کور پاڼه ادب د تحقیق او تخلیق د عروج او نزول پړاوونه

د تحقیق او تخلیق د عروج او نزول پړاوونه

2 ثانیې لوستل شوې
0
45

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
د ارواپوهنې د فردي تفاوتونو مفهوم دی چې د نړۍ د اکثرو انسانانو ذکاوتونه، احساسات، تخیل، تاثر، ذوق او داسې نور هغه کړه وړه چې د انسان له دننني او بېروني جوړښت سره اړیکې لري سره توپير لري. یو لیکوال به د تحقیقاتي کارونو ذکاوت لري او بل به د تخلیقاتي. یو لیکوال به یو ډول ذوق لري او بل به بل ډول.
په انسانانو د ژوند په مراحلو کې فزیکي او معنوي توپيرونه منځ ته راځي. دا چې ټول تحقیقاتي او تخلیقاتي کارونه د انسانانو پواسطه تر سره کېږي نو حتمي خبره ده چې د ده په تحقیقاتي کارونو به د لوړوالي پړاوونه ته رسېږي او همدارنګه د ده په تخلیقاتو کې به هم تغیرات راځي.
حتمي خبره ده چې د هر لیکوال او څېړونکې په کارونو کې به مثبت او منفي تغیرات منځ ته راځي. کله به یې شاعري لوړو پوړیو ته رسېږي او کله کله به یې په ویناوو کې مخکیني تاثیرات نه وي. کله به د مبتدي لیکوال په ډول تحقیقاتي کارونه کوي خو د وخت او زمان په تېریدلو به ترې ښه څېړونکی جوړیږي.
تحقیق څه ته وايي؟
د نړۍ د پرمختګ له لاملونو یې اساسي لامل د څېړنې پرمختګ دی. څېړنه هغه ریاضت دی چې په ډېرو کولو یې انسان لوړو پوړیو ته رسېږي.
علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طريقې، لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.یا:تحقيق(څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنايې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نا معلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې) فن وايي. (۲۲: ۴۶مخ)
تخلیق څه ته وايي؟
تخليقي يا هنري ادبياتو ته اصلي او واقعي ادبيات وايي، ټولو بدیعي ادبیاتو ته تخلیقي ادبیات ویل کېږي، چې په هغو کې شعر، لنډه کيسه، ډرامه، ناول، تکل، طنز او نور شامل دي.
د تحقیق او تخلیق اړیکې
ټول علمي کارونه سره اړیکې لري. په ادبیاتو کې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تیوري سره رابطه لري، که چېرې کوم لیکوال د ادب تاریخ لیکلو اراده ولري نو دی باید د ادب تیورۍ ښه مطالعه او پوهه ولري، ځکه چې د ادب تاریخ لیکوال لپاره په تیورۍ پوهیدل اړین دي.
تخلیقي ادبیات له تحقیقي څېړنو سره اړیکې لري. که څېړنه نه وي نو هیڅکله هم تحقیقاتي کارونه پرمختګ کولای نه شي او که چېرې تخلیق نه وي نو څېړنه بیا کومه معنا نه لري.
د ټولو تحقیقاتي کارونو پرمختګ له تخلیقاتو سره رابطه لري او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.
هره ټولنه تحقیقاتو، تخلیقاتو، ژباړول شویو اثارو، تحلیلي اثارو، په نورو ژبو لیکل شوي اثار ته ضرورت لري.تحقیقات یو ډول ارزښت لري او تخلیقات بل ډول.
ځینې خلک تخلیق ته د تحقیق په پرتله زیات ارزښت ورکوي او وايي چې اصلي او اول لاس ادبیات تخلیقي بدیعي ادبیات دي. بدیعي ادبیات خپل ارزښتونه او کټګوري لري او د شعر د ډولونو او د هنري نثر د ډولونو اصلي ارزښت یې په هنریت او شعریت کې دی او ادب اساسي او فرعي توکي راوړل پکې مهم دي.
تخلیقي ادبیات هم خپل شکلي او معنوي جوړښت لري، په یو نوم او بل نوم هرې لیکنې ته څېړنېزه لیکنه ویلای نه شو. لکه څرنګه چې هر نثر هنري نثر کېدای نه شي او یا هر د هر نظم ډول شعر کېدای نه شي دغه شان هره په نوم لیکنه هم د څېړنې تر نوم لاندې راتلای نه شي. که چېرې یوه علمي لیکنه په ټولو علمي او اکاډمیکو لارښوونو برابره وي او په موضوع کې د څېړنې حق ادا شوی وي او د یوې ښې څېړنې ټولې لارې چارې پکې په خپل ځای راغلي وي نو د داسې لیکنو ارزښت زښت زیات دی.
د څېړنې د عروج مرحله
انسان ځواني او زړښت لري، دغه شان محقق د تحقیق د کار په نظر کې نیولو سره هم پرې ځواني او زړښت راځي. د ویګوتسکي ارواپوه په پوهه د څېړنې د عروج مرحله د (۴۰ ـ ۶۰) کلونو پورې ده خو زما په پوهه په داخلي او بهرینو محقیقینو او پوهانو کې داسې کسان هم شته چې له شپتوکلونو وروسته هم څېړنې کولای شي او د دې امکان زیات دی چې د ژوند د وروستي وخت لیکنې یې له پخوا څخه بهتره وي.
د محقق د ځوانۍ وخت یې د عمر د زړښت وخت دی خو په دې شرط چې د تحقیق له پیل څخه د وخت او زمان په تېریدلو یې زیاته مطالعه کړې وي، د مستحقو او پوهو لیکوالو سره یې ناسته او ولاړه کړې وي او همدارنګه د څېړنې سره یې روزمره سرو کار وي. یعنې زیاته مطالعه او د عمر تېریدل خو په دې شرط چې د عمر په ټول پړاو کې باید روزمره مطالعه او د ژوند تجربه ولري.
کله چې محقق په لومړنیو کارونو پیل وکړي حتمي خبره ده چې په علمي او تحقیقاتي کار کې به یې ځينې ستونزې وي خو د وخت او زمان په تېریدلو او د ډېر ریاضت سره یې په علمي کارونو کې بهتري راځي. په عام ډول د نړۍ اکثره محقیقین او په خاص ډول د پښتو ژبې څېړونکي د لومړنیو کارونو ځینې یې وروستني کارونه سم او بهترین دي خو په دې شرط چې د تحقیقاتي کارونو سره یې روزمره سروکار وي او همدارنګه د نورو لیکوالو او پوهانو اثار مطالعه ولري او د دوی سره یې ناسته ولاړه وي او هره ورځ باید مطالعه وکړي.
په پښتو ژبه کې د پوهاند عبدالحی حبیبي له لومړنیو کارونو ځینې یې وروستني کارونه بهتره دي یعنې د عمر په تېریدلو یې په کارونو کې بهتري راغلې ده.
د پښتونخوا نامتو مورخ او څېړونکي دوست محمد کامل مومند هغه اثار چې د عمر په وروستیو مرحلو کې یې لیکلي دي کاملا د لومړنیو تحقیقاتي کارونو ځینې د څېړنې د اساساتو په نظر کې نیولو سره ښه دي.
د پښتو ژبې د درېیمې دورې زما د خوښې محقق محمد اکبر کرګر له هغو محقیقینو څخه دی چې د کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي په وینا چې د ده په تحقیقاتي لیکنو کې نوې خبرې زیاتې دي.
د کرګر صاحب پخواني تحقیقاتي کارونو یو رنګ درلود خو اوسنۍ څېړنې یې له بیلې زاویي تر څېړنې لاندې نیول شوې دي.په غني خان باندې یې لومړنی اثر(غني د شګو په محل کې) په ۱۳۶۵ ل کال چاپ شوی وه او دا دی دویم ټوک(ما ته یو دریاب د نور را) په ۱۳۹۵ ل کال چاپ شو، دواړه کتابونه په غني خان باندې څېړنې دي، هر جلد خپل ارزښت لري خو د تحقیقاتي اصولو او لارو چارو په نظر کې نیولو سره وروستی کار یې زیات اکاډمیک قوت لري. پورته خبرې په دې دلالت کوي چې په تحقیقاتو او علمي کارونو کې لوړوالی د عمر د تېریدلو، زیاتې مطالعې، د پوهانو سره علمي رابطه، د پوهانو سره راشه درشه، د پوهانو کتابونه لوستل، څېړنېز انتقادي فکر درلودل، د خپل فکر او نظر درلودل، د هر چا فکر او خبره په پټو سترګو نه منل، د تحقیقاتي لیکنو ریاضت درلودل او داسې نورې خبرې د دې لامل کېدای شي چې د لیکوال او محقق په کارونو کې دې ښه والی راشي.
د څېړنې د نزول مرحله
په انسان چې عمر تېریږي په فزیکي لحاظ کمزوری کېږي خو که چېرې دی لیکوال وي او د لیکوالۍ سره یې کاروبار وي نو د عمر په تېریدلو یې علمي کارونه پیاوړي کېږي او په معنوي لحاظ د عروج مرحلې ته رسېږي.
د څېړنې نزول او ټیټوالی د مطالعې د نه کولو، د علمي کارونو سره د مینې نه درلودل، د څېړنې د لارو چارو سره نا بلدتیا، د څېړنې خاص ذکاوت نه درلودل، د ځوانۍ مرحله او داسې نور موارد کېدای شي.
که چېرې څېړونکی د څېړنې سره مینه ولري او هر وخت په دې فکر کې وي چې نوی کار وکړي نو حتمي خبره ده چې نوي فرضيي به اثبات ته رسوي.
که چېرې محقق کار پیل کړي او د لومړي ځل لپاره کوم اثر ولیکي او چاپ شي او همدارنګه د عامو او خاصو خلکو له خوا وستایل شي. که دی خپلو علمي کارونو ته په علمي ډول دوام ورکړي نو د وخت او زمان په تېریدلو به یې کارونو کې لا بهتري راځي او لوړو پوړیو ته به ورسېږي خو که چیرې خپلو علمي کارونو ته توقف ورکړي، مطالعه ونه کړي، عملي کتابونه ونه لولي او یا له علمي ساحې لرې پاتې شي او څو کلونو وروسته بیا کوم اثر لیکلو اراده ورته پيدا شي نو حتمي خبره ده چې علمي کار به یې له پخوا څځه کمزوری وي او د نزول په طرف به تللی وي.
تحقیق ارادي عمل دی، محقق چې څومره زیاته مطالعه کوي په هماغه اندازه یې کارونه پیاوړي کېږي، د لیکوال قوي عزم او اراده هم ورسره رابطه لري، خو کله کله په تحقیقاتو کې ځینې داسې مسایلو سره مخامخ کېږو چې غیر ارادي او یا ناشعوري عمل ورته ویلای شو.
کله کله تحقیقاتي موضوع په غیر ارادي ډول د محقق ذهن ته راځي او یوه نوې فرضیه یې په ذهن کې پیدا کېږي خو د همدې فرضيي د اثبات لپاره بیا هم په ارادي ډول اړوندې موضوع په باب مطالعه، د نورو پوهانو سره مشوره، په غوره شوې موضوع که نور کار شوی وي د هغو لوستل، په انتخاب شوې موضوع که په نورو ژبو کار شوی وي د هغو اثارو مطالعه او داسې نور مسایل راتلای شي.
د شپې لس بجې وې چې په غیر ارادي ډول مې ذهن ته(د تحقیق او د تخلیق د عروج او نزول پړاوونو) تر سرلیک لاندې موضوع مې ذهن ته راغله، له خوبه پاڅېدم، د لږ فکر کولو وروسته د موضوع په باب مې یوه کوچنۍ طرحه له ځانه سره په لیکلي شکل جوړه کړه، په سبا ورځ د استاد کرګر سره مې خپله موضوع شریکه کړه، د هغه مشوره مې واخیسته او په مقاله لیکلو مې ولیکله. یعنې په تحقیقاتو کې د موضوع انتخاب کله کله په غیر ارادي ډول هم کېدای شي چې وروستي کارونه یې بیا یو ارادي عمل دی.
د تخلیق د عروج مرحله
په ساینسي او اجتماعي علومو کې تخلیق خاص ارزښت لري. د تحقیقاتو د پرمختګ اساسي لامل تخلیقاتي کارونه دي. په اجتماعي علومو کې ادبیات که په نظر کې ونیسو، ټول شعري ډولونه او هنري نثر ډولونه د عروج مرحله لري.
ټول تخلیقات خاص استعداد او ذکاوت غواړي او د عروج او رکود وخت یې نامعلوم وي. دا چې دا یو نبوغي عمل دی او دا حالت د انسان د تاثراتو، عواطفو، تخیلاتو، احساساتو، خوشحالیو، خفګانونو او ټول هغه موارد سره چې د انسان د داخلي جوړښت سره اړیکې لري، خاصه رابطه لري.
په تخلیق کې د قوت او پياوړتیا وخت نامعلوم وي، د عمر تېریدل، ارادي مطالعه کول چې ښه تخلیق شوی عمل وکړو، اراده او تصمیم نیول چې ښه تخلیق منځ ته راوړي.
په تحقیقاتو کې اکثره هغه اعمال چې محقق او محقق پرې د عروج مرحلې ته رسېدلای شي برعکس په تخلیقاتو کې نتیجه ورکولای نه شي، یعنې هغه اعمال چې د تحقیقاتو د پياوړتیا لامل ګرځیدای شي، په تخلیقاتو کې د قوت سبب کېدای نه شي.
ټول تخلیقاتي اعمال د انسان له تاثراتو او داخلي کړو وړو سره ارتباط لري، دا چې په انسان باندې ډول ډول حالات راځي او د دغو ښو او یا خرابو اعمالو د راتګ وخت نامعلوم وی، دا هم څرګند نه وي چې تخلیقګر کوم وخت ښه لیکنه کولای شي نو له همدې امله د تخلیق د عروج مرحله نامعلومه ده او نشو کولای چې ثابته کړو چې یو انسان کله کولای شي چې په تخلیقاتي کارونو کې پياوړتیا تر لاسه کړي.
دا هغه غیر ارادي او کله کله تحت الشعوري عمل دی چې په لیکوال باندې د الهام په ډول راځي او لیکوال کولای شي چې د دغه وخت نه په استفاده کولو یوه ښه نمونه ولیکي. دغه وخت نامعلوم وي.غیر ارادي عمل د لیکوال په واک کې نه وي او تحت الشعور په باب ارواپوهنه داسې وايي: په هر انسان باندې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې ډول ډول حالات راتلای شي. کله خوشحاله وي او کله خفه. کله مالداره وي او کله غریب. کله په درد کې وي او کله هم بې درده. یعنې په انسان باندې ډول ډول حالات راځي او د دغو حالاتو مثبت او منفي تاثرات د انسان په وجود د رسوب په ډول موجود وي، یعنې د ژوند د خوشحالیو شیبې، د خفګانونو حالات، اروایي مسایل او ټول هغه تاثیرات چې د انسان د داخلي جوړښت سره رابطه لري، د انسان په تحت الشعور کې موجود وي، که چېرې یو لیکوال د یو غریب او بیچاره انسان په لیدلو سره یې احساسات وپاریږي او د ده ذهن ته لیکنه راشي او دی یې ولیکي نو حتمي خبره ده چې د ژوند په پړاوونو کې به پر ده باندې غریبي او بیچارګي تیره شوې وي او د هماغه وخت حالات په تحت الشعور کې رسوب کړې وي او د دغو حالاتو په لیدلو سره په غیر ارادي ډول هغه پخواني حالات یې ذهن ته راځي او پرې تاثیر کوي نو دی مجبوره شي چې لیکنه وکړي.د دغو حالاتو وخت نامعلوم وي نو ځکه د تخلیقاتو د عروج پړاو د انسان په ژوند کې نا څرګند وخت وي او نشو کولای چې هغه وخت معلوم کړو.
د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د پښتو ژبې د ځینو شاعرانو او پوهانو یاودنه کوم چې د تخلیقاتو د عروج مرحله یې د ژوند په بېلا بېلو پړاوونو کې منځ ته راغلې دي.
د پښتو ژبې پیاوړی شاعر خوشحال خان خټک زیاته شاعري کړې ده او د محقیقینو په وینا چې لومړنی شعر یې په شل کلنۍ کې ویلی دی چې د ۱۰۴۲ کال نه پیل او هغه قلمي نسخه چې په علومو اکاډمۍ کې موجوده ده او د ده د خطي نسخو له ټولو پخوانۍ نسخه ده، په دې نسخه کې یوه داسې څلوریزه شته چې په ۱۰۹۹ کال کې لیکل شوې ده نو د دې خبرې داسې استنباط کولای شو چې د مرګ تر ورځې ۱۱۰۰ کال پورې شاعري کړې ده چې شاو خوا ۴۰۰۰۰ بیتونه یې ویلي دي.
د خوشحال په ټوله شاعري کې د عروج مرحله د بند د وخت شاعري(۱۰۷۴ ـ ۱۰۷۹ ) کاله پورې څلور کاله او نهه میاشتې بندې وه او د دې وخت شاعري یې فراقنامه، حبسیات او اکثره قصیدې یې په بند کې ویلې دي چې د ده د شاعرۍ د عروج مرحله ورته ویلای شو. خوشحال خان خټک کله کله په یوه ورځ کې دوه درې قصیدې هم لیکلې دي چې دا خبره په دې دلالت چې د تخلیقاتو وخت نامعلومه وي.
د رحمان بابا د شعرونو د عروج مرحله یې له ټولو وروستۍ مرحله ده. د دغې دور شاعري یې د فکر ژوروالی لري، تصوف او عرفان ته داخل شوی، دنیا یې د زړه او سر په سترګو مطالعه کړې، د خلکو ستونزې یې حس کړي، په دې دوره کې بابا ملنګ شو،قلندر شو او درویشي یې اختیاره کړه.
د پښتو ژبې پياوړی شاعر غني خان بهترین شاعر دی خو بیا هم د ده په شعر کې د پیاوړتیا مرحله د زړښت د وخت شاعري ده. د دې دور شاعري یې عشق او محبت، فلسفې او حقیقت نه ډک اشعار دي، د دې دورشاعري یې د هستیو د ‌ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتوڅخه بحث کوي او د فکر او هستیو د اړیکو څخه هم غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف لپاره څرګندوي.(۷)
ډېر ځکه داسې پېښیږي، چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي او خپل ځان اوچاپیریال ته وګوري، اسمان، ځمکې، سپوږمۍ، ستوري، غرونو، سیندونو او بېلا بېلو ځناورو ته ځېر شي او ډول ډول پوښتنې ورته پیدا شي،لکه:
زه څوک یم؟چېرته یم؟دکوم ځای څخه راغلی یم؟جنت او دوزخ ولې پیدا شوی؟ژوند او مرګ ولې پیدا شوی؟ او داسې نورې پوښتنې فلسفي افکار وړاندې کوي.
جج
د غني خان فلسفیانه نظر او ډېرې نوې موضوعګانې څېړلي دي، رښتینولي، د وجود بنیادي اصول، د یووالي روح، دکایناتو ضرورت، د انسان حیثیت او د مرګ او ژوند د معنا په توګه کوي.
د انقلابي شاعر اکاډمیسین سلیمان لایق د شاعرۍ د پیاوړتیا او د عروج مرحله د هغه وخت شاعري ده چې کله ده سیاسي مبارزه کوله او د هغه وخت فارسي ژبې شعرونه او ترانې او همدارنګه شعرونه یې ډیر پیاوړي وه او همدارنګه پخواني شعرونه یې له نن ورځې له شعرونو قوي او ځواکمنه وینا ده او تر اوسه پورې د عروج مرحله یې هماغه پخوانۍ مرحله ده.
له پورته مثالونو داسې انګیرو چې په تحقیقاتو کې د عروج مرحله د څېړنې په پرتله نامعلوم وخت کې وي.
که تخلیقګرپه دې پوه شي چې لیکنه یې د عروج په مرحله کې ده نو دی باید له وخته استفاده وکړي او د پياوړتیا په وخت کې ډېره لیکنه وکړي، ځکه چې د تخلیق د عروج پړاو په انسان کله کله راځي نو له دې وخته باید سمه استفاده وشي.
ځینې ځوان شاعران زه پيژنم چې بهترینه ښه شاعري کوي او کېدای شي چې دغه وخت یې د پياوړتیا شاعري وي نو ځکه باید ترې سمه استفاده وشي.
ځینې خلک تحقیق بهتره عمل ګڼي او ځینې بیا تخلیق، خو زما په پوهه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي. د بهترین تخلیق ځای هر ډول تخلیقي لیکنې نیولی نه شي. د بهترین تحقیق لیکنې ځای هر ډول تحقیق لیکنه نیولی نه شي. ښه څېړنه یو ډول ارزښت لري او ښه تخلیق بل ډول نو له همدې امله هره برخه لیکنه خپل ځای لري.

Advertisements
Advertisements
  • د محمد اکبر کرګر پرتلیزې مقاله لیکنې هنر

    لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي ټولنې پنځونې او څېړنې خاص ذکاوت غواړي، ځینې لیکوال به ښې پنځون…
  • د تحقیق اصول ۲امه برخه

    لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي د څېړنې ګټې د څېړنې او تحقيق برکت دی چې ورځ تر بلې نوي کشفيات …
  • وصیت نامه

    لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي د نړۍ ټولو متقابلو شیانو پیدايښت کې د الله تعالی حکمتونه پراته…
نور ورته مطالب
  • د تحقیق اصول ۲امه برخه

    لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي د څېړنې ګټې د څېړنې او تحقيق برکت دی چې ورځ تر بلې نوي کشفيات …
  • وصیت نامه

    لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي د نړۍ ټولو متقابلو شیانو پیدايښت کې د الله تعالی حکمتونه پراته…
  • د تحقیق اصول – ۱ برخه

    د څېړنې پېژندنه، ارزښت، هدف او ځانګړنې څېړنه د حقايقو منظم لټون دی. الله تعالی انسانان اشر…
نور ورته مطالب له:  سیداصغر هاشمي
  • د افغانستان ژان دارک

    په افغاني ټولنه کې شاید داسي کسان ډیر کم تر سترګو شي چې د میوندي ملالې نوم یې نه وي اورېدل…
  • افراطي تاریخلیکنه

    لیکنه: محمد قسیم ځير که د هغو ملتونو حال واخلو چې یو وخت یې سترې امپراطورۍ لرلې خو اوس نات…
  • ژبه او فکر

    ليکنه: اخترمحمد ژوندون د پوهنتون د لومړي ټولګي په لومړي سمستر کې استاد راته د کورنۍ دندې پ…
په دې برخه کې نور مطالب ادب

کېدای شي دا هم ولولې

د تحقیق اصول ۲امه برخه

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي د څېړنې ګټې د څېړنې او تحقيق برکت دی چې ورځ تر بلې نوي کشفيات …