ژباړه: احسان الله لمر

د لمر د وړانګو يوه لويه برخه د ونو د تاجونو په وسيله جذب کېږي او بله برخه يې اتموسفیر ته منعکس کېږي. له دې نه علاوه د ځنګلي ونو تاجونه کولی شي چې د خاورې له سړولو او د حرارت له ضایع کولو څخه په تيره بیا د بې وريځو شپو په دوران کې ترې ساتنه وکړي. همدارنګه د ونو په تاجونو کې حرارتي رژيم او د دې تر څنګ په لاندې او پورتنيو برخو کې حرارتي رژيمونه يې د ازادو ساحو په نسبت متفاوت دي.

په حرارتي رژيم باندې د ځنګل اغېزه د نباتاتو په ګڼوالي، عمر، فورم، ریلیف، خاورې او نورو پورې تړاو لري. په حرارتي رژيم باندې اغېزه د يوې سيمې د اقليم په څرنګوالي پورې هم تړاو لري. د مثال په ډول هر څومره چې د دوی اقليم (بری) وي په هماغه اندازې سره به پکې اغېزه په ښه شان سره محسوسېږي.

د ځنګلي ساحې حرارت د ورځې په لومړيو کې کم وي او د شپو په لومړيو کې د ازادو ساحو په نسبت په کمزوري ډول سره سوړ وي. د اوړي په موسم کې د ورځې له خوا د ځنګل ساحه سړه او د شپې لخوا ګرمه وي. د ژمي په موسم کې د حرارت اندازه په ځنګل ساحې کې د ازادو ساحو په نسبت لوړه وي. د ځنګلي سيمو منځنۍ حرارتي درجه او اعظمي حرارت يې ټيټ دی او په منځني ډول يې اصغري حرارت لوړ دی. د ځنګلونو دوهمي او ټيټ طبقات د لوړو طبقاتو په پرتله معتدل اقليمي شرایط لري.

د پ. س. پوګریبنیاک د ارقامو مطابق د هوا حرارت کولی شي، چې د ځنګلي ونو د تاجونو لاندې د اوړي د ګرمو او لمريزو ورځو په دوران کې د معتدلو جغرافيايي عرض البلدونو لپاره د ۱۵ سانتي ګرادو درجو په شاوخوا کې د ازادو ساحو په پرتله کم وي. د ميزان او یا د جوزا په میاشتو کې هغه وخت چې د هوا حرارت ډېر ټيټ وي، د ازادو ساحو د هوا حرارت کولی شي چې د شپې په دوران کې -۵ سانتي ګرادو ته ښکته راشي.

د ځنګلي ساحې خاوره ډېره کمه او په ورو ډول سره ګرمېږي. دغه ډول قانون مندي د دوی په سوړوالي پورې هم موجود دی؛ يانې دا چې په ورو او کمې اندازې سره سړېږي. له دې امله دی چې د ځنګلي ساحې حرارتي رژيم د لوڅو ځمکو په پرتله ډېر متوازن دی.

د اوړي په دوران کې د ځنګل ساحې خاوره د ۱-۱.۵ مترو په ژوروالي سره د ازادې ساحې په نسبت سړه وي. د بشوبرت په نظر د حرارت د درجې فرق په ۶۰ سانتي مترو په ژوروالي سره د کاج جميعتونو او ازادو ساحو په منځ کې ۲.۷ درجې، د ثرب جميعتونو په منځ کې ۳ درجه، د راش جمیعتونو په منځ کې ۳.۲ درجې دی. په برعکس ډول سره د ژمي په موسم کې د ځنګلونو د ستن پاڼو او پلن پاڼو ونو ساحه د ازادې سطحې په پرتله ګرمه وي. د ځنګلي ونو د تاجونو څخه علاوه، د مړو نباتاتو فرش کولی شي چې د ژمي په موسم کې په حرارتي رژيم باندې مثبت تاثیر واچوي.

په کلني اوسط سره د ځنګلي خاورو ساحه د ۱-۱.۵ سانتي ګراد درجو پورې د ازادو سطحو په پرتله ښکته وي. د ژمي په موسم کې د هغه په پرتله د ۰.۵-۱.۵ سانتي ګراد درجو پورې يې د حرارت درجه لوړه وي.

د ځنګل په ساحه کې د خاورې د حرارت په درجې کې تغيرات د خاورې حرارت په هدایت پورې تړاو لري، کوم چې د کيمياوي خاصیت، ميخانيکي جوړښت او د خاورو له رطوبت درجو څخه يې منشا اخیستې. دغه ډول حالت د ځمکې په سمت او ميلان پورې هم تړاو لري. د مثال په ډول تخته شوې خاورې د نرمو خاورو په پرتله او وچې خاورې د مرطوبو خاورو په پرتله زياتې ګرمېږي.

له هغه مشاهداتو څخه چې تر سره شوي دي داسې توضیح کېږي چې ځوان ځنګلونه چې ډېر ګڼوالی ولري، حرارت يې ډېر کم وي. د ځنګلي ونو د عمر زياتيدو سره د خاورو حرارت هم زياتېږي. د ځنګلي ونو په منځ کې د دوهمي طبقو شتون د ونو په حرارتي رژيم باندې ډېر تاثیر اچوي. د دې ډول خاورو حرارت د هغه ځنګلونو په پرتله چې د همدې عمر ونو لرونکي وي خو دوهمي طبقه ونه لري د ۴-۵ سانتي ګرادو په حدودو کې کم اندازه ګيري کېږي.

د ژمي په دوران کې د ځنګل خاوره هيڅ یخ نه وهي او يا هم د ازادو ساحو په پرتله په ډېر کم ژوروالي له يخ کيدو سره مخ کېږي. په دې برخه کې د ونو تاجونه چې د خاورې د حرارت له ضايع کيدو څخه مخنيوي کوي او مړو نباتاتو فرش چې د تودوخې د هدایت دومره وړتیا نه لري، کولی شي چې مثبت تاثیر ولري.

د شوروي اتحاد په اروپايي سیمو کې د ثربو په جميعتونو کې لیدل شويدي چې د دوی د خاورو ساحه د ۰.۵ مترو او یا له دې څخه زيات له یخ کېدو سره مخ شويدي، ځکه چې د دې ونو تاجونو په لويې اندازې سره واوره ساتلې وه او له دې امله ده چې د ځمکې په سطحه د واورې فرش ډېر کم و.

د ستن پاڼو ونو د ځنګلونو په خاورو کې یخ وهنه داسې مشاهده شويده: د واورې اوريدنې مقدار کم وي. د ځنګلونو نه بغير ځمکو کې د واورې فرش ضخامت د ۵-۷ سانتي مترو پورې اندازه شویدی، چې په دې ډول مواردو کې هم د ځنګل په ساحې کې د خاورې یخ وهنه د ازادو ساحو په پرتله په کم ژوروالي سره واقع کېږي.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  احسان الله لمر
  • اقتصادې پیوستون-Economic Integration

    لیکنه: رحیم امین زمونږ ګران هیواد افغانستان پداسې یوه جغرافیه کې ځای لري چې غرونه ورنه چاپ…
  • همولایتیک انیمیا Hemolytic Anemia

    لیکنه: ډاکتر احسان الله احسان همولایتیک انیمیا هغه حالت ته ویل کیږي چې دوینې سره کرویات له…
  • مڼه سوداګري او مارکېټ

    لیکنه: ګل اغا احمدي د مڼو بڼوالي تر یوه حده د وردګو په سیمه کې وده کړې او د پخوانیو مروجو …
په دې برخه کې نور مطالب ځانګړې لیکنې او پیغامونه

کېدای شي دا هم ولولې

​په ځنګل باندې د کم او يا زيات رطوبت اغېزه

ژباړه: احسان الله لمر دوامدارې مودې سره وچ شرایط او يا په ناکافي اندازې سره د رطوبت موجودي…