کور پاڼه ادب د پښتو لومړي لاس ته راغلي شعرونه او د جنګ د ميدان يادونه‎

د پښتو لومړي لاس ته راغلي شعرونه او د جنګ د ميدان يادونه‎

0 ثانیې لوستل شوې
0
582

لیکنه:  فضل الهادي فرحت
جنګ یوه داسې پدیده ده چې له انساني ټولنې سره سم روان دی او د انساني عمر په اوږدوالي کې لکه د ورځنیو پېښو له انسان سره پاتې شوي دی، د تاریخي اسنادو پر اساس د بشریت په ټول دېرش زره او پنځه سوه کلن تاریخ کې یوازې شاوخوا ۲۷۰ کلونه پرته له جنګه تېر شوي. دا چې ولې د جنګونو تاریخ دومره اوږد او د سولې وخت لنډ او لږ دی دا نو یو داسې معما ده چې واضحه ځواب ورته لا نه دي موندل شوي، سبب یې ښایې دا وي چې جنګونه بیلا بیل سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او نور دلایل لري چې د ټولنپوهنې او اروا پوهنې د پوهانو له نظره هم کله کله پټ پاتې شوي.

جنګ په بشریت کې د وحشت ، فقر ، ذلت او بد مرغۍ طاعون زیږوي د جنګ په حالت کې ټولنه زیات ارزښتونه له لاسه ورکوي ، د انسان کرامت تر پښو لاندې کیږي، بیکاري ، بې عدالتي ، ګډوډي او ډول ډول نورې ستونزې په ټولنه کې زیاتیږي.

جنګ ، جګړې ، وژنې شر او فساد سره له دې چې د انسانیت له شان سره سمی نه خوری خو له انسانی تاریخ سره لکه د لاس او لستوڼي را روان دی، انسانان په فردي توګه هم سره نښلي، ډلې او قومونه هم په خپلو کې په جګړو بوخت دي، دا څومره حیرانوونکې ده چې انسان د انسان دښمن دی ، د یو انسان به زړه کې د بل انسان ویرې ځای نیولی دی ، حال دا چې د دوی د ګډو دښمنانو ، نه پخوا څه کمی و او نه اوس. انسان دښمنه ځواکونه دومره ډیر او ډول ډول دي ، چې شمېرل او له منځه وړل يې ناشوني دي، خو انسان له خپل ځانه په وېره کې دی ، د ځان دښمن او قاتل دی ، حال دا چې اصل حقیقت داسې دی.

بنی ادم اعضای یک دیګر اند

که در افرینش زیک جوهر اند

چو عضو بدرد آورد روزګار

دیګر عضو های را نماند قرار

جګړه که د وګړو ترمنځ وي او که د ټولنو ترمنځ هرو مرو ځانګړې موخې لري ، کوم خلک چې د خپلې دفاع لپاره جنګيږي، هغوی پړه نه دي ، ځکه هغوی دېته اړیستل شوي دي، که د ځان دفاع لپاره ونه جنګيږي نو هر څه ترې وړل کېږي، دبې ګناه خلکو له خوا د ځان د دفاع لپاره جګړه او د تېري کونکو ځپل یو طبیعی امر او روا کار دی ، څوک چې له کومې معقولې وجې او ستونزې پرته پر نورو تېری کوي د هغوی حماقت دومره روښانه دی چې ویلو ته یې اړتیا نشته.

په پخوانیو متنونو کې لولو چې د جنګونو قدامت اساطیرو ته رسیږي او لاملونه یې هم د خپلې بقا لپاره خپلمنځي رقابتونه ، له یوه او بل نه په زوره د ځمکو ، اقتصادي منابعو ، د سون د موادو، اوبو او خوړو لاسته راوړل دي . انسانانو تل کوښښ کړی چې بل له مخې لرې کړي چې خپله پاتې شي . یانې دا چې د انسانانو په سر کې د ځینو حیواني خویونو ، ځان غوښتنې او ځان ساتنې د عناصرو له کبله جنګ په انساني ټولنه کې له پخوا نه موجود و او تر پایه به باقي وي .

جنګ د انګېزو پر بنسټ ډول ډول شکلونه لري. د بیلګې په توګه د خپل ننګ ، ناموس او هیواد لپاره جنګ، دفاعي جنګونه ، تعرضي جنګونه او آن د نړۍ ځینې حیوانې جنګونه چې په تاریخونو کې یې زیاتې بیلګې لیدلای شو. موږ د خپل هیواد او د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو په ادبیاتو په ځانګړي ډول شعرونو کې وینو چې د ځینو جنګونو انګیزې مقدسې بلل شوي او شاعرانو په دې جنګونو کې د خپلو ولسونو د کامیابۍ په خاطر په بیلا بیلو فورمونو کې شعرونه ویلي، چې ادبپوهانو دغه ډول ادبیات حماسي ادبیات نومولي دي.

انساني نښتو تاریخ ته که وکتل شي نو جوتېږي چې جګړې د انسانانو په طبیعت کې اغږل شوي دي، په پښتو ادبیاتو په ځانګړې ډول په شعر کې د جنګ موضوع له پخوا نه موجوده وه . په پښتو لنډیو ، نظمونو ، غزلونه ، نارو ، څلوریزو ، چاربیتو او نورو فورمونو کې موږ د حماسي شعرونو بیلګې لرو چې په کې تل د هیواد د ساتنې او یا هم د خپلواکۍ جنګونه ته ولس هڅول شوی دی .

د پښتو شعر په دې موضوعي او شکلي بدلون کې کورني او بهرني عوامل اغیزمن وو. پښتو شعر له همهغه پیل نه د ژوند شعر ؤ او د پښتنو د ژوند بیلا بیل اړخونه يې پکې منعکسېدل، له دې سره سره پر کومه سیمه ، هیواد ، او خلکو چې جنګ روان وي نو د هیواد له تباهۍ سره سره یې د خلکو احساسات هم ژوبل شي ، په نظمونو او سندرو کې یې د وینو رنګ ښکاري او غزلونو یې د بارودو بوی پورته کیږي.

که د افغانستان موجود تاریخ مطالعه کړو د بې شمیره عقیدوي ، دفاعي ، خپلمنځي او د نام او ننګ د جنګونو له حکایتونو ډک دي ، چې اغیزې یې پر خپلو ادبیاتو وینو، له امیر کروړه را نیولې چې وایي : ( زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نه شته)، تر خوشحال بابا پورې او بیا تر نن پورې د پښتو د ګڼو شاعرانو په شعرونو کې د حماسې بیلا بیل چوکاټونه موندلای شو، په هر چوکاټ کې د وطن او ننګ لپاره تورو وهلو ته ځوانان هڅول شوي. کله کله آن له جنګ سره دغه متداوم چاپیریال د پښتنو میرمنو جمالیاتي ‌ذوق هم جنګ ته راکش کړی دی. په پښتو لنډیو کې کله کله وینو چې پښتنو پیغلو توره وهل او د بوړۍ ټوپک ګرځول د خپلې ښکلا او جمال د خپلولو د شرایطو په توګه وړاندې کړي دي. لنډه دا چې د پښتو ادب کې د حماسي شعرونو زیاتې بیلګې شته ، خو لنډۍ مو بیا په جنګ کې د احساساتو د پارولو له ځانګړنې مالامالې دي:

چې توره نه کړې نور به څه کړې

چې د ې شیدې د پښتنې رودلې دینه

تر دې بوړي ټوپک دې جار شم

په اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه

جانان به ولې توره نه کړي

تر نیمايي مورچله زه ورسره تلمه

که په میوند کې شهید نه شوې

ګرانه لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

په تورو ټوک ټوک شي مړ مه شي

چې پرهرونه دې ګڼډم خوله درکومه

په وینو سور لکه ګلاب شه

پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدینه

په پښتو لنډیو کې ډیر داسې مثالونه لرو چې د جنګ رومانتیک ذکر په کې کیږي او په داسې انداز کې ویل شوي لکه شاعره چې یې یوه عشقي یا پسرلنۍ ښایسته منظره ترسیموي:

یار مې له جنګ نه تږی راغی

شربت د شونډو به په خوله کې ورکومه

ټوټې ټوټې په تورو راشې

چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

××××××

خال به د یار له وینو کیږدم

چې شینکي باغ کې ګل ګلاب و شرموینه

دجنګ د لاملونو او د جنګ د رامنځته کېدو او تاریخ په اړه که څومره وغږېږو شاید کم وي ، دلته بسنه کو .

دا چې اوس غواړو د پښتو ادبیاتو په لومړی ادبي دوره کې د جنګ په اړه ویل شوي شعرونو باندې وغږیږو دا چې په نوموړو شعرونو کې د جنګ یادونې شوي دي لاملونه ته یې هم نظر اجوو.

لومړی پښتو لاس ته راغلی شعر هم د جنګ د میدان ویاړنه ده دا چې دا کوم ډول جنګ وه او څنګه دا ویاړنه د امیر کروړ د خولې څخه ویل شوې ده پټه خزانه داسې نقل کا:

امیر پولاد په هغه دعوت کې شریک وو چې ابو العباس سفاح د بني امیه سره جګړه کړله او ابو مسلم یې هم مرستی وو ، په تاریخ سوري محمد ابن علی البستی داسې کښلي دي چې : د عباسي دعوت په جنګونو کې چې امیر کروړ ډیرې سوبې وکړلې نو یې دا بیتونه چې (ویاړنه) یې بولي، چي شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوری را نقل کړي دي.

زه یم زمری ، په دې نړۍ له اما اتل نشته

په هند و سند و په تخار په کابل نشته

بل په زابل نشته له ما اتل نشته

چې پورته ویاړنه د اسلامي دعوت په چلولو کې د جنګ د مید ان تصویر راښيي، او د یو مقدس جنګ په پایله کې ویل شوې چې د اسلام د دین په خپرولو کې یې مهم رول لوبولی ده.

له دې وروسته د شیخ اسعد سوري قصیده ده چې د امیر محمد سوري په مرګ یې ویلی ده چې د زمانې د څپېړې څخه یې شکایت کړی ده او د فلک د چارو څخه کوکاري یې وهلی دي پته خزانه نقل کړي چې:

سلطان محمود غازی پر غور باندې د امیر محمد سوری رحمه الله علیه سره جګړه وکړه او په اهنګرانو کې یې محصور کا ، په دې وقت شیخ اسعد هم د اهنګرانو په کوټ کې وو ، هغه وقت چې سلطان محمود امیر محمد سوری ونیو او بندي يې بوت غزنی ته ، نو امیر محمد سوری چې خورا زړه ور او عادل او ضابط امیر وو، له غیرته د بند مړ سو.

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار..

… ډیر مخونه د فلک څپېړه شنه کا

ډیر سرونه کا تر خاورو لاندې زار

د واکمن له سره خول پريباسی مړ شي

د بې وزلو وینې توی کاندي خونخوار..

… هم یې غشي سکڼي ډال د ژوبلورو

رستمان ځنې کاندي په ډار

ستا د لاسه دي پراته ژوبل زګېروي کا

هر پلو ته ټپي زړونه په ځار ځار

زمونږ پر زړونه د نن بیا یو غشی وویشت

ودې ژوبلل په دې غشی هزار

پر سوریو باندې ویر پریوت له پاسه

محمد واکمن چې ولاړی په بل دار

پورته قصیده د جنګ د میدان ټول تصویرونه راښيي چې شاعر یې شکایت کړی ده ، د جګړو څخه يې نا رضایی ښکاره کوي د خپل خوښ ژوند شکایت فلک ته کوي چې څرنګه د جنګ اور هر څه ترې وسوځول ، د محمد پر مرګ د غور د سوریانو وضع او د ماتم ټول مناظر په کې ترسیم کړی شوی دي.

دجنګ میدان دوه څیزونه موږ ته په لاس راکوي د میدان په ګټلو کې د امیر کروړ د غرور ویاړنه او د جنګ په بایله کې د اسعد سوري سانده، داسې حالاتونه د شاعرانو په اذهانو تاثیر کوي د دوی روح او روان متاثر کوي او په نتیجه کې یې داسې حماسې او ساندې زېږول کيږي چې ویاړنې یې د ملت د قهرمانیو او ساندې یې پر ملت د ظلمونو کړاونو قربانیو یتیمانو کونډو سر تورو تاریخونه ثبت کوي او مونږ ته یې د هغه وخت ډير څه د شعر په ژبه را پريښي.

(استاد پوهنوال جمشید رشیدي په خپل کتاب ادب تیوری کې ویلي دی : تر کومه چي څرګنده ده اکبر زمینداوری ( د اتمې هجري پېړۍ ديوان لرونکی) لومړنۍ ملي پښتون شاعر دی چې د مغولو د لاسه شکوه کوي، وروسته نور شاعران لکه خوشحال ، حمید، رحمان او داسې نورو شاعرانو د مغولو له ظلمونو شکایت کړي.

د مغلو تمر هسي په اور وسوم چې به هیر په دې ماتم زمین داورکړم

خو زما په فکر تر ده مخه دشیخ اسعد سوری قصیده چې په پنځمه هجري پېړۍ پورې اړه لري هم یو ډول شکایت ده چې له جنګ نه شوی ده لکه مخکې یې چې د پټې خزاني له قوله ذکر وشو چې امیر محمد سوری سلطان محمود ژوندی نیولی او بندی کړی و او بیا هملته په بند کې ومړ . دا نیول او بندي کول هم د همدغه جنګونو نتیجه ده چې شاعر یې داسې قصيدې ویلو ته اړ کړی د هغو وخت د حالاتو څخه متاثر شوی ، او د زړه درد یې د شعر په ژبه ویلی.

په ۶۶۱ هجري کال کې بابا هوتک د پښتنو مشر ګڼل کیده دی د خپل قوم سردار او بادار و.

پټه خزانه نقل کړي چې په هغه وخت کې به هر ځل مغولو د ارغنداو پر غاړو لوټ کاو ، اتغر او اولان او کلات به یی تالا کول ، بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل او سره غره سره یې پر مغولو شخړه بوتله ، به دې جګړه کې مغول تالا شول او د پښتنو ګړندیو ډیر ووژل ، ماته خپل پلار داود خان داسې نقل وکا چې : سور غر په دغه ورځ د مغولو به وینو داسې لجند سو چې پلوشو د لمر به برېښانده کا، په دې شخړه کښې پښتانه لږ او بې ځواک وو چې د سرو مغولو پيښه راغله او اخیسته یې وکا ، نو یو څو غښتلی د بابا هوتک خپلوان ومړل ، بابا هوتک په لوړ غږ دا سندره بولله او په غیشو يې د مغولو ټټرونه څیرل ، غښتلیو میړو چې دا سندره اوریدله په جګړه تودېدل ، تر څو چې سور غر یې د مغولو په وینو ولاړه او ټول يې پپنا کړل.

پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ را ته پیغور دي

پر کلی کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی

غښتلیو ننګ کړی دا مو وار مغل راغلی په تلوار دی

په پښتنخا کې یی ناتار دی پر کلی کور باندې مغل راغی

دا د هغو دفاعی جنګونه د میدان قصه ده چې بابا هوتک د خپل ننګ ناموس کور اوکلی د ساتلو په خاطر د مغولو د ظالمو لښکرو په مخ کې درېدلی او خپلې سينې یی سپر ګرځولی او د خپل وطن څخه یې د دفاع کولو په خاطر تورې ته لاس اچولی و.

تر دې وروسته په ښځینه شاعرانو کې بی بی زینب مرثیه ده چې د ورور شاه محمود په مرګ چې په جنګ کې شهید شوي ویلی پته خزانه کې محمد هوتک وایې کله چې د شاه محمود د مرګ غږ قندهار ته را ورسید نو بی بی زینب دا مرثیه وویله او د نتلی زړه تسکین یې کاوه:

غږ شو چې ورور تــیر له دنیا سـونا قـــــــندهار واړه په ژړا سو نا

زړه مې په ویــر کې مبتلا ســـونا چې شاه محمود له ما جدا سونا

ځوان و میــړه د توري جـنګ و نا ولاړ د کام په نـــام او ننګ و نا

دښمـــن له ده په وینو رنـګ و نا پر میدان شــــیر و یا پلنګ و نا

افسو چې مرګ دده په خوا سـونا قندهــــار واړه په ژړا ســـــونا

(99: محمد هوتک پټه خزانه)

د لرغوني دورې پورته شعرونه ټول هغه ویاړنې ، حماسې او مرثیې دي چي د جنګ په دوران کې یا تر جنګ وروسته چې په هغه کې دې د مشروع دفاع حق ا و د هیوادنیو ملي جګړو مفاهیم راغلي دي ،دا هغه تاریخي حماسې دې چې د استبداد ، ظلم او بې عدالتیو پر وړاندې د مقاومت په ترڅ کې پنځول شوي دي او تول شعرونه خاص ارزښت لري.

اخځلیکونه

  1. رشیدي ، پوهنوال جمشید ، ادب تیوري (1392) مومند خپرندویه ټولنه ننګرهار .

  2. شمسزی ، عزت الله ، پر پښتو شعر د جنګ اغېزې(۱۳۹۱/مرغومی) د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسون چاپ خونه

  3. وردګ ،شفیق ، د خوشال لارښوونې (ژباړه) (۱۳۸۹) اعتصام مطبعه.

  4. هوتک ، محمد ، پټه خزانه (۱۳۸۹) مومند خپرندویه ټولنې تخنیکي څانګه.

  5. زلمې هېواد مل ، د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره دانش خپرندویه ټولنه

فضل الهادي نومم د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالی د ګربت باغک د کلي اوسيدونکی يم په کال 1368 کې مې زوکړه کړې په کال 1385 کې د حضرت قيس بن سعد د عالي لېسې (پاکستان پېښور) څخه فارغ شوی يم او په کال 1389 کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د زبو او ادبياتو پوهنځۍ پښتو ديپارتمنت (شپې څانګې) ته کامياب او په 1394 کې فارغ شوی يم.
د کال 1389 څخه تر نن پورې د پوهنې وزارت کارکونکۍ هم پاتې شوی يم.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  لومړيتوب
په دې برخه کې نور مطالب ادب

کېدای شي دا هم ولولې

یو ویرونکی حقیقت!

‎ایا کله مو خوب ته د تلو یا له خوبه را پاسیدو په وخت کښې د بدن د فلج تجربه کړې؟ ‎ایا کله م…