لیکنه: محمد انور کاکړ، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد لمړی باید مرکه وپیژنو! کله چې د یوه اعلان شوي بست له پاره اشخاص ځانونه نوماند کړي نو د اسنادو د ارزیابۍ او تحریري ازموینې څخه وروسته کامیاب اشخاص د دې لپاره حاضریږي تر څو تقریري ازموینه ورکړي چي همدې پروسې ته بیا مرکه وایي. مرکه د ې له پاره سره ته رسیږي چي ادارهچیان نوماند اشخاص مخامخ وویني او کوم شخص چي د دوی ورته ضرورت دی؛ په لیدلې بڼه انتخاب کړي. دا لیکنه د هغوځوانانو لپاره ده؛ کوم چي تعلیمي دوره یې سرته رسولې وي او غواړي چي په کومه اداره یا ارګان کې پرکاروګمارل شي. بل دا چي مرکه یو کلیدي وخت دی ځکه په یوه ساعت یا نیم ساعت کې د یوه انسان د ژوند ټوله اړخونه ارزیابي کیږي، او د هغه شخصیت، پوهه، تجربه او اړونده ټوله مهارتونه (تخنیکي یا د دندي اړوند، شخصي او سلوکي) په نظر کې نیول کیږي چي دا ډیر مشکل کار دی او ښه تحلیل ته اړتیا لري. زموږ ډیر ځوانان داسې وي چې په تحریري ازموینه کې یې ځان ښه ثابت کړی وي خو چي کله مخامخ مرکې ته وړاندي کیږي او ورسره مخامخ مکالمه صورت نیسي نو بیا هغسي نه وي. دلته ځیني مشکلات شته چي لا تر اوسه زموږ ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي، دمثال په ډول وارخطایي یو له هغو خنډونو څخه ده چي ډیر اشخاص یې د خپلو برخو څخه ناامیده کړي دي او داسي نور موضاعات… نوماند یا مرکه کوونکی باید څه وکړي؟ لاندي ځیني هدایات لیکل شوي دي که چیرې د دغو هدایاتو مطابق عمل وشي نو زما په اند هر مرکه ورکوونکی به په خپله مرکه کې ځان کامیاب احساس کړي. 1. کله چي مرکې ته ځئ نو ښه جامه واغوندئ ترڅو اشخاصو او ادارو ته په کتو سره تاسي ته ځان کم محسوس نه شي؛ که څه هم دانسان لیاقت او پوهه له جامو څخه نه بلکه له تحصیل، علمیت او تجربې څخه معلومیږي خو دا د دې دپاره دي چي تاسي ته ځان کم معلوم نه شي. 2. د وارخطایۍ څخه ځان وساتئ ځکه د وارخطایي په صورت کې ستاسې هغه ظرفیت او علمیت چي تاسي یې لرئ؛ نه شئ کولای نورو اشخاصو ته په ښه ډول روښانه کړئ 3. باقدره واوسئ: کله چي د لمړي ځل د پاره ادارې ته داخلیږئ نو د لوړ رتبه مدیرانو څخه نیولې بیا ترعادي چوکیدار پورې ټولو ته درناوی ولرئ، ځکه اوس تاسې د خپل شخصیت څرګندونه کوئ. 4. ګونګ سونګ مه کېنئ: – هڅه وکړئ مخکي له دي چي د مرکي خوني ته ولاړ شئ؛ له چا سره کوچنی صحبت وکړئ. دا د اعتماد منځ ته راوړلو تر ټولو اسانه او بهترینه نسخه ده. له دې سره کله چي د مرکې خوني ته ننوځي، نو هیله ده سمدستي لوېو خبرو ته مه دانګئ. کوچني فرعي صحبتونه وکړئ؛ لکه دفتر مو ښکلي دی، یا که در څخه و پوښتي چي دفتر په موندلو کي خو به ستونزه نه وه؟ یا نوري داسي پوښتنې نو مناسب ځواب ورکړئ؛ په هو او نه خبره مه خلاصوئ. 5. خپله پوهه وښیئ: -دمرکې پوښتنې نیغې وې، ستاسې دپوهې، تجربو، اونورو اړونده چاروپه باره کې مستقیمې پوښتنې کیږي؛ د څیړنو له مخې د مرکې درې تر ټولو عومي پوښتنې ستاسې په اړه: ولي غواړئ دلته کار وکړئ یا پخوانی دنده پریږدئ او دریمه پوښتنه زموږ یعني دې ادارې په اړه څه معلومات لرئ. کوښښ وکړئ چي ځان ذهنا ً تیار کړئ او مخکې له دې چې ادارې ته راشئ؛ د اداې باره کې معلومات راغونډ کړئ. د هرې پوښتنې ځواب کولای شئ له خپلې تجربې او د ادارې او مسلک باره کې پوهې سره وتړئ. 6. مثبت واوسئ : د مدیریتي سوېې دندې له یو ساعته تر یو نیم ساعت وخت نیسي. سره له دې که تاسې فکر کوئ چې پر استخداموونکي مدیر مو مثبت تاثیر وا نه چوو؛ بیا هم مثبت واوسئ او فکر وکړئ چي څه کولای شئ ترڅو استخداموونکی قانع کړئ چي د دندې لپاره ترټولو مناسب یاست. پر ځان متمرکز شئ چې څه غلطۍ کوئ، لکه ګړندي ځوابونه ورکول یا پوره پوښتنه نه اورئ او نور… له تمرکزسره خپله مفاهمه هماغسې عیاره کړئ. هر څومره تیاری چې ونیسئ ؛ بیا هم مرکه ستاسې له سره سمه نه ځي، حتمي یو نه یو څه ورانیږي. یا به مو ستونی وچ وي او یا به پوښتنې مشوش کړي. دا مهمه نه ده؛ یوازي مثبت سلوک وساتئ او له ځانه اعتماد وښیئ. په مرکه کي انسان په ټوليزه توګه ځان وړاندې کوي او ستاسې مجموعي شخصیت ستاسې نتیجه ټاکي، نو خیر دی د یو یا دوه غلطیو امکان شته. 7. مهمې پوښتني وکړئ:مرکه دوه اړخیزه موضوع ده. سره له دې چي تاسې استخداموي خو خدمت به تاسې وړاندې کوئ، بل ستاسي پوښتنې په دنده کي مینه ښیي؛ لکه د مرکې په پاي کي و پوښتئ چي ستاسې ځوابونو خو څه ګډوډي نه ده پیدا کړې؟ یا؛ آیا کومه پوښتنه تاسې فکر کوئ چي نور معلومات غواړي نو زه کولاي شم، خپل ځوابونه نورهم روښانه کړم؟ 8. مرکه یوازي ستاسې په اړه نه ده؛ په دې باید شخص پوه شي چي مرکه یوازې د کاندید اړه نه بلکې د مقام او دندې په اړه ده. دا مهمه نه ده چې د شخص یا کارکوونکي په حیث تاسې څومره ښه یاست؛ مهمه خبره دا ده چي استخداموونکي غواړي یو تش مقام ډک کړي، نو له دې کبله څومره چي امکان ولري د دندې باره کي وغږیږئ، اړونده پوښتنې وکړي ، و پوښتئ د هغوېی لپاره بهترین کاندید څه مشخصات لري؟ او لږ د ځان باره کي وغږیږئ او وښایئ چې ستاسي مهارتونه د دندې له اړتیاوو سره څنګه سمون خوري.
درنښت
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.