رحیم الله ځيرک
– لیکوال : رحیم الله ځيرک : – قاموس د یوې ژبې د لغاتو زېرمه ده . د هغه ژبې د لغاتو ټوله شتمني پکې راټوله شوې وي . د یوې ژبې د لغوي پانګې د خوندي کېدو او له نورو ژبو څخه راغلو کلمو د تنظیم په موخه قاموس لیکل کیږي . سربېره پر دې که د یوې ژبې ویونکي وغواړي دویمه ژبه زده کړي ، نو په دې لړ کې تر ټولو لومړی قاموسونو ته اړتیا لري . ځکه د بلې ژبې په ستونزمنو لغاتو پوهېدل له قاموس پرته امکان نه لري . که له یوې خوا د قاموس په مرسته د لغاتو بېلابېلې معناوې څرګنديږي او د دویمې ژبې د مشکلو لغاتو په حل کې کار ورکوي ، نو له بلې خوا لغوي زېرمه هم له ورکېدو څخه ژغوري او راتلونکي نسل ته یې انتقالوي . په پښتو ژبه کې که د قاموس لیکنې تاریخي بهیر ته پاملرنه وکړو ، نو وینو چې دغه قاموس لیکنه له هېواده بهر پیل شوې ده ؛ په دې معنا چې د لومړي ځل له پاره په بهرنیو هېوادونو کې پښتو قاموسونه یا د پښتو قاموسونو مقدمات برابر شول ، چې دا کار په خپل وخت او خپل ځای کې ګټور و . له دې وروسته زموږ په هېواد او کوزه پښتونخوا کې هم ځينې قاموسونه ولیکل شول ، چې ( پښتو سیند ) ددې اثارو یو ارزښتناک او ګټور پیل ګڼل کیږي . اوس به د ځینو هغو قاموسونو لنډه پېژندنه وکړو ،چې زموږ په هېواد کې لیکل شوي او چاپ شوي دي .
۱- ریاض المحبت : د موندل شویو اثارو په لړ کې په پښتو ژبه لومړنی قاموس ګڼل کيږي . مؤلف یې نواب محبت خان د حافظ رحمت الله خان زوی دی ، چې د احمد شاه بابا په وخت کې یې ژوند کاوه . دا کتاب په ۱۲۲۰ لمریز کال لیکل شوی دی . ۲- پښتو سیند : پښتو دري قاموس دی ؛ په ۱۳۱۶ لمریز کال د کابل په عمومي مطبعه کې چاپ شوی دی . مؤلف یې ارواښاد محمد ګل خان مومند دی . دغه قاموس اووه زره لغتونه لري .
۳- پښتو مرکې : د پښتو مرکې لخوا دوه قاموسونه لیکل شوي ، چې د یو یې : ( پښتو دري قاموس او ببل یې دري پښتو قاموس ) دی . په پښتو دري قاموس کې یوولس زره لغتونه ځای شوي دي . د کتاب مؤلف یې عبدالرحمن لودین دی ؛ چې په ۱۲۰۲ لمریز کال کې د پښتو مرکې دویم مشر و .
۴- سپېڅلې پښتو : د فارسي پښتو کوچنی قاموس دی ؛ په ۱۹۴۰ م کال کې چاپ شوي دی . دغه اثر لس زره لغتونه لري . د هر فارسي لغت له پاره څو پښتو لغتونه راوړل شوي دي . د کتاب لیکونکی یې ښاغلی حبیب او لعل محمد کارګر دی ، دا قاموس په کندهار کې چاپ شوی دی .
۵- لس زره لغات : پښتو –فارسي قاموس دی ؛ چې لس زره لغتونه پکې ځای شوي دي د کتاب لیکونکی یې اعظم ایازی دی او چاپ یې په ۱۳۲۰ لمریز کال کې تر سره شوی .
۶- پښتو اردو قاموس : ددغه قاموس مؤلف سید راحت زاخیلي دی . په قاموس کې لس زره لغتونه راټول شوي دي . د لغاتو اوډون یې د الفبا په ترتیب په اردو ژبې سره شوی دی . دا کتاب په پېښور کې چاب شوی دی .
۷- افغان قاموس : پښتو – فارسی قاموس دی ، په ۱۳۳۱ هـ ش کال په دوو ټوکونو کې خپور شوی . دغه قاموس د محمد ګل نوري دی او دپښتو ټولنې د لغاتو د څانګې د غړو له خوا راټول شوی او څلوېښت زره لغتونه لري .
۸- د افغان قاموس : د افغان قاموس ترسرلیک لاندې یو بل ( دري – پښتو ) قاموس دی ، چې په دریو ټوکونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپور شوی دی ،چې لومړی ټوک یې په ۱۳۳۵ هـ ش کال له چاپه راوتلی دی . دویم ټوک یې د لومړي توک په تعقیب لیکل شوی او همدارنګه درېیم ټوم هم و،چې لیکوال یې عبدالله افغاني نویس دی . د پښتو ټولنې یوشمېر پوهانو یې هم په کتنه او کره کولو کې برخه احیستې ده ، ددې قاموس درط واړه ټوکونو د لغاتو شمېر د ( ۱۹۰۰۰ ) په شاوخوا کې اټکل کېدای شي .
۹- پښتو قاموس : دا قاموس په دوو ټوکونو کې د پښتو ټولنې له خوا په دولتي مطبعه کې چاپ شوی دی . په قاموس کې هر لغات په دري ژبه معنا شوی او بیا په پښتو جملو کې استعمال او جمله یې هم په دري ژبه ترجمه شوې ده . دويم ټوک یې هم د لومړي ټوک په تعقیب لیکل شوی چاپ یې په ۱۳۳۲ هجري کال کې سرته رسېدلی دی . ددواړو ټوکونو د لغاتو شمېر یې د ( ۴۰۰۰۰ ) په شاوخوا کې اټکل کېدای شي . د قاموس مؤلف یو تن نه دی ، بلکې د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې له خوا په ګډه لیکل شوی دی .
۱۰ – پښتو – دري لنډ قاموس او فرهنګ مختصر دري – پښتو : دا دواړه قاموسونه د ( ۱۳۸۴ ) لمریز کال په ژمي کې هم مهاله له چاپه راوتلي . د چاپ چارې یې د ازادۍ په مطبعه کې تر سره شوې دي . پښتو دري لنډ قاموس په لیکلو کې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د پښتو ژبې او ادبیاتو د انسټيټیوټ پوهانو او څېړونکو برخه اخیستې ده . دغه قاموس د ښوونځیو زده کوونکو او هم د پښتو ژبې له بهرنیو مینه والو سره د پښتو ژبې په زده کړه کې پوره مرسته کولای شي . په دغه قاموس کې ( ۴۵۶۶ ) پښتو لغاتونه په دري ژبه معنا شوي او هم یې ګرامري خصوصیات ښوول شوي دي . فرهنګ مختصر دري – پښتو ، په لیکلو کې ددري ژبې او ادب انسټیټیوټ غړو برخه اخیستې ده . په دې قاموس کې هم هماغه لار تعقیب شوې . دري لغات یې لومړی په فونیمکه بڼه لیکلي او بیا په پښتو معنا شوي دي .
۱۱- پښتو – پښتو تشریحي قاموس : ددې قاموس د لیکلو لومړنۍ چارې اصلا د وخت د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې له خوا پیل شوې وې . په اوسنۍ بڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ له تاسیس نه وروسته ، د ژبو او ادبیاتو د مرکز د ژبپوهنې څانګې دغه سلسله پسې تعقیب او تر ( ۱۳۶۵ ) لمریز کال پورې ددې قاموس څلور ټوکونه یو په بل پسې له چاپه راو وېستل . د ځينو لغاتو له پاره مختلف لهجوي تلفظونه او نترادفات راغلي دي او ځینې لغتونه په لنډو لنډو جملو کې شرحه شوي دي . داقاموس په پنځو ټوکونو کې ترتیب شوی دی . دټولو ټوکونو د لغتونو شمېر یې تقریبا پنځه پنځوس زرو ته رسیږي . ددې قاموس څلور ټوکونه چاپ او پنځم ټوک یې د ځینو ستونزو له امله له چاپه پاتې شوی دی . پښتو – پښتو تشریحي قاموس په لیکلو کې له بېلابېلو قاموسونو څخه ګټه اخیستل شوې ده .
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.