ژباړه : عطا محمد میاخېل یوې مسلمانې پېغلې د مازدیګر د لمانځه له ادا کولو وروسته ، ځان سینګار کړ ، سپینې جامې یې واغوستې او ځان یې واده ته چمتو کړ ، ځکه چې همدا نن شپه یې د واده شپه وه ، څو شېبې وروسته یې د ماښام د لمانځه اذان واورېد ، نوموړې پوهېده ، چې اودس یې نه شته ، خپلې مور ته یې وویل : مورې! زه باید اودس وکړم او د ماښام لمونځ ادا کړم ؛ موریې حیرانه شوه او وې ویل : لېونۍ شوې یې ، مېلمانه تاته انتظار دي ، هغوی غواړي ، چې تا وویني ، که چېرې اودس وکړې سینګار دې خرابېږي او له منځه ځي ، موریې زیاته کړه : زه ستا موریم او تاته امر کوم ، چې اوس لمونځ مه ادا کوه ، که چېرې لمونځ وکړې او زما خبره ونه منې ، نو زه درباندې په غوسه کېږم . مسلمانې پېغلې وویل : په الله (ج) مې دې قسم وي تر څو پورې چې لمونځ ادا نه کړم ، له دې ځایه به بهر ونه وځم . مور جانې ! ته باید په دې پوه شې د مخلوق د اطاعت له پاره د الله (ج) نا فرماني ډېرې بدې پایلې لري . موریې وویل : دغه مېلمانه چې ستا د واده له پاره دلته راغلي دي ، که چېرې تا پرته له سینګاره وویني ، نو څه به وایي ؟ بې سینګاره ناوې ؟ لورې ! ته هغوی ته ښایسته نه معلومېږې ، ریشخند به دې کړي . پېغلې په مسکا خپلې مور ته وویل : مورې ! ته په دې اندېښنه کې یې ، چې د خلکو تر نظره ښایسته او د الله (ج) په نظر بدرنګه معلومه شم ؟ او په بې لمانځۍ سره د خدای (ج) له رحمت څخه بې برخې شم ؟ مورې ! زه په دې اندېښنه او فکر کې یم ، که چېرې لمونځ ونه کړم او رانه قضا شي ، نو د الله (ج) د رحمت له نظره غورځم . مسلمانې پېغلې اودس وکړ د خپل سینګار پروا یې ونه ساتله او په لمانځه ودرېده ، کله چې سجدې ته ټیټه شوه په دې نه پوهېده چې دا به یې وروستۍ سجده وي ، د سجدې کولو پر مهال له دې فاني نړۍ سره یې د تل له پاره مخه وکړه . حضرت نبي کریم (ص) د لمانځه پرېښودل کفر بللی دی ، چې فرمایلي یې دي : عَن جَابِر بن عبدالله قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم بَیْنَ الرَّجُلِ وَ بَیْنَ الشِّرکِ وَالْکُفرِ تَرْکُ الصَّلوةِ . ( رواه مسلم ) ژباړه : د بنده او د شرک او کفر ترمنځ فرق یوازې د لمانځه نه کول دي . مسلمانو خویندو او وروڼو ! آیا پوهېږئ چې مرګ څه وخت راځي ؟ کومه شپه ، کومه ورځ ، کوم ساعت او په کوم حالت کې ؟ زه په دې باور لرم چې نه پوهېږئ ، نو ولې بې لمانځي اختیاروئ ؟ .
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.