رحیم الله ځيرک

لیکنه : رحیم الله ځیرک

وړاندې تر دې چې د ادب او ژورنالېزم په اړه هر اړخیز بحث وړاندې شي ،اړینه بولم تر څو لوستونکو ته دا هم روښانه شي ،چې ژونالېزم او ادب څه ته وايي او په ژوند کې یې موخې څه دي او څه ارزښت لري .

ادب :
که چېرې د ادب د کلمې تاریخي شالید را وسپړل شي ،نو له شک پرته به خبره کتابونو ته ورسیږي دلته غواړم یوازې د ادب او ادبیاتو د کلمې د ارزښت او د هغه په موخه او لنډو تعریفونوباندې رڼا واچوم .
لوی استاد عبدالحی حبيبي ادب داسې راپېژني : (( ادب د لغت او اصطلاح له مخې هغه ښېګړه ده ، چې سړی له خطااو بدو څخه ساتي او په خوی او خلق اړه لري ،چې بیان یې د اخلاقو د علم کار دی ))( ۴ : ۱۱ ).

او د لغوي معنا په اړه یې بیا داسې راځي : (( لغوي معنا خو یې تهذیب دی او څه شی ،چې له چا یا کوم شي سره لایق او مناسب وي هم ادب ورته ویل کیږي ، لکه : د مجلس اداب ، د معاشرې اداب او داسې نور … اصطلاحا ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وینا او بیان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي ، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کیږي ،چې د وینا ښه والی او بدوالی ، غلط او صحیح ، خوږوالی او پيکه توب ښیي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت لخوا بحث کوي )) ( ۲ : ۳ ) .

د همدې کلمې په اړه د پښتو ژبې دروند استاد پوهاند صدیق الله رښتین بیا داسې څرګندونې لري : (( د عربو په لغت کې د پوهې زیرکۍ ، بلنې او د هر شي د اندازې د ساتلو په معنا وو راغلی دی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دی ، چې یو نفسي ادب چې اخلاقي فضیلت او ښېګړې ته وایي او بل داسې ادب دی ،چې له دې څخه مطلب په ښه طریقه ویل او لیکل او په خپل مطلب ښکاره کول دي ))( ۶: ۵ ).

د ادبیات کودکان کتاب لیکوال وايي : (( په بېلابېلو بڼو او شکلونو کې د الفاظو او کلماتو په وسیله د احساساتو ، عواطفو او افکارو د تعبیر او بیان څرنګوالي ته ادب یا ادبیات وایي )) ( ۷ : ۶۳ ).
دا که د ادب او ادبیاتو په اړه تعریفونه راټول کړو نو له شک پرته به یې شمېر زرګونو ته ورسیږي، نو دلته اړینه بولم چې د ادب او ادبیاتو په ارزښت او موخې ته هم لږ تم شو .

ادبیات د انسان د ذهن او تخیل هغه هنري الفاظ او زېږنده دی ،چې انسان ته د بشري ژوند نیمګړتیاوې ورپه ګوته کوي او د هغوی سمون ته یې هڅوي ادب یو ژبنی هنر دی چې واقیعتونه په انځورونو کې وړاندې کوي د انځور تصویر یا ایماژ څخه مقصد دادی ،چې ادب واقعیت کټ مټ او نېغ په نېغه نه بیانوي ،بلکې د ادبي اثر د لیکونکي له خوا په ښکلي او احساس پارونکي ډول وړاندې کیږي ، یا په بله ژبه نوښتګر شاعر یا کیسه لیکونکی له واقعیت څخه خپله انطباع او برداشت په عاطفي بڼه انځوروي دهمدې مفکورې پر بنسټ ویل کیږي ،چې بیا جوړونه د ادب او په عام ډول د هنر یوه مهمه ځانګړنه ده. د ادب دغه ځانګړنه د تخیل په مرسته تر سره کیږي، تصویر جوړونه په حقیقت کې د تخیل له قدرت سره نېغ په نېغه اړیکې لري ، ځينې ادبپوهان د خیال ، ایماژ او ذعني انځور کلمې په یوه مفهوم سره کاروي . د ادبي اثر شعر ، کیسه ډرامه ، طنز او داسې نورو تر ټولو عمده ځانګړنه د احساس لېږدول دي که یو ادبي اثر احساس و نه لېږدوي او داورېدونکو یا لوستونکو پرعواطفو اغېز ونه کړي نو هغه ادبي اثر نه دی، په شعر او داستان په تېره بیا په فولکلوري نکلونو کې داسې پېښې بیانیږي چې واقعیت نه لري. د ادب په تعریفونو کې له واقعیت څخه موخه داده چې دپېښې مواد له ژوند او واقعیت څخه اخیستل کیږي .

د ادب او ادبیاتو بنسټيزې او اساسي موخې د افکارو او نظریاتو رامنځته کول دي او همدارنګه دغو نظریاتو او افکارو ته جامې ور اغوستل ، خلکو او ټولنې ته په بېلابلو لارو رسول او انعکاس ورکول دي .

ادب او ادبیات د خلکو په منځ کې د ډېر لوړ ارزښت او اهمیت څخه برخمن دی ،ځکه چې ادب او ادبیات د خلکو فرهنګ او کلتور دی ،چې پرته له کلتور او فرهنګ څخه ژوند کول ناشونی دی .

ژورنالېزم :
(( د ژورنالېزم اصلي او بنسټېزه موخه ،خلکو ته د حقیقت وړاندې کول او د هغه سپړل دي ، تر څو خلک هغه معلومات او اطلاعات ،چې دوي ورته د قدرت ، مشارکت او حاکمیت لپاره اړتیا لري ، په خپل واک او اختیار کې ولري ))( ۳ : ۳ ) .

((ژرنالېزم د یوې ټولنې هنداره ده ، هر هغه څه ، چې په ټولنه کې تیریږي که هغه ښه وي یا بد هغه به هرومرو د یوه ژورنالېست په وسیله د ډله اییزو رسنیو په یوه خپرونه کې خپریږي او ولس به ترې خبروي؛ نو ځکه وایم، چې ژورنالېزم د ټولنې هنداره ده ؛ خو هنداره تر هېندارې ده ؛ ځينې هېندارې انسان په حقیقي بڼه ښکاره کوي او ځينې بیا تکلفي ، ان ځينې هیندارې سړی دومره لوی او پېړ ښکاره کړي ،چې هغومره تمه د انسان له ځانه نه وي ))( ۱ : ۱ ) .

لکه څرنګه چې ژورنالېزم د یوه دولت څلورمه قوه بلل کیږي او همداسې ددولت او خلکو ترمنځ د اړیکو پول هم ورته ویلای شو ، د خلکو ترمنځ د زیات اهمیت او ارزښت څخه برخمن دی ، داځکه چې اوسنی پېر د اړیکو او معلوماتو پېر دی او دا هر څه له ژورنالېزم څخه پرته ناشونی برېښي او همدارنګه ژورنالېزم د ټولنو او آن د نړۍ بدلونکی هم ورته ویلای شو .
بیا هم یادونه کوم چې د ادب او ژونالېزم په اړه بحث کول په ریښتیا خبره کتابونو ته رسیږي، خبره رالنډوم .

د ادب او ژورنالیزم ترمنځ ورته والی:
ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ نه دی پاتې شوی او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.

په افغانستان كې د شوروي د يرغل پر مهال كه ژورناليستانو د نړيوالو او داخلي خبري سرچينو له لارې نړيوالو ته د افغان جهاد په اړه خبرونه وركول، اديبانو هم د يرغل پر خلاف او د مجاهدينو په ملاتړ شور جوړ كړى ؤ. كه دا او ځينې نورې برخې په نظر كې ونيول شي، دواړه تر یو بريده سره ورته والى لري، او همداسې لکه څنګه چې د مخه یادونه وشوه چې ژورنالېزم او ادب ترمنځ یوه داسې مشترکه نقطه شتون لري چې پرته له هغې دا دواړه علمونه نیمګړي دي نو هغه نقطه ژبه ده. ژبه د ادب او ژورنالېزم دواړو ترمنځ یوه مشترکه وسیله ده او ادب چې دی، هغه حرفونه او چوکاټونه منظموي او ژورنالیزم بیا همدغه چوکاټونه د ژبې په وسیله خلکو ته رسوي. او بله مهمه خبره چې د دوی دواړو تر منځ شریکه ده. هغه دا چې د دغو چوکاټونو او حروفو رسول خلکو ته باید په سمه او دقیقه توګه سرته ورسېږي چې دا بیا د ژبې زده کولو ته اړتیا لري ځکه چې ژورنالیستان د ژبې په وسیله خلکو ته خپل معلومات رسوي او د ژبې زده کول بیا نو په ادبیاتو پورې اړه لري. ځکه ژبپوهنه د ادبیاتو د علم برخه ده.

همداسې پخوا دواړه، ادب او ژورنالیزم یوګڼل کېدل، اوس هم ځينې کسان د لوړې کچې ادب او ژورناليزم یو ګڼي او د دوی دلیل دادی چې په دواړو کې تلپاتې ارزښتونه، خوځنده احساسات، عواطف او کتنې (مشاهدې) موجودې دي. دا خبره له دې پلوه سمه ده، چې په دواړو کې يو ګډ بنسټيز ارزښت شته.

ژورناليزم د ټولنې او وخت عکاس دی او رښتینی ژورناليزم د خپل وخت تاريخ ګڼل کېږي. د لوړې کچې د ادب هم یوه ښېګڼه داده چې که د خپل پېر انځور ونه لري، نو بې ارزښته دی. معياري ژورناليزم د انسانانو د ستونزو او مسايلو د پېژندلو او اواري د هڅې نوم دی، یعنې د لوړې کچې د ژورنــــــــــاليزم موخه د خلکو خدمت دی.

په افغانستان کې د وژنو لړۍ د هر هېواد د ورځپاڼو د بحث موضوع ده. د ويتنام د جنګ په پای ته رسولو د ډېرو هېوادونو خبريالانو لږ او ډېر ټينګار وکړ. اديبانو، شاعرانو او پوهانو هم په بېلابېلو وختونو کې جنګ د خپلو پنځونو موضوع ګرځولې او په خپل خپل انداز يې د جنګ مخالفت کړی ی.

معياري ژورناليزم د خلكو د ستونزو د اوارۍ لارې ښيي، خلکو او چارواکو ته لارښوونه کوي. د لوړې کچې د ادب هم دغه موخه وي. اديب په لږ بېل انداز د خپل اټکل له مخې د ټولنې او حالاتو د بدلولو او جوړولو هيله من وي. معياري ژورناليزم د ظلم، بې انصافۍ او زبېښاک (استثمار) پر ځای لوړو انساني ارزښتونو ته وده ورکول خپله موخه ګڼي. دارنګه په معياري ادب کې هم په لږ بېل انداز د دغو موخو د پوره كولو هڅه کېږي. که ژورناليزم په معياري ټولمنلي او زېړ ژورناليزم وېشل کېږي، نو ادب هم د معياري ټولمنلي، ناسم او فحش ادب په ډولونو وېشل کېږي. د ژورناليزم اوادب د وړاندې کولو وسيلې یو دي. ادب د کتابونو په بڼه وړاندې کېږي. راډيو ټلويزيون او نورې پخوانۍ او اغېزمنې بڼې چاپي بڼې دي، خو بيا هم راډيويي او ټلويزيوني ژورناليزم مينځ ته راغی، په ورځپاڼو کې اوس هم کله کله ادبي موضوعات خپرېږي. دارنګه په ادبي جريدو کې هم په ځينو داسې سياسي يا ټولنيزو مسايلو نظر څرګندېږي، چې د ژورناليزم په ډله کې راځي.

په ادب کې هم ښه ، خراب يا په زړه پورې رول وړاندې کېږي او په ژورناليزم کې هم ښه، خراب او هر ډول خلکو خبرونو ، ځيرنو او فيچرونو ته ښکلا وركوي.

د ادب او ژورناليزم د دغو ګډو ارزښتونو له امله تر ډېره وخته د ادب او ژورناليزم تر منځ توپير نه محسوسېده. ادبي او علمي پنځونې په ورځپاڼو او جرېدو کې چاپېدې. د لوړې کچې خبريالانو په عالمانه انداز د ورځنيو پېښو اړوند خپل نظرونه څرګندول، نو ځکه د رسالو او جريدو ژورنالېزم ته ادبي ژورنالېزم ويل کېده، ځينې خلکو هغه خبره چې په بل انداز بیانېدله هغه ژورناليستیک ادب ګاڼه. ځينې خلک ژورنالېزم د ادب پېژندنه یا د ادب روزنتون ګڼي. د دې لامل دا دی چې ډېری تكړه ليكوالان د ژورنالیزم په بټۍ(داش) کې د سرو زرو په څېر پاخه شول او د پوهې او ادب پر هسک، د ستورو په څېر وځلېدل.

ژورناليستان د راتلونکې ورځې د چارو او مسايلو اړوند نظرونه وړاندې کوي. دارنګه هغوى ته پر مسايلو او چارو د پوهېدو، شننې، په اغېزمن ډول د بيانولو او پر ژبه د برلاسي لرلو روزنه ورکول کېږي. له پر لپسې لوستلو او ليکلو سره يې پوهه زياتېږي او قلم يې پياوړی کېږي. خو د دوى دا ورته والى د دې لامل كېداى نشي چې دواړه يو صنف وګڼل شي.

ډېر ژورناليستان شته چې له ادب نه ژورناليزم ته راغلي دي چې تر لږ وخت وروسته دوى ادب ته شا كړې او د ژورناليستانو لاره يې غوره كړې ده او كه ژورناليست ادب پرېنږدي، نه شي كولاى چې ژورناليستي وكړي. دا وو تر دې ځایه دا بحث ، د ادب او ژورنالېزم په بیلتون به اړه په یوه بله مقاله کې را سره واوسئ .
مننه
ځیرک

نور ورته مطالب
نور ورته مطالب له:  رحیم الله ځيرک
  • کرکټرایزشن او بدلون

    لیکنه: هارون سمون د کرکټرایزشن ارواپوهینز اړخ لوی مبحث دی، موږ یې دلته ضمني راخلو او هڅه ک…
  • د داستان ډیالکټیک

    لیکنه: هارون سمون ډیالیکټیکي میتودولوژي لوی مبحث دی. لمړی به پر ډیالکټيک لږ رڼا واچوو ورپس…
  • یوه لنډۍ څه وایي؟

    لیکنه: نقیب الرحمن عمري سر دې په لوړه تیږه کېږده شیرینه یاره دلته نشته بالښتونه لنډۍ د پښت…
په دې برخه کې نور مطالب ادب

کېدای شي دا هم ولولې

په ژورنالیستي ژبه کې د سربلونو سمه کارونه( دویمه برخه )

لیکنه : رحیم الله ځيرک ۳ـ «د»: دا یو اضافي یا ملکي سربل دی، چې د (لکه) په څېر یو بې جوړې(ب…