لیکنه : نصرالله ټولواک
د هر راځ سیاسي، وټییز او په تېره بیا ټولنیز بدلون او سمون د راوستو په موخه لومړی بویه د هغه لپاره شونتیاوي(مساعدي زمینې) برابري او بیا په عملي توګه هراړخیز او پرېکنده اقدامات تر سره سي.
زمونږ پر ټولنه واکمن د ډبرین پېر سوچ به د ټولنیز بدلون او آن هر نوي پرمختګ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ وي. د ولس په سوچ کي بدلون راوستل زمونږ د ټولني تر ټولو مهم لومړیتوب دی. ترڅو چي مو د خپل ولس په ذهنیت کي بدلون نه وي راوستی په ټولنه کي د سمونو او بدلون د را وستو لپاره هره هڅه به یوه ناکامه او ترخه تجربه وي.
د افغانستان تېر کړکېښ(تاریخ) ته په کتو دې پایلي ته رسو چي که کوم څوک پرته له دې چي د خلکو ذهنیتونه د یوه بدلون او سمون د رامنځته کېدو لپاره تیار وي ګام پورته کړي له بې شمېره ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي؛ د امان الله خان له لوري په ټولنه کي د هر اړخیزو او ژورو بدلونونو په موخه اقدامات که څه هم چورلټ ناکام نه سو ګڼلی خو د یوه تاریخي لوست په توګه بویه پرې غور او زدکړه ترې وسي.
د ولس په سوچ کي د بدلون راوستو لپاره دي لاندي ټکي په پام کي و نیول سي؛
یاهو کړئ نو…
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
ډیره ښه لیکنه دی او پر ځای نظر مو دی خدای مو تل آباده لری
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.