ژوندلیکونه
– لومړيتوب وېبپاڼه په پام کې لري چې د افغان ليکوالانو ژوندليکونه راټول او خپاره کړي. دا ژوندليکونه به له خپرېدو وروسته له پرمختګونو سره وخت پر وخت تازه کېدای شي. دا کار به له يوه لوري د دې لامل شي چې افغانان له د خپلو ليکوالانو له ژوند، لاسته راوړنو او څېرو سره ډېر آشنا شي او له بل لوري به مو د هغوی د ژوندليکونو د خونديتوب او د اړتيا پر مهال د يوه ښې سرچينې په توګه ګام پورته کړی وي.. په همدې لړ کې له تاسې ښاغلي په درنښت هيله کوو چې که شونې وي؛ خپل بشپړژوندليک او يو انځور موږ ته راولېږئ. له خپرېدو وروسته به تاسې ته خبر درکړو. درنښت د لومړيتوب اداره
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
سلامونه ښه فکر او ښه اقدام دی خو طریقه یې مناسبه نه ده. مناسبه طریقه به يې زما په اند داوي: چي تاسي د خبرتیا سره سره پښتنو لیکوالانو ته د برېښنالیک او فیسبوک له لاري ورته یو لیک ولېږئ او له لیکوالو څخه مشخصه غوښتنه وکړئ څو تاسي ته ژوند لیکونه ولېږې. درنښت
خلیل جمال صیب، د نظر له شریکولو څخه مو مننه، لومړيتوب ویب سایټ د هغه تشو د ډکولو لپاره چې لوستونکي نشي کولای خپل لیکوالان په انټرنیټ پیدا کړي او یا یې په اړه معلومات تر لاسه کړي، دا هڅه پیل کړې. د افغان لیکوالو لپاره داسې ځای موږ ونشو موندلای، چې ستاسې له نظر سره سم ټولو ته برېښنالیک واستوو. که تاسې په دې لاره کې مرسته کولای شئ، هیله ده، مرسته مو ونه سپموئ. او یا هم له خپلو ملګرو لیکوالو سره دا خبرتیا شریکه کړئ.
سلامونه او درنښت،
زه هم د ښاغلي خلیل جمال د تبصرې هم نظره یم، خو فکر کړم چې دا به تر اوسه شونې نه وي چې کوم ځای کې د پښتنو لیکوالو بریښنالیک ګروپ وي او یا دې په فیسبوک کې دوی یو ګروپ ولري. زه شخصا د لومړيتوب ددې ستر ګام د اخیستلو او د افغان لیکوالو لپاره دداسې علمي تم ځای د نوښت څخه مننه کوم.
د لومړیتوب د بریښناپاڼې درنو چلوونکو سلامونه مې و منی ډېر خوشحاله یم چې ستاسو ښکلې برېښناپاڼه په لیکه شوه، ښکلي مطالب او په زړه پورې څانګې لري او ستاسو مثبت لیدلوری مې تر ټولو خوښ شو. موږ مو ملګري یو، بریا مو غواړم
مننه ګل آغا احمدي وردګ
دروند احمدي صیب،
علیکم سلام او ډېره مننه، چې لومړيتوب ویب سایټ مو خوښ شو. د لومړيتوب اداره ویاړي، چې د هېواد ټول علمي او فرهنګي شخصیتونه، د یوه ځانګړې علمي او څېړنیزې ویبسایټ له لارې سره ټولوي او د افغان ولس د علمي قوې د پیاوړتیا لپاره هڅه او هاند کوي. لومړيتوب لکه څنګه چې یې له نوم څخه څرګندېږي، د علمي او څېړنیزو شننو په مټ غواړي د افغان ولس د لومړيتوبونو په ټاکلو کې ستاسو په شان علمي او قلمي ملګرو په مرسته خپل هېوادنی رسالت ادا کړي، او د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې خپلو هېوادوالو ته له سیاسي او جکړه ایزو لانجو ور هاخوا علمي او ښوونیزې دریڅې پرانیزي. دغې موخې ته د رسیدو لپاره موږ ستاسو علمي او ښوونیز ملاتړ ته اړتیا لرو. په ملګرتیا مو ویاړو.
ټولو دوستانو ته نېکې هېلي . که لومړېتوب پاڼه له نورو پاڼو سره پرتله کړو ښاي د موضوعاتو له اړخه زیات توپیر ولري . زیات موضوعات د زیاتو لیکنو او زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو سبب ګرځي . همدارنګه د ښو همکارانو په درلودلو سره لومړیتوب وېبپاڼه ډېر ارزښتمنه ده . په درنښت ظاهر خان حقپرست
د لومړیتوب ویب پاڼې ښاغلیو چلونکو ته سلامونه او نیکې هیلې که د خپلو تخنیکی امکاناتو په اساس وکولای شی چې د یوه لیکوال ټولې لیکنې د هغه نوم او ژوند لیک سره لینک شي د لوستونکو سره به زیاته همکاري وي درنښت
ښاغلی سید حبیب، علیکم سلام او مننه له دې چې خپل نظر مو راسره شریک کړ، لومړيتوب ویب سایټ کې د درنو لیکوالو لپاره ځانګړي اکونټونه په نظر کې نیول شوي چې د لیکوال ټولې لیکنې هغه اکونټ ته تړل کېږي. او همدا ډول د سایټ د چټک پلټونکي په مرسته لوستونکي کولای شي چې په سایټ کې هر ډول لیکنه، متن او یا کلمه وپلټي. د بیلګې په ډول کېدای شي تاسې دا لاندې ټرونی پرانیزئ او د لومړيتوب د لیکوالانو ځانګړې پاڼه وګورئ. http://lomritob.com/archives/author/g-rahman_rahmani
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.