CV
هر کله چې غواړئ د ودانولو انجينیرۍ اړوند يا کومې بلې دندې ته خپل اسناد ولېږئ؛ په سيوي (Curriculum Vitae) کې لاندي لس ټکي په پام کې ونیسئ:
پام مو وي چي سي وي پیچلې نه کړئ. دا ستاسې پېژندنه ده او ښايي همدا یوازینۍ موقع وي چې خلک له تا اغېزمن شي. سي وي ساده جوړه کړی؛ د خپلې ځواکمنۍ ټکي په کي ياد کړئ او لنډه یې جوړه کړئ.
لاسته راوړنې په سيوي کې مهمې دي تر څو لوستونکی ستا په قوي ټکو پوه شي. فعال لغتونه وکاروئ؛ لکه تر سره کول مې، ذمهواري مې په غاړه وه، کنټرولول مې او داسې نور…
سي وي باید ستا له اوسنۍ یا اخيري دندې پیل او په ترتیب تر اولنۍ پورې ذکر شي. که چیرته دا ستا اولنۍ دنده وي نو بیا هغه تجربې هم ذکر کړه چې په ودانيزو او رغنيزو چارو کې دې تر لاسه کړي دي. که چیرته څو کاله تجربه لرئ نو له ټولو ادارو سره د دندې نوم، د ادارې نوم، د ادارې اړيکه او هغه کارونه چې هلته مو تر سره کول؛ په لنډ ډول ذکر کړئ. په هغه ادارو کې لاسته راوړنې يادول هم اغېزناک دي.
له درواغو او مبالغو ډډه وکړئ. که چیرته انټرویو ته راغوښتل شوي ياست نو مجبور یئ چې هغه څه ځواب کړئ، کوم چې په سيوي کې مو لیکلي دي. انټرویو اخستونکي په آسانه ستا د بدن له موازنې پوهیږي چي ته څومره رښتینی یي! که چیرته په سي وي کې یوه غلطي هم وموندل شوه نو ته نه شې کولای چي دنده لاسته راوړې.
زدکړې مو ذکر کړئ. د زدکړو پر مهال لاسته راوړنې مهمې دي. د کار له دورې پرته که چیرته د لوبو په ډګر کې ځلیدلی یاست؛ ذکر یي کړئ. لکه د کرکټ ټیم مشر، فوټبال ټیم مشر، اتلوالي او نور. دا ځلېدنه ستاسې د غوره فعاليت نښه ده.
که چیرته په ودانيزو چارو کې کوم ځانکړی ټریننګ او یا تجربه لرئ؛ په ښکاره ډول یي روښانه کړئ. له دندې سره تړلي ټرېننګونه او تجربې په سر کې وليکئ.
سيوي مو باید له ګڼې ګوڼې خالي وي. کوښښ وکړئ هر څه یو ځای او په یوه پاڼه کې مه ځایوئ؛ ځکه لوستونکي په عذابوي او د لوستلو په وخت کې یې لېوالتيا کمیږي. کوشش وکړئ هر څه روښانه وليکئ.
په سيوي کي د املایي غلطۍ شتون ستا په بېدقتۍ دلالت کوي. سيوي باید له هر ډول ګرامري او املایي غلطیو څخه پاکه وي تر څو لوستونکی د لوستلو په وخت کې تا مسلکي وګڼي.
کیدای شي په شل وار لوستلو سره له تاسې په سيوي کې ځینې غلطیانې پاتې شي خو نوې سترګې کولای شي په لومړي ځل ليدلو غلطي پیدا کړي. په یوه ملګري یي وګورئ، کیدای شي هغه ستاسو غلطي درسمه کړي.
سرچينه یا ریفرنس
اړتيا نشته چې په سيوي کي ریفرنس ذکر کړئ. صرف دومره ولیکه چې (ریفرنس ستاسې په غوښتنه شته). د ریفرنس د نوم له لیکلو مخکې باید له هغه سره په دې اړه وغږیږئ چې هغه خبر وي.
پورتني لس ټکي له تاسې سره د ښې سيوي د لیکلو په وخت کي مرسته کوي چې باید څه ولیکئ او څنګه یې ولیکئ؛ تر څو يې په مرسته د خپلې خوښې دنده تر لاسه کړئ.
په درنښت
ژباړه: حضرت الله پکتین
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
ډېر ښه معلومات مو ژباړلي، په سي وي کې ډېره مرسته کوي، مننه له خپرولو.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.