جاوېد حبيبي
ليکنه: جاوید حبیبي
د مایکروسافت د نړیوال شرکت خاوند او میرمن ېې (بیل ګیټس او میلنډا ګیټس) چې د بېوزله هیوادونو سره د پام وړ او پرځای مرستې کوي، په خپل کلني لیک کې چې د روان کال په پیل کې خپور شو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې به تر بل هر وخت ډیر د بېوزله خلکو په ژوندانه کې ژور او چټک بدلونونه را څرګند شي. دا بدلونونه به په لاندې څلورو برخو کې ډیر محسوس وي:
۱ـ د عامې روغتیا په برخه کې:
تر ۲۰۳۰ کال پورې به د پنځو کلونو نه د ټیټ عمر ماشومانو د مړینې کچه پنځوس سلنه را ټیټه شي یعنې اوس په نړۍ کې په هرو شلو ماشومانو کې یو ماشوم تر پنځه کلنۍ مخکې مري او په ۲۰۳۰ کال کې به دا نسبت یو پر څلویښتو ته را ټیټ شي. دوی زیاتوي چې د ګوزڼ یا پولیو په ګډون به له نړۍ د دریو نورو ناروغیو چې تر ډیره د ماشومانو ژوندونه ګواښي، ټغر ټول کړي. تر اوسه پورې د بشریت په تاریخ کې یوازې د یوې ناروغۍ ټغر د مځکې له مخ ټول شوی چې هغه هم په ۱۹۸۰ کال کې د چیچک ناروغي وه. نو کچیرې دا وړاندوینې رښتیا شي، دا به د بشریت په تاریخ کې د نړیوالې روغتیا په برخه کې یو لوی او بې ساری پرمختګ وي.
۲- د کرنې په برخه کې:
دوی په دې آند دي چې په مخ پر وده او بېوزله هیوادونو کې د بزګرانو روزنه د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې رغنده رول درلودلای شي. د مرسته کوونکو هیوادونو لخوا د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د مخ پر وده او بېوزله هیوادونو سره مرسته په دې برخه کې ډیره مهمه بلل شوې. د کرنې په برخه کې به پرمختګونه د دې سبب شي تر څو افریقايي هیوادونه وتوانیږي په خپل لاس او خپله مځکه ځان ته ډوډۍ او خواړه تیار کړي او د درویزې کچکول د سمندر اوبو ته ګوزار کړي.
۳ـ د بانګي سیستمونو د ودې او ګرځنده تلیفونونو له لارې د پیسو راکړې ورکړې په برخه کې:
تر ۲۰۳۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې دوه بیلیونه نور خلک بانکي حسابونه ولري او د پیسو راکړه ورکړه به د ګرځنده تلیفون پرمټ ترسره کوي. دا پرمختګ به په مخ پر وده او بېوزله هیوادونو کې په ځانګړي ډول د بزګرانو سره مرسته وکړي تر څو خپلې راکړې ورکړې په ساده، خوندي او چټګ ډول ترسره کړي او په دې ډول به د دوی او مارکیټ تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ټینګې وي، چې دا په خپله د کرنېزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په برخه کې د ښه پرمختګ سبب کیدای شي.
۴ـ د آنلاین یا د انټرنټ پرمټ د زده کړو په برخه کې:
تر ۲۰۳۰ کال پورې به آنلاین یا د انټرنټ پرمټ زده کړې ډیرې عامې او ارزانه شي. دا آسانتیاوې به د دې سبب شي تر څو د مخ پر وده او بېوزله هیوادونو وګړي په ځانګړې توګه نجونې له خپل کور او سیمې باکیفیته تعلیم او تحصیل ته لاسرسی پیدا کړي. په دې سره به د بشري قوې هغه لویه خلا چې د بډایه او بېوزله هیوادونو تر منځ شتون لري، تر ډیره را کمه شي.
د دې ټولو سره سره، دې موخو ته د رسیدو لپاره په نړیوالو غږ شوی تر څو لاسونه سره ورکړي او په یوه غږ له نړۍ د بېوزلۍ او ناروغیو ټغر ټول کړي. ملګري ملتونه به د روان کال په سرمشریزه کې د پنځلسو راتلونکو کلونو لپاره پرمختیايي موخې (SDGs) تصویب کړي، چې دا موخې به د زریزې پرمختیايي موخو (MDGs) چې سږکال ېې وخت پوره شو، ځای ونیسي. تمه ده په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د ملګرو ملتونه د دې موخو په پلي کیدو سره به په بېوزله هیوادونو کې د تعلیم، روغتیا، کرنې، ښې حکومتدارۍ او پرمختیايي برخو کې ژور بدلونونه را څرګند شي.
زده کړه، روغتیا او د زیربنا شتون هغه څه دي چې یو هیواد د بېوزلۍ له تور ګوډال را باسي او د پرمختګ په لور ېې ګام په ګام مخکې بیايي. په هغه هیوادونو کې چې وګړو ته ېې د زده کړو امکانات برابر وي، د ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره ېې کارنده نظام شتون ولري، او بیا همدا لوستو او روغو وګړو ته د کار زمینه برابره وي، د پرمختګ په لاره ېې هیڅ ډول خڼډ تم کیدای نشي.
په دې هیله چې تر ۲۰۳۰ کال پورې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم د ناروغیو سره یو ځای د جهالت ټغر هم ټول وي، هیوادوال مو د تعلیم او تحصیل په ښکلې ګاڼه سینګار وي، د کار زمینه ورته برابره وي او د نړۍ د نورو هیوادونو سره یو ځای په یوه سولیز ماحول کې د پرمختګ په لور ګامونه اوچت کړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.