دوهم انځور
د يوې ساده ازموينې په مرسته کولای شئ پوه شئ چې منطقي کس ياست که احساسي؟ په دې ازموينه کې د لومړۍ ګڼې انځور په شان لاسونه يو بل ته نږدې کړئ او له فکر پرته يې سملاسي د دوهم او دريم انځور په شان يو له بل سره وتړئ.
لومړی انځور
که د دوهم انځور په شان مو د چپ لاس غټه ګوته د ښي لاس په غټه ګوته د پاسه راغلي وي نو تاسې احساسي کس ياست. او که د دریم انځور په شان مو د ښي لاس غټه ګوته د چپ لاس د غټې ګوتې له پاسه راغلي وي نو تاسې منطقي کس ياست. که فکر وکړو نو پوهيږو چې موږ له پورته دوو حالتونو څخه يو حالت تجربه کولای شو. د دوهم حالت تجربه راته بې خونده او ښايي ناشونې وي.
ښه، اوس چې پوه شوئ چې له کومې ډلې ياست نو لاندې د دواړو ډول ځانګړنې ولولئ:
انسانان په دوو ډلو وېشل کيږي:
الف: احساسي
ب: منطقي
دریم انځور
احساسي هغه کسان دي چې د ژوند ډېرې پرېکړې د احساساتو، عواطفو او ځينې مهال د خيالونو پر بنسټ کوي. منطقي کسان بيا هغه دي چې د ژوند پرېکړې يې د عقل، منطق او استدلال پر مټ وي. د احساسي کسانو د مغز ښۍ نيمه کره او د منطقي کسانو د مغز چپه نيمه کره ډېره فعاله وي.
احساسي کسان د خلاقيت، احساسيتوب، ټولنيز ليد، لوړ خيالۍ، ترحم او داسې نورو ځانګړنو درلودونکي دي. منطقي کسان د نظم، منطقيتوب، واقعګرايۍ، څېړنې او سپړنې په شان د ځانګړنو درلودونکي دي.
منطقي او احساسي کسان دواړه د ټولنې غړي او د ښو ځانګړنو درلودونکي دي. له دوی نه يو هم پر بل لوړوالی نلري او په واقعيت کې د ښو ټولنيزو اړيکو په رامنځته کولو کې دواړه ډلې د يوه بل بشپړوونکې دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
ستاسې هغه علم و عرفان لکه، ټول همدا شی شو. که مو ګوته داسې راغله، داسې یئ که مو ګوته هسې راغله هغسې یئ، که زما دا د منځ ګوته په کې نیغه راغله هغه څنګه ؟ لولزز
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.