کور پاڼه ژباړه هغه جملې چې نباید ماشومانو ته یې ووایئ

هغه جملې چې نباید ماشومانو ته یې ووایئ

0 ثانیې لوستل شوې
0
572

ژباړه: عطا محمد میاخېل

درنو والدینو! هېڅکله خپلو ماشومانو ته دا لاندې جملې مه وایئ.

اصطلاحګانې په ډېرې ځیرکۍ سره وټاکئ، ستاسو ماشومان ورته غوږ نیسي.

اروا پوهان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د ماشومتوب دوره، په ځوانۍ او ستروالي کې د افرادو د شخصیت په رامنځته کېدو کې ډېر مهم رول لوبوي. ډېری کسان، چې په ستروالي کې اروایي ناروغۍ تجربه کوي، د هغو بدو تجربو پایله ده، چې په ماشومتوب کې یې ازمویلي دي.

۱ ـــ ځان را ټول کړه، نر واوسه، خپله کار وکړه.

۲ ـــ دا د یوې نجلۍ چلند نه دی، نجونې دا کارونه نه کوي.

۳ ـــ هلکان ټول ضدي او لج کوونکي دي.

۴ ـــ مه ژاړه د ماشومانو په څېر چلند مه کوه.

۵ ـــ ډېر حساس یې، لږ سر سخته واوسه.

۶ ـــ په خپلو پښو ودرېږه، ته هم هغوی ووهه.

۷ ـــ ته هېڅ ستونزه نه لرې.

۸ ـــ د خپلې خور/ ورور په څېر واوسه. د هغوی پرتله کول له نورو سره.

۹ ـــ ته ما شرموې، او ناهیلې کوې.

عطا محمد میاخېل منځنۍ زدکړې د کوزې موسهي په لېسه کې او لوړې زدکړې یې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی د بیولوژي په څانګه کې کړي.
اوس مهال په همدې پوهنځی کې د استادۍ سپېځلې دنده په غاړه لري، ددې تر څنګ د لومړیتوب ویب‌سایټ له لارې خپل ولس ته په علمي او مسلکي برخه کې هر ورځ بېلابېلې لیکنې او ژباړې کوي.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  عطا محمد میاخېل
په دې برخه کې نور مطالب ژباړه

کېدای شي دا هم ولولې

د انشټین شل خبرې، چې ستاسو د فکر بڼې ته بدلون ورکوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل البرت انشټین د ۱۸۷۹ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په څوارلسمه نېټه د آلم…