کور پاڼه ځانګړې لیکنې او پیغامونه که ته خبریال یې او عام خلک په اسانه نظر نه درکوي، نو څه کول پکار دي؟

که ته خبریال یې او عام خلک په اسانه نظر نه درکوي، نو څه کول پکار دي؟

0 ثانیې لوستل شوې
0
454

لیکنه: نصرت لله تسل

په افغاني ټولنه کې د ژونالېست لپاره کاري ډګر کې ځینې وخت یوه ستونزه دا هم وي، چې عام خلک په اسانۍ سره نظر نه ورکوي.

ځینې به وايي، ما کله هم رسنیو سره خبرې نه دي، بله ډله به خاندي چې د مایک/کمرې پر وړاندې خبرې نه شم کولی، یو څوک به درته ووايي، چې خلک به راپورې وخاندي، ځینې ځان ناګاره کړي، چې ګواکې بیخي پرې پوهیږم نه، خو که خبریال ته بل څوک اخته شي، دی ورته د نقل ورکولو په بڼه خبرې ورښيي.

کیدای شي، یو لامل به یې دا وي، چې دلته د ژورنالېزم په ارزښت د پوهاوي کچه ټیټه وي او یا خلک بې پامي کوي، نه غواړي چې هر څه کې داخل شي.

که په سیاسي او لنجمنو مسایلو کې د عوامو غږ اخیستل غواړو، دلته دوی له ویرې نه غواړي، چې هغه مسایلو کې ځان داخل کړي، چې سبا ورته ستونزې جوړې شي. که څه هم زموږ ګرد چاپیره سیاسي او ټولنیز مسایل پر مونږ خامخا غېز کوي او په هغې کې د شامیلدو حق لرو، ځکه د همدې خلکو له ډلې یو، خو ځینې داسې انګیري، چې دوی پرې کار نه لري.

ولس، سیاسیون، ادارې …. او چارواکي د همدې خلکو د نظریو پر بنسټ جوړ شویو راپرونو او خپرونو په اوریدو پالیسۍ جوړوي، اهداف ټاکي او د ژوند د ښه کیدو په اړه یې رغنیزې چارې پیلوي.

د ولس خبرو زموږ لپاره اړینې دي، ان ژورنالېزم پرې چلیږي. د ژورنالیزم پوهان د خلکو دا ډول خبرو ته واکسپاپ وايي، چې کوڅه، سرک، پارک او کوم بل ځای له خلکو ثبتیږي.

که مسول چارواکی نظر را نه کړي، نو زموږ کارروان دی، خو کیدای شي هغه خراب شي، ځکه انکار یې په فساد کې د ښکیلتیا شکونه کموي نه، بلکې ډیروي یې.

ولې که د خلکو نظرونه و نه لرو، راپورونه مو نیمګړي حسابيږي، له امله یې رسنۍ او مونږ د خلکو پر وړاندې شته باور بایلو او ژورنالېزم کې باور داسې حسابیږي، لکه د مسلمان لپاره ایمان.

کله چې رسنۍ په ښکاره د سیاسیون او ډلو پلوي کوي، نو د خلکو پرې باور کمیږي او ورسره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي، مانا دا چې دلته د باور خبره ښه صدق کوي.

کله چې نوي خبریالان مرکې کوې نو له دا ډول ستونزو سره مخامخ کیږي. تیره ورځ مې د نکریزو په اړه فرهنګي راپور کاوه، درېیو او څلورو دوکانونو ته ودریدم، چې که دوی پنځه دقیقې مرکه ورکړي، خو ډیرو یې زړه ښه نه کړ، ما فکر کاوه، چې دوی به قصدي نه غواړي چې د خبریال سره د خبرو له امله یې دوه یا درې مشتریان له لاسه وځي، خو وروسته پوی شوم، چې دوی د مایک پر وړاندې خبرې غټ کار باله او زړه یې نه شو ښه کولی.

په همدې اړه مې له ځینې خبریالانو انډیوالانو سره خبرې وکړې، چې دوی په کومو هنرونو له خلکو غږونه اخلي، بیلا بیلې کیسې مې واوریدې.

ځینې ویل، چې دوی له مرکه کیدونکې سره ښه روغبړ کوي، ځان ورپیژني، مقابل اړخ ته د پیژنګلوۍ وخت ورکوي، ځان د یوه ملګري غوندې ور نږدې کوي، چې بلاخره مرکه کیدونکی ورته غږول پیلوي.

یو ملګري مې وویل، چې د مرکه کیدونکې د ژوند او زده کړو غوندې خبرې ورسره کوي، تر څو هغه ووايي، چې خبریال له ما لوړ نه دی، چې په دې سره هغوی د کمترۍ احساس نه کوي او سملاسي پوښتنې ور ځوابوي.

یو هنر دا هم دی، چې د شته ستونزې ټول اړخونه او پر ټولنه اغیزې ور ښییو، کدای شي زړه یې وسوزي او خبرې پرې وکړي، د دوی د نظر ارزښت ورته څرګنوو.

دا ورته وایو، چې ستاسې ستوزه له مسولو ادارو او چارواکو سره شریکوو، که خدای یې در حل کړي، په دې حالت کې هم دوی ښې خبرې کوي.

که فرهنګي سوژه وي، په کلتوري ارزښت یې لږ ورته تم کیږو، نو دوی هم د خبرو کولو زړه ښه کوی شي.

کیدای شي، د دوی د نظر ارزښت ورته ووایو، بیا دوی ښه پوهیږي، چې خبرې رښتیا هم قیمتي دي.

یو ملګري مې ویل، چې غږ ویونکې ته وایم، چې نظر دې څو وارې راته تکرار کړه، چې کله یې خوند درکړ، راته ووایه چې اوس یې ثبتوو. که وخت لری، دا هم ښه لار ده.

ځینې د مرکې پر مهال ورته وايي، چې داسې وګڼه چې زه مو ملګری یم، نو نظر ورکونکی ځان ارام احساسوي.

کله کله یو کس درته وايي، چې زه تر اوسه خبریال سره نه یم غږیدلی، نو ته ورته وایه، چې افرین نن خبرې کوو، چې راتلونکې ته عادت شې، ته به ترڅو وايې چې ما خبرې نه دي کړي، کیدای شي د طوطي غوندې وغږیږي، که له مرکې وروسته ورته ووایو، چې خبرې کول سخت دي؟

طبیعي ده، چې هغه وايي، نه نه سخت نه دي، خوند هم کوي.

کله چې د دوی د خبرو د اغېز په اړه ورته وایو، داسې نه ویل نه دي پکار، چې تر سبا به ستاسې د خبرو سره سم چارواکی لرې کړی شي، یا به ډیر ژر ستر بدلون ووینی، که مو دروغ ورته وویل، نو د ژورنالېزم اخلاق مو تر پښو لاندې کړل، چې دا د مسلک سپکاوی دی.

وروستی ټکی یې دا را اخلو، چې واکسپاس ورکوونکې ته خبرې نه ښییو چې دا، دا، یا دا ووایه، ځکه دا هم د ژورنالېزم اخلاقو نا درناوی دی.

یو بل پخوانی خبریال ملګری په دې نظر دی، چې د ژورنالېست لپاره د اړیکو جوړولو او مهارت اړین دی، نو پکار ده، چې له مرکې مخکې د هغوی زړه تر لاسه کړو.

کیدای شي، هر خبریال ځان له هنرونه ولري، خو دې ډګر ته د نوې راغلو ځوانانو لپاره اړینه ده، چې د همدې لارې له پخو لارویو مشورې واخلي.

درنښت

 

د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې د فورم له لارې رالېږي.
د لیکنې د رالېږلو لپاره لاندې د کور ? نښه کېباسئ.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  لومړيتوب
په دې برخه کې نور مطالب ځانګړې لیکنې او پیغامونه

کېدای شي دا هم ولولې

ځوان پاتې شئ!

ليکنه: شبیر احمد همدرد هر څوک غواړي چې ځوان پاتې شي خو د ټول عمر لپاره نا ممکن دی چې یو څو…