کور پاڼه ټولیزې پوښتنې

ټولیزې پوښتنې

ستاسې رالېږل شوې ژباړې یا لیکنې په معمول ډول د روانې ورځې په سبا خپریږي. کچېرې لیکنه یا ژباړه کومه ستونزه ونه لري.

لاندې ټکي د لیکنې خپرېدا ځنډوي.

  • کچېرې اداره د لیکوال پېژندنه ونه لري.
  • کچېرې ژباړه/لیکنه لیکنۍ تېروتنې ډېرې ولري.
  • کچېرې د ژباړې سرچینه ونه موندل شي.
  • کچېرې ژباړه یا لیکنه څو برخې ولري او رالېږل شوې برخه یې لنډه وي.

هغه لیکنې یا ژباړې چې د فورم له لارې رالېږل کېږي، هغه لیکنې/ ژباړې د لومړيتوب د خپرېدو ځای ته ځي او ژر خپرېدای شي.
هغه لیکنې یا ژباړې چې د برېښلیک له لارې راځي هغه لیکنې/ژباړې لومړی کمپیوټر ته ښکته کېږي او بیا وروسته سایټ ته پورته کېږي چې یو څه ډېر وخت ته اړتیا لري.
زموږ خوښیږي چې تاسې لیکنه د فورم له لارې راولېږئ.

هو، تاسې کولای شئ چې د فېسبوک له لارې هم لیکنه یا ژباړه راولېږئ. ولې دا چې هلته زموږ اړیکې ډېرې دي، ډېر وخت ستاسې پیغام د پیغام استونکي په لړ کې وروسته یا ښکته پاتې کېږي چې له همدې امله کېدای شي زموږ هیر شي او لیکنه مو له خپرېدو پاتې شي. که د فورم یا برېښلیک شونتیا نه وي درسره، هیله ده چې موږ ته بیا پیغام ولېږئ او لیکنه را یاده کړئ.

نه، تاسې نشی کولای چې د بل چا لیکنې د هغوي یا د ځان په نامه راولېږئ.
په لاندې صورت کې یې رالېږلی شئ

  • چې هغوي د لیکنې د را استولو شونتیاوې ونه لري.
  • ادارې ته هغوي ستاسې په اړه سپارښتنه کړي وي.
  • تاسې یې د لیکوال په نامه راولېږئ، نه د ځان په نامه.

کچېرې تاسې د بل چا لیکنه د ځان په نوم راولېږئ او وروسته موږ ته ثابته شي چې دا ستاسې لیکنه نه ده، د اصلي لیکوال د حق د خونديتوب لپاره، موږ ستاسې پېژندنه د ادبي غلا په تور خپروو او کېدای شي ستاسې نورې لیکنې هېڅ وخت د لومړيتوب له لارې خپرې نشي.

کچېرې تاسې د لومړيتوب پاڼه له وړاندې نه وي لیدلي، ښه ده چې د لومړيتوب تګلاره په دې اړه ولولئ. تګلاره په دې تړوني لوستلای شئ.

ددې لپاره چې موږ ستاسې په ريښتوني شخصیت ډاډه اوسو چې تاسې یو شخصیت یاست چې د ولس په علمي چوپړ کې زموږ همکاري کوئ.
کچېرې تاسې ونه غواړئ چې ستاسې پېژندنه خپره شي، موږ ستاسې پېژندنه نه خپروو او ستاسې هویت پټ ساتو.

هو، ولې اړینه ده چې اداره ستاسې بشپړه پېژندنه ولري. بیا کېدای شي ستاسې لیکنې/ژباړې په مستعار نوم هم خپرېرې شي.
ولې موږ غوره ګڼو تر څو ستاسې له علمي لیکنو سره ستاسې شخصیت ته هم په ټولنه کې ویاړ وګټو.

یوازې په دې تړوني کلېک وکړئ، تاسې ته به فورم خلاص شي، په فورم کې ټول اړين خالي ځایونه ډک کړئ. خپله لیکنه متن ته په ځانکړې شوې برخه کې ولیکئ او یا یې ونيښلوئ.
د فورم د کارولو لپاره هلته بشپړ مالومات شته، اړينه ده چې د پام وړ ټکيو ته پام وشي.

بشپړ نوم ستاسې لومړنۍ نوم + کورنۍ نوم یا تخلص
بېلګه: عارفه عمرلور بشیر

ځانګړی نوم یا یونيک نوم هغه نوم ته وایو چې تاسې یې هر وخت یو ډول وليکئ. په لومړيتوب سایټ کې ټولې ليکنې د ليکوال کارن، کتګورۍ /ټولیو، نېټو تر څنګ د یوه ځانګړي نښلوونکي یا tag تر څنګ هم سره ټولې شوي.
کله چې لوستونکي ستاسې یوه ليکنه لولي، ستاسې نورې ليکنې د همدې ځانګړي نوم په مرسته ورته وړاندیز کېږي. چې که چېرې یې دا ليکنه خوښه شوي وي کولای شي ستاسې نورې ليکنې هم ولولي.
په دې ځای کې که چېرې تاسې خپل ځانګړی نوم یو ډول ونه کاروئ په دې صورت کې ستاسې هغه ليکنې له لوستونکي ته له وړاندیز څخه پاتې کېږي.
په ځانګړي نوم کې هیله ده چې د یاګانو ليکنو ته پام وکړئ. ځکه چې یاګانې په سیستم کې سره توپير کوي.

د مخ انځور له ليکنې سره ښکارېدونکی انځور دی. کله چې ليکنه به سایټ ښکاري نو له سرلیک سره به دا انځور ښکاري یا په فېسبوک چې کله د ليکنې تړونی خپریږي هغه وخت په فېسبوک دا انځور ښکاري.
په سایټ دا انځور یو ځانګړی ډول لري چې باید اوږد مستطيل شکله وي.
د دې لپاره چې دا انځور جوړ کړئ نور مالومات دې ځای کې ولولئ.

هو، تاسې کولای شئ چې د ليکنې منځ ته هم انځورونه زیات کړئ. دا کار په فورم کې هم کولای شئ.
ددې لپاره د متن په پیل کې د Add image ووهئ.

دا کار اوس په لومړیتوب سایټ شونی دی، تاسې کولای شئ چې د کارن جوړولو ځانګړې فورم ته لاړ شئ هلته د ځان په اړه مالومات وليکئ، تاسې به په دې ډول به په اتومات ډول ځان ته ليکوال کارن پرانیزئ.

د نوم ليکنې فورم پرانیزئ
د کارن په اړه نور مالومات

په پېژندپانې ستاسې ټول ليکلي مالومات په لومړيتوب ستاسې له هرې ليکنې سره ښکاري، ستاسې د هر ليکنې په پای کې او په ځانګړې پاڼه ښکاري.
ستاسې په ځانګړې پاڼه ستاسې د لنډې پېژندې سره ، ستاسې انځور، وېبلاګ، فېسبوک، تویټر، ګوګل پلس او نورې ټولنيزې پاڼې هم په دې پاڼه زیاتولای شئ.
په دې اړه نور مالومات په دې پاڼه موندلای شئ.
خپله پېژندپاڼه اوسمهالې کړئ

کچېرې کومه نا ځواب شوې پوښتنه لرئ کېدای شي د لاندې دو بټنو له لارې په سایټ کې ګډون وکړئ او خپله پوښتنه ولیکئ، یا لاندې فورم ډک کړئ. موږ به هڅه وکړو چې ژر یې ځواب کړو.

Advertisements
Advertisements

تاسې هم څه ویل غواړئ؟ ویې ليکئ!