کور پاڼه چاپېريال څنګه کولائ شو چې خپل چاپیریال پاک وساتو

څنګه کولائ شو چې خپل چاپیریال پاک وساتو

0 ثانیې لوستل شوې
0
466

لیکنه: انجینر تهذیب الله مهذب
هرڅه چي الله رب العزت دي فاني دنیا ته راوړي په هر فرد او وګړي باندي یئ دساتلو امر هم شوی دی.ځکه دالله ج دمخلوقاتو ساتل په الله تعالي دایمان راوړلو یوه برخه شمیرل کیږي.او موږ باید دالله تعالی ټول مخلوقات وساتو چي حرمت یئ حفظ شي. نه یواځي داچي دچاپیریال پاک ساتل په دولتي چارواکو او مشخصو اشخاصو پوري اړه لري بلکي دټولني هر فرد او وګړی په دي مکلف دی چي چاپیریال پاک وساتي او خپل اسلامي او انساني وجیبه آدا کړي.
اسلام مبین دین تل خلکو ته دا حکم کوي چي تاسو خپل ځانونه او خپل چاپیریال پاک وساتئ تر څو د ډول ډول روغتايی ستونزو څخه بچ شئ.
داسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمایی:
ژباړه: دلاري څخه چټلي’پلیتي او هر مضر شی لري کول صدقه ده.
موږ باید دخپل چاپیریال ساتني په موخه زیات تدابیر په پام کي ونیسو’ که په ټولنه کي څوک وغواړي دغه تدابیر ډیر اسانه دې.
چاپیریال ساتنه زموږ دراتلونکي ژوند لپاره او د راتلونکو نسلونو لپاره په حقیقت کي یو تضمین دی.
نو ددغي تضمین دحقیقت دپوره کولو لپاره باید هلي ځلي وکړو تر څو دراتلونکو نسلونو دمسؤلیت د پوښتني لاندي رانه شو.
دپاک چاپیریال دساتلو لپاره لاندي څو مهمو ټکو ته پاملرنه وشي.
(1) دخپلو سیمو دځنګلونو سره ناوړه چلند ونکړو
(2) دښار او دکلیو ونې پري نه کړو او پر ځايی نور نیالګي کښینوؤ
(3) دښار په شنو ساحو کي سوداګریزو آبادیو ته اجازه ورنکړو
(4) ددولت دښاروالۍ چارواکي باید هټۍ وال ديته مجبور کړي چي ددوکانونو مخي ته دښه چاپیریال لپاره یو یو نیالګی کښینوي
(5) دمیډیا دلاري خلک دچاپیریال له ګټو څخه خبر شي
(6) ټول نقلیه وسایط له تخنیکي لحاظه معیار وي
(7) دولت باید په هیواد کي دخلکو لپاره بريښنا جوړه کړي تر څو خپل ضروریات د بریښنا د لاري رفعه کړي او په چاپیریال کي د سوځیدونکو توکو کچه کمه شي
(8) ترافیکي اداري هغه نقلیه وسایطو ته د ګرځیدو اجازه ورنکړي چي ماشینونه یی زاړه او له کاره لویدلي وي.
(9)د سړکونو او لویو لارو قیر کول.
(10)دښاروالیو په کار کې کیفي ښه والی راوستل.
(11)دچاپیریال ساتنې د اداري د ټولو تصویبونو عملي کول.
(12) روغتیایی پروګرامونه په لاره واچول شي تر څو خلک د ناپاک چاپیریال د روغتیایی ضررونو څخه خبر شي.
دا او ځیني نورې مهمي چاري د یو ښه چاپیریال په رامنځ ته کولو کي اړین دې’ چي په عملي کیدو سره به یي په راتلونکي کي د یو ښه او صحت مند چاپیریال برخمن شو.

د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې د فورم له لارې رالېږي.
د لیکنې د رالېږلو لپاره لاندې د کور ? نښه کېباسئ.

  • غږیزه یا د شورماشور ککړتیا

    ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب یوه لویه ستونزه چې اوسنۍ نړۍ او د بشر ژوند یې د ګواښ سره مخا…
  • چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

    لیکنه: تهذیب الله مهذب که د یو پلوه پاکوالی د ایمان یوه برخه ده،نو له بلې خوا بیا پاک چاپی…
  • افغانستان کې ککړه هوا تر جګړي ډیر انسانان وژني

    افغانستان کې ککړه هوا تر جګړي ډیر انسانان وژني: لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب پرته له شکه پ…
  • د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره

    ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب چاپیریال دالله تعالی مخلوق دی زموږ شاوخوا ټول موجودات چاپیری…
  • دکونړ طبیعي زیرمي د ورکیدو په حال کې دي

    لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب کونړ ولایت چې د افغانستان له لرغونو ولایتونو څخه یو غرنی ولای…
  • د نفوسو زیاتوالی او په چاپیریال یې اغیزې

    لیکنه: تهذیب الله مهذب دنفوسو زیاتوالی او په چاپیریال یې اغیزي: که د یوه ژوندي موجود شمیره…
  • د طبیــعو منابــعو ارزښــت

    لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب طبیعي زېرمې د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لویه وسیله ده چې…
  • ځنګلونه او د هغو ارزښت

    لیـــکنه:انجینر تهذیب الله مهذب د لایزال رب د سترو نعمتونو او طبیعي منابعو څخه یو هم ځنګلو…
  • تهذیب الله مهذب

    تهذیب الله مهذب یم د مولوي عبدالحکیم ځوي په کال 1372 ه ل کې دکونړ ولایت د مرکز اسعداباد دم…
  • اوبه،هوا،او خاوره=ژوند

    لیکنه: تهذیب الله مهذب دا یو څرګند او روښانه حقیقت دی چې لایزال رب په خپل کمال،حکمت او بلا…
نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  لومړيتوب
په دې برخه کې نور مطالب چاپېريال

کېدای شي دا هم ولولې

ځوان پاتې شئ!

ليکنه: شبیر احمد همدرد هر څوک غواړي چې ځوان پاتې شي خو د ټول عمر لپاره نا ممکن دی چې یو څو…