ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
په تېر پسې… کله چې د يادو لاملونو په اثر په چا کې حقارت پيدا شو، هغه به ډېر وځوروي. اوس بايد وگورو چې سړى به د دغه رنځ پر وړاندې څرنګه غبرگون ښيي؟ څنگه به د هغه له شره ځان خلاصوي؟ او يا څنگه به ځان د حقارت له احتمالي خطرونو ساتي؟
د شلمې پېړۍ په سر كې «الفرد ادلر» چې لومړی د فرويد Sigmund Freud همکار او هم فکره و، له هغه سره تر څه مودې همکارۍ وروسته، د فرويد له مکتبه جلا شو او ځان ته يې بېل مشهور مکتب جوړ کړ. هغه «حقارت» د خپلې نظريې بنسټ وگرځاوه او د حقارت عقده يې نژدې د ټولو غير عادي سلوکو د واقعي لامل په توگه راوپېژنده.
د ادلر په باور، د حقارت غوټه د انسان د رنگ رنگ او ډېرو کړنو سرچينه ده. کولاى شو چې دغه کړنې له تسليمه تر بغاوته، له بې زړه توبه تر استبداده، له شرارته تر بې کچې بنده گۍ، د هوډ له نه لرلو څخه تر خورا ټينگ هوډه او د دغو قطبونو تر منځ پر ټولو کچو باندې ډلبندي کړو.
د ممکنه عواقبو تنوع او گڼوالى دا راښيي چې د حقارت زړي چې د ماشوم په اروا کې کرل شوي، د هر فرد له ځانگړنو او د ودې د شرايطو له څرنګوالي سره سم بېلابېل او رنگ رنگ حاصل ورکوي.
له حقارت سره د ماشوم يا زلمكي يا له لويه سره د انسان د مبارزې ميکانيزم، تل پر يوه اصل ولاړ دى او هغه جبران دى. جبران د نيمگړتيا د له منځه وړلو مانا نه لري؛ بلکې هغه «پانګ يا دړې» ته ورته دى چې د تلې په سپکه پله کې ايښودل کېږي چې توله پرې برابره شي او سړى خپل تعادل بيا مومي. دا هم سمه ده چې په ځينو مواردو کې جبران د نيمگړتيا د ختمېدو سبب گرځي. داسې ډېر ځوانان ليدل شوي دي چې په ماشومتوب کې به يې ډنگر بدن او کمزوري اندامونه لرل خو خپله ټوله ځواني يې په سپورټ لگولې او په نتيجه کې اتلان او پهلوانان ځنې جوړ شوي دي.
که د چا حقارت په ټولنيز مقام پورې يې اړه ولري، دى د خپلې ټولنيزې وضعې د ښه کولو هڅه كوي. دغه هڅې به خامخا د هغه د حقارت په کمولو کې اغېزناکې وي. خو خبره تل داسې نه وي. موږ نه شو کولاى چې ژوند د رياضي د معادلې په څېر وگڼو. ان هغه وخت چې د حقارت احساس ظاهراً له منځه تللى او موږ يې د دوام لپاره كوم دليل نه لرو، بيا هم بايد دا ومنو چې په ماشومتوب کې محسوس شوى حقارت د سړي په زړه کې پاتې کېږي او د هغه د کړنو هميشنى لارښود گرځي.
تاريخ د ډېرو حقارتونو هينداره ده.
ناپليون بناپارت بد گومان او جاه طلب و. د ژوندانه ټيټو شرايطو او ټيټې ونې هغه ځوراوه. په شپاړس کلنۍ کې یې ځکه د ځان وژنې هڅه کړې وه چې وېرېده هغه څه ته به ونه رسېږي چې د ده کبر او غرور يې غوښتونکي وو. وروسته بخت ورسره مل شو خو د وياړنې تنده يې هېڅ کله ماته نه شوه، ان تر دې چې، د اروپا لويه وچه يې په اور او وينو ولړله. ايا دا هماغه د خوارۍ او حقارت اور نه دى چې پخوا د هغه په ماشوم زړگي کې بل شوى او ټول عمر يې د هغه ټول بدن د برلاسۍ او تفوق تږى ساتلى دى؟ ايا دغه احساس به په کوچنيوالي کې د نادر افشار، گوډ تيمور، چنگيز او نورو زړونه نه وي زخمي کړي؟
جبران د کلمې په بيولوژيکي مانا هغه برغولى دى چې طبيعت يې د بدن پر نيمگړتياوو باندې ږدي او په دې توگه د سړي د وجود انډول تر يوه حده برابروي، هغه انډول چې تر دې د مخه نه و او يا خراب شوى و.
كه د چا يوه پښه لنډه وي او بدن يې يوې خوا ته کوږ شوى وي، نوشمزۍ به يې د دې کوږوالي په جبران کې بلې خوا ته کږېږي.
تاواني شوى زړه له حده زيات غټېږي تر څو د کميت په مټ خپل کيفيت پوره کاندي. کله چې ماغزه زخمي کېږي نو د ماغزو د تاواني شويو مرکزونو د مرستې لپاره، نوې ضميمې پخپله جوړېږي.
په اروايي چارو کې هم خبره همداسې ده خو توپير يې په دې کې دى چې دلته جبران دوې موخې لري: لومړۍ دا چې د نيمگړتيا په وړاندې لكه «پانګ يا دړه» شي او دويمه دا چې د دغه نيمگړتيا د احساس پر وړاندې چې خورا ځوروونکى دى، د فرد ملاتړ وکړي يعنې هغه ته تسلي ورکړي.
دغه ټکي مو دې ته اړ باسي چې د جبران ډولونه په دوو ډلو وويشو:
_ هغه ډله چې په ښکاره توگه پر نيمگړتيا برى مومي.
_ هغه ډله چې سړى د نيمگړتيا له شره خوندي کوي.
اوله ډله، بريالى يا د اتلولۍ جبران او دويمه ډله، د خوندي کوونکي يا سرپوښ ايښودونکي جبران په نوم يادوو.
د جبران اول ډول د خنډونو پر مورچو بريد کوي، پر هغوى بريالى كېږي خو دويم ډول یې خنډونه کلابند (محاصره) کوي او نه یې پرېږدي چې سر راپورته كړي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.