(لومړۍ برخه)
په عمومي ډول، ښځې د نارينهوو په پرتله دوه برابره سترګې رپوي.
خوږه يوازينۍ مزه ده چې جنین يې د مور په نس کې حس کولای شي.
زموږ د کايناتو عمر کابو ۱۴ ميليارده کاله دی.
د لمر عمر شاوخوا پنځه ميليارده کاله دی.
I am – په انګليسي کې تر ټولو لنډه غونډله (جمله) ده.
د امريکا هوايي کرښو په ۱۹۸۷ ز کال کې په سمبوليک ډول د مسافرو له سالاد نه يوازې يو زيتون کم کړ او ۴۰ زره ډالره يې وسپمول.
د هغو چينايانو شمېره چې په انګليسي پوهيږي؛ د امريکا تر انګليسي ويونکو وګړو زياته ده.
افغانستان د پوځي ځواک له مخې د نړۍ په ۱۲۶ هېوادونو کې ۱۰۲هم ځای لري.
افغان پوځيان دم مهال ۷۰۰ ټانکونه، ۹۶۶۹ زرهي لېږدونکې وسيلې، ۵۰ توغنديز سيسټمونه، ۲۲۶ توپخانې او ۱۲۳ چورلکې لري.
ډېر معمولي سرخوږي د لږو اوبو څښلو له کبله دي.
له هرو لسو کسانو (۹) هغه يې فکر کوي چې برېښنايي ګروپ توماس اډيسن اختراع کړی دی؛ حال دا چې د ګروپ مخترع جېمز واټ دی.
د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال د جرمنيانو يو اوبتل يوازې د ټټۍ (توالت) د خرابۍ له کبله ډوب شو.
په افغانستان کې ايله ۲۳٪ وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
سترګه په هر ساعت کې کابو شپږدېرش زره بایټه مالومات راټولوي.
د اوبو حجم د کنګل کېدلو پر مهال ۹٪ ډېريږي.
هندوانه په خپل جوړښت کې کابو ۹۲٪ اوبه او ۶٪ قند لري.
له نفتو وروسته، قهوه د پېر او پلور تر ټولو ستر نړیوال بازار لري.
شات يوازيني طبيعي خواړه دي چې هېڅکله نه خرابيږي.
که غوا ته موسيقي وغږوئ؛ ډېرې شيدي ورکوي.
د انسان يوه روغه سترګه کولای شي کابو لس ميليون بېلابېل رنګونه وويني او له بله يې سره بېل کړي.
باد په خپله هېڅ غږ نه لري؛ مګر دا چې په کوم شي ولګي او غبرګون ومومي.
فیل له موږک او غومبسې ډاريږي.
انسان يوازينی موجود دی چې کولای شي، شا په تخته څملي.
ــــــــــــ
د کاپي کولو او بيا خپرولو پر مهال لومړيتوب له ياده مه وباسئ.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.