موخې یا هدف ارزښت

0 ثانیې لوستل شوې
0
110

ژباړه: الهام الله بابر
موخه یا هدف څه دې او ولې موخې لرونکې انسانان بریالي دي؟

موخه په لغت کې د « نښان» په معنې ده چې په لورې يې غشې ویشتل کیږي. ولې په اصطلاح کې عقیده، هیله یا هم ارمان بلل کیږي چې د انسان ټول فکر، احساسات، امکانات خپل لورې ته متمرکز کوي.

پنځه دلیله چې ولې مونږ باید ژوند کې موخه ولرو:

  1. موخه ستاسې ټول قوت ځانته را اړوي. لکه څرنګه چې نور زره بین ته متمرکز کیږي او یو ټکې سوځوي، ستاسې قوت یا انرژي هم داسې کار ترسره کولې شي. تاسې هم کولې شې د خپلو ستونزو څخه د نور په مخته ولاړ شې او حل یې ترلاسه کړئ.
  2. موخه تاسې سره مرسته کوې ترڅو خپل پرمختګ محاسبه کړئ، د پرمختګ په اړه معلومات لرل، هڅوي مو تر څو نور هم سخت کار ترسره کړې.
  • موخه د خور حوس څخه مخنیوې کوي: کله چې تاسې موخه ولرې، مغز مو په خپله د غیر اړینو کارونو څخه مخنیوې کوي او تاسې موخې لوري ته هڅوي.
  1. موخه تاسې سره مرسته کوي تر څو کارونه مو په وخت سره ترسه او تم والي څخه یې مخنیوې وکړې.
  2. موخه تاسې هڅوي: موخه ستاسې لاسته راوړنه ده چې تاسې بیرته هڅوي. او هر ګړۍ کوښښ کوې تر څو لاسته راوړنه یا دست آورد ترلاسه کړې.

په پاې کې وپوهیږو؛ بریالیتوب یعنې موخې ته رسیدل دي. د موخې نه لرل د ماتې تضمین دی. بریالي انسانان تل موخې لري او موخې ترلاسه کولو دپاره پلان جوړونه کوي. پدې باید هم پوه شو چې موخه پرته د پلان څخه هسې خوب او خیال لیدل دي. آمید دی چې تاسې هم موخه ولرې او ترلاسه کولو کې یې بریالې واوسې.

د آزاد او مثبت فکر درلودنکې او د خپل فکري فلسفې په اساس غواړم هېواد ته د خدمت جوګه شم.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  الهام الله بابر
په دې برخه کې نور مطالب ځانګړې لیکنې او پیغامونه

کېدای شي دا هم ولولې

د وینا فن مو نامتو کوي

لیکنه: الهام الله بابر ځان پیژندنه په ځان کې غښتلې کړئ: له ځان پیژندنې څخه موخه همداده ،چې…