نذیر سهار Nazir Sahar
لیکنه: نذیراحمد سهار
چاپیریال د خبر د پوښښ پر څرنګتیا او خبر اغیز پرېباسي.
هره پېښه، موضوع او سوژه خپل ځانګړی چاپیرال لري. دغه چاپیریال کله سخت (جګړه ییز، له ناندریو ډک، ګواښونکی) او کله نرم (صمیمي، عاطفي، دوستانه او خوښي بښونکی) وي. دلته تولید د چاپیریال تر اغیز لاندې وي.
په جګړه ییز چاپیریال کې په لوړ سټنډرډ تصویر، د جګړې په ځای کې سټنډ اپ ور کول او بې ځایه زړورتیا لومړیتوب نه دی. دلته لومړیتوبونه او معیارونه له شرایطو سره سم ټاکل کیږي. په ننګوونکي چاپیریال کې سوژه په خوندي خبریالۍ پوښل کیږي، خو په نرم او دوستانه چاپیریال کې له خبریال نه د بشپړ مسلکي او ابتکاري عمل هیله کیږي. دلته چاپیریالي شرایط تر ډیره ستاسې په لاس کې او د تغییر وړ دي، خو په سخت او ننګوونکي چاپیریال کې ستاسې کار د واکمنو شرایطو او وضعیت تر اغیز لاندې وي.
د هرې پېښې او سوژې تر پوښښ وړاندې د خبر د چاپیریال تشخیص او تحلیل مهم دی.
د خبر چاپیریال په دوو پړاوونو کې تحلیل کیږي. یو تر تولید وړاندې او دویم تر تولید وروسته.
تر تولید وروسته چاپیریال کې معمولا هدف وړ مخاطبان په پام کې نیول کیږي.
ډېر وخت چاپیریالي مسایل په خبر کې د سانسور لامل ګرځي او خبریالان دې ته اړ وځي، چې د لومړني چاپیریال خبر په دویم چاپیریال کې له ټولنیزو، محیطي، فرهنګي او واکمنو مذهبي شرایطو سره سم تولید کړي. دا خبره به بې ځایه نه وي، چې ووایم ډیر ځله چاپیریال د خبر د پوښښ په څرنګتیا کې مستقیم رول لوبوي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.