محب الله محب
ژباړن: محب الرحمن محب
کالينګوود په «د هنر بنسټونه» کتاب کې د تولستوی او کروچه د ساده او روښانه ليدلورو کره کتنې ته مټې بډوهلې او په دې باور دی:
«دا به ناسم فکر وي، چې هنري اثر يوازې او يوازې د نقاشۍ، موسيقۍ او يا کلماتو په بڼه د هنرمند د هغه احساس بيا ښودنه وي، چې د اثر له تخليقه مخکې يې تجربه کوي.»
ناشونې ده، چې د احساسولو او پنځولو د فعاليتونو د يووالي او تړاو موضوع رد کړو او دواړه يو له بله بېل وپېژنو.
په بله وينا يوازې هغه مهال احساس پېژندل کېږي، چې د هنري اثر پر مټ وړاندې شوی وي.
حسي تجربه او تخيل
اخيستنه او ادراک د حسي تجربې يوه بڼه ده. يو غږ، منظره، بوی او تصور يو داسې مفهوم دی، چې فکري محتوا لري؛ خو حسي محتوا په ځان کې نه رانغاړي.
کالينګوود: هره تخيلي تجربه، حسي تجربه ده، چې د يوې قصدي کړنې په وسيله د تخيل پوړۍ ته خېژول شوې ده.
حقيقي هنر دوه رکنه لري: بيان او تخيل
تاليف داسې تخيل دی، چې هنرمند يو نامشخص او مبهم احساس د ښکاره بيان په بڼه پنځوي.
نو ويلای شو، چې د هنر پنځونه هغه څيز ته د کوم بېروني جوړښت وربښل نه دي، چې تر ډېره يې په دننه کې موجود دی. داسې تعبير، چې له دې تخليقه د وړاندې کولو ساده هڅې ته لاس ورغځوي او له دې ورهاخوا د تخيلي کشف لړۍ يې بللای شو.
له هغه ځايه، چې د هنر د پنځېدنې لومړنی رواني کشمکش هنرمند ته ورترغاړې وځي؛ نو ځکه هنر د ځان موندنه ده. په حقيقت کې د هنر ځانګړی ارزښت په همدې کې رانغښتی دی، يانې ځان پېژندنه. که چېرې د هنر موخه ځان پېژندنه، يا زموږ د خپلو احساساتو او عاطفي حالاتو پېژندنه وي، داسې برېښي، چې د هنر پنځونه يوازې هنر پنځوونکي ته هنري ارزښت لري او هنر په خپله د يو ډول نفس پېژندنې او ځان پېژندنې په بڼه تظاهر مومي، خو کالينګوود له دې موضوع نه په پوره خبرتيا دا بحث مطرح کوي، چې هنرمند هغه څه نه احساسوي، چې «زه يې احساسوم» بلکې هغه څه پېژني او په ښکاره توګه يې بيانوي، چې«موږ يې احساسوو.»
کالينګوود: «د هنر دنده د احساساتو بيان دی؛… هغه احساسات، چې د هغه او مخاطبينو ترمنځ يې مشترک دي. يا په بله وينا؛ هغه خپل هنري کار يوازې د فردي هڅې غوندې نه، بلکې داسې سرته رسوي، ته وا چې د يوې ټولنې کار ورپورې اړه لري او د ټولو په استازولۍ يې ورته مټې بډ وهلې دي. (کالينګوود، ۱۹۳۸)
«هنر د روح د ترټولو سختې ناروغۍ، يانې د پوهاوي د فساد درمل دی.»
هنري اثار، چې تخيلي چارې دي، بايد د مخاطبانو په ذهنونو کې بيا له سره پيدايښت ومومي. يوازې هغه مهال د هنري اثر پر وجود د ثبوت مهر لګولای شو، چې د مخاطبانو له لوري د اثر فعال درک وجود ولري.
د دې ترڅنګ هغه د مخاطبانو پر تصور د هسې بې موخې ليدونکي کرښه راکاږي او په دې اند دی، چې« هنر سيل او تماشا نه، بلکې يوه کړنه ده.» او دلته د مخاطبانو دنده« له هنره يوازې د احساس د اخيستونکو نه، بلکې د همکارانو دنده ده.»
د بيانولو په اړه څو ټکي
د هنر کره کتنه دې اثر ته متوجه وي، نه هنرمند ته.
کالینګوود په هغه کره کتنه نيوکه کوي، چې د نقاشانو او شاعرانو په اړه د يوې تاريخي غوړې مړۍ د موندلو په نيت د خاورو لټ په لټ اړول وي.
د هنر ځانګړنه د خپل شخصي احساس وړاندې کول نه، بلکې د احساس خيال امېزه طرحه ده.
د يو څه والي بحث
د «احساس والي بحث» يوازې هغه څه ته ګوتنيونه کوي، چې بحث د هغه په اړه دی. د هنرمند دنده د احساس بيانول دي او يوازې د هغو احساساتو په بيانولو توانېږي، چې خوند يې څکلی وي، يانې خپل احساسات يې.
د څه والي ښودنه
د «احساس ښودنه» له هنرمنده نيولې تر مخاطبه پورې په هېڅ يوه درلودونکي پورې اړه نه لري. لکه د درد بېلګه او د درد والي ښودنه.
نو د کالينګوود په اند هنر کېدای شي د يوه احساس ښودنه وي پرته له دې چې د احساس بيان دې واوسي.
د ګراهام نقد: د «د څه والي د بيان» په پوړۍ کې د «څه والي ښودنه» کېنول، چې له کومې ګټې پرته هسې ځای ناستي توب دی، له ښودنې نه د لاس اخيستو سبب ګرځي. که د هنر دنده د پوهاوي زياتونه وي، د هنر او احساس هغه ځانګړی تړاو سست والی مومي، چې د ښودنې ټولې بڼې يې د لا ټينګښت او تلپاتې کېدا په هڅه کې دي، ځکه هنر کولای شي زموږ پوهاوی له احساس ورهاخوا په انساني تجربو کې ډېر نور څه ته ورلوړ کړي.
نچوړ:
۱- سخته به وي، چې اثر او مخاطبانو ته د هنرمند لخوا په منونکې او مناسبه توګه د احساس د بيانولو ځای ځایګی وټاکو.
۲- د هنرمند پر احساس ټينګار هنري فعاليت له هغه څه نه ځانګړی کوي، چې دی، يانې تخيل محروموي.
۳- بيانول يا د احساس راپارونه خپله د هغه په خاطر د ارزښت وړ نه دي.
که چېرې د کالينګوود نظريه تر منطقي حده په پام کې ونيسو، هغه څه چې بالاخره ورته رسېږو، د هنر يوه بېله ستاينه به وي، چې د انسان پر تجربې د پوهېدا لپاره ځانګړې شوې ده.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.