ژباړه: مطېعالله الهام
د جیوپولیټیکو جوړښتونو او د هغه اړوند نظریو د رامنځ ته کېدو یاني د شلمې پېړۍ له لمړیو څخه بیا تر ننه پورې د هېوادونو او سیمې جغرافیوي جوړښت د هېوادونو په بهرني سیاست کې د پام وړ ځای نیولی دی.
امریکايي جیوپولیټیشن او د سیاسي علومو کارپوه نیکولای سپایکمن د جغرافیوي عواملو او ځانګړنو په اساس د یوه هېواد د بهرني سیاست طرحهریزۍ ته جیو پولیټیک وايه. هغه په دې باور و چې د یوه هېواد د بهرني سیاست مطالعه او څېړنه باید د هغه هېواد د جغرافیوي موقیعت په اساس وشي. د سړې جګړې د پیل په موده کې جیوپولیټیک د جغرافیې ارزښت او په سیاست کې د چاپېریال رول نور هم زیات کړ چې ورسره د هرې سیمې د خاصو ځانګړنو په پام کې نیولو سره د هېوادونو په سیاست د جغرافیوي ځانګړنو اغیزې هم تر څېړنې لاندې ونیول شوې. هغه نظریې اوتیورۍ چې تر اوسه د جیو پولیټیک په برخه کې رامنځ شوې دي؛ د هغو له ډلې بري او بحري تیورۍ یې تر ډېره د لویو قدرتونو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې له همدې اړخه سیمو او هېوادونو ته کتنه کیږي. په وروستیو کې د هنتنګتون د تمدنونو د ټکر نظریې، غربي قدرتونه وادار کړي تر څو د قدرت د دوام او د غرب په مقابل کې د جوړېدونکو لویو ایتلافونواو قدرتونو د مخنیوي په توسن جغرافیوي سیمو اومنطقو ته خپل پام زیات کړي. تېر ته په کتو دا جغرافیوي جوړښتونه ورځ تر بلې لا پسې پېچلې کیږي چې وروستۍ د پام وړ پېښې او جریانات د دې ښه ثبوت دی. د فریدریک راتزل د نظریې په اساس په لمړیو کې د لویو قدرتونو زیاته پاملرنه د ځمکو پراخوالي ته وه؛ د لمړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې تجربو د اقتصادي پراختیا ځانګړنه د باومن له طرحې سره د پام وړ وګرځېده چې د صنعتي هېوادونو اړتیاوو دوی د نفتو ارزښت ته متوجه او د انرژیکي ستراتېژۍ طرحې ته لېوال کړل. په همدې وخت کې که له یوې خوا سړه جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه؛ له بلې خوا کلتور، تاریخ، مذهب همدا راز چاپېریال ساتنې اوبلاخره د تمدونونو ټکرونه هغه لاملونه وو چې د جیو پولیټیک ارزښت یې نورهم زیات کړ. ماهان د یوه هېواد بحري ستراتیژي د هغه هېواد د ساحلي موقیعت په نظر کې نیولو سره چې د اقتصادي او ستراتیژیکي بندرونو د جوړېدلو شونتیاوې ولري؛ څېړي. د همدې نظریې په اساس د هغو جیو ایکونومیکو او ساحلي سیمو چې په تجارت، اقتصاد، او سیاست د اغېز درلودلو تومنه په ځان کې لري د زبر ځواکونو د پام وړ وګرځېدې په ځانګړې توګه د ماهان دغې طرحې د امریکا د بحري ځواکونو د استراتېژۍ بنسټ تشکیل کړی. نيکولاس سپایکمن د هارتلند د شننې له مخې د مکيندر د مياشتې داخلي کړۍ ريملند يا څنډې ونومولې. همدا سيمه ده چې د هارتلند او سمندرونو تر منځ پرته ده او د اغېزنالکو جيوپولوتيکي عواملو په لرلو سره د وچې او لمدې دواړو برخو سره د اړيکې ټينګولو وړتيا لري.
ریملند هغه سيمه ده چې پرته له پخواني شوروي؛ ټوله اروپا، ترکیه، د اسیا منځنۍ، جنوب، جنوبختیځه، او ختیځه برخه په بر کې رانغاړي؛ یاني د ریملند ډېره برخه اسلامي هېوادونه او د اسلامي نړۍ مرکزي برخه تشکیلوي. اسلامي هېوادونو د ۱۱ زره کیلومتره په اوږدوالي د اندونیزیا له جاوه جزیرو پیل بیا د اطلس په اقیانوس کې د افریقا تر سواحلو پورې او د ۵ زره کیلو متره په سارو(سور) له قزاقستان نیولې بیا تر سوډان پورې په بر کې نیسي چې د دوه بیلیونه وګړو په لرلو یې پراخه سیمه خيله کړې ده. د جیو پولیټیک پوهانو نظریو ته په کتو دا سیمه د هغو طبعي او بشري ځانګړنو له کبله چې لري یې د زبر ځواکونو د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د عربستان په ټاپووزمه کې د اسلام د سپېڅلي دین څرګندېدل اود هغه پراختیا تصادفي نه، بلکې په دې کې د سیمې جغرافیه هم خپل رول لري. له یوې خوا د اسلامي نړۍ د قطب مرکز تشکیلوي له بلې خوا د دریو لویو وچو ارتباطي پُل جوړوي چې د جیوپو لیټیک اړخه د پام وړی دی. د یادونې وړ ده چې د نړۍ له پنځو لویو نفتي هېوادونو څخه څلور یې په همدې سیمه کې موقیعت لري چې د نړۍ د صنعت ماشین ورباندې چلیږي. د خدای دا طبعي ورکړه هغه ثروت دی چې د نړۍ د زبرځواکونو پام یې جلب کړی؛ له بل پلوه د نړۍ یو له لویو تجارتي سیمو څخه شمېرل کیږي. عرب ټاپو وزمه او منځنۍ ختیځ د بحري لمړیتوبونو په لرلو د ریملند په ساحه کې مهم محور تشکیلوي. دا محور په خپل کوچني حدود سره له شپږو مهمو ستراتیژیکو ناحیو سره تړل شوی دی. د استانبول تنګه او چناک کلا په ترکیه کې هغه سیمې دي چې اسیا له اروپا څخه بېلوي، دا په سیمه کې د ترکیې په جیو پولیټیکی رول کې د پام وړ ټکی دی. له همدې کبله نړیوال قدرتونه د روسیې په شمول د تجاري پراختیا او پراخه اوبو ته د لاس رسي او د لمړني نظامي ستون له کبله دې سیمې ته ځانګړې توجه لري.د سویز کانال او باب المندب د لیرې ختیځ او اروپا تر منځ د فاصلې په لنډون کې اغېزمن واقع شوی. د هرمز تنګه د خپل زیات نظامي ارزښت سربېره د نفتو په ستراتېژۍ کې هم د خپلې خاصې ونډې درلودونکې ده. همدا راز د فارس خلیج ټاپوګان او د بحرین مجمع الجزایر هم د ځانګړي استراتیژیک ارزښت لرونکي دي.
د ډاکټر عزت الله عزت په وینا د اسلامي نړۍ د مرکز موقیعت د دریو استراتیژیکي جبهو (آسیا، اروپا او افریقا) د پُل حیثیت لري. د اسلامي نړۍ دا قطب د مهمو بحري او بري ستراتیژیکو ځانګړنو له مخې چې په دریو لویو وچو کې یې لري د دې فرصت او توانایې تر لاسه کوي چې د نړیوال قدرت په هسته بدل او د اسلامي هېوادونو رهبري په لاس کې واخلي، خو د پخواني استعمار میراث چې جوړ شوي سرحدونه دي، د دغې هېوادونو د یووالي او پرمختګ په لاره کې له شته خنډونوڅخه دي. د اغېزمنو اجراییوي سازمانونو کمبود محسوسیږي. د اسلامي هېوادونو د میتاجیوپولیټیک ارزښتونو درک او تعقیب موږ د اسلامي نړۍ یووالي، همغږۍ او ګډ پرمختګ ته لېواله کوي. ډاکټر عزتي په خپل جیوپو لیټیک اثر کې لیکي: په دې جیوپو لیټیکي بررسی کې تر هر څه مخکې د اسلامي نړۍ د محدودې او قلمرو مالومول اړین دي، بیا دې د هر قلمرو جیوپو لیټیکی ځانګړنو ته په کتو پلانونه اوکړنې تر سره او د پرمختګ لپاره لاره هواره شي. د هغه په وینا د اسلامي نړۍ جغرافیوي موقیعت ته په کتو په نړیوال قدرت بدلېدلای شي. که اسلامي قلمرو د شرق، غرب او مرکز په دریو جغرافیوي ناحیو ووېشو؛ داسې چې د هر یوه د جفرافیوي حدودو تعین د چاپېریال په طبعي عواملو او جغرافیې په اساس وشي او وروسته بیا د هرې ناحیې لمړیتوبونه، جیو پولیټیکي عوامل، اود هغه جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شي. په تعقیب یې د اسلامي نړۍ د یو کېدو امکان په لاس راتلای شي؛ چې په د ې سره به اسلامي نړۍ د سویز له کانال پیل او د افریقا د وچې د اسلامي هېوادونو ټولنه به هم په خپل ځان کې راونغاړي. د اسلامي نړۍ مرکز د جنوبي اسیا د نیمې وچه هم په ځان کې رانغاړي چې قلمرو یې د شرقي مدیترانې، بحیره احمر، بحیره عرب ، بحیره عمان اود فارس خلیج پورې غځیدلي. د اسلامي نړۍ ختیځ بیا د ایران د ختیځ سیمېو په ګډون د ټولې مرکزي اسیا مسلمانان، جنوب ختیځ، او د ختیځې اسیا یوه برخه تشکیلوي. د ډاکټر عرتي د ډلبندۍ په اساس د جیوپولیتیکي ځانګړنو او لمړیوتوبونو په اساس په لمړۍ کټه ګورۍ کې د اسلامي نړۍ مرکزي برخه په دوهمه کټه ګورۍ کې د اسلامي نړۍ غربي او په دریمه کې هم ختیځ قرار لري. امریکايي عالم ژان ژاک هم ډاکټر عزتي ته ورته نظر لري. د هغه په اند: د عرب په ټاپو وزمه واک په اروپا د واک په مانا دی. چې دا بیا په ټوله نړۍ د واک درلودلو په مانا راځي. همدا راز سیلاک هخامنشي امپراتور له میلاد (۵۰۰) کاله وړاندې باوري وو: کوم هېواد چې په یمن، بحرین او عمان واک ولري، په نړۍ واکمن دي. اقتصادي نغاړنه، د تاریخ معنوي تړاو او د طبعي منابعو کارونه په ځانګړې توګه نفت هغه څه دي چې اسلامي نړۍ یې د نړۍ د برخلیک په ټاکلو کې ترې کار اخیستلای شي. په وروستیو کې په اسلامي هېوادونو کې داخلي ګډوډۍ، د دوی د زدهکړو، فکري ودې او لید لوري محدودول هغه جدي ضربې دي چې اسلامي نړۍ یې باید په مخنیوي کې لمړیتوبونو ته ځای ورکړي. د ټولنیزو افکارو مغشوشول که له یوې خوا وګړي لار ورکي کوي؛ له بلې خوا ټولنه په غلطه روانولای شي. په داسې ټولنو کې بیا درک او باور له منځه ځي؛ ځای یې جهل، ترهه، وېره، کرکه، بدبیني، بد اخلاقي، جرمونه، خپل وژنې او بلاخره د ټولنو او په ټول کې د هېواد تباهي، ګمراهۍ او وروسته پاتېدنې لامل ګرځي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.