لیکنه: عیدمرجان چمتو

ژورنالیزم هغه پاک مسلک دی چې  خلکو ته د سالمې لارښونې، سالمې اطلاع ورکونې، د چارواکو د کارونو څارنې، د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن له منځه وړنې، د خلکو ستونزې چارواکو ته رسونې او خلکو ته دسالمې تفریح برابرونې لپاره په ۱۶ میلادې پیړۍ کې د مطبوعاتو(چاپیزو) په بڼه په ایټالیا کې را څرګند شو. ژورنالیزم  مختلف مراحل طی کړي دي. لومړني واقعي او د حقیقت سپړونکي ــ ژورنالیستان د وخت د حاکمو حکمرانانو او پاچاهانو له خوا ربړیدلي، وهل ټکول شوي او زندانیان شوي دي. او ځینې یې د حق د پلټنې لپاره قربان شوي دي ژوندی مثال یې محی الدین آنیس ښودلی شو چې د وخت د زورواکو او جابرو اشخاصو لخوا داسې لاړ چې د خښیدو ځای یې هم معلوم نه شو، برعکس بیا هغه ژورنالیستان چې دربري ژورنالیستان، د اشخاصو ژورنالیستان، محافظه کاره ژورنالیستان یې بللی شو پخپل ژوند کې په حقیفتونو سترګې پټې کړي او دوو روپیو او یو څه نورو امتیازاتو ته یې غوږ ګرولی دی. لکه څنګه چې پورته ذکر شول د ژورنالیزم او ژورنالیست اساسي دندې خلکو ته سالمه اطلاع ورکول، لارښونه یا ښه ذهن جوړول، د چارواکو له کارونو څارنه او سالمه تفریح براربرول دي.

دې پورتنیو اصلونو ته په کتو سره کولی شو ووایو چې زموږ نن را پاتې ژورنالیزم په افغانستان کې په ځانګړي ډول ځینې برقي رسنۍ ( راډیو او تلویزیون) داسې خپرونې کوي چې زموږ د دین او کلتور سره په پراخ ډول په ټکر کې دي، د دې پر ځای چې خلکو ته سمه لارښونه وکړي او د دوی ذهنیت سم ورجوړ کړي د خرافاتو فحشاء، بې حیایۍ او د بدو کړنو لپاره د دوی لیوالتیا راپراوي، افغانستان ته د امریکایانو په راتګ سره د بیان او ژورنالیزم ازادي راغله، په لسګونو تلویزیونونه او د اف ام راډیو ګانې جوړې شوي، تلویزیون  ترکي، هندي او کولمبیایي سیریالونو ته مخه کړه جې د هغوی کلتور دین مذهب او عقیده له موږ سره خورا توپیر لري، البته ترکیه هیواد مسلمان خو له هغو سریالونو چې له طلوع لمر او ځینو نورو چنلونو څخه خپریږي او خلک یې په خورا لیوالتیا سره ګوري او اوري په پراخ ډول ورڅخه فحشا‌‌ء او بد اخلاقي  خپریږي او زموږ دا پاکه او مسلمانه ټولنه خرابوي په ځانګړي ډول دا ډول ډرامې او اسریالونه زموږ د ځوان نسل په ذهن او راتلونکې ژور اغیز کوي. بلخوا هغه اف ام راډیوګانې چې د امریکایانو د لاس محصول را پاتې دي، ډیر وختونه سندرو ته ځانګړی کړی، سندرې موسیقي ځینې ادبي خپرونې چې د راډیو او تلویزیون مدیران او کارمندان یې خلکو ته تفریح برابرول بولي، په حقیقت کې  غیر سالمه تفریح، غیرې سالمې ادبې خپرونې، زموږ د ځوانانو خویندو او ماشومانو د ذهن او وخت خرابوونګې دي. داسې یوه غږیزه رسنۍ چې سهار پیل شي ۳۰ دقیقي د قران کریم تلاوت او ورپسې سندرې سندرې او سندرې (څوک له کومه ځایه د چا سندره غواړې)، اصلا دا نه ژورنالیزم دی اونه د سالمې تفریح برابرول، د دې  عمده دلیل دا دی چې داسې اشخاص په دې اف ام راډیو ګانو کې د امریکایانو د وخت د مدیرانو لخوا د دې لپاره په کار ګمارل شي وو چې ځه په کمو پیسو اویا هم په هیڅ راسره کار کوي. چې د پوهې، سواد او دتعلیم د درجې سطحه یې بیخي کمزورې ده او ځان ته خبریال ژورنالیست او رپورټر هم وایي نور به د ژورنالیست په لغوي معنا هم نه پوهیږي . ځینې رسنۍ دځینو نورو نه بیا یو څه ژورنالیستیک ډکر ته نږدې دي، اطلاعي خپرونې لري همدرنګه د روغتیا، پولنیزې، سیاسي او کلتوري، دا ځکه چې مدیران او کارمندان یې مسلکي او له ژورنالیزم څخه خبر خلک دي.   او د زموږ ګران هیواد د مطبوعاتو(چاپیزو)  برخه تر ډیره ښه ده، که څه هم د نړۍ د نورو هیوادنو د مطبوعاتو سره یې نه شو پرتله کولای خو هر څه په امکاناتو ښه اقتصاد او لوړه زده کړه کیږي یاد  شیانو ته د مطبوعاتو برخه هم اړتیا لري، د هیواد د وګړو د پوهې او تعلیم کچه هم توپیر کوي . په رسنیو کې د اصلاح راوستو لپاره هغو ژورنالیستانو ته اړتیا ده چې مسلکې تجربه لرونکې د حقیقت څرګندونکي او د ټینګې عقیدې لرونکي وي. زموږ د مطبوعاتو د برخې استاد به دغه درې شیان موږ ته ډیر یادول چې تاسو به د عقیدې، ملي ګټو او کلتور ساتونکي وئ. ویلی شم چې د دې پدیدو د پرځای کولو لپاره ماهرو مسلکي، فعالو او د ښې عقیدې لرونکو ژورنالیستانو ته اړتیا ده. که چیرته د یوې رسنۍ مدیر خپله ښه خوی، ښه پوهه او ښې کړنې ونه لري نو څنګه به نورو ته  ښه لارښونه وکړي څنګه به خلک له فساده وژغوري او څنګه به ښه کارمندان په دنده وګماري. ټولې رسنۍ یو ډول نه ارزوو.

    

  • اولاد ته د ادم ع څو وصیتونه

    ژباړه او راټولونه: عیدمرجان چمتو هرکله چې ادم (ع) د زرو کالو شو یوه ورځ یې شیث (ع) او د هغ…
نور ورته مطالب
  • ازموينه او چټکه مطالعه

    ليکنه: محمد جواد مصباح دا چې یو ځل بيا کلنۍ ازموينې رانژدې دي زه يو شمير زده کوونکي او زده…
  • کرکټرایزشن او بدلون

    لیکنه: هارون سمون د کرکټرایزشن ارواپوهینز اړخ لوی مبحث دی، موږ یې دلته ضمني راخلو او هڅه ک…
  • ژوند، ټاکنه او لیدلوری

    لیکنه: نورمحمد فرحت موږ هیڅ نه پوهیږو چې راتلوونکي نابغه، ولسمشر، میلیاردر،… به څوک …
نور ورته مطالب له:  لومړيتـوب
په دې برخه کې نور مطالب ټولنپوهنه

کېدای شي دا هم ولولې

ازموينه او چټکه مطالعه

ليکنه: محمد جواد مصباح دا چې یو ځل بيا کلنۍ ازموينې رانژدې دي زه يو شمير زده کوونکي او زده…