پر انساني روغتیا د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو ناوړه اغیزې Adverse Effects of Pesticides on Human Health
لومړۍ برخه کرنه د هیواد د ملي اقتصاد تر ټولو مهمه سرچینه ده چې زمونږ د بشري ځواک تر ټولو لوړه برخه پری د ځان او نورو د پاییدنې او بسیاینې لپاره بوخته ده. د وګړو خوا او شا ۸۵ سلنه مو په کرنه او هغې ته په اړوندو چارو بوخت دي (Retrieved from: http://www.embassyofafghanistan.org/page/in-brief. Accessed on: Friday, January 16, 2015). چې همدې ته ورنږدې شمیره ( ۸۰ سلنه) وګړي مو په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. د کورني ناخالص عاید(Gross Domestic Product) ۵۸ سلنه د کرنې او کلیوالي پراختیا سکتورونه زیږوي (Kawasaki, Watanabe, Suzuki, Nishimaki, & Takahashi, 2012). لنډه دا چې پرته له کرنې زمونږ پرمختګ نا شونې دی او د کرنې وده او پرمختګ کولای شي زمونږ د راتلونکي هوساینې، بسیاینې او ویساینې ډاډ راکړي. پورتنیو شمیرو ته په کتو کولای شو په اسانۍ دی پایلې ته ورسیږو چې زمونږ کرنه وروسته پاتې، او له ژورو ستونزو او نیمګړتیاوو سره لاس او ګریوان ده. کرنیز افتونه ( نباتي ناروغۍ، زیان رسوونکي حشرات، هرزه بوټي، کنې او نور…) د مهمو ستونزو له ډلې دي چې کرنیز تولیدات په کلکه ګواښوي او د څرنګوالې او څومره والې پر بنسټ د لوړ تولید مخه نیسي. د هیواد کروند ګر د دې ستونزې د راکمولو، او له کرنیزو افتونو نه د کرنیزو تولیداتو د ساتنې په موخه، د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو څخه بې دریغه ګټه اخلي. که څه هم په نړیواله کچه د کرنې په وروستیو پرمختګونو او د کرنیزو حاصلاتو په لوړاوي کې د افت وژونکو ونډه له پامه نشي غورځول کیدای، خو بیا هم له بده مرغه کیمیاوي افت وژونکي ګڼ شمیر ناوړې اغیزي لري. ددې لپاره چې دا ستونزې مو د شونتیا تر کچې راکمي کړي، او ځان مو یې له تاوانونو ژغورلای وي؛ باید د کرنیزو افت وژونکو د ناوړه اغیزو په اړه پوهـ او د هغوی پوسیله د زیږیدونکو ستونزو نه ځان وساتو. ددی لپاره چې انساني روغتیا ته د افت وژونکو پوسیله د ورپیښو ګواښونو په اړه ژوره پوهه ولرو، پر انساني روغتیا باندې د افت وژونکو د ناوړو اغیزو اړوند د لیکنو د روانې لړۍ په دی لومړۍ برخه کې مو د هغوی تاوانو او منفي اغیزو ته د پام ور اړولو لپاره د نړۍ په کچه ځینی ارقام راټول کړیدي. دی ارقامو ته په کتو به ولیدل شي چې کرنیز افت وژونکي انساني روغتیا په کلکه ګواښوي. پر انساني روغتیا د افت وژونکو د ناوړه اغیزو په اړه د روانو لیکنو لړۍ به دوام لري. د انسان بدن ته د افت وژونکو د ممکنه ننوتلو لارې، د افت وژونکو پوسیله رامنځته کیدونکې روغتیایي ستونزې، د افت وژونکو پوسیله د رامنځته کیدونکو ستونزو او ناروغیو نښې نښانې او له هغوی څخه د ځان ساتلو لاری چارې او احتیاطي تدابیر په راتلونکو لیکنو کې په پام کې نیول شویدي. وړاندې له دې چې انساني روغتیا ته د افت وژونکو پوسیله د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړو، باید افت وژونکي وپیژنو او بیا د هغوی پوسیله د رامنځته کیدونکو ستونزو په اړه خبري وکړو. افت وژونکې هر هغه توکې یا د توکو ګډوله (مخلوط) دی چې د یو افت (حشراتو، ناروغیو، هرزه بوټو، مږو او موږکانو، کنو او نورو…) د مخنیوي (Prevention)، لمنځه وړلو (Destroying)، شړلو (Repelling) یا کمولو ( Mitigating) په موخه استعمالیږي، کوم چې حشره وژونکي (Insecticides)، هرزه بوټي وژونکي (Herbicides)، فنګس وژونکي (Fungicides) او یو شمیر نور افت کنټرولوونکي توکي په ځان کې رانغاړي (Zhang, Jiang, & Ou, 2011). له یوې خوا د هیواد کروندګر د افتونو د مخنیوي پر موخه په زیاته اندازه افت وژونکي استعمالوي، له بلې خوا زمونږ د کرنیزو توکو په پلورنځایونو کې د شته افت وژونکو کیفیت ټیټ او منفي اغیزې یې ډیری دی. د افت وژونکو په پلورنځایونو کې زما د تر سره کړی سروی پایلې ښيي چې زمونږ په بازارونو کې ډیری افت وژونکي د پراخې اغیزې لرونکی (Broad spectrum) او په لوړه کچه پاییدونکې او زهري دي. ددی سره سره د افت وژونکو د ناوړه اغیزو په اړه زمونږ د کروند ګرو د معلوماتو کچه ډیره ټیټه او په پراخه اندازه او بې پروایۍ سره یې استمعالوي. دا کار یوازې زمونږ کروند ګر نه، بلکې د نړۍ په کچه، په ځانګړي ډول د پرمختیايي هیوادونو کروندګر هم په زیاته اندازه تر سره کوي. سره له دی چې افت وژونکي ګڼ شمیر ناروغۍ او ستونزې رامنځته کوي، استعمال یې په زیاته اندازه دود دی. که د نړۍ ارقامو ته ځیر شو، پیدا به کړو چې افت وژونکي په عصري کرنه کې په پراخه اندازه استعمالیږي او د کرنیزو تولیداتو په لوړاوي کې یې دنده د هیرولو نه ده. د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دی، او له دې ډيرښت سره په همغږۍ د هغوی اړتیاوو ته ځواب ویل هم باید په پام کې ونیول شی. دمګړۍ د نړۍ د وګړو شمیره ۶.۴ بیلیونه ده او تمه کیږي چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کې به ۷.۵ بیلیونه او په ۲۰۵۰ کې به دا شمیره ۹ بیلیونو ته ورسیږي (Iqbal, et al., 2015). د نړۍ د نفوسو په ډيرښت کې د پرمختیایي هیوادونو لکه اسیایي او افریقایي ونډه تر نورو ډیره لوړه ده. د وګړو د مهمواړتیاوو له ډلې، یو هم د هغوي خواړه او پوښاک دی چې کرنه یې وړاندې کوي. ددی موخې د تر لاسه کولو لپاره د نورو هڅو ترڅنګ یو هم په کرنه کې په لوړه کچه د کیمیاوي توکو استعمال دی، چې افت وژونکي، کیمیاوي سرې، هورمونه او نور… په بر کې نیسي. هر کال د نړۍ په کچه خوا اوشا ۳ بیلیونه کیلوګرامه افت وژونکي استعمالیږي چې پیر بیه یې په کلني ډول کابو ۴۰ بیلیونه امریکایي ډالر کیږي. په متحده ایالاتو کې، په کلني ډول د ۱۰ بیلیونه امریکایي ډالرو په لګښت کابو ۵۰۰ میلیونه کیلو ګرامه له ۶۰۰ ډیر بیلا بیل ډوله افت وژونکي استعمالیږي (Pimentel, 2005). په تیرو ۳۰ کلونو کې په کرنه کې د نایتروجنې سرو او افت وژونکو استعمال د پام وړ اندازه ډیرښت موندلې دی. دمګړۍ، د افت وژونکو نږدې ۶۰۰ فعالې مادې استعمالیږي، مګر له دې ډلې یوازې د خوا او شا سلو په اړه یې د زهرپوهنې اړوند ډیټا شته (Weisenburger, 2014). مخ پر ودې هیوادونه د نړۍ په کچه د استعمالیدونکو کیمیاوي کرنیزو توکو یوازې ۲۰ سلنه استعمالوي، مګر بیا هم د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو له امله ۹۹ سلنه مړینې په همدې هیواونو کې پیښیږي (Kesavachandran, et al., 2009). د افت وژونکو پوسیله زهري کیدنه په پرمختیایي هیوادونو کې د پام وړ ستونزه ده چې اساساً د افت وژونکو د ناخوندي استعمال او د هغوی سره د سروکار له امله رامنځته کیږي. نالوستیا (بې سوادي) او بې وزلي (غربت) چې د پرمختیایي هیوادونو په کروند ګرو ټولنو کې په پراخه اندازه شتون لري، د خوندیتوب ستونزه لا پسې پیاوړي کوي. هغه افت وژونکې چې د بې سارو (Extremely) او یا په لوړه کچه (Highly) خطرناکو په ډله کې د خوراک او کرنې د نړیوال سازمان (FAO) او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لخوا ډلبندي شوي، د هغو په ګډون چې په نورو هیوادونو کې یې استعمال بند دی، په پرمختیایي هیوادونو کې اوس هم استعمالیږي. اوس مهال په نړیواله کچه د کرنیزو افت وژونکو پوسیله چټکه زهري کیدنه د انساني مړیني او ناروغیو مهم لامل دی، چې هر کال خوا اوشا ۲۵ میلیونه د کروندې کارکوونکي په پرمختیایي هیوادونو کې د افت وژونکو له خطر سره مخامخ کیږي (Kesavachandran, et al., 2009). د خوراک او کرنې نړیوال سازمان د اټکل له مخې هر کال په نړیواله کچه د افت وژونکو پوسیله د زهری کیدنې ۳ میلیونه شدیدې پیښې رامنځته کیږي، چې له دی ډلې لږ تر لږه ۳۰۰۰۰۰ خلک مري چې ۹۹ سلنه یې د ټیټ او منځني عاید لرونکو هیوادونو کې رامنځته کیږي. د یو اټکل له مخې، د نباتاتو د ساتنې لپاره داستعمالیدونکو کرنیزو توکو ایله بیله 0.1 سلنه هغه افت ته چې مونږ په نښه کړیدی (Target pest) رسیږي، پاتې 99.9 یې چاپیریال ته ځي؛ او د انسانانو په ګډون هغه ژوندیو موجوداتو ته چې مونږ یې نه په نښه کوو( Non-target) د خطر لامل ګرځي (Nathan, 2013). جاپاني کروند ګر په کلني ډول نږدې ۴۰۰۰۰۰ ټنه افت وژونکي استعمالوي، او د ددی افت وژونکو پوسیله د رامنځته شويو مړینو شمیره په کلني ډول د ۱۰۰۰ په خوا شا کې ده (Kesavachandran, et al., 2009). د پرمختیایي هیوادونو ډیرې کروند ګر په میشت غالي کې یا هغه ته نږدې دافت وژونکو د زیرمه کولو، او یا نا مناسب او ناخوندي استعمال او سروکار له امله د افت وژونکو له خطر سره په پرله پسې ډول مخامخ کیږي. په کرنه کې ښکیل وګړي چې د افت وژونکو له خطر سره مخامخ دي، له ګڼ شمیر روغتیایي ستونزو رنځ وړي؛ چې اساساً د عصبي سیستم ستونزې، تنفسي ناروغۍ، او تکثري، اندوکرایني او د پوټکې ستونزې په بر کې نیسي. دمګړۍ، پدې هیوادونو کې، لومړنۍ اړتیا د داسې ملي پالیسیو رامنځته کول او پلي کول دي چې د کروندې د افتونو د کنټرول د کړنو د تنظیم لپاره په اغیزناک ډول مناسبې لارښوونې روښانه کړي. د دې پالیسیو موخه باید هم د افت وژونکو سره د مخامخ کیدو او هم د هغې د استعمال محدودول وي، مګر په ورته وخت کې دا کار باید د خوراکي توکو تولید او حاصلات تاواني هم نکړي. که چیرې دا ګامونه پورته شي، نو په کرنه باندې د بوختو وګړو پر وړاندې د افت وژونکو د ناوړه روغتیایي پایلو د پیښو د راکمیدا او د هغوی د روغتیایي پیاوړتیا تمه په بشپړ ډول کیدای شي. نور بیا… پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی د نباتاتو د ساتنې څانګه
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د لومړيتوب ویب پاڼې د مشر تابه ډلې او هم د لیکنې ښاغلي لیکوال پوهیالي نوښت صیب ته د نیکو پیرزوینو تر وړاندې کولو وروسته ! په رښتیا چې د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو کارونه په هیواد کې په زیاته پیمانه تر سره کیږي، ولې مهمه یي دا برخه ده چې کروندګر د افت وژونکو د کارونې او همدارنګه د کارونې په مناسب مقدار نه پوهیږي او یوازې په دې موخه چې له افت څخه خپله کرونده وژغوري کیمیاوي افت وژونکي کاروي. په دې توګه له اړوندو ادارو او همدارنګه د کرنې او په ځانګړې توګه د بوټو د ساتنې څانګې له اړوندو کار کوونکو څخه هیله کیږي چې په دې هلکه له هر ډول هلو ځلو او شته ګټورو لارو چارو نه ګټه واخلي او خپلو بزګرانو ته د خدمت جوګه شي. مننه.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.