې وشي ځکه ادبي کره کتنه مهم ادبي اثارو باندې کره کتنه کوي؛ نو اوسمهال په ادبي کره کتنه کې د لیکنو او اثارو د نیمګړتیاوو ترڅنګ د اثارو او لیکنو د پياوړتيا بیلګې روښانوي.
کره کتونکی هڅه کوي چې ادبي اثر په ښه ډول تحلیل او تجزیه کړي، لوستونکو ته یې مانا او هغه ټکي چې ادبي اثر یې پیاوړی کړی او ادبي ارزښت یې ورکړی په ډاګه کړي.
د ادبي کره کتنې مهمه دنده داده چې د اثارو د قوت نښې او هغه څه چې اثر ته یې ادبي ارزښت ورکړي په داګه کړي په همدې توګه کره کتونکي هم ځینې دندې لري چې په لاندې ډول بیانیږي
۱- کره کتونکی باید د لیکوال او ادبي بهیر لارښوونه وکړي؛
۲- کره کتونکی باید د تحلیل له مخې د حقایقو پلټنه وکړي؛
۳- کره کتونکی باید د هنر او ښکلا د ارزونو تبصره کوونکی وي؛
۴- کره کتونکی باید د تعصب او تنګ نظرۍ له دایرې وتلی وي او په دې برخه کې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې هڅه وکړي؛
۵- کره کتونکی باید د منطق او اوصولو د معیارونوپلي کوونکی وي؛
۶- کره کتونکی باید د تخلیق یا ایجاد د کیفیت څرنګوالی او په کې شته احساس له لوستونکو سره شریک کړي؛
۷- کره کتونکی باید تل د نسبي حقیقت په لټه کې وي؛ په همدې توګه ادبي کره کتنه له یوې خوا د ادبي اصولو په پام کې نیول دي او له بلې د هغو ښیګنو په ډاګه کول دي چې په ادبي اثر کې نغښتي دي.
په ادبیاتو کې د ادبي کره کتنې ونډه ډيره مهمه او د پام وړ ده، همدا ادبي کره کتنه ده چې د ادبي اثارو ژوند ته دوام ورکوي، که چیرې موږ په خپلو ادبیاتو کې ادبي کره کتنې ته ارزښت ورنکړو په یقین سره به زموږ ادبیات هغه ارزښت چې باید ویې ولري وبه یې نه لري.
ادبي کره کتنه اثر د اصولو له مخې کره او ارزښت یې بیانوي کوي.
ادبي کره کتنه تل د ادبي اثر د بدلون او ګډویدو په معنا نه ده، بلکې ادبي کره کتنه د اثر د دقیقې مطالعې په معنا ده.
د کره کتنې ډيری پوهان وايي که کره کتنه په هماغه سنتي ډول هم وشي خو چې په دقت او پوره بې پلوي وشي ګټې یې ډيرې دي.
کره کتنه د ادبي اثر هنري ارزښتونه ښکاره کوي او کله کله هم له ټولنیزو او سیاسي مسایلو سره یې اړیکې په داګه کوي.
د ادبي اثر د نیمګړتیاوو ویل، د اثر ستاینه، د ادبي اثر تحلیل او تجزیه، د اثر بدلون،په ټولنه د اثر اغیزې او په ټوله کې په ادبي اثر هر اړخیزې خبرې کول او تر ډيره د اوسني کره کتنې مهمې دندې بلل کیږي.
دا هم د یادونې وړ ده چې په ادبي کره کتنه کې باید زموږ څرګندونې ساده، روانې او علمي وي، کله کله هم په کره کتنه کې موخه یواځې د اثر ستاینه او د هغه د نیمګړتیاوو بیانول نه دي، بلکي کله کله داسې وي چې اثر باید تحلیل شي، په تحلیل کې هم قوي استدلال مهم دی.
ادبي کره کتونکی چې د اثر د لیکوال په څير ذوق او نوښت ولري په ښه ډول کولی شي چې اثر تحلیل کړي.
اوس تر ډيره کره کتنه په نظر او عملي ویشل شوې. په نظري کره کتنه(Theoretical criticism ) کې هغو نظریاتو، پيژندنو، اصطلاحاتو او مقولو ته پام کیږي چې د ادبي اثارو او اړوندو موضوعاتو په اړه ویل کیږي، چې له مخې په اثر قضاوت کولای شو.
نظري کره کتنه په اصل کې د ادبي فنونو او قواعدو بیان دی.
علمي کره کتنه (Practical criticism) کې تر ډیره په یو ځانګړي اثر تفصیلي څیړنه کیږي؛ په عملي کره کتنه کې په دې خبرې کیږي چې کوم اثر څومره ښه دي؟ خو د دې لپاره باید ځير شو چې کومو ارزښتونو،ښیګنو او اصولو له مخې ښه اثر دی.
باید د اثر د متن سموالي ته پام وکړو او د ژبپوهنې او تاریخ پوهنې بحثونو ته داخل شو. موږ ته لازمه ده چې د کره کتنې لپاره په روانپوهنې، ټولنپوهنې او تاریخ باندې پوه وو.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.