کور پاڼه اروا پوهنه ایا رښتیا هم ځان تقدیر ته وسپارو؟

ایا رښتیا هم ځان تقدیر ته وسپارو؟

0 ثانیې لوستل شوې
0
343

بشري، اعتقادي او مذهبي څېړنو ثابته کړې، چې انسان څو بعدي موجود دی، چې تر ټولو مهم اړخونه یې “روح” او بل “تفکر” دي. په مادي ژوند کې د لمس وړ اړخ د انسان جسم دی. په حقیقت کې موږ په نړۍ کې له مادي قوانینو سره د همغږۍ په موخه په یوه مادي وجود کې ژوند کوو. خو په اصل کې زموږ پیدایښت تر دې هر څه لوړ دی. ولې ځیني انسانان، سره له دې چې لوړ فکري قدرت لري، بیا هم په دې اند دي چې د انسان ژوند او ټول کړه وړه مخکې له مخکې تعین شوي او د انسان لاسوهنه په کې کوم خاص ارزښت نه لري. دوی پر دې فکر نه کوي چې که خبره همداسې وي، نو بیا د انسانانو او نور ژوندیو موجوداتو تر منځ توپیر په څه کې دی؟
ولې دغه ډله کسان د دې پر ځای چې خپل فکر په کار واچوي ځان تقدیر ته سپاري؟ ځواب یې اسان دی؛ ځکه دغه کسان په خپل دغه کار سره ځان له مسوولیته خلاصوي. نو ښه ده چې پوه شو زموږ افکار تل په جریان کې دي او دغه جریان خپله د جذب قانون رامنځته کوي. نو ولې بیا ځان په نااګاهانه ډول دغه جریان ته وسپارو، په داسې حال کې چې موږ خپله کولای شو د ټولو مفکورو کنټرول په لاس کې واخلو. که دې باور ته ورسېدو، د تفکر نطفه مو په حقیقي نړۍ کې ځای نیسي، د دغه جریان پر وړاندې باید خپل ځان مسوول وګڼو خو د ډېری انسانو لپاره دا جمله ویل چې: “د ژوند د لوبې اصلي لوبغاړی زه یم.” ډېره سخته ده.

حمیدالله حمیدي د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. او له هغه وروسته په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې څخه د لېسانس په کچه فارغ شوی دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. دغه راز له کابله د چین نړیوالې راډیو خبریال هم دی.
د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  حمیدالله حمیدي
په دې برخه کې نور مطالب اروا پوهنه

کېدای شي دا هم ولولې

ميندې دې له زېږون وروسته دا ټکي په پام کې ولري!

ژباړه: حمیدالله حمیدي ميندې له زېږون وروسته په لومړیو اونیو کې جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ ن…