جاوېد غوربندی «اقبال اکاډمي» د علامه اقبال په اړه د ده د زوی، قاضي جاوید اقبال مقالې راټولې کړي او د کتاب په شکل يې خپرې کړي دي. يوه ليکنه يې د «He was my father» په نامه ده او د پلار په اړه يې ډېرې جالبې خبرې کړي دي. د علامه اقبال شعر، فکر او ژوند ټولو ته معلوم دی. په سلګونو کتابونه په مختلفو ژبو په کې خپاره شوي، خو د ژوند ډېر شخصي او کورنۍ برخه يې تر اوسه ډېره نه ده سپړل شوې او ډېر څه پرې نه دي ليکل شوي. ما چې د جاويد اقبال دغه ليکنه وليده، ډېره مې خوښه شوه او ومې غوښتل چې له خپلو لوستونکو سره يې لنډيز شريک کړم. جاويد اقبال ليکي: پلار مې نرم زړی و. وينو ته يې نه شو کتلای او نه يې د قربانۍ حلاله ليدلای شوه. خو ما ته به يې تل ويلې چې د قربانۍ ننداره وکړم. هغه غوښتل زما زړه کلک کړي او د قربانۍ په فلسفه مې وپوهوي. تل به يې مجلسو ته ورسره بوتلم. زه شرمېدوکی وم او تل به غلی وم؛ خو ده غوښتل چې مجلسونو کې خبرې وکړم او دی راته ګوري. زما پلا لټ و. ډېر لټ و. کله نا کله خو به ځان خپل خادم کېکاږه. سګرټ و چلم به يې ډېر څښول. شعرونه يې ډېر خوښېدل. کله نا کله به يې خپل شعرونه هم اورېدل. هغه صوفي طبعی و. د صوفيانو قبرونو ته به ډېر ورته. زه چې کوچنی وم، يو وار يې د يوه صوفي قبر ته بوتلم. د کورنۍ غړو راته ويلي وو چې ستا د پيدايښت دعا يې د ده له قبر سره کړې وه. د قبر څنګ کې کېناست او تلاوت يې پيل کړ، په ژړا شو، دومره په زوره يې ژړل چې زه يې وډار کړم. غريب سړی و، پيسې يې ډېرې نه لرلې. موږ په کرايي کور کې اوسېدو. مور به مې تل ورته ويلې چې پيسې پيدا کړه چې کور واخلو، يوه ورځ يې د کور اخيستو لپاره څو روپۍ موندلې وه. کور يې واخيست خو په درېيمه ورځ مې مور مړه شوه. پلار به مې راته ويلې چې له خپلې خور سره په نرمۍ چلند وکړم. خور ته به يې د جرمنۍ مېرمن کيسې کولې او ويل به يې چې جرمنيانې ډېرې غيرتي وي. هغه په جامو ډېرې پيسې نه لګولې او نه يې ما ته اجازه راکړې وه چې قيمتي جامې واغوندم يا په څپليو له اتو روپيو ډېرې ولګوم. راته به يې کړه چې «ته خو څه د لارډ زوی نه يې». هغه به پتلون نه خوښاوه. ما ته يې ويلې چې تل شرقي جامې واغوندم.
لمړیتوب نه په مننی
زه پری پوه نشوم چی اقبال لاهوری ضرورده که خوشحال خان، رحمان بابا، باچا خان، محمود خان اچکزی، ابن سینا، اوداسی نور ستاسو ویب پانه دقدروړده خو دانګریز بچیوته کمپاین پکی دمنلو نده تاریخی افغانستان له اموتراباسینه دیر مشران لری
لوی افغان
ښاغلی لوی افغان ستاسو له افغاني احساس نه ډيره مننه، د خوښۍ ځای دی چې موږ داسې په هیواد مین افغان ځوانان لرو. لمړیتوب ویب سایټ ټولو افغان لیکوالو ته دخپل نظر څرګندولو حق ورکړی او هر لیکوال دخپلې لیکنې مسولیت په غاړه لري، که چیرې تاسو فکر کوئ چې د خوشال بابا یا رحمان بابا او د پښتنو د نورو مشرانو دژوند، پوهې او کړنو په اړه څه ګوټونه تاسو ته معلوم دي او لا څرګند شوي نه دي، نو تاسو هم کولای شئ په دې اړه لیکنې وکړئ، موږ به یې په ورین تندي خپرې کړو. داقبال لاهوري په اړه لیکنې که ته راشو ، دلومړیتوب ویباسیټ دا کړنلاره ده چې د نورو د تجربو، لاسته راوړنو او کړنو په رابرسیره کولو او افغانانو ته د هغو په وړاندې کولو سره غواړي چې افغانان هم وکولای شي چې د خپل ژوند او هېواد په وړاندې خپل مسولیت درک، لمړیتوبونه وپيژني او لمړیتوبونو ته ارزښت ورکړي. درنښت
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.