لیکنه: روښان خادم
زما او د کتاب تر منځه دوستی ډیره پخوانی ده او چې کله نا کله وخت پیدا شی ددغه دوستانود مصاحبت څخه خوند اخلم . پرون زما په دی دوستانو یو بل هم ور زیات شو ، دخپلی کشری خورد کور په وړوکی کتابتون کښی مې سترګی په یوه کتاب ولګیدې چې ښکلی پوخ ، نوم او صحافت یې جذب کړم کتاب مې راوخیست او په ځغلنده نظر مې د هغه په لوستلو پیل وکړ خو په دغه ښکلی او ارزښتمند کتاب کښی مې داسی مسایل ولوستل چې نور مې بندولی نشوپه هماغه اندازه چې دکتاب نوم زړه راښکونکی دی محتوا او متن یې هم انسان ته دمطالعی لویه تلوسه پیدا کوی . دا ارزښتمند اثر د پښتو ژبی دتکړه ،او نامتو لیکوال ښاغلی غوث خیبری صاحب د زحمتونو با ارزښته ثمره ده چې د پښتنو د تاریخ د ویاړلو قهرمانانو د غلا کیدو مخنیوی کوی او پښتنو ته دهغوی د ویاړ قهرمانان ور پیژنی چې ډیر پښتانه یې شاید د بیګانه په حیث وپیژنی . زه په دی عقیده یم چې یوملت هغه وخت تباهی او ورکیدو ته نږدی کیږی چې خپل ځان او خپل تاریخ ونه پیژنی.
د فردوسی شاهنامه که چا نه وی لوستی نو د نوم سره خو به یې ډیر پښتانه اشنا وی . ما یو وخت د خپل مرحوم پلار استاد علامه خادم څخه په یوه ادبی بحث کښی چې د خپلو شاګردانو سره یې درلود اوریدلی و چې ویل يې : شاعر د ملت لارښود ، د نهضتونو مخکښ او د انقلاب پیلونکی دی او د ښه شاعر په قلم کښی دومره لوی قوت پروت دی چې حتی دیو ملت تاریخ بدلولشی وګورئ د فردوسی دشاهنامی ټول نومونه ، ځایونه ، قهرمانان ، تاریخ ، او کلچر ټول پښتنی دی خو د شاعر قلم دنیا چپه کوی فردوسی غوندی ستر او با عظمته شاعر د پښتنو تاریخ په ایران پوری وتاړه چې اوس یې ځواب وروسته له څونو کالو او د حقایقو په څرګندیدو سره هم څوک نه منی او د فردوسی دقلم قوت اوشعری بلاغت په وجه د هغه اغراض حقیقت ښکاری فردوسی د شاهنامی په لیکلو سره د ایران ملت ته دوه ستر خدمتونه وکړه یو خو یې پارسی ژبه ژوندی کړه چی دی وايې
بسی رنج بردم در ان سال سی عجب زنده کردم بدان پارسی
بله داچی د پښتنو د تاریخ یوه مهمه برخه يې د ایران پوری وتړله دخیبری صاحب په قلم دی برکت شی چې زمونږ د تاریخ دا مهمه برخه يې بیرته راوګرزوله ددغه ښکلی او با ارزښته کتاب د ټولو اړخونو او جزیاتو په باب هر اړخیزه لیکنه د فیسبوک دملګرو د حوصلی څخه وتلی خبره ښکاری خو کوښښ کووم تاسو ته مختصر معلومات وړاندی کړم د فردوسی شاهنامه: دطوسی فردوسی شاه نامه په ۹۷۷دعیسی ع د مرګ څخه وروسته پیل کړ او دیرش کاله وروسته په ۱۰۱۰ کښی یې تکمیل کړ مخکښی له دی چې فردوسی شاه نامی په لیکلو پیل وکړی ابو منصور دقیقی بلخی زر(۱۰۰۰) بیته لیکلی و . د یوی حوالی په اساس د انوشیروان په دربار کښی یوه لیکوال چې دهقان نومیده څو جلده لیکلی و چې ((خودی نامه )) نومیده دا کتاب یعقوب لیث ته په لاس ورغی او بیا د سامانی پادشاه نوح په امر دقیقی بلخی د هغه په تکمیلیدو پیل وکړ خو دقیقی دخپل غلام په وسیله ووژل شو او فردوسی دا کتاب د خپل یو دوست په وسیله لاس ته راوړ ؟؟؟ زه دا سوال طرحه کووم چې دقیقی ولی ووژل شو او بیا د هغه نامکمله لیکل شوی کتاب ولی د فردوسی لاس ته ورځی ؟ ایا فردوسی غوښتل چې دا اثر تر لاسه کړی که نه ؟ دلته ډیر سوالونه موجود دی چې ځواب پیدا کول به ېې ګرانه خبره وی ځکه چې هیڅ ځواب بدون له اسنادو صحیح نه دی. شاهنامه( ۶۲) کیسی( ۹۹۰) فصله اوپنځوس زره بیته ده . ناظمی عروضی ایرانی لیکوال وایې د شاه نامې مکمله نسخه چې سلطان محمود غزنوی ته لیږل شوی وه (۷) جلده وه . ددغه شهکار یوه نا مکمله نسخه اوس هم د فلورانس په ملی کتابتون کښی موجوده ده چې په کال ( ۱۹۷۷م) کښی د انجلوپیومونتس په وسیله کشف شوی ده. شاه نامه دری عمده برخی لری لومړی افسانوی برخه دوهمه د هیروایزم برخه او دریمه یې تاریخی برخه ده خو ډیره مهمه خبره دا ده چې دا کتاب او متن یې لکه څومره چې د ځینو محققینو له خوا تمجید او شهکار ګڼل شوی د یو عده ډیرو غربی او شرقی محققینو له خوا د انتقادونولاندی هم راغلی دی او ډیرو محققینو ورباندی نیوکی کړی دی په دی ډله کښی یو هم ښاغلی خیبری صاحب دی . د خیبری صاحب خبرو ته وروسته راګرځم او د یو امریکایی پروفیسر ښاغلی دیک دیوس د امریکا د اوهایو پوهنتون د شرقی ژبو د څانګی ریس خبرو ته راګرځم . ښاغلی دیوس دفارسی شاعری سره سرو کار لری ، دعطار منتق الطیر يې په کال ( ۱۹۸۴) کښی او دخیام رباعیات یې په کال (۱۹۹۰) او شاه نامه یې څو کاله وړاندی په انګلیسی ژبه اړولی دی . دي د شاه نامې په باب د څو پو ښتنو په ځواب کښی وایې : فردوسی په خپل اثر کښی نورو شاه نامو ته چې تر ده مخکښی لیکل شوی ارزښت نه دی ورکړی او په متواتر ډول یې د زردشتی دین په رڼا کښی لیکل کړی او حتی د ځمکی د پیدایښت په برخه کښی یې د قران مبارک ویناوو ته هم پاملرنه نه ده کړی . دي وایې چې د فردوسی خبری یو دبل سره په ډیرو ځایو کښی تضاد لری لکه یو ځای وایی سکندر یو ظالم فاتح وبل ځای وایی سکندر د حقیقت په لټه کښی ؤ کله نا کله ېې دا رنګه متضاد شیان یو دبل تر څنګ لیکلی او یوه ته ېې پر بل باندی ترجیح هم ورکړی ده . دیوس لیکی چې په شاه نامه کښی ډیری متضادی خبری او بنیادی غلطې موجودی دی مثلا د کتاب ددوهمی نیمای برخی په اوله کښی پلار زوی وژنی او په دوهمه نیمای کښی زوی پلار وژنی. په اوله نیماېې کښی ښځی د نارینه وو سره مساوی ښودل شوی او یا مستقلانه عمل کوی خو په دوهمه نیماې کښی ښځی نارینه وو فرمانبرداری ښودل شوی او هغه څه چی ورته ویل کیږی هماغه رنګه عمل کوی . په لومړی نیمایې کښی ښځی لکه ؛ سودابه ، رودابه ، سیند دخت ، منیژه ټولی غیر ایرنی ښځی دی خو په دوهمه نیمایې کښی ټولی ایرانی ښودل شوی دی . پروفیسر دیوس لیکی چی د شاه نامی تر دریم ټوک پوری ټولی خبری افسانوی دی خو په دریم ټوک کښی تاریخی خبری دی چې هغه هم د رومانیزم په رنګ کښی ډوبی دی د مثال په توګه فردوسی د لومړی او دوهم شا پور توپیرڅخه عاجزه کیږی او نه یې پیژنی یوه ته پر بل باندی ترجیح ورکوی . پروفیسر دیوس واېې فردوسی شفاهی خبری په شاعرانه قالب کښی ځای کړی چې ورکی نشی خیبری صاحب خبره همدا ده چې په دغه شفاهی کیسو کښی پښتانه اتلان لټوی او د غلا کیدو مخه ېې نیسی اوس د خیبری صاحب کتاب ته را ګرځم چې په څومره قوی دلایلو سره د پښتنو دتاریخ د قهرمانانو هویت د اغوا ګرانو څخه ژغوری . خیبری صاحب په ۳۷۰ مخونو او ۲۴ عنوانونو کښی په خاص استدلال اوماخذونو سره دا کوښښ کوی چی پښتان د فردوسی پ شاهنامه کښی د جعل او او اغوا دخاورو لاندی راباسی او بیرته یی مونږ ته راپیژنی . شاهنامه د ساسانیانو د لومړی پاچا کیومرث په زمانه کښی پیل کیږی د هغه لمسی هوشنګ د سیامک زوی په تصادفی توګه اور کشفوی ورپسی دتهمورس ، جمشید ،ضحاک (سهاک) ، کاوه ، فریدون ، دهغه دری زامن تور ، ایرج ، سلم ، اود هغه لمسی منوچهراوبیا د منوچهر څخه د سکندر د فتحی څخه وروسته (ضحاکه) د هغه زوی ګرشاسپ د هغه زوی نریمان د نریمان زوی سام د سام زوی ذال دذال زوی رستم ،د ذال او رودابی مینه ، دسیاوش او سودابی مینه ، د منیژی او بیژن مینه ، د افراسیاب ، ګشتاسب ، ارجاسپ ،او اسفندیار په نومونو او کیسو ډک دی ددغه با ارزښته کتاب په باب که په ټولو جزیاتو لیکل وشی ددغه پاڼی د حوصلی نه وتلې خبره ده خو مطالعه یې هر یوه لیکوال او محقق ته ګټور بولم. خیبری صاحب ته د لوی صحتمنده عمر غوښتنه کووم.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.