ليکنه: لومړيتوب
پنځه ډوله پښتو ياګانې لرو:
۱ــ نرمه يا بې ټکو یا (ی): په نارینه مفردو نومونو، ځينې نسبي نومونو، ستايننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه :
ستوری، زلمی، زمری، سړی، مزاری، خوستی، ژوندی، ځای، راتلای، کولای، زوی، توی، لوی…
۲ــ څرګنده يا ( ي ) چې دوه ټکي څنګ پر څنګ ولري: په نارینه جمع نومونو (ځينو مفردو نومونو)، ځينې نسبتي ستایننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه:
ستوري، منګي، موچي، سړي، والي، ځي، خوري، مولوي، وروري، بنګړي او نور…
۳ــ لکۍ لرونکې یا ( ۍ): په ښځینه مفردو نومو او ځينو ستايننومونو کې راځي لکه:
تڼۍ، مرمۍ، لکۍ، کېږدۍ، کابلۍ، ګلالۍ، لېونۍ، خوښۍ، سپوږمۍ…
۴ـ اوږده یا ( ې ): په ښځینه جمع نومونو، نومځرو (ضميرونو) او ستاينونونو او کړونو کې راځي لکه:
کې، چې، راځې، تودې، مستې، واورې، پلمې، شېبې، تودې، کارنامې، جګړې…
۵ـ همزه لرونکې يا ( ئ ): تر ډېره د امر او نهې اړوند په کړونو (فعلونو) کې راځي لکه:
وخورئ، راځئ، مه کوئ، وکړئ، راشئ، او داسې نور…
يادونه: دا د ياګانو د زدکړې ساده لارښود دی. هيله ده له ټولو کسانو سره يې د لومړيتوب له پتې شريک کړئ.
ـــــــــــــــ
لومړيتوب
لومړيتوب يوه خپلواکه علمي، څېړنيزه او مسلکي وېبپاڼه ده. ستاسې همکاري يې لا پياوړې او کارنده کولای شي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
دي(ۍ ) ته که د لکۍ دارې پر ځاي زورکۍ(یا) ووایو ښه به نه وي!؟ ځکه په پښتو کې مونږ ښکروره (یا) نه لرو
څرګندونه … زه هم ستاسو د ویپ پانی نه دیره مننه کوم چی مفید معلومات خپروی
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.