لیکنه : عارفه عمر لور بشیر
ماشوم کله چې پښې او لاس وهل پیل کړي نو همدا یې د لوبو پیل دی، په ښکاره لوبې ماشوم ته له خوراک او څښاک نه ډیر ارزښت لري، خو په حقیقت کې لوبې د ماشوم لپاره ډیر اړین درسونه دي چې په خپل ځان ، په نورو او شاوخوا څیزونو باندې یې زده کوي، دغه درسونه مرسته کوي چې ماشوم ځان وپیژني، خپلې اړتیاوې درک کړي، خپل چاپیریال په اړه معلومات ترلاسه کړي او د خپل شاوخوا خلک ښه وپیژني او د هغوی له کړو وړو نه د خپل راتلونکي شخصیت ځیني توکي پوره کړي، که چیرې غواړو زموږ ماشوم په راتلونکې کې د لوړو انسانې ځانګړتیاو څښتن انسان وي ښه داده چې دهغه لوبې له پامه ونه غورځو او اړینه ده چې ځینو ټکو ته پام وکړو، لکه ماشوم سره څه رنګه ولوبیږو؟ ماشوم ته د لوبو څیزونو په برابرولو کې کوم ټکي په پام کې ونیسو؟ څه رنګه لاره هواره کړو چې ماشوم وکړی شي له خپلو لوبو په سمه توګه زده کړه وکړي؟ په دې لیکنه کې به په دغو ټولو ټکو بیلا بیل وغږیږو خو لومړی راځو دې خبرې ته چې ماشوم سره څه رنګه ولوبیږو؟
دا چې ماشومان د وېښې په حالت کې ټول وخت لوبیږي او موږ هم کله ناکله خپلو لوبو ته راکشوي نو باید دې ټکي ته پام وشي چې موږ له خپل ماشوم سره څه رنګه لوبې کوو؟ کوم ټکي په پام کې ونیسو چې د لوبو پر مهال موږ ماشوم ته سالمه زده کړه ورکړو؟
لومړی باید د ماشوم لوبو ته تش د لوبو په سترګه ونه ګورو، نه یواځې دا چې موږ کولای شو د لوبو په مټ خپلو ماشومانو ته ډیر څه ور زده کړو، بلکه لوبې کولای شي زموږ او زموږ د ماشوم تر منځ د مینې تارونه نور هم پیاوړي کړي، کله چې موږ ماشوم سره لوبو ته ارزښت ورکړو نو هله کولای شو د خپل ماشوم سره لوبو ته روزنیزه بڼه په دې ډول ورکړو چې ماشوم یې د ښوونې ډول ته پام ونه کړي او یواځې ترې خوند واخلي خو په حقیقت کې یو څه یې ترې زده کړې وي، که چیرې تاسو ماشوم لرئ، ولوکه هغه د څو ورځو وي یا اوس دا دی په ځوانېدو دی، خو په هر حالت کې تاسو باید دهغه روزنه وکړئ چې ستاسو د روزنې یوه او مهمه برخه هم له ماشوم سره لوبې کول دي، دا ځکه په ماشوموالي کې دماشوم د روزنې لپاره یواځينې اغیز منه لار لوبې دي، نو اړینه ده چې تاسو باید او حتمي خپل ماشوم سره د لوبو لپاره وخت بیل کړئ، کېدای شي تاسو خپل ماشوم سره هر وخت چې وغواړئ لوبې وکړئ ، خو که په ټاکلي وخت کې ورسره لوبې وکړئ نو تاسو به په غیر مستقیم ډول هغه ته دا روزنه ورکړي وي چې هرڅه ته باېد وخت وټاکل شي، په لوبو کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
ـ دخپل ماشوم عمر په پام کې ولرئ ، که ستاسو ماشوم ډیر وړ وي کېدای شي تاسو د ځینو لوبو سامانونوپه مرسته هغه سره لوبه وکړئ.
ـ دا مه هیروئ چې ماشوم سره لوبې کول یواځې د مور دنده نه ده، بلکه پلار هم خپل مسولیت باید هیر نه کړي.
ـ که چیرې ستاسو ماشوم اوس لوبې خوښولای شي نو لومړی لوبه د ماشوم په خوښه وټاکئ، خو هر وخت لوبه دهغه په خوښه ځکه مه ټاکئ چې هغه وار یا نوبت ورکول زده کړي، او تل خپل خوښې ته ارزښت ور نه کړي.
ـ تاسو باید د خپل ماشوم د پوهې او معلوماتو په اړه څه ناڅه وپوهیږئ. ـ په لوبې کې باید هڅه وکړئ چې د ماشوم د لاسونو، پښو او سترګو مهارت پیاوړی کړئ او ماشوم دقت ته راوبولئ.
ـ په لوبه کې هڅه وکړئ ښوونیز او روزنیز ټکي ځای پر ځای کړئ.
ـ هڅه مه کوئ چې ستاسو په موخه ماشوم وپوهیږي، هغه ته باید دا احساس ورکړئ چې تاسو یواځې غواړئ هغه سره لوبې وکړئ.
ـ په لوبه کې د لوبو داسې سامانونو او انځورونو نه ګټه وا خلئ چې حقیقي ژوندانه ته نږدې وي.
ـ لوبه داسې پر مخ بوزئ چې ماشوم زهني ستړیا احساس نه کړي.
ـ د سر لاسونو او پښو په حرکاتو او دغږونو په بدلون سره د ماشوم پام ځانته راواړوئ او لوبه ورته په زړه پورې کړئ.
که کولای شئ ، دیوه لوبغاړي دنده ترسره کړئ.
ـ سره له دې چې ماشوم لوبه کوي، خو ماشوم دغې لوبې ته د حقیقت په سترګه هم ګوري، نو هڅه وکړئ چې په لوبه کې رښتنی اوسئ.
ـ ډیره هڅه مه کوئ چې په لوبه کې ډیر زیات په ښوونیزو او روزنیزو ټکو باندې ټینګار وکړئ.
ـ د لوبې پر مهال تل موسک اوسئ او د ماشوم کړنې په خندا ، دسر په خوځولو، په خبرو او کله ناکله دهغه دوړتیا په اړه دحیرت په ښوولو وستايئ.
ـ له لوبې وروسته نورو ته د ماشوم ځينې رښتني مهارتونه وستایئ خو خبره له کچې ډیرې ستاینې ته مه رسوئ چې ماشوم ته نور ستاسې خبرې بیا له ارزښته لویږي.
ـ که کولای شئ او ماشوم مو اوس دومره دی چې خبرې ته غوږ کیږدي نو وروسته له لوبې ماشوم ته د لوبې پر مهال د هغه یوه نیمګړتیا ورته روښانه کړئ، ورسره هغه لار هم ورته څرګنده کړئ چې ماشوم کولای شول دلوبې په مهال له هغې نه کار واخلي. ـ تاسو باید دې ته پام وکړئ چې ماشوم له تاسو سره لوبې کوي ، که تاسو په ماشوم لوبې کوئ؟ ډیر وخت زموږ لوبې ورو ورور داسې بڼه غوره کوي چې ماشوم موږ سره لوبې نه کوي بلکه موږ په ماشوم لوبې کوو. دغه ستونزه ډیره ترسترګو کیږي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډیر وخت ماشوم سره لوبې کول د ماشوم د زورولو سبب ګرځي او دا لوبه داسې بڼه اخلي چې ماشوم د لویانو د خندولو اله ګرځي.
نور بیا
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.