کور پاڼه اروا پوهنه د معاصر افغانستان ستونزی، فرصتونه او حل لاری

د معاصر افغانستان ستونزی، فرصتونه او حل لاری

0 ثانیې لوستل شوې
0
619

لیکنه: محمد عارف رسولي

د معاصر افغانستان ستونزې، فرصتونه او ننګونې (دوولسمه برخه)

زموږ په ټولنیزو کارونو کې ننګونې، حل لارې
انساني ټولنې د پرمختګ لپاره د فردي ازادیو، غوښتنو، ګټو او ارمانونو ترڅنګ ګډ ټولنیز لید لوري، ګډو موخو، په ګډه د پلان کولو، ګډ کار او ټولنیزو اخلاقو، کلتور او تهذیب ته اړتیا لری. هغو بشري ټولنو چې د پورته ټولو ښکارندو په اهمیت او راز پوه شوي، ورڅخه یې ګټه اخیستې ده لوړو پوړیو ته رسیدلي، خپلواک او هوسا ژوند لري. خو هغه ټولنې او ملتونه چې د بریاوو پورته راز یې نه دی موندلی، له پورته څیزونو څخه یې ځينې او یا ټول سم نه دي خپل کړي، وروسته پاته، بیوزله او نورو ته اړ دي.
په وروسته پاته ټولنو کې کله کله ځینې خلک ښه ارمانونه لري خو ستونزه داوي چې هغه د خپلې ټولنې او ملت په ګډ لیدلوري نشي بدلولای. یا لید لوري ته هغه موخې چې د هغې ټولنې له شته واقعیتونو سره سم وي نشي ټاکلی. کله بیا هغوی خپل لیدلوري ته د رسیدو او د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګډ کار نشي کولای، یو پربل یې اعتماد او بروسه نه وي. د ستونزو د لیرې کولو لپاره، د ښو اړیکو ټینګولو، غوږ نیولو او د ستونزو د لیرې کولو لپاره د خبرو اترو، دوستانه بحث او غور په ځای یو په بل بد ګومانه وي، ځکه د ګډ کار، ګډو هڅو او غلط فهمیو د لیرې کولو اخلاق، کلتور او تهذیب یې کمزوری وي.

په ټولنیز کار کې د انساني او ټولنیزو پانګو اهمیت
په ژوند کې د بریا لپاره هر انسان ته ځینې پانګې په کار دي. دا پانګې طبیعي منابع، فزیکي منابع، انساني پانګه، او ټولنیزه پانګه یې په سر کې راځي. په اوس وخت کې چې د پوهې، بشري قوې، ټولنیزو شبکو او سازمانونو اهمیت زیات شوی دی نو انساني او ټولنیزې پانګې تر نورو پانګو هم زیات اهمیت موندلی دی.

انساني پانګه دوه اړخه لري: (۱) تخنیکي مهارتونه: ترکاڼي، انجنیري، جراح، کمپیوتر پروګرامر، اونور. (۲) نرم مهارتونه/انساني مهارتونه (یو پیچلی ترکیب): (الف) شخصي او ځاني (دهڅونې لامل کیږی)، (ب) له نورو خلکو سره د اړیکو ټینګولو سره مرسته کوي. دا مهارت موږ توانوي چې هڅاند واوسو، مثبتې انګیرنې ولرو، ژور فکر وکړو، د خپل فکر په هکله فکر وکړو، په خپلو کړو وړو، پریکړو او سوچونو باندې سوال وکړو، د نورو نظر په غور واورو او له خپلو تیروتنو او تجربو زده کړو. انساني پانګه موږ ته توان راکوي چې له نورو خلکو سره ښې اړیکې ونیسو، ورسره کار وکړلای شو او په خپل نظر یې پوه کړلای شو.

همدارنګه، ټولنیزه پانګه و نهادونو، اړیکو، نورمونو او منل شوو تګلارو ته ویل کیږي کوم چې د ټولنیزې راکړې ورکړې کیفیت او کچه ټاکي. زیاتیدونکي شواهد ښيي چې ټولنیز پیوستون د ټولنو د اقتصادي ښیرازۍ او تل پاته پرمختګ لپاره خورا زیات اړین دئ. ټولنیزه پانګه یوازې د هغو نهادونو مجموعه نه ده کوم چې په ټولنه کې شتون لري – بلکه هغه یو داسې سریښ او جاذبه قوه ده چې دټولنې خلک یو له بل سره یوځای ساتي.

د ټولنیزې پانګې په مرسته ټولنې او سیمې توانیږي چې سترو ګډو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي، سترې ګډې موخې او لرلیدونه وټاکي، تر لاسه یې کړي او په نن شرایطو کې له نورو خلکو او سیمو سره سالمه، مشروع او اړینه مسابقه وکړي. که په یوه ټولنه کې خلک ډېره لوړه انساني پانګه یا تعلیم او ښه روغتیا ولري خو ټولنیزه پانګه یې کمزورې وي نو یوپه بل تن نه ږدي، یو د بل خبره نه مني او هر څوک بیل من وي، او هر کله بیل خیال هم دې ته وايي.

افغاني ټولنېز سازمانونه له بې نظمۍ کړیږي
زموږ په افغاني ټولنه کې له پخوا عنعنوي جرګو د منازعاتو د حل او پریکړو کولو لپاره ځینې شفاهي کودونه او کړنلارې لرل، خو دا جرګې ټول شموله نه وې، یوازې ځینو قومي مشرانو پکې برخه اخیستله، د پرمختیایي کارونو او بې وزلۍ ورکولو په اړه یې کومه مشارکتي پروسه او کوم پروګرام نه درلود. دا پخوانۍ کلیوالي جرګې که څه هم ښه افغاني دود وو، ځینې ښې ګټې یې لرلې خو د اوس وخت لپاره د ټولنو د جوړولو، ودې او پرمختګ لپاره نوو معیارونو ته اړتیا ده. نن ټولنیز او مدني سازمانونه، قومي شوراګانې باید په پرمختیایي پروسه کې باید مشارکتي او ټول شمول رول ولري، ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي، د کلتوري ویښتیا او عامه پوهاوي په برخه کې کار وکړي، د روغتیا، چاپیریال ساتنې، د بیوزلۍ ورکولو، مالي خدمتونو ته دلاسرسي، د دولتي چارواکو څخه د خدمتونو او پرمختیایي کارونو غوښتنه او ورسره مرسته د خپلو خلکو د همکارۍ په جلب او مشارکت کې مرسته وکړي ترڅو په کارونو کې روڼتیا زیاته او اغیزې یې زیاتې شي.

زموږ په زیاتو یاد شوو مدني ټولنو او قومي شوراګانو کې ستونزه داوي چې، هغوي ته پته نشته چې څه ته اړتیا لري او په کوم څه نه پوهیږي. نو ځکه دوی د خپل ځان او خپلو غړو لپاره د مشورې او کوم ټریننګ اړتیا نه ویني. له کوم وړتیا لرونکی کس څخه نه غواړي چې د چارو په سمون کې د هغوي غړو ته کومه زده کړه او ټریننګ ورکړي. د کډ کار، کړنو او اخلاقو په کود هغوی بلد کړي. نو هلته بیا د لاسته راوړنو هیله کمه وي.

موږ ته ورته د زیاتو وروسته پاته تولنو بله ستونزه دا وي چې د ګډ ټولنیز کار لپاره د پلان کولو کومه مشارکتي پروسه، کومه لایحه او مقررات نه رامنځته کوي. که دهغوي کوم غړی کومه لایحه جوړه هم کړي ورباندې عمل نه کیږي. پایله داشي چې، هغوي ډېر څه نشي ترلاسه کولای. د لاسته راوړنو او بریاوو د نشتون له کبله هغوي بیا یو بل ملامتوي او هیڅوک ملامتي نه مني.

نو ځکه زموږ په ټولنیز چاپیریال کې د یادو ټولنو د غړو ارمانونه د تشو خوبونو او خیالونو په کچه پاته شي، موخې او اهداف یې ناهیلي کوونکي وي، د ټولنو لپاره د کار کومه لایحه نه وړاندې کیږي او که شتون ولري څوک ورباندې عمل نه کوي. همدارنګه، دهغوی د ګډ کار هڅې په بیځایه ناندریو اوړي، او ټولنیز اخلاق او کلتور یې د ځان غوښتنو او انانیت څخه ډک وي. کله کله د ځینو اړتیاوو له مخې، او یاله نورو سره د سیالیو په اساس بې له سمو ارزونو، او پرته له اړینه پلان څخه نن یوه او سبا بل کار ته لاس اچوي، خو د پورته کمښتونو په اساس کوم سم کار نشي ترسره کولای. بیا نو ناهیلي شي، یو اوبل ملامتوي او ترډېره د څه کولو انرژي ورڅخه واخیستل شي.

افغاني ټولنه چې یوه وروسته پاته، شخړو وهلې، او دودیزه ټولنه ده، ډېری خلک یې نالوستي دي، نو په پورته مسئلو باندې سم عامه پوهاوی ورته خورا اړین خو ستونزمن کار دی. زموږ په ټولنه کې چې خورا زیاتې مدني ټولنې، خوځښتونه، قومی شورا ګانې او مسلکي او ادبي انجمنونه راټوکیدلي دي، ځینې به یې ښې لاسته راوړنې ولري، او هیله ده چې لا نور پرمختګ به هم وکړي. خو باید ومنو چې لا نورې زیاتې ټولنې د یادو کمښتونو تربدې اغیزې لاندې هم راغلې دي که ورته پام ونشي ښه فرصتونه به له لاسه ورکړو. که یو ځلې زموږ عام ولس د لاسته راوړنو او ګټو په ځای د دې کمښتونو له کبله د دې ټولنو او خوځښتونو له ناندریو او ستونزو ستړی شو بیا به یې ګټې خورا کمې شي او کیدای شي په ځینو ځایونو کې به د خیر په ځای تاوان پیښ کړي.

زموږ د ټولنې اړین کارپوهان که د یوې وړې شورا، مدني ټولنې او که د یوه ستر خوځښت په کچه وي باید دا ټولې ښکارندې پخپلو ټولنو کې ښې وارزوي، په کمښتونو ځان او نور خلک ښه پوه کړي او په ځانونو کې سمون او رغنده بدلون راولي. موږ باید د لید لوري، موخو، ګډ کار، دکار پلان، د ګډ کار اخلاق او کلتور ټولو ته ژمن و اوسو او رامنځته یې کړو.

د ګډ کار کلتور او اخلاق
دا یوه له پیچومو ډکه پروسه ده، راز راز اړخونه او پیچلي لاملونه لري او د سمون لارې چارې یې هم ډول ډول دي، او په یوه مقاله کې د هغو د پوره شننې او روښانتیا امکان نشته. د مقالې په باته برخه کې به خپله پاملرنه یوازې د ګډو ټولنیزو هڅو او لاسته راوړنو په مخ کې د انانیت، ځان غوښتنې، منفی فکر لرلو، او ګډ کار کلتور نلرلو خنډ او کمښت ته واړوو. دا ځکه چې یاد کمښت ترټولو زیات مضر دی او د ټولنیز کار په هر پړاو کې موږ له ستونزو سره مخ کوي.

کله چې د کوم خوځښت، ټولنیزسازمان، مدني ټولنې، مسلکي انجمن او یا کومې قومي شورا په لیکو کې ځینې ځان غوښتونکي او یا منفي فکر لرونکي خلک شتون ولري هغوي هر شي ته د خپلو ګټو له کړکۍ او منفی نظره ګوري. که لید لوری او یا موخې ټاکل کیږي دوي چې کوم ستر ټولنیز ارمان نلري نه یوازې په لنډ مهاله کارونو باندې ټینګار کوي بلکه د لوړو ارمانونو او موخو لرلو مخه ډب کوي. دا خلک د خپل طبیعت له مخې هیڅ کوم مثبت ټولنیز کار، نوښت، او د خیر ښیګڼې کومه لاسته راوړنه نلري او که نور خلک لوړ ارمانونه ټاکي او ورته کار کوي، لاسته راوړنې لری دوی ته رخه، کرکه او حسد پیدا کیږي او په یوه او بله بانه یې مخه نیسي. د ځان غوښتونکو او منفي فکر لرونکو خلکو دا خاصیت تل د ناندریو سبب ګرځي، د ورورولۍ، ملګرتیا، ګډ کار، او ګډو هڅو مخه نیسي او د ټولنې طلایي وخت ضایع کوي.

له هغوي ځینې تل وایي چې د خدای رضا یې هدف دی خو که کوم سم کار وکړي تل ستیایل غواړي. په داسې حال کې چې هغه څوک چې په رښتیا د الله تعالی رضا غواړي ویریږي چې که خلک ورته شاباش ووایي ثواب به یې کم شي نو د خلکو د ستایلو زیاته پروا نلري. په یوه حدیث کې راغلي چې د محشر په ورځ به لمړی هغه عالمان، قاریان او ځینې نورې ډلې چې به ژوند کې یې تل هڅه دا وه چې، وستایل شي د الله تعالی لخوا مخاطب شي چې دوی په دنیا کې زیاته پاملرنه او د خلکو تحسین تر لاسه کړی دی نو له اخروي اجر او ثواب څخه به محروم وي.

د ټولنو او ټولنیزو سازمانونو لخوا د ښو ټولنیزو خدمتونو ترسره کول باید وهڅول شي، او ټولنیز خدمتګاران باید وستایل شي او دا ځکه ګټور کار دی تر څو د دې خلکو انرژي لازیاته او نور خلک هم ښو کارونو ته وهڅول شي. خو دا کار باید په سمه توګه وشي او زموږ د ټولنیز مسوولیت منلو، او خپل وجدان د روزنې داعیې ته تاوان پیښ نکړي. له بلې خوا ټولنیزو فعالانو ته هم په کار ده چې د کوم ښه کار، ټولنیز چوپړ په کولو د چا د ستایلو تمه ونکړي. ځکه که دا کار زیات شي نو هرڅه به د ځان ښودنې او ریا لپاره وي، خدایي خدمت به کم شي او د ټولنیزو فعالانو قدر به هم ورک شي او خلک به داسې انګیري چې ځان ښیي او ریا کوي.

اړینه ده چې ټولنیز سازمانونه، مدني ټولنې او قومي شوراګانې له یوې خوا د ځان او د خپلو غړو لپاره مسوولیتونه وټاکي، د هغو په اساس و ارزول شي، د ښه ټولنیز چال چلند لپاره ټولنیز کلتور او ټولنیز اخلاق رامنځته او په کلکه ورته ژمن پاته شي. که د ځانګړو سترو ټولنیزو خدمتونو او لاسته راوړنو ستاینه او قدردانی کوي، خو د هغو ترڅنګ په خپلو لیکو کې د مسوولیت منلو، له لاسته راوړنو د خوند اخیستو، ښه وکړه او هیر یې کړه، د قربانۍ او کار په وخت په لمړي سر کې او د امتیاز په وخت په اخر کتار کې اوسه کلتور تقویه کړي.

ځکه موږ پوهیږو او یو نړیوال منل شوی حقیقت دی چې، د خلکو د ستونزو کمول او د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول زموږ انساني او اسلامي دنده، مسوولیت او دین دي. نو ځکه انسانانو ته ښايي چې هر مثبت کار او هڅه د تحسین او ستاینې لپاره نه بلکه د مسوولیت منلو او شخصي تندې د ماتولو، د خپل وجدان ارامولو، د لاسته راوړنو څخه د خوند اخیستو او په پایله کې په خبرو کې نه بلکه په عمل کې د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو لپاره وي. که دا روحیه او کلتور په ټولنیزو فعالانو کې خوره شي، دخلکو په شاباش او ستاینو ته زیات ونه ګوري نو یوه ښه ټولنه به مو رامنځته کړې وي.

که غواړو چې د ځان غوښتلو او منفي فکر عادتونه پخپله ټولنه کې راکم کړو، نو باید په ځای یې د غوره ټولنیزو اخلاقو او کلتور ته لکه: ښه وکړه منت او احسان مه اچوه، ښه وکړه هیر یې کړه، ښه وکړه اوبو ته یې واچوه او نورو ته وده ورکړو او تقدیر یې کړو. همدارنګه، باید ځانونه داسې وروزو چې، په ټولنیز عدالت، پرمختګ، او ټولنیزو غوره بدلونونو د تندې ماتولو څخه خوند واخلو او د ځان عادت یې کړو او هم یې نورو خلکو ته معرفي کړو.

باید موږ په خپلو ټولنیزو اخلاقو کې خلکو ته په تیره بیا ځوان کهول ته وښیو چې رښتیا نۍ میړانه، ویاړ او فخر داده چې د کار او قربانۍ په وخت په مخ کې او د امتیاز په وخت د ټولو تر شا وي. د شهرت او خپلو ګټو لپاره نه بلکه د خپل دیني او انساني مسوولیت د ترسره کولو، د خپل بشري وجدان د تربیې او ارضاه لپاره، او د الله تعالی د رضا خپلولو او د اړونده غوره کلتور په رامنځته کولو او غښتلی کولو کې هڅه او هاند وکړي.

پوهیږو چې انسان پیژندګلوۍ او قدردانۍ ته خوشالیږي خو بیړه نه ده په کار، موږ ته نه ښایي چې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو وړاندې د خلکو ستاینو ته خوشاله شو. د پرمختیایي او ټولنیزو علومو پوهان وایي چې تر کره مثبتو پایلو مخکې چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، د خلکو د ستاینې مرحله په ټولنیز کار کې ترټولو خطرناکه مرحله ده. ځکه په دې مرحله کې د خلکو هیلې زیاتې شوې وي، ټول ورته ځیر شوي وي، که ټولنیز کار کوونکي یوازې په ستایلو خوشاله شي او نورې اړینې هڅې پریږدي نو لاسته راوړنې به ونلري، زربه خلک ورڅخه مخ واړوي او بد به ورته ښکاره شي. ځکه د خلکو د غوښتنو او هیلو مدیریت خورا اړین او خورا ستونزمن کار دی.

ډېری خلک په اخر کې واقعي خدمتګاران پیژني د بیړې اړتیا نشته. که څوک په رښتیا، بې له ځان ښودلو، شخصي ګټو لرلو او په پاک نیت د خلکو خدمت وکړي او ښې پایلې لاسته راوړي نو خلک هم هوښیار دي او مننه یې کوي. که چا مننه ونکړه، نو زموږ وجدان به ارامه شوی وي، له ټولنیز خدمت څخه به مو روح ارامه شوې وي او خپله انساني دنده به مو ترسره کړې وي. دا کار به زموږ انسانیت تکمیل کړي چې ترټولو لوړ ارمان دی.

د پام وړ ځینې سپارښتنې
دلته یو څو بنسټیز اصلونه شته چې که په نظر کې ونیول شي کیدای شي د ټولنیزو سازمانونو په کار کې پرمختګ راشي، ناندرۍ کمې، د ځان غوښتنو او انانیت ستونزه تر یوې کچې تر کنترول لاندې راشي. په لاندې توګه ځینې یادیږي:

  1.  زموږ ټولنې او شوراګانې باید د ګډ لید لوری لرلو، ګډو موخو ټاکلو، پلان کولو، د خپلو کاري وړتیاوو د ارزونې او لوړولو کلتور رامنځته کړي او پلي کولو او مراعات ته ېې ژمن پاته شي.
  2. اړینه ده ښه اړونده مقررات جوړ، پلي او پخپلو مدني ټولنو او شوراګانو کې په کلکه ورباندې عمل وکړو.
  3. مدني فعالان، دعوتګران، د غوره ټولنیز بدلون لپاره ټولنیز کارکوونکي که په رښتیا روڼ اندي وي، د الله رضا غواړي، ستونزه یې درک کړې وي، ورڅخه کړیږي، د ټولنیز پرمختګ لپاره تنده لري نو باید د کار په وخت کې په لمړي کتار او د امتیاز په وخت کې په اخر کې وي.
  4. که دا روڼ اندي داسې یو ماحول رامنځته کړي، چې خلک له ګډو لاسته راوړنو خوند واخلي، په ټولنیز غوره بدلون خوشاله شي، په ټولنیز عدالت، خلکو ته په خدمتونو او ګد کار یې تنده ماته شي نو بیا به د هر واړه او غټ کار په بدل کې د فردي او ګروپي ستاینو منفي مسابقه، یا له نظره غورځول، منفي سیالۍ، ځان غوښتنې، ریا کارۍ کلتور کمرنګه شي او ټولنیزې ناندرۍ په ګډ خوند او ګډو لاسته راوړنو ته ځای پریږدي.
  5. پوهیږو چې انسان پیژندګلوۍ او قدردانۍ ته خوشالیږي خو بیړه نه ده په کار، ډېری خلک په اخر کې واقعي خدمتګاران پیژني. که څوک په رښتیا، بې له ځان ښودلو، شخصي ګټو لټولو او په پاک نیت د خلکو خدمت وکړي نو خلک هم هوښیار دي او مننه یې کوي.
  6. که څوک په رښتیا د الله تعالی رضا غواړي نو بیا که چا یو رښتیني تولنیز چوپړ کوونکی او د قوم خادم و نه ستایه باک نشته د خدای رضا د هغه لپاره بس او ترټوله ښه ده.

د یوه سوکاله، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله
محمد عارف رسولي
کابل – افغانستان

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  محمد عارف رسولي
په دې برخه کې نور مطالب اروا پوهنه

کېدای شي دا هم ولولې

په اوس وخت کې لویه جرګه نه د قانون پلي کول د حل لاره ده

لیکنه: محمد عارف رسولي سریزه په دې وروستیو اونیو کې د هیواد یو شمیر کسان غونډې او تبلیغات …