لیکنه: لطیف یاد داسلامي نړۍ ستر مجتهد او نامتو محدث حضرت شاه ولی الله دهلوي جې په محدث او شاه صاحب سره هم شهرت لري د ۱۷۰۳ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په لسمه نیټه په ډهلي کې زیږیدلی دی . د شاه ولي الله دهلوي پوره نوم، ابو الفياض قطب الدين احمد بن ابو الفيض شاه عبدالرحيم العمري الدهلوي دى چې دده دنسب سلسله داسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق ( رض) ته رسیږي . ويل کيږي چې دشاه صاحب له پيدايښته وړاندي دهغه پلار شاه عبدالرحیم ،نامتو پښتون صوفي اوعالم شيخ قطب الدين بختيار کاکي رحمة الله عليه په خوب کې وليد چې ورته ویل يې :چې که تاته خدای داځل زوی درکړي نو زمانوم قطب الدين به ورباندي ږدې. خودشاه صاحب دپيدايښت پرمهال دغه خوب دده دپلار دشاه عبدالرحيم له ياده وتلی و او څه موده وروسته چې کله دغه خوب ورپه يادشو نو دهغه له نامه سره يې دقطب الدين نوم هم ورزيات کړ. • محدث دهلوی اووه کلن و چې سپیڅلی قرآن یې په یادو حفظ کړ او دقرآن په تفسیر او حدیثو کې یې ډیرکتابونه وکښل . د شاه ولی الله دپا ک قرآن تفسیرفتح الرحمن في ترجمة القرآن یو له مهمو او مشهورو تفسیرونو نه شمیرل کیږي .د قرآن په تفسیر او حدیث کې دده مشهور کتابونه دادي : فتح الرحمن في ترجمة القرآن فوز الكبير فتح الكبير دقرآن دتر جمې دفن په اړوند مقدمه تامل الاحاديث في رموز قصص الانبياء فتح الرحمن في ترجمه القرآن تامل الاحاديث في رموز قصص الانبياء شرح موطاء اربعون حديثا سلسله بالاشراف في غالب سندها الدر الثمين في مبشرات النبي الامين النوادر من احاديث سيد الاوائل و آخر الفضل في السلسل من حديث النبي الامين الارشاد الهي مهمات علم الاسناد تراجم البخاري شرح بعض ابواب البخاري انتباه في سلاسل اولياء الله و اسانيد دارشي برسول باید زیاته کړو دمخه تر دې چې احمدشاه بابا په ۱۷۶۱ زیږدیز کال دپاني پت په تاریخي ډګر کې دمرهټه وو سره جګړه وکړی نو شاه ولي الله احمدشاه بابا ته په لاندیني متن سره یو لیک ولیږه او ورته یې داسې ولیکل : (( په اوسني وخت کې په دې سیمه کې یو داسې واکمن او پاچا چې دځوا ک او شان او شوکت خاوند وي او دمرهټه وو سره وجنګیږي بل څوک نشته او یوازیني کس تاسو یاست چې ددوی مقابله کولای شئ نو پرتاسو فرض ده چې هندوستان ته راشئ !)) احمدشاه بابا دهغه درناوي له کبله چې محدث دهلوی ته یې درلود دده لیک ته مثبت ځواب ووایه او کله چې دپنجاب دسرهند شریف سیمې ته ورسید نو محدث دهلوی لا دمخه داحمدشاه بابا هر کلی ته ورغلی و او کله چې احمدشاه بابا ته دا پته ولګیدله چې محدث دهلوی یې هم هر کلی ته راغلی دی نو دمحدث دهلوی په احترام او درناوی له خپله آسه راکوز شو او تر ستړی مه شي او روغبړ ورو سته یې محدث دهلوي ته وویل : ((تاسو دټولې اسلامي نړۍ یو ستر محدث او مفسر یاست اوزه دیو هیواد واکمن نو تاسو ولې دومره زحمت ویوست اوزما هرکلی ته راغلئ په داسې حال کې چې ستاسو درناوی پر ما واجب دی )) حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی په ۱۷۶۲ زیږدیز کال کې وفات او په ډهلي کې خاوروته وسپارل شو . په لاند یني انځور کې دشاه ولی الله دهلوي مزار لیدلای شئ !
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.