ليکنه: پوهنيار مسعود موحد – د ننګرهار پوهنتون استاد

لنډيز

کرنه د هېواد د ملي عايد يوه لويه برخه تشکيلوي چې له نيمايي څخه زيات وګړي په دې سکتور کې بوخت دي، همدارنګه په خوراکي خونديتبو کې ډېر رول لري، ځکه نو د دې سکتور هر اړخيزه او پآئيداره پراختيا لپاره مهمه ده چې ښې پاليسۍ جوړې او عملي شي. کرنيزې پاليسۍ د هېواد د داخلي کرنې او د کرنيزو توکو صادراتو په اړه قوانين دي. ښه کرنيزه پاليسي هغه ده چې په علمي شواهدو استواره وي. کرنيزې پاليسۍ په درې ډوله دي: د بازارموندنې پاليسۍ، ساختاري پاليسۍ او د قيمت پاليسۍ. د ۱۳۸۰ کال راهيسې د کرنې لپاره په هېواد کې مختلفې پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړې شوي چې تر ټولو وروستۍ يې د کرنې ملي پراختيا چوکاټ په نامه ياديږي چې څلور برخې لري: اقتصادي بيا رغوونه، د بدلون مديريت، د کرنيزو محصولاتو او توليداتو زياتوالی او د طبعي زېرمو مديريت. د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کرنيزو پاليسيو جوړولو لپاره له درې شېوو څخه کار اخستل شوی چې عبارت دي له: توليدي شېوه، پراختيايي شېوه او د بازار محورۍ شېوه.

د هېواد د کرنيزو پاليسيو په جوړولو کې مختلفو بهرني عاملينو ونډه اخستې چې مهم يې د اسيايي پراختيايي بانک، يوسائيډي او جهاني بانک متخصصين دي چې د دوی لخوا جوړې شوې پاليسيو ډېرې برخې له يوه او بل سره تضاد دي. د پاليسيو په جوړولو کې د اهدافو ټاکل ډېر کليدي رول لوبوي او د داسې اهدافو ټاکل چې عملي نه وي او واضحه نه وي د پاليسيو د ناکامۍ لامل کيږي. پاليسي نه يواځې بايد په کاغذونو کې پاتې شي، بلکې بايد د عملي کولو او د پاليسيو د اهدافو لاسته راوړلو لپاره بايد جدي اقدامات ترسره شي. د هېواد د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په شته پاليسيو کې د اوږده مهال او لنډ مهاله اهدافو لاسته راوړنه ګونګه ده چې د کرنې په پراختيا اغېزه پرېباسي.

سريزه

کرنه د کلیوالو سیمو ۸۵٪ څخه تر۹۰٪ وګړي په کرهڼې او مالدارۍ بوخت دي او د ټول هیواد ۷۶٪ وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. په دې وروستیو کلونو کې کرنه او مالداري د افغانستان ۲۵٪ ناخالصه کورني تولیدات په بر کې نیسي. که څه هم، د تیرې درې لسیزې جګړې له امله د کرهڼې او مالدارۍ سکټور خورا ډیر زیانمن شو خو د څو کلنو راهېسې حکومت، ښکیلو اړخونو او بزګرانو ډېرې هڅې کړي دي چې د کرهڼې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت په وده کې ډیره پاملرنه وکړي او دغه کار ئيٍ په خپل لومړیتوب کې نیولی دی. سربیره پر حکومت، نوموړې برخې د نړیوالو بلاعوضه مرسته کوونکو پاملرنه هم ځانته راړولې ده. په افغانستان کې د کرنیز اقتصاد پرمختګ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډیر تاکید کیږي ځکه چې دواړه برخې په کور دننه تولیدي توکو او لګښت په برخه کې په ځانګړۍ توګه د ټول هیواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.

کرنه همدارنګه د کليوالي او د لرې پرتو ساحو د کم عايده او غريبو خلکو په ژوند کې خورا ارزښت لري. ځکه نو په کرنه کې د مناسبو پاليسيو رامنځته کول د هېواد د اکثريت خلکو په ژوند کې د بهبود راوستلو او د ژوند د معيار کچې لوړولو لپاره ډېره اړينه ده. کرنې د هېواد په اقتصاد کې ډېر ارزښتمن رول لوبولی دی. د دې سکتور موَثريت د ډېرو فکتورونو او يا هم کرنيزو عواملو لکه مېکانيزه کېدنه، د ځمکو اصلاح، تنظیم شوي مارکيټونه، د پورونو تهيه، ابياري، حشره وژونکي، سرې او تمويوونکو ادارو پورې اړه لري. په هېواد کې د صنعت سکتور اکثره فابريکې مستقيماً د کرنې پورې اړه لري. د هېواد اکثره صادرات کرنيز توکي تشکيلوي.

کرنه د لاندې ذکر شويو دلايلو په اساس د هېواد د اقتصاد د ملا تير تشکيلوي:

  • ۱) د هېواد د ملي عايد يوه لويه برخه (۲۵٪)  تشکيلوي.
  • ۲) د هېواد د نيمايي څخه زيات وګړي په کرنه کې بوخت دي.
  • د نورو سکتورونو او په ټوله کې د هېواد اقتصادي رشد د کرنې رشد پورې اړه لري.

له دې علاوه کرنه د هېواد د لوی اکثريت د خوړو د خونديتوب او د معيشيت منبع ده.  

لومړی شکل: په ناخالصه کورني توليد کې د کرنې او مالدارۍ ونډه

                      منبع: http://investinafghanistan.af

ښه پاليسي هغه پاليسي ده چې معقوله وي او د علمي شواهدو ملاتړ له ځانه سره ولري، همدارنګه بايد د سياسي ملاتړ درلودونکې هم وي. دغه څېړنيزه مقاله د هېواد د اوسنيو کرنيزو پاليسیو او پروګرامونو ته يوه عمومي کتنه کوي او د تطبيق امکانات يې  تحليلوي.

تېرو ليکنو ته کتنه Review of literature

پ. ادم (۲۰۱۰) په خپله څېړنيزه مقاله (پاليسي سازي در زمينه انکشاف زراعتي و دهات) کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کليو د پراختيا وزارت جوړې شوي پاليسۍ تر څېړنې لاندې نېولې دي. نوموړې جوته کړې چې د دواړو وزارتونو پاليسۍ د بهرنيو عاملينو تر اغېزې لاندې راغلې، په دې مانا چې دې وزارتونو ته جوړې شوې پاليسۍ او ستراتيژيانې د بهرنيو مشاورينو لکه د اسيايي پراختياي بانک او د يوسائيډي مشاورينو په مرسته جوړې شوي، چې اکثره يې له يو او بل سره تضاد دي. نوموړي همدارنګه ښودلې چې د پاليسيو په جوړولو کې له درې ډوله شېوو: توليدي شيوه، پراختيايي شېوه او بازار محوره شېوې څخه ګټه پورته شوې.

Degish Shah او Kerti Chauhan په څېړنيز راپور Agricultral Policy and Development in India کې د کرنيزو پاليسيو درې ډولونه ښودلې چې عبارت دي له ساختاري پاليسۍ، د بازار پاليسۍ او د قيمت پاليسۍ. نوموړي په دې تاَکيد کړی چې د کرنيزو پاليسيو په جوړولو کې بايد د مهمو توکو صادراتو لوړولو او د هېواد په داخل کې د نرخونو نوسانانو کموالی په نظر کې ونېول شي.

Jonathon Brooks  په خپله Agricultural Policy in Developing Countries; A Synthesis کې د کرنيزو پاليسيو په جوړولو کې د اوږده مهال او لنډ مهال موخو ځای په ځای کولو اړتيا ته اشاره کړې. ده کرنيزې پاليسۍ په دوو يادو نوعو وېشلي چې دواړه يې د کرنې دوامداره پرمختګ لپاره اړينې بللي.

اهداف

د هېواد د اوسنی کرنيزو پاليسيو پېژندنه او هر اړخيزه تحليل

د کرنيزو پاليسيو د جوړېدو او تطبيقولو نېمګړتياوې په ګوته کول او د موَثرو او ګټورو پاليسيو وړانديز

مواد او کړنلاره

د دې ليکنې بڼه پر کتابتوني مېتود ولاړه ده چې په اړه یې ګټور معلومات د داخلي او بهرنيو باوري سرچينو، څېړنېزو مقالو او اثارو څخه راټول او د مقالې په وړ ځايونو او مختلفو برخو کې ځای پر ځای شوي دي. د ليکنې ژبه د پوهېدولو وړ ده او لوستونکي کولی شي چې په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلي.

پايله او مناقشه

کرنيزې پاليسۍ د يو لړ هغه قوانينو او اوصولو مجموعه ده چې د يوه هېواد د داخلي کرنې او د بهرنيو کرنيزو توکو د وارداتو پورې اړه وي. حکومتونه عموماً کرنيزې پاليسۍ د داخلي کرنيزو توکو د بازارونو د استحکام اړونده د ټاکلو پايلو ترلاسه کولو لپاره کاروي. د کرنيزو پاليسيو سروکار د کرنې، اقتصاد او ټولنې ترمنځ د اړيکو سره وي. (Britanica)

د هېواد کرنيزې پاليسۍ د کرنې وزارت تر چتر لاندې جوړې شوي. د کرنې وزارت په هېواد کې د ډېرې سابقې برخمن دی. دا وزارت په ۱۹۳۰ م کال کې جوړ شوی او دمګړۍ له لسو زرو په ډېر شمېر کارمندان لري. دغه وزارت په مختلفو وختونو کې مختلف نومونه خپل کړي چې اوس مهال د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پنوم ياديږي. له جنګونو وړاندې د دغه وزارت پاليسۍ د هېواد د پنځه کلنو ملي پلانونو عمده برخې تشکيلولې. خو په دغه وزارت کې په مستقل او اساسي ډول پاليسۍ جوړونه په ۱۳۸۰ کال کې د ملي پراختيايي چوکاټ او په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د کرنې سکتور بيارغوونې پنوم پاليسي چې د اسيايي پراختيايي بانک لخوا ترسره شوې په بر نيسي. دغه دواړه سندونه څو څو وارې سره تغير او اصلاح شوي چې بالاخره په ۱۳۸۲ کې د کرنې د پاليسۍ په نوم تصويب شوي دي. په ۱۳۸۳ هـ کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت يو ماستر پلان جوړ کړ چې په همدې کال نشر شو. د کرنې وزارت د عمده پاليسيو او سندونو څخه په لاندې ډول يادوونه کولی شو:

۱۳۸۰ : د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختيا ستراتيژي (مسوده)

۱۳۸۱: د افغانستان د کرنې سکتور بيارغوونه (اسيايي پراختيايي بانک)

۱۳۸۲: د افغانستان د کرنې سکتور او طبيعي سرچينو د بيارغوونې د ستراتيژۍ او پاليسۍ چوکاټ چې په همدې کال کې تصويب شو.

۱۳۸۳: د ۱۳۸۳ کال ماستر پلان

۱۳۸۵: د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژۍ لپاره د کرنې ستراتيژي (۲۸ حوت، ۱۳۸۵ کال)

۱۳۸۷: د کرنې د پراختيا ملي چوکاټ

پورته ذکر شوې پاليسۍ جوړولو او تطبيق کې مختلفې ستونزې راولاړې شوي دي، د بېلګې په توګه: دغه ستراتيژۍ د بهرنيو عاملينو په واسطه جوړې شوې دي او يا هم د وزارت د بهرنيو مشاورينو په واسطه جوړې شوي چې دغه بهرنيان په خپلو کې هم سره متفاوت نظرونه درلودل.

په پورته پاليسيو کې د کرنې د پراختيا ملي چوکاټ تر نورو هغو ډېر هر اړخيزه دی چې اوس هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تقريباً ټول فعاليتونه د همدې پاليسۍ په چوکاټ کې ترسره کيږي. مخکې له دې چې د کرنې د پراختيا په ملي چوکاټ په تفصيل سره وغږيږو، د کرنيزو پاليسيو جوړولو په اهدافو او د دې اهدافو په اساس په هغه فکتورونو باندې رڼا اچوو چې د يوې ښې کرنيزې پاليسۍ په جوړولو کې بايد په نظر کې ونېول شي.

د کرنيزو پاليسيو اهداف

په کرنه کې پاليسۍ عموماَ د چارو د ښه سمون او د فعاليتونو په اسانه ډول ترسره کولو په منظور جوړيږي. نن ورځ، په اکثره هېوادونو کې د کرنيزو پاليسيو په ډېر شمېر اهداف وجود لري چې عبارت دي له:

  • د بزګرانو د عايداتو لوړوالی
  • د کروندګرو په عوايدو کې د نوساناتو له منځه وړل.
  • په ملي او بېن المللي بازارونو کې د کرنې سکتور د توکو د رقابت لوړوالی
  • په مناسبو بيو په ښه کيفيت د خوراکي توکو د تهيه کولو يقيني کول.
  • د خوراکي خونديتوب رامنځته کول
  • په هېوادونو کې د انرژۍ د تاَمين د اهدافو حمايه کول
  • د طبعيت خونديتوب او د حېواناتو د مختلفو نوعو ساتنه
  • د کلتوري لېنډسکېپونو (کلتوري-طبعي ښکلو کرنيزو سرچينو) ساتنه
  • په کليوالي ساحو کې د خلکو د ژوند ښه والی

د پاليسيو لپاره د داسې اهدافو ټاکنه چې د اندازې وړ، ترلاسه کېدونکي او واضحه کوي د پاليسيو د ډيزاين لومړنۍ مرحله ده، خو د پاليسيو لپاره ټاکل کېدونکي ټول اهداف به ډېره ستونزمنه وي چې په اسانه د اندازې وړ او واضحه وټاکل شي. (Frank van Tongeren)  

په افغانستان کې د کرنې پراختيا په وړاندې ستونزې

د افغانستان د هر اړخيزه ټولنيزې او اقتصادي پراختيايي ټولو پاليسيو لپاره د کرنې هر اړخيزه پرمختګ مرکزي او مهم رول لوبوي. تېرو څو لسيزو جګړو د هېواد کرنه ډېره زياته اغېزمنه کړې. د جګړو وړاندې مونږ په اکثره کرنيزو توکو کې په ځان بسيا وو او د وچو او تازه ميوو په شمول مو د ځېنو نورو مهمو کرنيزو توکو صادرات هم درلودل. جګړو د هېواد د نورو سکتورونو سره سره د کرنې سکتور هم  خورا اغېزمن کړ. د هېواد د کرل کېدونکې ځمکې درېيمه برخه د ابيارۍ د ساختمانونو او زېربناوو د خرابېدو له امله له کر څخه پاتې شوه. خو په تېرو پنځلسو کلونو کې افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شاهد وو، که څه هم په اکثره مهمو خوراکي او نورو کرنيزو توکو کې لا په ځان بسيا شوي نه يو، خو کرنيز توليدات مو د پام وړ ډېر شوي دي. د هېواد د کرنې د دې پرمختګ او په اقتصادي پراختيا کې د کرنې ډېر عمده رول سره سره مو کرنه لاندې ذکر شوي ګواښونو سره مخ ده:

  • د کرنې توليد او توليد ګټورتوب کې د لوړوالي رامنځته کول، ترڅو په تيزۍ سره د زياتيدونکي وګړو لپاره د خوړو خونديتوب يقيني شي او هم د صادراتي توکو اندازه لوړه شي.   
  • په کليوالي سيمو کې سوَتغذيه، غربت او د بې روزګارۍ ستونزو ته حللاره وموندل شي.
  • په کرنه کې د فصلونو تنوع رامنځته کول، د باغدارۍ په پرمختګ کې تېزوالی، د شاتو مچيو روزنه، د حېواناتو روزنه، مرغداري او د مهمو پروسس کوونکو او بازاريابۍ نورو دندو ترسره کولو بنسټونو رامنځته کول.
  • د تکنالوژۍ انتقال او د بزګرانو خصوصاُ کوچنيو بزګرانو او ښځينه بزګرانو او د کليوالي ساحو د نورو بېوزله طبقو لکه قبايلو د ظرفيت لوړونې اړتياوو رابرسيره کول تر څو د دوی د کروندو د ګټورتوب کچه لوړه شي او عايد يې لوړ شي.
  • بزګرانو ته د مهمو او اساسي توليدي عواملو تهيه کول.
  • د کرنيزو کوپراتيفونو او اتحاديو فعاله ګرځول تر څو کريډيټ، د توليد عوامل، ترويج، بازاريابۍ خدمات او د پروسس کولو خدمات وړاندې کړي.
  • د کرنې پراختيايي پروګرامونو او د کليو پراختياي پروګرامونو کې د غېر دولتي ادارو او موسساتو شاملول.
  • د بزګرانو او کرنيزو محصولاتو پروسس کوونکو کې د معياري اګاهۍ رامنځته کول او د کرنيزو محصولاتو معياري کول.
  • د نويو رابرسيره کېدونکو ګواښونو او ننګوونو په وړاندې درېدو لپاره، بايد نوي پاليسۍ رامنځته شي تر څو د کرنې اقتصادي ګټورتوب ګړندی شي. پاليسۍ بايد د عامه پانګوونې، زېر بناوو پراختيا او شخصي پانګوونو ته مساعده فضا رامنځته کړي. دا به د کرنې پرمختګ او په کليوالي ساحو کې د عوايدو زياتوالي چې په کليو او لرې پرتو ساحو کې د ژوند د سطحې ښه والي لامل وګرځي.
  • د بزګرانو د ټولنې اقتصادي لوړتيا، خصوصاُ د کرنيزو مزدورانو، کوچنيو کروندګرو، ښځو، او د قبايلي او لرې پرتو ساحو خلک به زمونږه رقابتي برتري هغه وخت په بشپړ ډول وکارول شي چې مونږ غلې دانې، مېوې، سبزيجات او صنعتي توکي صادر کړو.
  • د بزګرانو او پروسس کوونکو کې د ښه کېفيت توليد او پروسس کولو حس ته پراختيا ورکول.

له دې علاوه لاندې ذکر شويو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه په کار ده:

د ځمکو اصلاحات:

د لويو، متوسطو او کوچنيو ځمکوالو ته د ځمکو د ملکيت حقوقو ورکړه، همدارنګه د ښو حاصلخېزو کرنيزو ځمکو بدلون په غېر زراعتي ځمکو بايد مخه ونېول شي.

د توليدي عواملو تهيه

په کافي اندازه او په مناسب وخت د ښه کېفيت لرونکو توليدي عواملو لکه تخم، سرې، او کرنيزو افزارو او ماشينرۍ تهيه کول بزګرانو ته په مناسبو نرخونو بايد دولت د اولويتونو څخه وي. د ښه کېفيت لرونکې، سرټيفايډ تخمونو په کافي اندازه تهيه کول. کوښښ بايد دا وي چې د توليدي عواملو په تهيه کولو کې د کوپراتيفونو ونډه زياته شي. په لويه کچه د خاورې ټېسټ کولو په اساس بايد د بلانس شوې سرې څخه د اعظمي ګټې اخستنې طريقې مروجې شي.

د اوبو اداره کول:

د سيندونو اوبو کارونې ته خاصه پاملرنه بايد وشي. همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو په داسې ډول کارول چې راتلونکو نسلونو ته زيان ونه رسيږي. د اوبو د منابعو څخه د کروندې د اوبو لګولو لپاره کارول تر څو د اوبو لګولو د پوتنسيال څخه په اعظمي ډول ګټه پورته شي. د اوبو د منابعو څخه د اغېزمنې ګټې اخستنې لپاره د اوبولګولو د عصري تخنيکونو څخه په کرنه کې ګټه اخستل ته بايد په کرنيزو پاليسيو کې ځای ورکړل شي.

پورونه:

د کرنې د پراختيا لپاره يو هدف بايد د کرنې سکتور ته کافي، په وخت او په مناسبه ربحه د قرضو تهيه وي. دولت بايد کوچني او متوسط بزګران په لوی شمېر په نښه کړي او د اړينو سازماني ساختارونو له لارې په ښه شکل بايد پورونه تهيه کړي.

د کرنيزو پاليسيو نوعې:

کرنيزې پاليسۍ په درې ډوله دي: د کرنيزو قيمتونو پاليسۍ، ساختاري پاليسۍ او د بازارموندنې پاليسۍ. د کرنيزو قيمتونو پاليسي د هغه قيمتونو پورې اړه لري چې بزګران يې د خپلو توليداتو لپاره ترلاسه کوي، همدارنګه هغه قيمتونه چې د تبادلې وېش په نورو مراحلو کې ترلاسه کيږي. دغه پاليسۍ عموماً په فارم کې د محصولاتو په قيمت راڅرخي او په ټوله کې د کرنيزو قيمتونو په ثبات تاَکيد کوي. ساختاري پاليسيانې عموماَ په دې خاطر جوړېږي تر څو د کرنيزو توليداتو اندازې، سايز، د فارم ابزار او همدارنګه کليوالي زېربناوې لکه برېښنا، د اوبو تهيه، ښوونه او روزنه او مشورتي خدمات اصلاح شي.

د بازارموندنې پاليسيانې د بزګر او مصرف کوونکي تر منځه د محصولاتو د وېش په ځنځير کې په بدلونونو پورې اړه لري. د بېلګې په ډول، د بازاريابۍ د داسې اتحاديو رامنځته کول چې کنترول يې تر ډېره پر موَلد پورې وي او د بازاريابۍ د مصارفو کمول هم د دې پاليسۍ برخه ده.

د کرنيزو محصولاتو لپاره د دولت لخوا د قيمتونو پاليسيو عمده هدف د موَلدينو او مصرفوونکو په ګټو او په ټوله کې د ټول هېواد په اقتصادي ګټو راڅرخي. د قيمتونو ګټوره او مؤثره پاليسي د اکثره کرنيزو محصولاتو لپاره د اقتصاد مختلفې اړتياوې په بر کې نيسي لکه:

موَلدينو ته د مختلفو امتيازاتو ورکول تر څو اصلاح شوي تکنالوژي پلې کړي.

د دې يقيني کول چې د ځمکو، اوبو او نورو توليدي سرچينو څخه په معقوله توګه کار اخستل کيږي.

د قيمتونو پاليسيانې په ټول اقتصاد باندې اغېزه پرېباسي، د بېلګې په توګه د ژوند په مصارفو، د مزد کچه او نور.

د قيمتونو ښې پاليسيانې بزګران او مصرفوونکي د خطراتو او تاوانونو څخه ژغورلی شي، لکه د MSP يا Minimum Support Price پاليسي او د Ceiling Price پاليسي چې د مصرفکوونکو د ژغورنې لپاره ټاکل کيږي.

ساختاري پاليسيانې هغه کړنې په بر کې نيسي چې د دولت لخوا د کرنيزو توليدي عواملو لکه اوبو لګولو، سرې او افت وژونکو، د لوړ حاصل ورکوونکو تخمونو، ځمکو اصلاحاتو او پورونو پورې اړه ولري.

د ۱۳۸۰ کال راهېسې د افغانستان د کرنې په برخه کې په پاليسۍ جوړولو کې له درې طريقو کار اخستل شوی چې له پورته درې ډوله پاليسيانو څخه په کې ګټه پورته شوې:

۱) د پاليسۍ جوړولو لپاره د توليد طريقه

د کرنيزو پاليسيو جوړولو په دغه طريقه کې د جنګونو څخه وړاندې د افغانستان په کرنې تاکيد کيږي. څو لسيزې پخوا د هېواد په کرنه کې ډېر د پام وړ تغېرات رامنځته شوي ول، توليد زيات وو او زمونږ د کرنيزو محصولاتو او توليداتو کچه ډېره لوړه وه، چې د کرنې وزارت په کې ډېر عمده رول لوباوه؛ خو جنګونو د هېواد کرنه ډېره زياته زيانمنه کړه. د پاليسۍ جوړولو دا طريقه يا روش په دې ډېر تاکيد کوي چې بايد داسې پاليسۍ جوړې شي چې هېواد د پخوا په څېر يو ځل بيا لوړ توليد ولري.

۲) د پاليسۍ جوړولو Developmentalist يا پراختيايي شېوه

په دې طريقه کې ډېر تاکيد په خصوصي سکتور، د رهبرۍ په پراختيا، اقتصادي رشد او د فقر په کموالی کيږي. د پاليسيو جوړولو دې شېوې د ډېرو بهرنيو هېوادونو د مرستو جلب لامل ګرځېدلې. دغه شېوه د کرنې نه پرمختګ لپاره د عامه خدماتو په تهيه کولو کې کمزوري، او د داسې چاپيريال نشتون چې فقير خلک له فقر و وېستلی شي اساسي لامل بولي. دا شېوه په حللارو کې د پانګوونو تشويق او په زېربناوو باندې سرمايه ګزاري او د سالمې ادارې منځته راتګ مهم ګڼي.

۳) د پاليسيو جوړولو درېيمه شېوه د بازار محورۍ شېوې پنوم ياديږي چې د خصوصي سکتور په رول راڅرخي او د دولت مسئوليتونه کم ګڼي. په دې روش کې د ازاد بازار په مفکوره ډېر تاکيد کيږي

 د افغانستان د کرنې د هر اړخيزه پرمختګ لپاره لاندې ذکر شوې څلور پراختيايي برنامو چوکاټ کليدي ارزښت لري چې د هېواد د کرنې پراختيا مهمه پاليسي ګڼل کيږي:

  • د طبعي سرچينو تنظيم
  • د کرنيزو حاصلاتو او توليداتو پراختيا
  • اقتصادي بيا رغوونه  او اصلاح
  • د بدلون مديريت او له پروګرامونو څخه ملاتړ

د پورتني چوکاټ موخې

د پورته چوکاټ موخې عبارت دي له: اقتصادي پرمختګ او خوراکي خونديتوب چې د طبعي سرچينو په تنظيم اتکا ولري، د کرنيزو توليداتو او حاصلاتو لوړوالی، د فزيکي زېربناوو اصلاح او ښه والی او د بازارونو پراختيا چې دا د فقر د کمولو، قانوني کرنې او ملي خونديتوب لپاره لارې دي او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له ماَموريتونو هم شمېرل کيږي.

د کرنې وزارت پورته چوکاټ څلور اړخونه يو له بله سره نژدې اړيکې لري او د يو او بل متمم دي، د بېلګې په توګه: د طبعي سرچينو ښه مديريت د حاصلاتو او توليداتو د زياتوالي لامل ګرځي چې په پايله کې د خوړو خونديتوب حمايه کوي.

دغه چوکاټ د کرنې سکتور د اوسنيو فعاليتونو ثبت او همدارنګه د مهمو ستونزو تشخيص ته لاره هواروي چې بايد په نښه شي او د حل لپاره يې پروګرامونه او پروژې پلې شي.

د بدلون مديريت او د پروګرامونو څخه ملاتړ په خاص ډول په خپله په وزارت کې او همدارنګه په ولايتي ادارو کې د وړو او متخصصو کارمندانو په ګمارلو تاکيد کوي، چې د اداري اصلاحاتو له لارې ترسره کيږي.

د طبعي سرچينو تنظيم خوا څخه هدف د طبعي سرچينو په ښه او پائيداره ډول کارول دي تر څو په ځانګړي ډول کليوالي خلک متضرر نه شي، چې د دې هدف ترلاسه کولو لپاره نورې ځانګړې پاليسۍ بايد جوړې شي. د طبعي سرچينو د تنظيم برخه له دريو همغږو او يو د بل پوره کوونکو پروګرامونو څخه جوړه ده چې د طبعي سرچينو سروې، پلان او تنظيم، د طبعي سرچينو مراقبت او ساتنه او د ټولنو په واسطه د طبعي سرچينو ساتنه ده.

د کرنيزو توليداتو او حاصلاتو د پراختيا د برخې څخه هدف د بزګرانو د توليداتو او حاصلاتو لوړل دي د سرچينو د تهيه کولو، څېړنيزو خدماتو تهيه کولو له لارې تر څو په پايله کې هېواد خودکفا شي او همدارنګه د خرڅلاو وړ محصولاتو لکه سبزيو، باغدارۍ محصولاتو او صنعتي محصولاتو پراختيا تر څو داخلي اړتياوې پوره او صادرات لوړ شي.

اقتصادي بيا رغوونه

د دې څخه هدف د کرنې سکتور د پايداره پرمختګ تېزوالی، د هېواد دخلکو لپاره د کاري فرصتونو زياتوالی او د خلکو د عايد زياتوالی دی. اقتصادي بيا رغوونه د کوکنارو په کښت کې د عايداتي بديلونو په معرفي کولو سره کموالی هم په بر کې لري. دغه خوا څو نورې فرعي خواوې هم په بر کې لري لکه د توليدونکو، او کاروباري شرکتونو څخه ملاتړ، د کرنې پراختيا لپاره مالي چوپړتياوې، ارزښت لوړول او بازارموندنه.

د کرنې وزارت پورته پاليسي بايد ښو او ډېرو موّثرو پروګرامونو او پروژو پلي کولو ته لاره هواره کړي او نه يوازې بايد د کاغذ پر مخ پاتې شي. دغه پاليسي انعطاف پذيره نه ښکاري، د هېواد کړکېچنو سياسي او اقتصادي حالاتو ته په کتو، په دې پاليسۍ دې وخت په وخت کتنه وشي او د اړتيا په صورت کې دې په کې بدلون رامنځته شي. د دې پاليسۍ يوه نېمګړتيا دا ښکاري چې د اوږده مهال او لنډ مهال اهداف په کې واضحه نه دي.

پايله اخستنه  او سپارښتنې Conclusion and Suggestions

کرنيزې پاليسۍ د يو لړ هغه قوانينو او اوصولو مجموعه ده چې د يوه هېواد د داخلي کرنې او د بهرنيو کرنيزو توکو د وارداتو پورې اړه وي. د کرنې وزارت د عمده پاليسۍ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختيا ستراتيژي (مسوده)، د افغانستان د کرنې سکتور بيارغوونه (اسيايي پراختيايي بانک)، د افغانستان د کرنې سکتور او طبيعي سرچينو د بيارغوونې د ستراتيژۍ او پاليسۍ چوکاټ چې په همدې کال کې تصويب شو، د ۱۳۸۳ کال ماستر پلان، د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژۍ لپاره د کرنې ستراتيژي او وروستی يې د کرنې د پراختيا ملي چوکاټ دی.

په کرنه کې پاليسۍ عموماَ د چارو د ښه سمون او د فعاليتونو په اسانه ډول ترسره کولو په منظور جوړيږي. نن ورځ، په اکثره هېوادونو کې د کرنيزو پاليسيو په ډېر شمېر اهداف وجود لري چې د کرنې هر اړخيزه او دوامداره پراختيا لپاره اړين دي.

د افغانستان د هر اړخيزه ټولنيزې او اقتصادي پراختيايي ټولو پاليسيو لپاره د کرنې هر اړخيزه پرمختګ مرکزي او مهم رول لوبوي چې د هېواد کرنيزې پاليسيانې بايد د ځمکو په اصلاحاتو، د اوبو په اداره کولو، د مناسبو پورونو په تهيه کولو او بازارموندنې ډېر تاکيد وکړي.

کرنيزې پاليسۍ درې نوعې لري چې عبارت دي له: د قيمتونو پاليسۍ، ساختاري پاليسۍ او د بازارموندنې پاليسۍ. د هېواد د کرنيزو پاليسيو په جوړولو کې د قيمتونو په پاليسۍ ډېر تاکيد نه دی شوی.

د افغانستان د کرنې د پراختيا ملي چوکاټ څلور برخې عبارت دي له: د طبعي سرچينو تنظيم،د کرنيزو حاصلاتو او توليداتو پراختيا، اقتصادي بيا رغوونه  او اصلاح او د بدلون مديريت او له پروګرامونو څخه ملاتړ چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې چوکاټ په اساس ټولې پراختيايي پروژې او پروګرامونه پر مخ بيايي.

سپارښتنې:

د کرنې په سکتور کې د پاليسۍ جوړولو په وخت کې بايد د پاليسيو اهداف واضحه او د لاسته راوړلو وړ وټاکل شي او جوړې شوې پاليسۍ نه بايد يوازې په کاغذونو کې پاتې شي، بلکې بايد د لاسته راوړلو لپاره يې جدي هڅې وشي.

د کرنيزو پاليسيو جوړولو په وخت کې بايد د اوږده مهال او لنډ مهال اهداف په واضحه توګه وټاکل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بايد د دوی لخوا جوړې شوې وروستۍ پاليسۍ ( د کرنې ملي پراختيا چوکاټ) اهدافو ترلاسه کولو لپاره لاندې نقاط په نظر کې ونيسي:

کوچنيو دهاقينو او کاروباريانو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي او په اولويتونو کې وشمېرل شي.

لکه څنګه چې د کرنې ملي پراختيا چوکاټ يوه برخه د طبعي سرچينو ساتنه او پائيداره کارونه ده، نو د کرنې او مالدارۍ ټول فعاليتونه بايد داسې تنظيم شي چې په چاپېريال ساتنه باندې ډېره کمه اغېزه ولري.

اټکل کيږي چې په تېرو لسو کلونو کې دوه پر درې برخه بهرني کومکونه د د دولت د کنتروله بهر په خپله د بهرنيانو لخوا په مصرف رسيدلي دي. هغه هېوادونه چې د بهرنيو هېوادونو په مرستو متکي وي د رهبرۍ په برخه کې د ظرفيتونو له کموالي سره مخ وي، په دې صورت کې بهرني مرستندويه هېوادونه په خپله د پروژو او پروګرامونو پلي کولو سره علاقه لري او په خود سرانه ډول بې د ملي پاليسيو په نظر کې نېولو سره پېسې مصرفوي، ځکه نو د رهبرۍ په برخه کې د ظرفيتونو لوړتيا نه يوازې د ملي پاليسيو اهدافو ترلاسه کولو لپاره اړين دي، بلکې د کرنې هر اړخيزه اوږدمهاله پرمختګ لپاره اهميت لري.

د کوچنيو بزګرانو کاروباري کېدل بايد يوازې بازار ته پرېنښودل شي. حکومت بايد د لږ ځمکه لرونکو بزګرانو لپاره د يوې مؤثرې پاليسۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه: په کليوالي سيمو کې په زېر بناوو پانګوونه او د داسې پاليسيو رامنځته کول چې خصوصي سکتور دې ته وهڅوي ترڅو د کليوالي اقتصاد په پراختيا کې ونډه واخلي سوداګريز کېدنه زياتوي. دولت کولی شي چې د کوچنيو بزګرانو د بازارموندنې کوپراتيفونو د پراختيا له لارې د دوی تجارتي کېدنه يقيني کړي او د دوی په ژوند کې بهبود رامنځته کړي.

د کرنې په پاليسيو کې همدارنګه بايد د قيمتونو پاليسيو ته ونډه ورکړل شي. د هېواد د بزګرانو لپاره د MSP او مصرفکوونکو لپاره د Ceiling Price پاليسيانې به د دې دواړو ډولو ګټې خوندي کړي.

ماخذونه

  1. B., Jonathon, Agricultural Choices in Developing Countries: A Synthesis, 2010, OECD, Paris
  2. Digish Shah and Kirti Chaun, Agricultural Policy and Development in India, 2013, The Maharaja Siajirao University, India.
  3. Lan Christoplos, Agricultural Policy and Afghan Livelihood, 2004, Afghanistan Research and Evaluation Unit.
  4. Anwarulhudda and Ashok Gultai, India’s Agricultural Trade policy and Sustainable Development, 2011, International Center for Trade and Sustainable Development.
  5. www.mail.gov.af/nadf
  6. www.britanica.com
  7. http://investinafghanistan.af
  8. پ.، ادم، پاليسي سازی در انکشاف زراعتی و دهات، ثور ۱۳۸۸، واحد تحقيقی و ارزيابی افغانستان، صفحه ۸-۱۱
نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  پوهنيار مسعود موحد
  • د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره

    ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب چاپیریال دالله تعالی مخلوق دی زموږ شاوخوا ټول موجودات چاپیری…
  • د طبیــعو منابــعو ارزښــت

    لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب طبیعي زېرمې د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لویه وسیله ده چې…
  • ځنګلونه او د هغو ارزښت

    لیـــکنه:انجینر تهذیب الله مهذب د لایزال رب د سترو نعمتونو او طبیعي منابعو څخه یو هم ځنګلو…
په دې برخه کې نور مطالب کرنه او مالداري