ليکنه: ارش ننګيال
خپل ماشومان کله، کله د کور له انګړه بهر کړئ.
امتحان یې کړئ، مخکې له دې چې ماشومان مو پارک، ژوبڼ او یا هم بل د سیل او تفریح ځای ته بوزئ، د ماشوم د مالوماتو، پوښتنو، لید، فکر او د ذهن پراختيا ځان ته مالومه کړئ او کله چې له یادو ځایونو بېرته خپل کورته راغلئ، بیا یې و ازمویئ.
له ازموینې وروسته به حیران شئ او له ځانه سره به خامخا پرېکړه وکړئ چې که هره ورځ نه وي نو اونۍ کې یوه ورځ خپل ماشومان سیل او سیاحت ته بیایئ.
د ماشومانو سترګې ټوله ورځ لکه د کامرې په شانتې فلم برداري کوي، هغه څه زده کوي چې ګوري یې، یانې تر اورېدو له لېدو ډېر څه زده کوي او ژر یې زده کوي.
نو د دې لپاره چې ستاسو د ماشومانو د ذهن او پوهې ارشیف کې ډېر او بېلابېل مالومات لا زیات شي باید چې دوی کله، کله له کوره بهر د چکر او سیل لپاره بوزئ. د دې له پاره چې که غواړئ چې ماشومان مو روښانه ذهن ولري او له ټولنې او وګړو سره لا ښه اشنا شي، له کوره بهر دنیا وپېژني نو له خپلو ماشومانو سره یو ځای پارک یا بل د سيل ځای ته لاړ شئ.
مخکې له تګ نه له ځانه سره ژمنه وکړئ چې د ماشومانو هرې پوښتنې ته به سم ځواب وايئ، ازادي به ورکوئ چې خپل ماشومتوب وکړي او له ماشومانو سره به په لوبو کې برخه هم اخلئ.
کېدای شي چې د چکر پر مهال تاسو د ماشومانو د پوښتنو له باران سره مخامخ شئ، پوښتنې یې بې ځوابه مه پرېږدئ. داسې لوبې جوړې کړئ چې ډېر کسان په کې برخه ولري. تاسو هم د ماشومانو په لوبو کې برخه واخلئ خو له خپل مشروالي نه هېڅ کله استفاده مه کوئ. ماشومانو ته وخت ورکړئ چې لوبه وګټي، بایلوي، ستړي شي او دمه وکړي.
ماشومان به دا شېبې هېڅ کله هم هېرې نه کړي، ماشومانو ته به لکه انرژي د لا ډېرې زده کړې قوت ورکړي.
ماشومانو ته ورخت ورکړئ چې له نورو پردیو ماشومانو سره لوبې وکړي، هغوی په لوبو کې شریک کړي، د لوبو توکي، خواړه او اوبه ورسره شریک کړي ځکه چې همدا ماشومان د ټولنې یوه برخه دي، باید چې ټولنه وپېژني او ټولنیز شي.
په لوبو کې وار، بایلول، ګټل، بل ته احترام، نورو ته وخت ورکول او په ټوله کې د چېرته تللو ټول قوانین ورته زده کړئ، څو پورې پوی شي چې کور، ښوونځی، پارک، ژوبڼ هر ځای او هر څه کې قانون او اصول شته چې دوی یې باید او ضرور مراعات کړي.
کله چې له بهر نه کور ته راغلئ نو ماشومانو ته اجازه ورکړئ هغه څه یې چې لېدلي او هغه څه یې چې ترسره کړي او احساس کړي د کورنۍ غړو ته یې کیسه وکړي.
نو ښه به دا وي چې له همدې راتلونکې اونۍ نه د چېرته تللو لپاره پلان جوړ کړئ.
په درنښت
لیکوال آرش ننګیال د ارواپوهنې، د ماشومانو د روزنې او ټولنیزو مسایلو په هکله لیکنې او ښکلې ژباړې کوي، چې تاسې یې په لومړيتوب کې ټولې علمي لیکنې او ژباړې لوستلای شئ. لاندې آثار یې چاپ شوي. ۱ـ ولسمشر ما وژلی، پولیسي ناول، ۲ـ ګټوره روزنه، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ارواپوهنه/ ژباړه، ۳ـ شيبه، د لنډو کیسو لومړۍ ټولګه ۴ـ ښوونیزې راډیويي خپرونې ۵ـ مجسمه، د لنډو کیسو دوهمه ټولګه ۶ـ راشئ چې هوا وکوو/ د ماشومانو او تنیکو ځوانانو لپاره ښوونیز ناول
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.