لیکنه:  نور عمر

تخلص هغه نوم دی چې د انسانانو د لومړي نوم په څېر د هغوی شخصیت په ډاګه کوي، تخلص هغه څه دي چې انسانان پرې خپل مرال ته رسېدلای شي، تخلص هغه څه دی چې د انسانانو د لومړي نوم او د هغوئ د شخصیت نمایندګي کوي، تخلص هغه څه دی چې انسانان یې ډېر اخترامانه بولي، تخلص هغه څه دي چې د انسانانو د اصلي څّهرو انعکاس څرنګندوي.

نو چې کله تخلص دومره اړین شو چې زمونږ د شخصیت نمایندګي به کوي، نو بیا د تخلص ټاکل څه رقم په کار دي؟ د تخلص په مفهوم ځان پوهول څه رقم په کار دي؟ د تخلص په اصلي مانا ځان پوهول څنګه دي؟ تخلص ولې دومره اړین شو؟ تخلص ولې اشخاص په ځان ږدي؟ تخلص ولې دومره مروج شوی؟ دلته دا پوښتنه هم راولاړېږي چې یوازې د شخص نوم هم بسنه کوي نو تخلص څه په کار؟

که مونږ د اسلام تېر تاریخ ته نظر واچوو، نو دا هم مونږ ته ښودلای شي چې د خپل نوم سربېره داسې نور نومونه هم وو چې اسلامي مشران او د اسلام پیرویان به پرې یادېدل چې د هغه وخت کنیه نومونه دي،چې زوی به د پلار په نوم یادېده لکه عمر بن الخطاب، همداسې پلار به د زوی په نوم یادېده لکه ابوبکر الصدیق نو که مونږ د اسلام له نظره هم وګورو نو تخلص شرعاً جایز خبره ده.

دا چې اسلامي کینه نومونه نه اوس دومره عام دي، او نه یې څوک په ځان ږدي نو د هغې پرځای اوس زیاتره اشحاص د ځان لپاره مستقل تخلصونه انتخابوي.

تخلصونه خپله ډېر ډولونه لري دا چې زمونږ بحث پر تخلصونو ډېر اوږود نه شي نو په کار ده چې یو څو مهم چې زمونږ او ستاسو په ژوندانه کې ډېر عام دي او هر څوک یې د ځان لپاره انتخابوي هغه تخلصونه به اوس مونږ دلته واضح کړو.

لومړی:

پلرني تخلصونه

دا هغه تخلصونه دي چې مستقیماً د انسان پورې د هغه د پیدایښت سره سم تړل کېږي.

پلرني تخلصونه عموماً په دوه برخو ویشل شوي دي

۱ـ د نیکونو راپاتې تخلصونه

۲ـ د پلار نوم

ـ د نیکونو راپاتې تخلصونه له ډېر پخوا څخه د هغه د کورنۍ عقاربو ته ورپاتې وي، او زیاتره وګړي یې خپل پلرني ټاټوبي ته په اخترام له ځانه نه لرې کوي او په اخترام ورته قایل وي.

ـ د پلار نوم

دا هاغه تخلصونه دي چې زیاتره اشحاص یې د پلار سره له ډېرې مینې او اخترام په پار د خپلو نومونو پسې تړي، خو اقلیت داسې اشخاص چې د هغوئ د کور زیاته برخه د خپل پلار نوم ځانته تخلص کړې وي، نو دا یو هم مجبور او مکلف کېږي چې زه یې هم باید کېږدم پر ځان ګنې زه به بیا داسې راشم چې د هغه له نوم څخه مې نفرت دی او یا مې د پلار سره مینه نشته نو په دې خاطر یې دا هم پر ځان ږدي حال دا چې د ده با دا تخلص نه وي خوښ.

نو بناء دا ډېر غلط کار دی چې یو شخص یې په ناخوښ ډول ځان پسې تړي، ځکه تخلص یوه مستقله خبره ده چې د هر شخص خپل واک او اختیار چې څه رقم یې خوښه وي هماغسې تخلص ځانته انتخاب کړي.

دوهم:

د خپل راتلونکي د کتلو په پار تخلص

دا هاغه تخلص دی چې یو شخص یې د خپل راتلونکي د لیدلو لپاره پر ځان ږدي چې ښه بېلګه یې د ارمان تخلص ده چې په اوس وخت کې د هر چا په نوم پسې تړل شوې وي.

دا تخلص د وخت پورې محدود وي د مثال په طور!

یو شخص په خپل ژوندانه کې په سلهاو ارمانونه لري او د هر یو د لیدلو امید له ځان سره لري، نو د ده زړه ته یواځینې تسکین د همده دا تخلص چې خپل راتلونکی په کې ګوري ورکوي.

داسې تخلصونه د وخت پورې محدود وي حال دا چې تخلص باید خلک د وخت پورې محدود نه کړي، ځکه که مونږ خپل تخلصونه وخت پورې محدود کړل نو ښايي زمونږ د تخلصونو شمېر سلګونو ته ورسېږي ځکه زمونږ په ژوند کې ډېر داسې وختونه راتلونکي دي چې د هغه لپاره مونږ نه شو کولای چې هر وخت خپل تخلص ته بدلون ورکړو، ښه مثال یې په ژوند کې میئنتوب،غمګینتوب،خوشحالي، او داسې نورې ډېرې بېلګې هم شته چې د هر وخت او زمان سره تړلی تخلص مونږ په خپله جامعه کې ګورو. که مونږ په ژوند کې د تخلصونو بدلولو ته پښه وتړله نو ښايي په ټولنه کې زمونږ شخصیت د خورا زیاتو ننګونو سره مخ شي ځکه زیاتره اشخاص دا ادعا کوي چې، هغه څوک ډېر تخلصونه بدلوي چې بل کار یې نه وي.

دلته به تاسو ته دا پوښتنه هم راڅرګنده شي چې: مونږ باید د خلکو خبرو ته غوږ ونه نیسو ځکه خلک ډېر څه ویونکي دي هم پروپاګنډ وایي او هم یې د نورو شخصیتونو په سپکولو پسې راخیستې. دلته زمونږ دغه پوښتنه هم بې مانا ده او هم بې ارزښته ځکه، د خلکو دغه ادعاوې او په مونږ پسې خبرې بې ځایه نه دي، که مونږ د قوي شخصیتونو په تاریخ رڼا واچوو نو اکثریت داسې، اکثریت څه چې پوره داسې شخصیتونه دي چې د هغوئ تخلص په هیڅ دوارن کې بدلون نه دې موندلی.

اوس څه په کار دي چې مونږ څه ډول تخلص ځانته انتخاب کړو چې هم تلپاتې وي او هم مو د شخصیت قوي نمایدندي وکړي؟

دا هغه پوښتنه ده چې د دې لیکنې ډېرو لوستونکو ته به راولاړه شي، او هم به یې ان شا‌ءالله ځواب ومومي.

په کوم مکان او زمان کې چې مونږ قرار درلود مونږ ته په کار دي چې د هغه په سمون سره خپل تخلص انتخاب کړو، ځکه زمونږ تخلص زمونږ د ژوندون نه وروسته هم پاتې کېدونکی دی، دا چې مونږ داسې تخلص انتخاب کړو چې د شریعت سره په ټکر کې وي او د زیاتره نورو دینونو نمایندګي له ځان سره لري نو دا به مو دین سره او الله ج سره جفا کړې وي. دا خبره ما ځکه وکړه چې زمونږ ځینې ورونه چې له هېواد نه بهر خپلې ورځې شپې تېروي هغوی کې داسې اشخاص هم شته چې د هغه مملکت اب و هوا سره یې عقېدې هم تغیر کړې وي.

دلته د مکان او زمان نه زما مطلب یوازې او یوازې په اسلامي مملکتونو پورې تړاو لري، تخلص باید تېر اوس او راتلونکي ته په کتو غوره  او په ځان کېښودل شي.

مونږ ته غوره تخلصونه

۱ـ د اسلام سپيڅلي دین نه راپاتې نومونه

۲ـ خپل د خوښې نومونه

۳ـ د پلرونو نومونه

۴ـ د کړنې لقب

۵ـ د بل لورې راکړل شوی لقب

۶ـ قبیلوي تخلصونه

۷ـ پر مفهومه نومونه

۸- کنیه نومونه

۹ـ د ماضي تېرو شوو شخصیتونو د نومونو نه متاثره تخلصونه

لومړی مبحث:

په لومړي قدم کې مونږ باید د اسلام سپيڅلي دین نه راپاتې تخلصونه چې په هغه کې مونږ ډېرې داسې څهرې او نومونه لرو چې ټول د قدر وړ دي، دا تخلصونه هم په خپل وار سره څو ډولونه لري

ـ د پېغمبرانو مبارک نومونه

ـ د اصحابو مبارک نومونه

ـ د تابیعنو مبارک نومونه

ـ د تبې تابیعینو مبارک نومونه

ـ د تېرو علماو نومونه

ـ د محمد ص د بې بیانو مبارک نومونه

دا هغه تخلصونه دي که چرته یې مونږ د خپلو نومونو پسې وتړو نو خپل نوم تخلص ته به مو پام وي. نو کله چې مونږ د خپل ژوند په اوږدو پړاوونو کې د کومو ناروا کارونو لکه زنا کول،رشوت اخستل، ناروا نوشابې څښل چې په هغې کې تر ټولو ستره چې د شرابو نوم له ځان سره لري څښو نو زمونږ د دې پاسنیو شخصیتونو چې مونږ یې نومونه پر ځان ایښي دغه نومونه مو په مستقیم دول ذهن ته راځي او د دغه ناوړه کارونو په مخنیوي کې راسره مرسته کوي، او هم مو په دغه تخلصونو شخصیت لوړېږي او هم مو د پاسنیو اشخاصو سره د مینې اظهار څرګندوي.

دوهم مبحث:

خپل د خوښې نومونه:

دا هم ډېر مهم رول لري زمونږ په ژوندانه کې ځکه، زمونږ نومونه زمونږ د پیدایښت سره سم زمونږ پلار او مور پر مونږ ږدي او دا زمونږ حق دی چې هغوئ یې راباندې کېږدي خو ښايي د وخت په تېرېدو سره زمونږ دغه نوم خوښ نه اوسي او نه راته دومره دلچسپ اوسي، شته داسې اشخاص چې هغه د خپلو نومونو نه ناخوښ دي هم پلار ته په غوسه وي او هم مور ته چې دا څه رقم نوم یې راباندې ایښې نو دا اشخاص په خپل ژوند کې د نورو شخصیتونو د نومونو نه متاثره کېږي او هماغه نوم ځانته انتخابوي چې دې ته مونږ خپل د خوښې نومونه هم ویلای شو.

دلته باید اشخاص ډېر دقیق اوسي ځکه تخلص د ژوندانه د اخر پړاوه پورې د انسان سره ملګری وي نو په کار هم ده چې د تخلص په انتخاب کې چې د خپل نوم پسې یې تړې ډېر پام وشي.

دریېم مبحث

پلرني نومونه

دا ما مخکې هم ذکر کړل چې د پلرونو د نومونو پورې تړاو لري خو بیا د خوښې پورې تړاو لري که چرته مو د پلرونو تخلصونه یا نومونه نه وي خوښ نو کولای شئ چې ډډه ترې وکړئ ځکه تحلص ستا د شخصیت نمایندګي کوي نو په کار هم ده چې د تخلص په لټولو کې غور وکړې او ښکلی تخلص ځانته انتخاب کړې.

څلورم مبحث

د کړنې لقب

ځینې اشخاص په خپل ژوند کې د ډېرې خوارۍ او محنت وروسته دې مقام ته رسېږي چې د یو چا لخوا په داسې نوم با لقب ونازول شي چې ده یې په اړه سوچ هم نه و کړې او دا لقب د ده نوم هم ورک کړي او خپل پخوانې تخلص یې هم تر شا وغورځوي او د دې شخص نمایندګي په هر ډګر کې کوي. نو دلته اړینه ده چې د خلکو لخوا راکړل شوي لقبونه مونږ باید وسنجو چې د ژوند چارې مو ورسره ښه پرمخ تللای شي او که نه؟ ځکه ښايي زمونږ دغه لقب چې د بل شخص لخوا راکړل شوی دوه اړخه ولري هم منفي اوسي او هم مثبت نو په کار ده چې د مثبت لقب په رضانه ډول قبول کړو او د منفي لقب د اخیستلو نه په هماغه وخت ډډه وکړو.

پنځم مبحث

د بل لورې راکړل شوی لقب

دا هم هغه څه دي چې زمونږ د نزدې خپلوانو،پلار، او کاکاګانو لخوا خپل بچیانو ته ورکول کېږي چې د وخت په تېرېدو سره دا په دې نوم مشهورېږي. نو دلته اړینه ده چې بچو ته دغسې لقب ورکړل شي چې د هغه روحیه ورسره په هماغه لوري مل شي تر څو په راتلونکي کې د دغه لقب چې تا اوس ورکړې سیال شي او همدغسې کارنامې وکړي.

شپږم مبحث

قبیلوي نومونه

دا ډېره عامه مسئله ده او د شخص تقریباً لومړې تخلص هم د هغه د قبیلې پورې تړاو لري، دا چې زمونږ قبیلوي نومونه اوس ډېر عام شوي دلته یوه خبره ډېره اړینه ده زه دا نه وایم چې تاسو قبیلوي تخلصونه مه ږدۍ بلکې زه دا وایم چې دغه تخلصونه ستاسو پر وړاندې ډېرو ننګونو ته ځای ورکوي. د مثال په طور

مونږ په خپل ژوندانه کې د ډېرو ارمانونو پنډ په شا کړې وي، نو دلته خوشبخت انسان هغه دی چې دغه پنډ تر خپله ټاکلي ځای پورې ته سلامت ورسوي او هلته بیا دمه وکړي. زمونږ قبیلوي تخلصونه زمونږ د موفق کېدو په وخت کې ځکه مونږ ته ډېرې ننګونې رازېږوي چې خلک بیا دې ته د نفاق نوم ورکوي او په اوس وخت کې اشخاص د دې نوم نه ډېره کرکه هم لري ځکه هغوئ نه غواړي چې مونږ دې د قوم بازۍ تغر تر خپل موفقته پورې له ځان سره راوړو. نو کله چې زمونږ پر وړاندې خلک خپل ذهن کې ناسم تصور جوړ کړي نو دا مو په موفق کېدو کې ستر خنډونه راولاړولای شي.

اووم مبحث

پر مفهومه نومونه

دا ډول تخلصونه زیاتره سېواد داره اشخاص ځانته انتخابوي ځکه هغوئ د هر یو نوم پر مفهوم پوهېږي او ځان ته یې انتخابوي، چې دا ډول تخلصونه د ژوندانه په چارو او د شخص په شخصیت مثبتې اغېزې غورځوي ځکه هغه به د ډېر لټون وروسته داسې تخلص ځان ته انتخاب کړې وي چې ښه پراخه مثبته ساخه په ځان کې رانغاړي.

اتم مبحث

کنیه نومونه

کنیه نومونه په عربو کې د ډېر پخوا راهیسي مروج وو، او د اسلام تاریخ هم دغه نومونه له ځان سره لري، کنیه نومونه اوس اکثره هغه کسانو ته پاتې دي چې هغوئ یا له دغسې نومونو سره مینه لري او یا اسلام ته اخترام چې د اسلامي اصولو سره سم خپل نومونه هم انتخاب کړي ږدي، ولې مونږ دغسې نومونه نه ږدو؟

دا هغه پوښتنه ده چې هر چا سره به وي خو د دې ستر علت دا دی چې دا د عربو مروج نومونه وو او مونږ خپل رواجونه لرو نو د پښتو په قانون کې زه تر اوسه د دغسې نومونو شاهد شوې نه یم چې دا یې تر ټولو ستر علت دی.

نهم مبحث

د ماضي تېرو شوو شخصیتونو د نومونو نه متاثره تخلصونه

په تاریخ کې مونږ داسې څهرې لرو چې داسې شهکارونه یې له ځان سره درلودل چې تر اوسه یې د تاریځ په پاڼو کې نوم د یوه ستر شخصیت په نوم یادېږي او داسې کارنامې یې کړي چې نه ورکېدونکي دي، نو زمونږ زیاتره اشخاص چې هغوی هم غواړي د دغسې شخصیتونو په څېر ووسي نو دغه تخلصونه ځانته غوره کوي. دغسې تخلصونه زمونږ په راتلونکي ژوند باندې ډېره مثبته اغېزه کوي ځکه مونږ به دغه تخلصونه سترو کارنامو ته هڅوي چې زمونږ نومونه هم د تاریخ په زرینو پاڼو کې د اتلانو په څېر وځلېږي.

  • غواړې شتمن شې؟

    لیکنه: نور عمر په معاصر عصر کې به هیڅ داسې څوک ونه ګورې چې هغوي دې د شتمنۍ د ډېروالي ارزو …
  • تخلص

    لیکللیکلليکنه: نور عمر تخلص هغه نوم دی چې د انسانانو د لومړي نوم په څېر د هغوی شخصیت په ډا…
  • د کور مشر، کۀ رهبر؟

    لیکنه: نور عمر د زیاتره کورنیو خپملنځي متقابلې اړیکې یواځې د هغوئ د یو بل پر پېژندګلوي پور…
نور ورته مطالب
  • د کور مشر، کۀ رهبر؟

    لیکنه: نور عمر د زیاتره کورنیو خپملنځي متقابلې اړیکې یواځې د هغوئ د یو بل پر پېژندګلوي پور…
  • څنګه قوي شخصیت ولرو؟

    تاسو دا هيله لرئ چې شخصیت مو قوي شي؟ او غواړئ چې قوي پریکړه کوونکی اوسۍ؟ زیاتره خلک غواړي …
  • زورواکي څوک دي؟

    ليکنه: نور عمر زورواکي هغه څوک نه دي چې هغوئ دې ځان پسې په ډله ساتونکي او د تورو ښیښو لاکس…
نور ورته مطالب له:  نور عمر
  • کرکټرایزشن او بدلون

    لیکنه: هارون سمون د کرکټرایزشن ارواپوهینز اړخ لوی مبحث دی، موږ یې دلته ضمني راخلو او هڅه ک…
  • د داستان ډیالکټیک

    لیکنه: هارون سمون ډیالیکټیکي میتودولوژي لوی مبحث دی. لمړی به پر ډیالکټيک لږ رڼا واچوو ورپس…
  • یوه لنډۍ څه وایي؟

    لیکنه: نقیب الرحمن عمري سر دې په لوړه تیږه کېږده شیرینه یاره دلته نشته بالښتونه لنډۍ د پښت…
په دې برخه کې نور مطالب ادب

کېدای شي دا هم ولولې

د کور مشر، کۀ رهبر؟

لیکنه: نور عمر د زیاتره کورنیو خپملنځي متقابلې اړیکې یواځې د هغوئ د یو بل پر پېژندګلوي پور…