لیکنه: محمد حبیب حبیبي

( هُنَّ لِبَاسُ لَکُم وَ اَنتُم لِبَاسٌ لَهُنَّ ) الآیه .
ښځه متاع ده پیغمبر ویلی                     صالحه ښځه ښه متاع وګنه
ظاهری حسن اعتبار نلري                       دغه خبره او دا وینا ومنه(ادیب )
. درنو او قدرمنو ! که قرآنی آیتونو او نبوي احادیثو ته ځیر شو په ډاګه ښکاري چې مومنانو ته په ازدواج او زمونږ په اصطلاح په واده ترغیب ورکړل شوی دی َ، الله تعالی کورنیو ته د دستور ورکوي چې ناواده کړل شوي ځوانانو او پېغلو ته ودونه وکړي . الله جل جلاله فرمایی : ( وَاَنْکِحُوْا الاَیَامَا مِنْکُم ) الآیه . یعنې خپلو ناوده شوو څوانانو او پیغلو ته ودونه وکړئ . او حتی مومنانو ته تر څلورو ودونو پورې د نکاح ترغیب او اجازت شوی دی . الله تعالی فرمایی : ( فَانْکِحُوا مَا طَابَ لَکُمْ مِنَ النِّسَا مَثْنَی وَ ثَلَاثَ وَ رُبَاع ) الآیه . او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : ( اَلنِّکَاحُ مِنْ سُنَّتِیْ فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِیْ فَلَیْسَ مِنِّیْ ) الحدیث . یعنې : نکاح او واده زما طریقه ده او څوک ترې بیزاری ښیي زما له امت څخه ندی .
خوافسوس چې نن موږدا کار ندی کړی بلکه ټول کارونه مو داسلامي شریعت مخالف دي .او نن ځکه له زیاتو ستونزو سره مخ یو چې هر ورځ اورو  پیغلی مو تښتی او ځوانان مو په نورو ناوړه اعمالو باندی بوخت دی او علت یې همدا دی چې موږ د دین داحکامو مخالفت کړی دی.
“اسلام ښځې ته هغه حقوق ورکړی چی دنړی هیڅ قانون او دین ندی ورکړی خو زموږدپښتنو ناوړه رواجونو اسلام او خپلې ټولنې ته سخته صدمه رسولی ده او نړیوال داسی فکر کوی چی همدا اسلام دی زموږ په ټولنه کی ډیر ناروا رواجونه دی چې په ټولنه کی د فساد سبب شوی دی ځینی یی مختصراً په لاندی توګه ذکر کوو:
۱ – زموږ په ټولنه کې ښځه دمیراث له حق څخه محرومه ده او میراث نه ورکول کیږی په داسی حال کی چی دا داسلامی شریعت یو حکم دی او باید ورکول شي .
۲ – دمقتول وارثانو ته یی په بدو کی ورکوي نه ورته مهر ټاکی او نه هم ورته دمیړه په کور کې دمیرمنې په سترګه کتل کیږي.
۳ – په ځینو ځایونو کی ښځه دنارینه په خدمت کې وی اقتصادی بوج دهغی په غاړه وی، لکه داوبو راوړل ، کرهڼه ، له څنګله څخه دلرګیو راوړل او داسی ،نور او اوس یی د دیموکراسی ټکه داران او دغرب لاسپوڅی او غوړه ماران دجندر په نامه سختو او شاقه کارونو ته چی د هغی فزیکی جوړښت یی نه ایجابوی ورټیل وهی اودهغوی دسپکولو لپاره یی یوه نوی دسیسه جوړه کړیده
۴ – اسلام ښځی ته اجازه ورکوی چی دمیړه تر مړینی وروسته یی چی له هر چاسره خوښه وی واده کولای شی خوپه ځینو ټولنو کی ښځه د متروکی شتمنۍ حیثیت لري او مکلفه ده چی دمیړه دکورنی څخه هرو مرو دیو چاسره نکاح وکړی اګر که هغه کوچنی او یایی هم خو ښ نوی.
۵ – اسلام موږ ته له ښځی سره د نرمی درس راکوی خو ځینی وګړی ښځی ته دنوکری يه حیثیت ګوری او ډیره بده رویه ورسره کوی
۶ – د طلاق د وقوع پروخت ښځه له میړه څخه بیلیږی ، خو ځینی خلک له دری طلاقو وروسته هم له ښځی سره مباشرت کوی او دبل چاسره دنکاح کولو اجازه نه ورکوی.
۷ – اسلام ښځی ته دمیړه دغوراوی واک ورکړی چی په خپله خوښه دځآن لپاره د ژوند ملګری وټاکی خو ځینی مسلمانان دغه کار دشرم وړ بولی ، او بیچارګی په پټوسترګو هر چا ته چی دوی یی وغواړی په نکاح ورکوی.
۸ –د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره تعلیم او زده کړه دښځې حق نه بلکې فریضه او وجیبه یی ده ، خو دلته ښځې له دینې زده کړې څخه هم بې برخې دی ، دغه ټول کارونه دقومونو رسومات او رواجونه دی چې داسلام څخه دمخه د پخوانیو اجدادوڅخه په عنعنوي شکل دوی ته ورپاتې دی ، داسلام دریځ په دی اړه ښه روښانه او دغه ډول رواجونه اورسومات په کلکه ردوي اسلام دعدل دین دی او هر څوک یي د توان سره سم په چارو مکلف کړي دهر چا حقوق یی څرګند اومعلوم کړی دی ، په ټولنیز ژوندانه کی دهر چا حدود معلوم اوله حدودو څخه تیریدنه یی ظلم ، زیاتی او تعدي ګڼلی ، که موږاسلام ته مراجعه وکړو او په خپل ژوند کی یی عملی کړو ، نو ژوند چارې به موسمې او دسوکاله ژوند څښتنان به شو .
۹ – په ځینو سیموکی د(ولور)په نوم دڅارویو په توګه پلورل کیږی .
“( فقه الاسره/شیرزاد غریزی)
په اسلام کی دلور په نوم هیڅ کوم شی نشته یوازی مهر دی چی هغه هم د ښځی حق دی خو په تأ سف سره باید ووایم چی هغوی بیچاره ګانی په دی باندی هم نه پوهیږی چی دا د دوی حق دی ، او کورنی یی مخکی له مخکی دهغی لپاره پلانونه جوړ کړی وی چی په دی باندی به موتر اخلم ، کوربه ورباندی جوړوم او داسی نه وایی چی دا خو زما حق ندی
چې دا ناوړه رواج زموږ په ټولنه کې ډیر بدی او ډیره ناوړه پایلی لري

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  انجنیر محمدحبیب حبیبي
  • د حجاب په اړه څو لنډې جملې

    ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ حجاب یانې زه د هوس او وسوسې په انتي وایروس سمبال یم. ۲ ـــ خپ…
  • اسلامی بانکداری

    لیکنه: عابدالله بیدار اسلامی بانکداری هغه بانکوالی ته ویل کیږي چې ټولې کړنۍ یې د اسلامي قو…
  • ښکنځل کول حرام دي

    لیکنه: ثناء الله مهربان اسلام د انسانیت د هر اړخیزو ارزښتونو د خوندي کوونکي فطري دین په تو…
په دې برخه کې نور مطالب اسلام