لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
په ۱۳۹۳ هجري لمریز یا ۲۰۱۴ زېږدیز کال د جنوبي آسیا د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو سازمان (سارک) په خپله کلنۍ سرمشریزه کې اعلان وکړ چې په ۱۳۹۴ هجري لمریز یا ۲۰۱۵ م زېږدیز کال کې به له افغانستان څخه بامیان د خپلې لومړنۍ کلتوري پلازمېنې په توګه اعلانوي. له همدې کبله دغه اعلان د یو لړ رنګینو مراسمو په ترځ کې د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د سارک سازمان له لوري د دوه ورځني جشن په ترځ کې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي مشرانو، د سارک د غړو هېوادونو د سفیرانو، کورنیو او بهرنیو مېلمنو په حضور کې د بامیان په ښار کې و شو چې هغه ته د جمهور رییس دویم مرستیال ښاغلی سرورد دانش، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلی عبدالباري جهاني، په حکومت او ملي شورا کې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ورغلي وو. دا چې ولي بامیان د سارک سازمان له لوري د کلتوري پلازمېنې په توګه اعلان شو یو لړ ځانګړي عوامل لري چې د همدې لیکنې له محتوی څخه جوتېږي. غواړم په خپله دغه لیکنه کې د بامیان ولایت په مختصره معرفي سربېره هغه اهمیت په ګوته کړم چې بامیان یې د کلتوري پلازمېنې په توګه معرفي کړ. بامیان د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه یوِ ولایت دی چي پخوانی نوم یې بامیکان او مرکز یې د بامیان ښار دی. بامیان له وردګ، پروان، سمنګان، ډایکنډي، سمنګان، او بغلان ولایتونو سره ګډه پوله لري چې له کابل څخه په ۲۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دغه ولایت د بامیان د دوو لویو بتانو، امیر بند او ګڼو تاریخي ځایونو د درلودلو له کبله په جهاني توګه شهرت خپل کړی دی. د بامیان د ځمکې مساحت ۱۸۰۲۹ کیلو متر مربع دی چې د ټول هېواد ۲.۲۶ سلنه جوړوي. دغه ولایت د سمندر له سطحې څخه ۲۵۰۰ متره لوړوالی لري او ۶۷ درجو او ۲۹ دقیقو په طول البلد شرقي، ۳۴ درجو او ۳۳ دقیقو په شمالي عرض البلد کرښه کې موقعیت لري. د بامیان ولایت د وګړو نفوس ۴۱۸۵۰۰ تنه اټکل شوی چې زیاتره یې د بزګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایي. د بامیان ولایت د مرکز په شمول ۷ اداري واحدونه لري چې له مرکز بامیان، ورس، پنجاب، یکاولنګ، سیغان، شیبر او کهمرد څخه عبارت دي.
د بامیان وګړي
د بامیان د نفوس زیاته برخه هزاره توکم وګړي دي چې په هزارګي دري خبرې کوي خو پر دې سربېره په دې ولایت کې یو شمېر پښتانه، تاجک، تاتار او نور قومونه هم ژوند کوي.
تاریخي پس منظر
په بامیان ولایت کې چې د بوتانو دوې لویې مجسمې موجودې وې چې د ۱۳۷۹ کال د کب د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د طالبانو د رژیم له خوا ورانې شوې. نوموړې مجسمې د کوشاني دورې د کنیشکا پاچا د واکمنۍ پر وخت پورې اړه درلوده او هغه مهال چیني زایر هیوان تسنګ داسې توصیف کړې دي: (یوه زرینه رڼا له هغه څخه پورته کېږي او د هغه قیمتي ډبرې او زیورات د سړي سترګې سوزوي). همدارنګه داسې ویل کېږي چې تر دې دواړو یوه لویه پرته مجسمه اوس هم په بامیان کې تر ځمکې لاندې خښه ده او لا هم نه ده کشف شوې. بامیان په اسلامي دوره کې د خراسان د مهمو ښارونو له جملې څخه شمېرل کېده او د دې سیمې مرکز هغه مهال په (شېران بامیان) مشهور وو. خو په اوومه هجري پېړۍ کې چې کله مغولانو په افغانستان یرغل وکړ نو د بامیان ښار یې وران او له خاورو سره برابر کړ. د جویني په نامه یو تاریخ پوه وايي: (بامیان ته را ورسېدل، د دې ځای مشر ورسره مقاومت پيل کړ او ناڅاپه یې د یرغلګر پوځ په لوري منډې کړې او جغتای ته و رسېد چې د چنګېزخان تر ټولو ګران لمسی وو).
د بامیان موقعیت
بامیان د افغانستان په مرکز کې موقعیت لري او د هندوکش غرونو د بامیان په ولایت کې موقعیت موندلی چې د افغانستان د غرونو د ملا تیر ګڼل کېږی. د بامیان ولایت په منځ کې د ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې لوړې څوکې شته دي او په دې سیمه کې د بابا د غرونو سلسله هم واقع ده چې ۵۰۰۰ لوړه ارتفاع لري او د بامیان په جنوب ختیځ کې موقعیت لري. د بامیان وګړي په داسې درو کې ژوند کوي چې لویو غرونو پوښلې او په عمومي توګه د ختیځ طرف ته د بامیان دره او د بند امیر دره یې مشهورې درې دي. لکه چې د مخه وویل شول چې د هندوکش د غرونو سلسله چې د شمالي او جنوبي افغانستان په منځ کې واقع دي، د هغه اصلي څوکه د بامیان ولایت شمالي دېوال تشکیلوي. د بامیان د ښار په ختیځه برخه کې ښکاري دریا جریان لري چې د غرونو په منځ کې خپل مسیر طی کوي د دې ولایت شمالي لوري ته لوېږي او د ښکاري تنګې درې ته یې ځانګړې ښکلې او په زړه پورې منظره په برخه کړې ده. په دې دره کې هغه لاره تېره شوې ده چې له کابل څخه د شمالي افغانستان په لوري ځې او جنوبي او شمالي افغانستان سره وصل کوي او همدغه لاره د ورېښمو د هغې لارې یوه برخه ده چې مرکزي آسیا له جنوبي آسیا او هندوستان سره پیوست کوي. دا هغه لاره ده چې له ۱۹۶۴ مېلادي څخه د مخه چې د سالنګ تونل جوړ شي، د افغانستان د شمال او جنوب عمومي مسیر ګڼل کېده او د مسافرو او ترانسپورتي وسایلو کاروانونو به پرې تګ راتګ کاوه. بامیان د تاوده دوبي او ساړه ژمي په درلودلو سره د غرني اقلیم درلودونکی چې په لوړو سیمو کې د حرارت درجه له صفر څخه ښکته وي، په دې ولایت کې باران په کمه اندازه اوري او د اورښت زیاته برخه یې په ژمي کې کېږي چې د واورې په شکل وي. په دې ولایت کې واړه واړه سیندونه بهیږي چې په پسرلي او دوبي کې کرنیزې ځمکې خړوبوي او له هغو اوبو څخه تشکیل کېږي چې د واورې د ویلې کېدو څخه لاسته راغلې وي. په بامیان کې کم شمېر وحشي ځناوران پیدا کېږي او شکل یې هغو ځناورو ته ورته وي چې د اروپا او مرکزي آسیا په غرونو کې د پیدا کېدو وړ دي خو د هوا د ډېر سوړوالي له امله د افغانستان د نورو سیمو په څېر په بامیان کې یواځې کم شمېر وحشي ځناور ژوند کوي. باید وویل شي چې په بامیان ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ ډول زهر لرونکي حشرات اوسېږي چې مار، لړم او داسې نور یې مشهور دي. همدارنګه د بامیان په غرونو کې سایبریايي کوهي وزه هم پیدا کېږي چې غالبا د آجر په دره کې د پیدا کېدو وړ ده او په همدې سیمو کې ترکمني وحشي پسه هم شتون لري چې په دې وروستیو وختونو کې یې شمېر کم شوی او ښکاریان یې له منځه وړي. په بامیان ولایت کې لېوه، وحشي پشۍ، ګیدړه او داسې نور هم پیدا کېږي. په بامیان ولایت کې ۲۰۰ ډوله الوتونکي مرغان اوسېږي چې ځینې یې په دایمي ډول په دې سړه سیمه کې ژوند کوي او ځینې ژمی مهال د نړۍ تودو سیمو ته ځي او دوبی بېرته خپلو مېنو ته را ګرځي. خو د دې سیمې الوتونکي هم د ښکاریانو څخه ښه ورځ نه لري او د کمېدو په حال کې دي. په بامیان کې څو ډوله کبان هم پیدا کېږي چې شېرماهي، سګ ماهي خال ماهي او داسې نور یې مشهور دي. سره له دې چې بامیان وچ اقلیم لري خو د دې ولایت تنګې درې په ځنګلونو پوښلې او څو ډوله داسې ځنګلونه، د غره بوټي او ونې پکې زرغونېږي چې مېوه نه لري. د دې لپاره چې د بامیان زیاتره طبیعي ځنګلونه په خپلو څانګو کې اغزي لري نو د څارویو د خوراک او ضرر څخه تر ډېره حده په امان وي.
تاریخي آبدات
بامیان د توریزم او ګرځندوی په برخه کې د پام وړ فرصتونه، ګڼ تاریخي آبدې او لرغوني ځایونه لري چې سیلانیان ورجلبولی شي. د بامیان په تاریخي سیمو کې د بودا مجسمې، امیر بند، غلغله ښار، ضحاک ښار، چهل برج، دره اژدهر، فېروزبهار سیمه، کلیګان ستوپه، چهل برج کلا، ګوهرګین، کافري، چهل دختران، چهل ستون، شهرشاهي، بالاحصار او داسې نور شامل دي چې دغه ولایت او سیمې ته یې تاریخي ارزښت ورکړی او هغه یې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه مشهور کړی دی.
د بتانو مجسمې
د بامیان د بتانو مجسمې هغه لویې سنګي مجسمې وې چې د بامیان د ښار په غره کې تراشل شوې د کوشاني په دوره پورې اړه لري او د (بامیان د بتانو) په نوم مشهورې وې. د بامیان د بتانو لویه مجسمه ۵۴ متره او وړه مجسمه ۳۵ متره لوړه وه چې د نړۍ له لویو او مهمو تراشل شوو سنګي مجسمو څخه ګڼل کېدې، د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال له منځه یوړل شوې. د دې بتانو څخه لویه مجسمه د صلصال او کوچنۍ مجسمه یې د شمامه په نوم مشهوره وه. داسې ویل کېږي چې صلصال د نارینه او شمامه د ښځینه مجسمه وه او دوی دواړه یو پر بل مین وو. باید وویل شي د بامیان د بتانو کوچنۍ مجسمه په ۵۰۷ او لویه مجسمه په ۵۵۴ مېلادي کال جوړې شوې وې.
د غلغله ښار
د غلغله ښار له هغه ښار څخه عبارت دی چې یو وخت یې د نړۍ زیاتره وګړي خپل ځان ته متوجه کړي وو، مشهور ښار ګڼل کېده او د سخت ترینو یرغلګرو په مقابل کې به یې مقاومت کاوه چې د دې ښار ځینې ورانې شوې برخې د بامیان د ښار د سیدآباد په سیمه کې په داسې ځای کې موقعیت لري چې شاوخوا یې کرنیزې ځمکې دي. د غلغله ښار د غوریانو د واکمنۍ پر مهال ودان شوی او په غالب ګمان د لومړي سنسباني غوري امیر ملک فخرالدین چې د سطان جهان سوز مشر ورور وو، په لاس آباد شوی دی. د ۶۰۷ څخه تر ۶۱۱ هجري قمري پورې چې کله علاء الدین محمد خوارزم شاه د غزنویانو او غوریانو اردو ته ماتې ورکړه نو د غلغله په ښار کې یې خپل مرکز جوړ کړ او د یو وخت لپاره یې د همدې ښار د عظمت سره یو ځای په سیمه کې حکمروايي وکړه او خپلو سیالانو ته یې ماتې ورکړه. په همدې وخت کې په ټوله سیمه کې د چنګېزخان د یرغل څپه په جوش راغله نو د ښکاري درې له لارې یې هڅه وکړه چې دغې سیمې ته ځان و رسوي او په لاره کې یې د ضحاک ښار وران کړ. کله چې د نوموړي محبوب لمسی (جغتای) په قتل و رسېد نو لوړه یې وکړه چې غلغله ښار او په هغه کې به هستوګن وګړي به له خاورو سره برابروي او په ۱۳۲۲ مېلادي کال یې غلغله ښار وران او د هغه زیاتره اوسېدونکي یې له منځه یوړل.
امیر بند
امیر بند د هغو اوو سیندونو څخه تشکیل شوی دی د ذوالفقار، هیبت، پودینه، قنبر، غلامان، بربر او پنيرک په نومونو یادېږي او دغه بندونه له ٩٠ تر ۴۹۶ هکتاره مساحت لري. د دې آبي بندونو ژوروالی چې په ١٣٥٢ کال کې د آلماني انجنیرانو له خوا اندازه شوی وو، تر ۹۰ مترو پورې رسېږي. امیر بند د بامیان د ښار په ۷۰ کیلو مترۍ کې بهېږي، د افغانستان د بهترینو طبیعي منظرو څخه ګڼل کېږي چې اوبه یې لاجوردي رنګ لري او د افغانستان د لومړني ملي پارک په توګه اعلان شوی دی. دغو سیندونو په طبیعي توګه په سیمه کې د اوبو څو بېل بېل بندونه تشکیل کړي دي. د امیر بند لوی سیند د ذوالفقار په نوم یادېږي چې اوږدوالی یې ۴۹۶ هکتاره ده او هغه بندونه چې یو له بل څخه بېل شوي، د سودیم کاربونېت په نوم د آهکي موادو څخه جوړ شوي او امیر بند یو له هغو نمونو څخه دی چې د زیات اهمیت او ښایست وړ دی او د مهمو طبیعي بندونو څخه ګڼل کېږي. هغه آبشارونه او جړوبي چې د امیر بند د پاسه بهېږي، د هوا د سوړوالي له امله په ژمي کې په کامله توګه کنګل او یخسوز کېږي چې ځانګړې ننداره تشکیلوي او هغه پرښې چې د دې سیندونو اوبه امیر بند ته پرې را لوېږي، سور، خاکي، نسواري او داسې نور په زړه پورې رنګونه لري. د همدې دریا په شاوخوا کې مختلف ډوله ځایي او مهاجر مرغان هم ژوند کوي چې سیمې ته یې ځانګړې ښکلا په برخه کړې ده. د همدې بند سره څېرمه یو زیارت شتون لري چې وګړي یې د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب کوي او زیارت ته یې ورځي.
د آجر دره
د بامیان ولایت د آجر دره د ۴۳۰۰ مترو په ارتفاع سره د لوړو غرونو په درلودلو د همدې ولایت تر ټولو ښه د لیدلو وړ ځای دی دغه دره د بامیان ښار په سمالي برخه کې د هندوکش د غرونو سره څېرمه پرته ده چې هغه ته رسېدل له بامیان ښار څخه د یوې ورځې د سفر په واټن وهلو سره ممکن دی. په همدې تنګه دره کې یوه چینه ده چې (چلتن) نومېږي او په همدې دره کې د رڼو اوبو یو سیند هم په توندۍ سره بهېږي چې د درې په پای کې یې د (چلتن) په نام یو بند تشکیل کړی چې درې ته یې ځانګړې ښکلا په برخه کړې ده. له دې درې څخه هغه مهال د سلطنتي کورنۍ غړو د ښکار په موخه کار اخیسته چې کله د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان پاچا وو ځکه چې دغه دره په طبیعي توګه د ترکمني پسونو، سایبریایي وزو، باختري غرڅنیو، وحشي پشي رنګ پړانګانو او تور غوږیو پشیانو مسکن وو. خو له بدمه مرغه چې د غیر معیاري ښکاریانو د ښکاري فعالیتونو له امله د یاد شوو وحشي ژویو نسل په دې وروستیو وختونو کې کم شوی او د نابودۍ سره مخ شوی دی.
شاه فولادي
شاه فولادي د ۵۱۴۳ مترو په جګوالي سره د بابا غره لوړ ترینه څوکه ګڼل کېږي چې د بامیان په جنوبي خوا کې موقعیت لري او د همدې څوکې سر د فولادي درې په پای کې واقع ده. دغه دره چې د بامیان له ښار څخه یواځې یوه ورځ فاصله لري، په خپل منځکې واړه واړه جهیلونه تشکیل کړي چې د ګرځندوی لپاره مهم او د لیدلو وړ ځای دی.
کلتور
بامیان له ۱۹۰۰ څخه زیات جوماتونه لري چې وګړي پکې د عبادت چارې تر سره کوي او په دې ولایت کې سني او شیعه مذهبونو ته اړوند کسان ژوند کوي او وګړي یې د اسلام د دین پیروان دي. د بامیان د کلتور په برخه کې یو ډول اتڼ یا لوبه ده چې (پشپو) نومېږي او د خوښۍ پر مهال د ښځو او نجونو له خوا اجرا کېږي. باید وویل شي چې پشپو ملي اتڼ ته ورته والی لري او په ډله ییز ډول اجرا کېږي چې د اجرا پر مهال محلي موسیقي، سندرې او شعر هم ورسره ویل کېږي. له پشپو څخه علاوه په بامیان کې رسۍ بازي، بزکشي، بابه ګک او داسې نورې لوبې هم شته دي چې په ځانګړو مراسمو کې اجرا کېږي او لیدونکي له هغه څخه خوند وړي.
مشاهیر
بامیان په خپله غېږ کې ګڼ مشاهیر روزلي دي چې د ځینو نومونه په دې ځای کې یادېږي: ارباب خدیجه، اکبرخان نرګس، میر ناصر بېک ورثي، دوکتور ظاهر شاران، ابراهیم تولا، محمد ظاهر موسوي، شفق قوم یاري،صفدر توکلي، محمد امین حجتي، جواد اصغري، بسم الله بامیاني، امین فرهنګ او داسې نور.
انکشافي پروژې
په پام کې ده چې د سارک د کلتوري مرکز په توګه به د بامیان تر اعلان وروسته به دغه ولایت ته په زیاته پیمانه د بیا رغونې پاملرنه کېږي او په هغو مراسمو کې چې د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي په ۱۵ مه نېټه په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس دویم مرستیال د ۲۴ پروژو اعلان وکړ چې ۲۴ مېلیارده افغانۍ لګښت به پرې راځي او بامیان ته غزیدلي سړکونه لکه بامیان ـ وردګ، بامیان ـ بغلان، بامیان ـ سمنګان او کابل ـ هرات او داسې مهم تاسیسات به پرې جوړېږي. همدارنګه شاید له دې وروسته بامیان د سارک د غړو هېوادونو تر ځانګړې پاملرنې راشي او بیا آبادولو ته یې زیاته پاملرنه و شي. په دې کې شک نشته چې له دې اعلان وروسته به بامیان ته د سیلانیانو ورتګ هم زیاتېږي خو دا هر څه د هېواد او سیمې په امنیت پورې تړلي دي هیله ده چې زموږ وګړي د امنیت په چارو کې خپله همکاري و نه سپموي.
بامیان او ګرځندوی
بامیان د افغانستان د تورېزم او ګرځندوی په برخه کې ډېره مهمه ونډه لري او له ۱۳۵۷ کال د مخه له دې سیمې څخه په کال کې په منځنۍ توګه ۹۰۰۰۰ زره تورېستانو او ګرځندویانو سیل کاوه او د افغانستان ملي اقتصاد ته له دې لارې څخه میلیونونه ډالر پانګه راتلله. خو له ۱۳۵۷کال وروسته او د جګړو په زیاتوالي سره دغې لړۍ ته ډېر زیات زیانونه و رسېدل. تمه کېږي چې د سارک د کلتوري پلازمېنې په توګه به د بامیان تر اعلان وروسته یو ځلې بیا د افغانستان د تورېزم څانګه او په ځانګړې توګه بامیان ته د سیلانیانو تګ راتګ زیات شي. باید وویل شي چې په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د آیسیسکو د سازمان له خوا غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه اعلان شو خو د مختلفو عواملو له کبله لکه څومره چې اټکل کېده له دغې لوی پرمختګ څخه په سیمه کې د آبادۍ او د توریزم د پرمختګ په برخه کې کار وا نه خیستل شو.
سارک سازمان
سارک یا د جنوبي آسیا د همکاریو سازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۵ کال رامنځته د غړو هېوادونو تر منځ د سیمه ییزو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په موخه جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ کال د نوموړي سازمان غړی شو. اوس مهال د دې سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۸ هېوادونه دی چې له افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان، سریلانکا، مالدیف، نېپال او بوتان څخه عبارت دي.
اخځلیکونه
۱.نشنل جیوګرافیک، بامیان
۲.بي بي سي راډیو پښتو وېب پاڼه
۳.بي بي سي راډیو فارسي ویب پاڼه
۴.آزادي رادیو، ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۴ هـ ل
۵.ویسا، آرمان ملي، اصلاح، هېواد، انیس، انصار، افغانستان، انسجام، ماندګار،مجاهد، سرنشت ورځپاڼې، کابل، ۱۳۹۴
۶.ملي تلویزیون، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۴ هـ ل
۷.هیوان تسنګ، فصل اول، ص ۱۱۲
۸.جویني اول جلد، طبع لندن، صفحه ۱۰۶.
۹.Provincial profile Bamyan
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.