ژباړه: عصمت الله صالح

ځینې وخت موږ ټول ممکن په خپلو کړنو کې د واقعیت بدلولو په خاطر دروغ ووایو، خو کله چې له خپلو ماشومانو څخه یو وړوکی دروغ هم واورو، نو سخت ځورېږو او غوسه راځي.

مګر حقیقت دادی چې ۳ یا ۴ کلن ماشومان د دروغو په پېژندلو نه پوهېږي او په رښتیني ډول د خیال او واقعیت بېلول ورته ستونزمن دي.

په دې موده کې دروغ ویل په لوړ عمر کې له دوروغ ویلو سره توپیر لري، ماشومان رښتیا هم چې د کوچینوالي په دوره کې دروغ نه وايي، مګر د دروغو په نوم هغه څه چې موږ له دوی څخه اورو، ښايي بېلابېل دلیلونه ولري؛ ممکن دوی په دې عمر کې د تخییل پیاوړی ځواک ولري، د دوی په نړۍ کې خیال او واقعیت دواړه پېښېدونکي دي، هغه څه چې د ماشوم په ذهن کې ګرځي، په ژبه یې وايي. د ۲ یا ۳ کلن ماشوم  په واسطه د هغه تخییلي کیسو جوړول چې د دروغو بڼه ولري، د ده د پنځګر ذهن د پیاوړتیا نمونه ده.

کېدای شي هېرول یې بل دلیل وي؛ کله چې ۲ کلن ماشوم په دېوال خط وکړي او بیا وايي چې دا زما کار نه دی؛ دی دروغ نه وايي، د هغه رښتیا هم په یاد نه وي چې دغه کار یې دې کړی وي، د ده لپاره دا هم نه ده مهمه چې نانځکه یې چا واخیسته د هغه لپاره یوازې د خپلې نانځکې غوښتل مهم دي او ښايي هغه څه په ژبه ووايي چې لومړی یې په ذهن کې وګرځي. ماشوم دروغ نه وايي یواځې د لنډې حافظې په درلودلو سره نه شي کولای چې صحنې په یاد وساتي.

تر څلور کلنۍ  پورې ماشومان له خپل مور او پلار سره په خوښۍ  چلند کوي؛ یعنې هغه کار ښه بولي چې د هغوی د خوښې وړ ګرځي او هغه بد بولي چې مور او پلار یې پرې غوسه کېږي. نو په دې اساس مه هیرانېږئ، که ستاسې ماشوم فکر وکړي، چې که مور ته ووایي چې هغه پرځمکه شیدې تویې کړې دي مور به یې به غوسه شي، نو ښه داده چې دغه کار د خپل یوه ملګري په غاړه ور واچوي او یا ووايي چې شیدې پر ځمکه نه دي تویې شوې.

ماشوم دروغ د اساسي دروغو په مانا نه پېژني، بلکې یوازینۍ هڅه یې د مور او پلار خوشحاله کول وي. تر اووه کلنۍ پورې ماشومان په رښتینې توګه دروغ نه پېژني، د دوی لپاره حقیقت، دروغ او افسانې هېڅ مانا نه لري، خو له دې عمر پورته، همداسې چلند کولای شي چې له دروغجن نه یو لغت ویونکی (لغت پرانه) شخص جوړ کړي.

باید څه وکړئ؟

که په ډاډ سره نه غواړئ چې خپل زامن مو په دروغ ویلو عادت شي، بیا نو ښه ده چې په څلور کلنۍ کې د هغوی له کړنو سره منطقي مبارزه وکړئ؛ لومړی اجازه ورکړئ چې تخییلي کیسې وکړي او وروسته له هغې یې وهڅوئ چې په ساده خبرو کې د خیال او واقعیت توپیر وپېژني، په داسې حال کې چې دوی د یوې کیسې په اورېدلو یا د یو کارتون په لیدلو بوخت وي؛ د بېلګې په ډول ورته ووایئ؛ په دې کارتون کې چې ډېرې پېښې څه ډول لیدل کېږي، هغسې واقعیت نه لري،  لکه یو سپی نشي کولای چې تر مځکه لاندې ولاړ شي او یا لکه کاغذ په هوا والوزي او بیا بېرته خپل لومړي حالت ته را وګرځوي، نو په دې اساس څه ډول چې یو اتل په اسطورو او کارتون کې وینو، هغسې یو انسان په هوا نشي الوتلی.

په جدي غبرګون سره ماشوم دروغو ته مه مجبوروئ؛ کله چې له ماشوم څخه د خراب کار کولو علت پوښتئ، په حقیقت کې همدغه، دی دروغ ویلو ته مجبوروي، ځکه چې ماشوم له تهدید او جزا ډارېږي نو ځکه د رښتیا پر ځای دروغ غوره کوي. پوهېږئ په داسې وخت کې رښتیازن ماشومانو هم دروغ وايي.

هېڅ وخت ماشوم مه شکمنوئ، په نرمه لهجه ترې مخامخ پوښتنه کول غوره دي، ترڅو هغه د انکار پرځای د منلو لاس وښوروي (په خپل کړي کار اعتراف وکړي)؛ د بېلګې په ډول؛ « کاش دغه شیدې خو په ځمکه نه وای تویې شوې، کاش چې تایې په ټولولو کې مرسته راسره کړې وای!».

په خبري جملو  کولای شئ چې ګام په ګام له ماشوم څخه د کړي کار توضیح وغواړئ.

د بېلګې په ډول؛ د دې پر ځای چې له ماشوم څخه په تونده لهجه پوښتنه وکړئ؛ « چا دغه شیدې پرځمکه تویې کړې، ته وې!!؟» غوره ده چې د خبري جملو کارولو سره دغه موضوع وسپړئ؛ «اخ! لاس مې تور سپي څټلی، ما د دې شیدو ساتنه ونه کړه، که نه اوس به پرځمکه نه وې تویې شوې!.»

د ۳ یا ۴ کلن ماشوم لپاره تونده لهجه، غوسه او سخته خبره ضرر رسوي؛ کېدای شي چې ماشوم مو همداسې غلی عادت شي او په راتلوونکي کې ګټور لټون او سالمه څېړنه ونه شي کړای.

د منع او جزا ورکولو په وخت د ماشوم دروغ او رښتیا په یاد ولرئ، له دروغو څخه یې په داسې ډول مه راګرځوئ، چې په لوی لاس دروغ ووايي. له دروغجن ماشوم سره ستاسې چلند باید ډېر نرم وي.

ماشومان ډېر څه له خپلې شاوخوا زده کوي، خو لومړی د خپل مور او پلار پېښې کوي او په تقلیدي توګه ډېر حرکات ترې زده کوي.

  • خاطري یا ځانپېښې څنګه ولیکو؟

    لیکنه: عصمت الله صالح یو کس چې لیکوالۍ ته مخه کوي؛ نو د ارواښاد شپون په خبره، «ښه به دا وي…
  • فلسفي شعر

    لیکنه: عصمت الله صالح سریزه د فلسفې لپاره کوم منلی پېژند نشته؛ ځکه فلسفه هغه څه ده، یا هغه…
  • ممکن او ناممکن

    لیکنه: عصمت الله صالح کله کله  ځینې ممکن کارونه ناممکن شي؛ زمری چې د ځنګل پاچا بلل کېږي، ه…
نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  عصمت الله صالح
په دې برخه کې نور مطالب ژباړه

کېدای شي دا هم ولولې

خاطري یا ځانپېښې څنګه ولیکو؟

لیکنه: عصمت الله صالح یو کس چې لیکوالۍ ته مخه کوي؛ نو د ارواښاد شپون په خبره، «ښه به دا وي…