بشر د تاریخ په اوږدو کې تل د خپل محیط څخه زده کړه کړې او له هغه څخه یې الهام اخیستی. له الوتونکو څخه یې په الهام الوتکه جوړې کړې او د اوبو له مرغانو څخه یې په الهام کښتۍ په اوبو کې لاهو کړې. د کېنسلو، کېنت او توډ په نامه د مهندسۍ شرکت چې د همدې دریو ملګرو شریکه کمپنۍ ده، د بړبوکۍ په څېر ډیزاین یې وړاندیز کړئ.
د بړبوکۍ په څېر دا ودانۍ به د هوا پېژندې موزیم او د څېړنو د مرکز لپاره د امریکا اوکلاهوما ایالت د تلوسا په ښار کې جوړه شي. دا ډیزاین د تلوسا د بړبوکۍ برج په نامه نومول شوی؛ دا ودانۍ به له شلو څخه تر دیرشو پوړونه ولري. ددې ودانۍ په پاسني پوړ کې یو رستورانت په نظر کې نیول شوی، چې سیلانیان به له دې ودانۍ او شاوخوا منظرې څخه د کتو په نیت ورځي. د جوړولو لپاره یې د ۱۵۰ ملیونو ډالرو لګښت اټکل شوی، چې لا تر اوسه ورته چا سینه نه ده ډبلولې. کېدای شي ډېرو ته ددې ودانۍ جوړول ممکن ونه برېښي، ولې د جوړېدو په صورت کې به دا د ودانیو په ډول کې یو هيښوونکی بدلون وي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.