– محمد ریاض سادات
۷ مارچ ۲۰۱۵
پدې لیکنه کې د افغانۍ کرنسۍ د اوسني مصنوعي نرخ په اړه بحث شوی، او په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانۍ د ارزښت د تدریجي کمښت لپاره وړاندیز شوی چې د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا ګټور دی. ښاغلی ریاض سادات د افغانستان د اقتصادي ودې مؤسسې غړی (OEDA)او د سلام پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ استاد دی.
کله چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان لنډمهالې اداره جوړه شوه، نو ددې ادارې د لومړیو اقدامونو څخه یو هم د نوې افغانۍ معرفي کول وو. د نوې افغاني کرنسۍ لپاره د یو ډالر په وړاندې ۴۰ افغانۍ نرخ وټاکل شو. همدارنګه د افغانۍ کرنسۍ لپاره د (Floating exchange rate) سېستم وټاکل شو او حدود یې ورته (۴۰ – ۵۰) وټاکل. پدې مانا چې که چېرې افغانۍ د یو ډالر په وړاندې د ۴۰ څخه قیمته او یا له ۵۰ څخه ارزانه شي، بیا به د افغانستان بانک مداخله کوي او هڅه به یې دا وي چې ترڅو د ډالر په وړاندې افغانۍ د (۴۰-۵۰) ترمنځ وساتي.
په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان شړيدلي اقتصاد ته او د کورنیو تولیداتو نه شتون ته په کتو سره د ډالر په مقابل کې د ۴۰ افغانیو په څېر لوړ نرخ ټاکل پرځای اقدام ؤ. دا ځکه چې ۲۰۰۳ کال داسې وخت ؤ چې د افغانستان کورني تولیدات د صفر سره برابر ول. افغانستان ډېرو وارداتو ته اړتیا لرله او اسانه او ارزانه لار یې همدا وه چې افغانۍ ته لوړ قیمت وټاکل شي. یوه خبره باید روښانه شي او هغه دا چې کله دوه هېوادونه یو بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي نو هغه هېواد نسبتاً په ګټه کې دی چې کرنسۍ یې نسبت دوېم هېواد ته ارزانه وي. د هر هېواد کرنسۍ چې څومره ارزانه کېږي هومره یې صادرات ډېرېږي او واردات یې کمېږي، په مقابل کې څومره چې د یو هېواد کرنسۍ ارزښت پېدا کوي، هومره یې صادرات کمېږي او واردات یې ډېرېږي. ددې مسئلې دلیل دا دی چې کله د یو هېواد کرنسۍ ارزانه شي، نو صادرات یې هم ارزانه کېږي او ډېر خلک د صادراتو تجارت ته مخه کوي – همدارنګه واردات ورته قیمته پرېوزي او ډېری کسان د وارداتو د تجارت څخه مخه اړوي. په همدې ډول کله چې د یو هېواد کرنسۍ قیمته شي نو داخلي تولیدات یې طبیعتاً قیمته کېږي چې همدا داخلي تولیدات یې د صادراتو په شکل د نورو هېوادونو لپاره قیمته پرېوزي چې دا د صادراتو د بازار لپاره ښه خبر نه دی. بالعموم که چېرې د یو هېواد صادرات د وارداتو په وړاندې ډېر شي نو دا ښه خبره ده ځکه د هېواد مالي سپما ډېرېږي او اقتصاد پرې پیاوړی کېږي. برعکس کله چې د یو هېواد واردات د صادراتو په وړاندې ډېر شي نو هېواد د مالي کسر سره مخ کېږي چې دا ښه خبر نه دی.
د زر افغانيو بانکنوټ
په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان صادرات نږدې ۲.۶ بلیونه ډالر کېدل په داسې حال کې واردات مو ۱۰.۶ بلیونه ډالرو ته رسېدل. د دولت اقتصادي پالیسي باید د صادراتو ډېرښت او د وارداتو کمښت ته لومړیتوب ورکړي. کورني تولیدات تشویق کړي او پانګه وال دې ته وهڅوي چې د افغاني تولیداتو ته په بهرنیو بازارانو کې ځای پیدا کړي. دا کار هله شونی دی چې په افغانستان کې پانګه وال د وارداتو پرځای په صادراتو کې ډېره ګټه وویني او ددې لپاره تر ټولو ښه لاره همدا ده چې دولت ورو ورو د افغانۍ ارزښت راټیټ کړي. دولت باید په خپل منځمهالي (۵ کلن) اقتصادي پلان کې دا هڅه وکړي تر څو افغانۍ ته خپل حقیقي قیمت ورکړي. په ټولیز ډول د یو هېواد د کرنسۍ قوت او ضعف د همغه هېواد د اقتصاد قوت او ضعف ښکاره کوي. د افغانستان اقتصاد ته په کتو سره باید افغانۍ ډېره ارزانه وای. د پاکستان اقتصاد د افغانستان د اقتصاد څخه ډېر ښه دی، خو پاکستانۍ کلدارې د افغانۍ نه ارزانې دي – اوس چې کله افغانستان د پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي نو د پاکستانۍ کلدارې د ارزانۍ په وجه پاکستان ګټه کوي او افغانستان تاوان. د قیمته افغانۍ تاوان دا دی چې په پاکستان کې د افغانستان تولیدات قیمته شي او د پاکستان لپاره د ارزانه کلدارې ګټه دا ده چې په افغانستان کې پاکستاني تولیدات ارزانه شي او ډېر افغانان یې واخلي.
اوس مهال افغانستان د ډیرو مصرفي موادو د تولید توان لري، خو بیا هم دا مصرفي مواد حتی تر لبنیاتو او هګیو پورې د ایران او پاکستان څخه راواردېږي – دلیل یې د داخلي تولیداتو ته د زمینې نه برابرولو تر څنګ د افغانۍ لوړ قیمت دی. د نړیوال بانک له خوا د افغانستان اقتصادي راپور (اکتوبر ۲۰۱۴) کې راغلي، چې افغانۍ د نړیوالو مالي مرستو په مټ دومره جګه ساتل شوې – که فکر وکړو، آیا دا به بهتره نه وي چې د افغانۍ قیمت لوړ ساتلو پرځای نوموړې نړیوالې مرستې د کورنیو تولیداتو د راژوندي کولو لپاره په انرژۍ، بازارموندنې او زمینه سازۍ ولګول شي؟
د لس کالو څخه زیات شو چې چین او امریکا د د چینايي کرنسۍ (یووان) پر ټیټ قیمت لاس او ګرېوان دي. چین هڅه کوي چې یووان ارزانه پاتې شي ترڅو د صادراتو ګټه یې لا ډېره وي او امریکا (د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق) په مرسته د یووان د قیمته کولو په هڅه کې ده، تر څو چینايي صادرات امریکې ته ارزانه پرېوزي. د کپېټلېزم د اصولو مطابق د هر هېواد کرنسۍ باید آزاده پرېښودل شي چې د نورو اجناسو په څېر د عرضه او تقاضا په تناسب ځانته ارزښت وټاکي – خو غربي نړۍ (د نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او ځینو نورو نهادونو په واسطه) په دې هڅه کې ده چې د هېوادونو کرنسۍ ته داسې ارزښت وټاکي چې غربي نړۍ ته ترې ډېره ګټه رسېږي. اکثره هغه عربي هېوادونه چې امریکې ته تېل صادروي، کرنسي یې لوړ ارزښت لري – د کرنسیو دا لوړ قیمت بازار نه دی ټاکلی، بلکې امریکې ته د ارزانه تېلو صادرولو لپاره د موجوده نړیوالو نهادونو په مرسته ټاکل شوی. همدارنګه د نړۍ سترې کمپنۍ په دې هڅه کې دي چې په داسې هېوادونو کې پانګه اچونه وکړی چې د انرژۍ او امنیت ترڅنګ ارزانه کرنسۍ هم ولري لکه چین، هند، جنوب شرقي اسیایي هېوادونه (اسین) او داسې نور. اکثره هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د اقتصادي پرمختګ سره سره خپله کرنسي ثابته او ټیټه وساتي – جاپان چې په اتیایمه لسیزه کې یو مخکښ صادروونکی هېواد ؤ، او کرنسي (ین) یې ورځ تر بلې لوړېده، دولت یې مجبور شو چې مداخله وکړی چې ین ټیټ وساتي او د جاپاني ارزانه صادراتو (د قیمته ین له وجې) مخه ونیسي. همدا راز اروپايي ټولنه د قوي اروپايي اقتصاد لپاره د ضعیفه یورو په لټه کې ده. ډیری هېوادونه وخت او حالاتو ته په کتو سره خپله کرنسي راټیټوي. بالعموم د هېواد د کرنسۍ ارزښت ته د همغه هېواد د اقتصادي پرمختګ او ثبات په سترګه کتل کېږي. یانې که د کوم هېواد کرنسي ارزانه وي، خلکو ته هغه هېواد وروسته پاتې او که د کرنسۍ ارزښت یې لوړ ؤ، نو نوموړی هېواد پرمختللی وي. خو اقتصاد پوهان د کرنسۍ ارزښت د هېواد په پرمختګ او شاتګ پورې نه تړي، بلکې د نوموړې کرنسۍ ارزښت د هغې په عرضه او تقاضا پورې تړي.
د اقتصادي تحلیل له مخې د کرنسۍ راټیټول د هېواد په اقتصاد پنځه اغېزې لري:
د کرنسۍ په راټیټولو کې لویه ستونزه د پولي تورم (Inflation) منځته راتګ دی. همدارنګه که کرنسۍ یو دم په لوړه کچه راولوېږي، دا هم اقتصاد ته غټه ضربه ورکولی شي. ددې ترڅنګ که چېرې د کرنسۍ راټیټولو سره د کورني تولیداتو ډېرښت او هغوی ته په بهر کې د بازاریابۍ لپاره کافي هڅه ونشي، نو د کرنسۍ راټیټول په اقتصادي غمیزې بدلېدای شي. که چېرې د افغانۍ د راټیټولو تر څنګ کورني تولیدات ډېر نه شي نو د عادي خلکو ژوند به ستونزمن شي. ځکه له یوه پلوه بهرني اجناس (واردات) قیمته شوي او له بله پلوه کورني تولیدات نشته – نو ډېره اړینه ده چې د کرنسۍ راټیټولو نه مخکې د کورني تولیداتو د پېشرفت لپاره کامل پلان موجود وي. له دې ټولو ستونزو هاخوا، نړیوال مالي او اقتصادي نهادونه او په تېره بیا ګاونډي هېوادونه د افغانۍ د راټیټولو مخالف دي.
د موضوع د راغونډولو په موخه ښه داده چې ووایو چې ارزانه افغانۍ د چا په ګټه ده او د چا په تاوان. د ګټې په طرف، اول: د افغانستان د نیم نه زیات خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. ارزانه افغانۍ د افغان بزګرو په ګټه ده. د قیمته افغانۍ په وجه د ارزانه زراعتي وارداتو (تازه مېوه، سبزي او لبنیاتو) سره د افغان دهقانانو مقابله سخته ده. دوېم، د ارزانه افغانۍ سره افغاني صادرات ډېرېږي او واردات کمېږي – چې دا د افغانستان بانک د مالي سپما لپاره یو ګټور ګام دی. د ارزانه افغانۍ سره به د صادراتو او وارداتو دا دومره لوی واټن راکم شي. درېم، د بزګرانو تر څنګ، د افغان تولیدونکو کمپنیو او پانګه اچوونکو لپاره ټیټه افغانۍ یو ګټور او تشویقي اقدام دی. له بله پلوه، ځینې کړۍ به د ټیټې افغانۍ څخه زیان وګوري. په لومړي ګام کې د ارزانه افغانۍ څخه هغه پانګه اچوونکي زیان ګوري چې وارداتي شرکتونه لري، د هغوی وارداتي اموال به ګران پرېوزي او ورو ورو به اخیستونکي له لاسه ورکړي. دوېم هم هغه لویه ډله خلک چې په ښارونو کې ژوند کوي، دا ډله خلک نږدې ۸۵ سلنه په وادراتي اجناسو تکیه دي. د وارد شوو اجناسو لوړې بیې به ددوی ورځنی ژوند د ستونزو سره مخ کړي. او درېمه ډله خلک اوسني واکمن سیاستوال دي چې ارزانه افغانۍ ورته په تاوان ده. ځکه دوی تر اوسه داسې ښيي چې اوسنۍ قیمته افغانۍ ددوی د هڅو او کړو وړو نتیجه ده – دوی فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد ته یې کافي وده ورکړې نو ځکه ورسره افغانۍ هم لوړه شوې. د افغانۍ راټېټېدل به په لنډمهال کې ددوی شهرت ته زیان ورسوي. د ګټونکو او بایلونکو معادلې ته په کتو سره، د افغانۍ د ارزښت کمښت د افغانستان د اقتصاد په ګټه برېښي – خو په دې شرط چې ورسره د داخلي تولیداتو د رشد لپاره لازم اقدامات په وخت ترسره شي.
افغانۍ باید په راتلونکو پنځو کلونو کې ورو ورو خپل حقیقي ارزښت ته ځان نږدې کړي. د افغانۍ راټیټول باید د افغانۍ د بې ثباتۍ لامل نشي. هغه لګښت چې د افغانۍ د لوړ قیمت ساتلو لپاره کېږي، باید د کورنیو تولیداتو د تشویق او ډېرښت لپاره مصرف شي. د افغانۍ راټیټول په یوازې ځان د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ ضمانت نه شي کولای، تر هغې چې د کورنیو تولیداتو د پېشرفت لپاره د ځای ، انرژۍ، قرضونو ورکولو، بازارموندنې او نورو سهولتونو لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، یوازې افغانۍ راټیټول د افغانستان د اقتصادي دردونو دوا نه ده، بلکې ډېر نور اقدامات لکه د داخلي تولیداتو رشد، په هغو وارداتي اجناسو لوړه مالیه یا بندیز چې په افغانستان کې تولېدېدلای شي، د صادراتو او وارداتو لپاره یوازې د پاکستان پرځای د بدیلو لارو موندل او داسې نور هغه منځمهالي اقدامات دي چې د افغانستان لپاره د یو پیاوړي اقتصاد په لاره کې مرسته کوي.
د افغانستان لپاره د یو پیاوړي اقتصاد په هیله!
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
مننه محترم سادت صاحب. تخنيكي اقتصادي ليكنه ده. أفغانستان داسي تخنيكي او مسلكي بحثونو ته ضرورت لري. به قلم مو بركت
هو سادات صاحب لیونی ته چاویلی وه چه درمند ته اور وانه چوی ده ورته ویلی وه چه ښه د را پام کړه یو دوه روپی چه افغانانو جمع کړی دی هغه هم په واښو ور بدلی کړی افغانستان خودومره تولیدات لری چه دننه افغانانو ته خوبي بسنه کړی خو پاتی د افغانستان بهر صادرات شوو دا خو اسانه خبره ده که غواړی چه صدرات په ارزانه وپلوري نو خام مواد ارزانه کړی او ړالری معاشونه په افغانیو کړی او د غریبانو او پیسه دارانو ترمینځ انډول رامینځ ته کړی مالیه کمه کړی یواری خو د افغانیو نه د دری ټکیوی په لری کولو سره غریب خلک د پولی ټک ته کينول او اوس په ړدري ټکو ور اضافه کولو سره شاغلیه سادات صاحب په هغه وخت کی چه دافغانیو د ارزښت لوړیده دا نظر د ولی نه ورکاوه اوس د خپل نظر په جب کی کیژده چیری به د په کار راشی وایی چه یو وخت دغوا سر په کټو کی بند شوی وه منظر صاحب یی را غوښتليوه او د کټونه د غوا د سر د را ایستلو لپاره یی اول د غوانه دسر د پری کولو نظر ورکړو او وروسته یی د کټو د ماتولو اوس تا هم غواړی چه دا کار وکړی ددی هدف ته درسیدو کومه لاره چه تا غروره کړی هغه ترکستان ته تللی د تا له دی مسلکی نظره مننه په جب کی یی کیږده.
ډیره ښه لیکنه وه په ځانګړی توګه دغه مورد می پکی ډیر خوښ شو ؛ د هیواد پر اقتصاد د کرنسی راټیټول پنځه اغیزی لري ؛ . مننه سادات صاحب په قلم دی برکت شه
سادات صیب خو په اقتصادي بحثونو کې ډیر پوه او عالم سړی دی، ډیر قدر او احترام ورته لرم خو نه پوهیږم نن له چپې لوري دې ضروري اقتصادي بحث ته ناست دی، که هسې چا ورباندې په فرمایش د ویبسایټ دپاره لیکنه کړې، لوړه او ټیټه کرنسي هیڅکله د کوم هیواد د اقتصادي پرمختګ سرنوشت نه شي ټاکلی، نه دا تیوري د اقتصاد په بحثونو کې کله مطرح وه، خبره ټوله د پرچسنګ پاور پاریټي ده، هر څومره چې PPP مثبت بدلون کوي، هغومره د هغه هیواد اقتصادي وضیعت ښه کیږي، د اقتصادپوهانو له نظره، که د کوم هیواد پرچسنګ پآور پیرټي ښه وي، که یې کرنسي هر څومره د نورو هیوادونو د کرنسۍ په مقابل کې لوړه یا ټیټه وي، کومه معنا نه لري. په هغو هیوادونو کې چې د نوټ تقاضا ډیره وي، اقتصاد کله په لنډمهالي، کله په اوږدمهالي ډول له ګواښ سره مخ کیږي، که د افغانیو نرخ د افغانستان په دې حساس وخت کې راغورځوو، مجبور یو، لکه د تیر په څیر د لس زریزانو غوښتنه هم وکړو، چې هرګوره غټ نوټ، د اقتصادي رشد دپاره ښه زیری نه دی، په دې به محترم سادات صیب تر ډیرو ښه پوهیږي. که د افغانیو د کرنسۍ خبره د پاکستاني کلدارو په مقابل کې کوو، لکه څنګه چې په لیکنه کې ورته اشاره شوې، د پاکستاني کلدارو په مقابل کې یې د صادراتو د ښه کیدو او د صادراتو د ګټې په پلمه، د غورځیدو، یا مساوي کیدو هیله څرګندوو، فکر کوم، په اقتصادي چارو کې به خیالي هیلې څرګندوو. که حقیقي محاسبې وکړو، موږ او زموږ هیواد اوسمهال که په ذراعتي برخه کې دی، که د ټکنالوجۍ او صنعت په برخه کې، له صادراتو ډیر، په وارداتو ولاړ دی. نو ځکه دا لیکنه، دا بحث له وخته ډیر مخکې ګڼم. زموږ صادرات لا په هغه مقدار کول، چې د کرنسۍ د ټیټیدو په فکر ورته اخته شوو، ډیره اوږده زمانه غواړي، په سلګونو فابریکې غواړي، په زرګونو کمپیوټرایزډ ټریډنګ غواړي، په ملیونونو ذراعتي ګودامونه. اقتصادي پرمختګونه، لکه د ساینس او ریاضي هسې منل شوي فارمولونه او قوانین نه لري، د اقتصاد په برخه کې هر څه، هره تیوري، هر فارمول همیش د بدلیدو په حال کې وي، د وارداتو او صادراتو د ګټو اړوند، د افغانۍ د نرخ کمزوری کول، د حل لاره هیڅکله نه شي کیدای، دلته په بدیلو لارو کار کول، نوې لارې ایجادول، د ګټو او پرمختګونو دپاره نوې میکانیزم طرح کول، اصولي دي. د مثال په ډول، که واردات مو کله هم په داخلي تولیداتو اثر پریباسي، حکومتونه په داسې وختونو کې د پروټکشن له پروسس نه واردات تیروي، چې په کې د وارداتو په کوالیټۍ او کوانټیټۍ او ټکسز، خبرې مطرح کوي، تر څو په یوه نه یوه برخه کې، واردات دې سطحې ته برابر کړي، تر څو اول د هیواد داخلي تولید د هیوادوالو ضرورت رفع کړي، کله چې داخلي تولید نوره رسیدګي نه شي کولی، بیا هیوادال واردو شویو توکیو ته له مجبوریته لاس اوږد کړي. دغسې د صادراتو په برخه کې، د بازار موندنې له ګڼو تکتیکونو څخه په استفادې، د صادراتو دپاره مناسب بازارونه موندل کیدی شي. خو یوازې د صادراتو دپاره هغه هم چې په ټول افغانستان کې دې لس په شمار کارخانې و نه لرو، نه سل ګودامه، د افغانیو د نرخ په راکوزولو فوکس کول، معقوله نه ده. که څه هم موږ د اروپا مسافر مزدروان په ګټه کې راځو، اوس به مو له سل یورو نه شپږ زره افغانۍ جوړیږي، بیا به ورنه دولس زره.
سا دات صاحب دليکني دي ځکه مننه کوم چی ددي زوريدلي ولس داقتصادی ستونزو دحل لپاره يوه انګيزه لری، خو دابيله خبره دي چي نظرصحيح دي او که ناسم، ناسم خو نسو ورته ويلای بلکه نا تکميله به يي وبولو، او دنور څرګندونو ورکوونکو څخه هم هيله لرم تر څو دنيوکي پرځاي يا يو بله ښه حل لاره وړاندي کړي يا دليکني دبشپړتيا لپاره ليکنه وکړي . زما په اند نو موړي طرحه هله ګټوره او دپلي کيدو وړده1-۱چي دافغانستان په داخل کي ټولي راکړي ورکړي په افغانيو تر سره سي 2-د(Tariffs &Q outta ) پاليسي يعني دهغه اجناسو پروارداتو چي په افغانستان کي توليديږي لوړټکس وضعه کول همدارنګه پرلوړقيمته تجملي اجناسو پر ورود باندي او داسي نور اجناسو باندي چي دافغانستا ن دولس دلومړنيو ضرورياتو څخه ندي لوړ ماليات وضعه کول او دقاچاقي وارداتو مخنيوی. بالمقابل دافغانستان دخامو موادو پرصدور باندي لوړه ماليه او پرورود باندي کښته ماليه وضعه کول او قاچاق دمخنيوي پاليسي تعقيبول هم يوه حل لاره ګڼم. په درنښت فيض الله هوډمن
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.