– جاويد غوربندی – جوزېف ستالين په روسيه کې د ۱۹۱۷م کال د کمونيستي انقلاب له مشرانو و. ويلاديمير لينن ته نږدې سړی و، په ۱۹۲۴م کې د لېنن له مرګه وروسته د روسيې مشر شو. په ۱۹۵۳م کال کې په کوما حالت کې مړ شو. تر اوسه يې مرګ نه دی معلوم، ځينې وايي چې په خپل مرګ مړ شوی او ځينې وايي چې د نورو له خوا وژل شوی دی! ستالين د شلمې پېړۍ ستر ديکتاتور او يو له ډېرو ظالمو انسانانو څخه و، په مليونو انسان يې ووژل، وژل شوي کسان يوازې د ده دښمنان نه وو، ډېری يې د کمونېست ګوند غړي وو، او که لېنن دغه وژنه په خپل ژوند ليدلې وه، ښايي زاره يې چاودېدلې وه! همدغه قاتل ستالين د ژوند په وروستيو کې د ليوني په څېر شوی و، په هېچا يې اعتماد نه کاوه، هر چا ته يې د شک په سترګه کتل. يو کور کې چې غرونو راچاپېر کړی و او څنګ ته يې اوبه بهېدلې، په زرګونو پوځيان به د کور شاوخوا پراته وو، د ده د ژوند هېڅ خطر نه و، خو ستالین بیا هم وېرېده، هغه ګومان کاوه چې کوم څوک ورپسې دی او وژني يې، ټوله توجه به يې د کړکۍ پر لور وه، داسې به يې انګېرله چې له کړکۍ به فير کېږي او دی به وژل کېږي! شپې د خوب پر مهال به يې څو څو وارې ځای بدلاوه، هغه نه غوښتل چې څوک پوه شي چې دقيقا چېرته ويده دی! ځکه غوښتل يې وژونکی يې په آسانۍ ونه شي وژلای! د ژوند په وروستيو کې يې خپل څو ډاکټران د جاسوسۍ په تورن تورن کړل او په دې تور يې زندانيان کړل چې د شوروي مشر ته يې د وژلو په موخه غلطې دواګانې وکړي! په ۱۹۴۸م کال کې د زړه متخصصې ډاکټرې ليديا تيماشوک کرملن ته يو ليک استولی و او په کې يې ليکلي وو چې په کومې طريقې چې ډاکټرانو د شوروي د چارواکي شيدانوف علاج کړی و، دا ورسره مخالفه ده. خو کرملن ورته توجه ونه کړه. څلور کاله وروسته د کرملن په ارشيف کې ليک وليدل شو، چې ستالين يې ډېر اندېښمن کړ. ده ګومان کاوه چې ډاکټران نه غواړي چې روغ صحت ولري. دغه وخت کې ستالين مړ شو، خو که ژوندی وای، دا ټول ډاکټران به يې وژلي وو. په ۱۹۵۳م کال کې د ستالين صحت ښه نه و. د فبرورۍ په ۲۸مې يې د شپې په کرملن کې د شوروي له نورو مشرانو سره يو فلم کوت. ستالين د خوب له پاره کوټې ته ننوت او ساتونکو ته يې خبر ورکړ چې دی له خوبه راپا نه څوي. ستالين به عموما له لسو بجو مخکې ساتونکو ته ويل چې چای وروړي، خو دا وار يې څه ونه ويل. ساتونکي اندېښمن شول، خو ورتلای نه شول، ځکه چې د ستالين له ويښولو منې شوي وو. اتلس بجې او دېرش دقيقې شوې، بيا هم د ستالين حال معلوم نه شو، بالآخره دوه ويشت بجې، يو ساتونکی دننه ورغی، ګوري چې ستالين پروت دی او بز بز کوي، کتل يې چې ساعت يې په اتلسو بجو ولاړ و، يعنې ستالين اتلس بجې غورځېدلی و. ساتونکو لوړپوړي چارواکي خبر کړل، خو هغوی نه غوښتل پر وخت کار وکړي، ځکه د ستالين له ژوندي پاتې کېدو سره علاقه من نه وو. بالآخره د مارچ په پنځمه د کوما په حالت کې مړ شو. تر اوسه معلومه نه ده چې ستالين مړ شوی او که وژل شوی. خو يو نظر دا هم دی چې ستالين غوښتل درېيمه نړيواله جګړه له امريکا سره پيل کړي، خو د شوروي نور چارواکي نه وو موافق، ځکه دوی ويلې چې هېواد يې کمزوری شوی او د نوې جګړې وړتيا نه لري، خو ستالين نه منله، نو دوی ستالين وواژه. د دې امکان هم شته، ځکه د شوروي مشران عموما مستبد خلک وو او تر هغې به پر څوکۍ ناست وو، چې مرګ به ورته راغی، نو د دوی خلف به دا کار نه خوښاوه او هڅه به يې کوله چې ځان ترې خلاص کړي.
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.