• لیکوال: نجي الله «حکیم»

انسان باید له ځمکې پورته لاړ شي تر اتموسفیره له هغه نه هم پورته تر څو انسان هغه ځمکه وپیژني چې پرې ژوند کوي.

سقراط دغه خبره پیړۍ مخکې هغه وخت کړې وه چی دوی سوچ هم نشو کولای چې انسان به یوه ورځ د ځمکې په مدار کې یو جسم ږدي، خو بیا هم سقراط دا مشاهده کړې وه چې د ځمکې له فضا څخه ځمکه لیدل څومره ګټور دي.

دغه نظریه چې انسان څنګه د ځمکې فضا، تر هغه پورته اتموسفیر او له هغه هم پورته یو جسم کیږدي تر ۱۷۲۹ کال پورې یو نظر پاتې شو تر څو نیوتن خپله مشهوره تجربه د پنډوسکې غورځولو ورکړه هغه وویل که چیرته تاسې د غر په سر یو توپ کی پنډوسکه په افقي ډول په پوره فشار سره وغورځوئ نو دغه توپ به له ځمکې نه پورته لاړ شي خو یو څه وخت وروسته به بیرته د ځمکې جاذبې قوې له امله راوغورځي.

که چیرې تاسې دغه توپ ته زیات باروت ورکړئ چی دغه بال په دومره سرعت سره یعنی۴۰۳۲۰کلو متره/ساعت له ځمکې پورته کړي نو د ځمکې جاذبې قوه پرې غلبه نشي کولې نو دغه بال به د ځمکې له جازبې قوې نه وځې او د ځمکی په یو مدار کی به حرکت کوي د ځمکې د جازبې قوې له امله به هیڅکله ځمکې ته راونه غورځي.

بالاخره روسانو د نیوتن تجربه په ثبوت ورسوله او په ۱۹۵۷م کال يې په لومړي ځل د ځمکې مدار ته مصنوعي سپوږمکۍ چی د سپوتنیک په نوم یادیده داخله کړه.

د روسانو دغه کار نړیوال په یوه ضد کې واچول او هر چا دغه کوښښ کاوه چې له نورو مخکې د ځمکې فضا تسخیره کړي. د سپوتنیک نه وروسته یواځې امریکا ،چین او روسیې د ځمکې مدار ته ۲۵۰۰ مصنوعي سپوږمکۍ داخلې کړې، له دغه سپوږمکیو څخه د هوا له حالاتو، د تلویزون نشریاتو او د تلیفوني شبکو په برخه کی زیات کار اخستل کیږي.

په اوس وختونو کې د ځمکې په فضا کی تر ۱۰۵۱ پورې مصنوعي سپوږمکۍ فعالې دي چی له دغه سپوږمکیو نه نړیوال په مختلفو برخو کی کار اخلي چې پدې کې يې تر نیمايي زیاتې د امریکا دي او دهغوی لخوا نه اداره کیږي.

مصنوعي سپوږمکۍ ؟

هر هغه جسم چی د ځمکی په فضا کی د ځمکې شاوخوا او یا هم د یو بل ستوري شاوخوا په دایروي شکل حرکت کوي سپوږمکۍ (سیټلایټ) بلل کیږي.

د ځمکې سپوږمکۍ طبعي سپوږمکۍ ده او هر هغه چی د انسان په لاس جوړه وي هغه مصنوعي سپوږمکۍ بللې کیږي، هغه لاره چی دغه سپوګمکۍ پرې حرکت کوي مدار بلل کیږي چی کروي شکل لري. هغه سپوږمکۍ چی ځمکی ته نېږدې وي د ځمکې د جازبې قوې له امله تیز حرکت کوي او هغه چی له ځمکی نه ډیره فاصله ولري، حرکت یی ورو وي.

satellite_11a

مصنوعي سپوږمکۍ په فضا کې مختلفې وظیفې سرته رسوي چی ځېنې يې په لاندې ډول دي:

۱:Weather satellites: د هواپیژندونکو سره مرسته کوي تر څو د هوا وړاندوينه ورکړي او ووايي چی په راروان وخت کی به هوا څنګه وي؟ په دغه سپوږمکیو کی لویې کمرې لګیدلي چی له فضا نه ځمکه څاري او د هغې عکسونه ځمکې ته رالیږي. دغه ډول سپوږمګیو مدار له ځمکي نه ۳۷۰۰۰-۴۰۰۰۰ کیلومتره پورته وي او د ځمکې د حرکت سره سم حرکت کوي. خوشبختانه چی افغانستان هم دغه ډول یوه سپوږمګۍ په فضا کې لري.

۲:Communications satellites : دغه سپوږمکۍ د تلیفوني مکالمو او همدارنګه انترنیتي شبکو لپاره په کار راځي تر څو استعمالونکي وکولای شي خپل معلومات په اسانۍ سره نورو ته واستوي او یا هم له نورو یی په اسانۍ سره لاس ته راوړي دغه ډول سپوږمکۍ د ځمکې څخه ۸۰۰- ۱۶۰۰ کلومتره پورته وي چی مشهورې کمپنۍ دغسی سپوږمکۍ فضا ته استوي او له هغه نه ګټه لاس ته راوړي دمثال په توګه د انتل سیت او ټیل سټار چی تر ۶۰ نه زیاتې سپوږمکۍ په ۱۳ مختلفو مدارونو کی په فضا کی لري د دغسې یوي شبکې د فعالولو لپاره.

۳:Scientific satellites: لکه حبل تلسکوپ چی په فضا کی د ساینسي څیړنو لپاره ترې کار اخیستل کیږي دغه سپوږمکۍ پخپل منځ کی یو ډیر حساس تلسکوپ لري چی کولای شي ۱۰ بلیونه نوري کاله لرې فضا وڅیړي ، فضا نوردان ورڅخه د فضا په څیړنو په فضا کې د بدلونو په مشاهده کولو او همدارنګه د نورو شمسي نظامونو په پیداکولو اود هغوی په مطالعه کولو کې ترې کار اخلي.

۴:Earth observation satellites: دغه ډول سپوږمکیو نه د ځمکې د سطحې د بدلونو په مشاهده کولو، د تودوخې درجې په معلومولو او د ځمکې د شمالي قطب د یخچالونو په مطالعه کولو کی کار اخلي.

۵:Military satellites : له دغه ډول سپوږمکیو نه په دفاعي او پوځي برخه کې کار اخستل کیږي د دغو سپوږمکیو اصلي معلومات په راز کی ساتلې کیږي خو ځیني یی د دښمن د حرکاتو مشاهده کول، د مزایل او راکټونو خبرداری ورکول د اټومي بټیو ساتل او حفاظت ، رادیوي امواجو کشف، د پټو ځایونو عکسونه اخستل او همدارنګه نورو زیاتو برخو کې ترې کار اخستل کیږي.

د مصنوعی سپوږمکۍ په داخل که څه وي؟

مصنوعي سپوږمکۍ په مختلفو اشکالو او اندازو کی موجودې دي او بیلا بیلې وظیفې سرته رسوي د هرې سپوږمکۍ داخلي جوړښت بیل وي خو ځینې برخې د ټولو سپوږمکیو یو شان وي چی ځینې یې په لاندې ډول دي:

ـ ټولې سپوږمکۍ د اوسپنې یوه تنه لري تر څو د سپوږمکۍ نورې برخې ورباندې کلکې ونښلول شي تر څو فضا ته په پورته کولو کی یی داخلي برخې ته زرر ونه رسیږي په اوسط ډول د یوې سپوږمکۍ رغول او فضا ته لیږل ۲ کاله وخت نیسي فضا ته په یو ۱پونډ وزن لیږلو ۳۰۰۰۰ ډالره مصرف راځي نو ځکه سپوږمکۍ جوړونکي ډیر کوښښ کوي تر څو یی سپوږمکۍ ډير وزن ونه لري.

ـ د سپوږمکۍ د داخلي پرزو د فعالولو او د کمپیوټر د فعال ساتلو لپاره برق او انرژۍ ته ضرورت وي چی دغه برق د شمسي پینلو په مرسته بيټریو ته او بیا سپوږمکۍ ته ورکول کیږي په اوسط ډول د یو سولر پینل اوږدوالې په سپوږمکۍ کې تر ۳۰ مترو پوري رسیږي او ددغه سولرو پینلو ظرفیت د ځمکي په نسبت څو چنده زیات وي چی علت یې لمر ته د دوی ډیر نيږدې والې او د اتموسفیر طبقې نشتوالې دی. دیادونې وړ ده چی د برق او نورې انرژۍ ټول معلومات د ځمکې کنټرول سنټر ته رالیږدول کیږي او دوی یې هر وخت څاري.

ـ په سپوږمکۍ کې یو کمپیوټر هم موجود وي چی مختلف سیستمونه کنترولوي.

ـ ټولې سپوږمکۍ یو د رادیوي امواجو لیږدونکي او همدارنګه رانیونکي لري چی د همدغه رادیويي امواجو په مرسته دوی ځمکې ته معلومات رالیږي او له ځمکې نه هم کمانډز یا حکمونه ورلیږل کیږي.

ـ ټولې سپوږمکۍ د ارتفاع د یا پخپل مدار کی د ساتلو یو سیستم لري که چیرې سپوږمکۍ د خپل مدار نه ووځي د ځمکي د جاذبې قوې له امله او یا هم د نورو علتونو له امله نو په ځمکه کی موجود اداري کسانو ته دغه معلومات د دغی سیستم له لارې رارسي چی بیا دوی په سپوږمکۍ کې موجود (Thruster) ته مناسب فشار ورکوي تر څو سپوږمکۍ بیرته خپل مدار ته راوګرځي چی دغه ټولې برخي یوځای کول او فضا ته استول ډیر حساس او زیات دقت غواړي او ډير وخت په بر کی نیسي.

ټولې سپوږمکۍ د یو راکټ به مرسته فضا ته لیږدول کیږي ځینې هیوادونه او شخصي کمپنۍ ددې توان لري چی تر څو ټنه پورې وزنې سپوږمکۍ فضا ته ولیږي. په لومړي کی راکټ فضا ته په مستقیم ډول توغول کیږي او بیا ددې لپاره چی انرژي کمه مصرف شي د اتموسفیر له هغي برخې نه چی نرۍ وي پورته فضا ته خیژول کیږي.

عموما راکټ د ځمکې د وضعي حرکت په مطابق پورته غورځول کیږي تر څو راکټ ته مناسب اندازه تیز حرکت ورکړي دغه وضعي حرکت اثر عموما په شمالي قطب کی زیات وي نو ځکه د راکټ مخه په همغه طرف وي.

satellite1a

د یادونې وړ ده چی ددغسې راکټ په استولو ډیره زیاته انرژي او تیل مصرف راځي او زیات اقتصادي امکاناتو ته ضرورت لري پرمختللي هېوادونه ددی په لټه کی دي تر څو څرنګه وکولای شي د ددی شمسي نظام نورو سیارو ته او همدارنګه نورو شمسي نظامونو ته ځان ورسوي تر څو هلته د ژوند امکانات وڅیړي ځکه دوی هم اوس پدې پوه شوي چی دغه ځمکه یو معین ژوند لري او یو ورځ به ختمیږي چې موږ مسلمانان ورته قیامت وایو خو د دوی په لاره کی یواځينی خنډ د داسې انرژۍ لاس کې نه لرل دي چی هغه په واسطه د دوی دغه راکټونه په ډیر زیات سرعت سره ډیره فاصله ووهي تاسې خپله فکر وکړئ په ۱۹۷۷م کال کی ناسا (امیریکايي فضایی څیړنیز اداره) د وایجر په نوم سپوږمکۍ فضا ته ددی لپاره ولیږله تر څو د لمریز نظام نه بهر ووځي دغه ویجر 62.136 کلومتره/ساعت مزل سره پس له ۳۵ کاله د شمسۍ نظام نه بهر ووتلو نو که چیرې یو غټ راکټ چی په هغې کی انسانان هم ناست وي په څومره وخت کی به د شمسۍ نظام نه وځي؟!!

———-

دا لیکنه دوهمه برخه هم لري…دوهمه برخه له دې ځایه پرانیزئ
[review]

 

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  لومړيتوب
په دې برخه کې نور مطالب ساینس او ټکنالوژي

کېدای شي دا هم ولولې

بيت المقدس څنګه مطالعه كړو؟

ليکنه: اېمل جلال بيت المقدس لكه كابل د وينو او اوښكو سمبول دى. همدا سمبوليك ارزښتونه دي چې…