ليکنه: ډاکټر لطیف یاد
د تذکرة الاوليا لومړی مخ
دده یو کتاب تذکرة الاولیا نومیږي چې په ۱۳۱۹ لیږدیز کال په کندهار کې پیداشوی دی چې یوازې لومړي اووه مخونه یې شته . دده ه کتاب د ۶۱۲ لیږدیز کال په شاو خوا کې لیکل شوی دی.دده دکتاب په لومړیو مخونو کې ددغو شاعرانو ذکر او یادونه شوې ده چې هغه ولیان وو: بیټ نیکه ، ملکیار غرشین، شیخ اسماعیل .او قطب ا لاقطاب قطب الدین بختیار کاکي . همداراز پښتونخوا ته دخپل یون او سیاحت په اړوند چې داولیاوو مزارونه او مراقد یې پیداکول داسې لیکي : (( په سن دولس او شپږسوه هجري تللی وم او دپښتونخوا په راغو او کلیو ګر ځید م او مراقد داولیاوو او واصلینو مې پلټل او په هر لوري مې کاملان موندل او ددوی په خدمت کې خاک پاي وم او چې له دې سفره په کور کښینستم ا و تڼاکې وچاودلې ، بیا پاڅیدلم او له څښتنه مې مرستون شوم چې احوال دهغو کاملانو وکاږم چې پښتانه یې ولولي …)) او بیادبیټ نیکه او سړبن نیکه په اړوند داسې کاږي : (( وایم حمد وسپاس دلوی خاوند ، نقل کاندي چې شیخ بیټڼي اوسید په غره دکسي باند ې .سړبن نه درلود زامن، خدای مهربان دداسماعیل په برکت سړبن ته دومره زامن ورکړل چې اوس شو ګڼون دهغو…)) او بیا وایی : (( نقل کاندي چې بیټنی سپین ږیری شو نو ده به هر کله څښتن پاله او رب ته به یې درخواست کاوه ، چې زما په کاله او دسړبن او غرغښت پر کول ( کهول ) کې برکت کښیږده ، بادار قبول کړ دده درخواست او ډکه شوه ځمکه دپښتنخا ( پښتونخوا ) ددوی په کول …)) دا په هغه وخت ک دپښتو نثر یوه بیلګه ده چې تاسو ته وړاندې شو او داسې ویل کیږي چې دسلیمان ماکودغه کتاب داولیاوو یوه تذکره ده چې دپښتو ژبې یو لرغونی نثر یې ګڼلای شو.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.